کاظم بيمار ننګرهارى

د کابل پوهنتون پخوانى استاد                        

 

د دروغو منزل لنډ وي!

قدرمنو لوستونکو او محترمو ليکوالو هغه څه چه د پاکستان پنجابي حکومتونو او د ايران اخوندي حکومتونو تر اوسه زمونږ د هيواد او وطنوالو په هکله کړيدي نور د تحمل وړ نه دي نو راځۍ چه د دوى شيطاني اعمال افشا کړو او تر هر څه دمخه د آى اس آى د محاکمې اسناد نړۍ والو ته وړاندې کړو او بيا د ايران د آخوندي نظام د اعمالو ناظر واوسو.    

په افغانستان کې د ٢٠٠١ کال نه تر نن پورې د ترورستي اعمالو مسئوولان څوک دي؟

دا هغه پوښتنه ده چه د هر افغان په ذهن کې ګرځي او د دې پوښتنې د ځواب په لټه کې دي. زما په نظر د دې پوښنتې ځواب د پاکستان د آى اس آى او د ايران د پاسداران اسلام څخه بايد وپوښتل شي، ځکه چه د پاکستان دروغجن، پنجابې حکومتونه او د ايران تش په نامه اخوندي حکومتونه هميشه د ترورستانو ځالې دي او د دوى ټول کارونه په دروغو روان دي. د دوى د دروغو لمړى مثال د اسامه بن لادن موجوديت او مړينه په پاکستان کې د دوى د دروغو لمړى ثبوت دى. دوى په تيرو لسو کلونو کې همدا ويل چه د ترورستانو مشر د افغانستانو په غرونو او رغونو کې ژوند کوي د دوى (پاکستان) حکومتي مشرانو په تلويزونونو او مصاحبو کې همدا ويل چې د تروريزم مشرتابه په افغانستان کې د پښتنو په سيمو کې اوسيږي، د همدې کبله غربي بمونه هم زياتره په پښتنو وريدل او په زرونو زرونو افغانان خصوصاً پښتانه د دوى د بيرحمانه بمباريو قرباني شول. په داسې حال کې چه اسامه بن لاډن د پاکستان د حکومت د امنيتي نظارت د پروګرام لاندي د ايران په مشوره په آرام زړه د اسلام اباد ښار ته نژدې د عسکري ښوونځي تر څنګه په يوه عصري کور کې په کلونو کلونو ژوند کاوه او د ورک! اسامه د پيداکولو په نامه يې د امريکا څخه په بليونونو ډالرونه اخيستل او همدا به يې ويل چه دوى د امريکا سره يو ځاى د القاعدې د مشر د نيولو په هڅه کې دي! د پاکستان د شريف او مشرف نه  بيا تر قاچاقبر زرداري پورې ټولو د امريکا د غولولو لپاره دروغ ويل او د اسامه د موجوديت څخه يي په پاکستان کې انکار کاوه، حتى په يوه تلويزوني مرکه کې مشرف وويل چې اسامه بن لادن د ګردې ناروغي درلودله هغه به اوس وختي مړ شوى وي ځکه چه ډاکټر او دوا ته لاس رسى نه لري او که ژوندى هم وي په افغانستان کى دى. جناب مشرف حتي دومره دروغ ويل چه ژوندى اسامه يې مړ ليده، او همدا به يي ويل چه دى (مشرف) د امريکې سره د ترورستانو په نيولو او وژلو کې مرسته کوي او داسي به يي ښودله چه ګوندې مشرف د امريکي رښتني ملګرى او پلوى دى. امريکايي مقاماتو هم د دوى تبليغات منل او داسې فکر يې کاوه چه د پاکستان پنجابي نظام د دوى رښتنى ملګرى دى. غربيانو د دوى په لمسون هم د افغانستان مختلفي سيمي بمباري کولې او په لسونو او سلونو افغانان، ښځې او ماشومان څوانان او زاړه هره ورځ او هره اونۍ شهيدان کېدل، ډيرې ککرۍ د دوى د لاسه د تورو خاورو لاندې کيدلې او په سلونو کورونه د خاورو سره برابريدل. د ايران اخوندي نظام د ځمکني بمونو په راليږلو کې د افغانانو د وژلو لپاره لويه برخه اخيستي ده. د ايران اخوندي نظام د افغانانو د وژلو تر څنګه زمونږ د کلچر په له منځه وړلو کې هم لويه برخه لري، دوى کوښښ کوي چه په مذهبي لحاظ هم زمونږ خلک د اختلافونو په سمندر کي لاهو کړي، او د شيعه او سني، فارسي ،دري او پښتو اختلافونه رامنځ ته کړي. د ايران اخوندي نظام تل هڅه کوي هغه افغان ګوډاګيان چه په ايران کي يې تعليم کړيدي او د اخوندي نظام د تأثير لاندي دي د خپلو اهدافو د لاسته راوړلو په خاطر د افغانستان د حکومت په کابينو کې په مستقيم او غير مستقيم ډول وټومبي، تر څو چه حکومتونه د خپل مسير څخه واړوي، او هر څه چه اخوندان وغواړي هغه په افغانانو تحميل کړي.

د دي ټولو بمباريو، وژنو، اختلافونو اچولو او ورانيو مسئوول د پاکستان دروغجن  حکومت او د ايران اخوندي نظام  او واکداران دي. دوى  بايد د خپلو اعمالو ځواب ورکړي. په دې ترتيب چه:

 لمړى: د پاکستان دروغجن پنجابي حکومت او د ايران اخوندي نظام بايد د افغانانو د خون بها په خاطر محاکمه او د افغانستان د لسو کلنو ورانيو غرامت هم بايد ورکړي.                                             

دويم: د پاکستان د فساد مرکز (آى اس آى) او د ايران ( پاسداران اسلام)  بايد د افغان وژنې او د افغانانو د تباهۍ په خاطر په نړۍ واله سويه رسوا او محاکمه شي. په دې ضمن کې دا هم بايد وويل شي چه د پاکستان د فساد ځاله (آى اس آى) هميشه دروغ وايي او دروغجن د خداي او رسول بد راځي او په کلام الله کې پرې الله پاک لعنت هم ويلي دي.                                                               

دريم: دوى د پاکستان (آى اس آى) او د ايران( پاسداران اسلام) معصوم او بيګناه  تنکي ځوانان اغوا کوي او د ځانمرګو حملو د پاره يې د روزنې لاندې نيسي او د هغوى خوږ ژوند د خيالي جنتونو په خاطر لنډه وي او د مرګ او هلاکت په خوله کې ورکوي.

د پاکستان پنجابي حکومت، د ايران د اخوندي نظام سره يو ځاى د دغه ډول اعمالو مسئووليت هم په غاړه لري.

څلورم: دا چه  پاکستان په خاصه توګه، په سيمه کې د ترورستانو او تشدد غوښتونکو د روزنې مرکز ګرځيدلى دى ا و دا کار د اوسني حکومت لپاره د عايداتو يوه لويه منبع او سرچينه ده او بې له دې کار څخه پاکستان ژوندى نشي پاتې کيدلى، نو داسې يو حکومت چه د ټولې نړۍ لپاره درد سر او ام الفساد وي، اصلاً موجوديت يې لازم نه بريښي، نو دغسي بې مسئووليته نظامونه بايد له منځه ولاړ شي.

پنځم: داسې حکومتونه چه په پټه او ښکاره د نورو هيوادونو د ورانۍ او بربادۍ لپاره هڅي کوي، او عملي تخريبي پلانونه  تطبيق او عملي کوي،لاسي او ځمکني بمونه  د ترورستانو  په لاس ورکوي، موجوديت يې د انديښني وړدى.

شپږم: په پاکستان کې د اتومي وسلې موجوديت او د ايران د اخوندي نظام هڅې د اتومي وسلې د لاسته راوړلو په خاطر زمونږ د هيواد لپاره د بد مرغۍ زيرى دى. ځکه که دغه وسلې د ترورستانو په لاس کې ولويږي نو په هغه صورت کې زمونږ هيواد او هيوادوال به لمړني قرباني وي. پاکستان بايد خلع سلاح او د ايران اخوندي نظام ته بايد اجازه ور نه کړل شي چه د اتومي وسلي خاوند شي.

تر څو چې دا دوه ترورستي نظامونه زمونږ د غيرتي هيواد تر څنګه وجود ولري په دې سيمه کې سوله او امنيت راوړل ډير مشکل کار دى، ځکه چه دوى خپله آبادي زمونږ په بربادۍ کې ويني.

                                                                                                                                                                                                              

 


بالا
 
بازگشت