کاظم بيمار ننګرهارى

د کابل پوهنتون پخوانى استاد                        

 

تاريخي واقعيتونه، پيښي

او سياسي اپورچونيزم

 

زمونږ ګران هيواد افغانستان د تاريخ په اوږدو کي د ډيرو کړاونو،ربړونو، ستونځو او نورو مشکلاتو او تحولاتو سره مخامخ شويدي. ددي ښکلي هيواد د اشغال په خاطر ډيري ککرۍ ماتي شويدي، اما د هيچا د غلامۍ جغ  يي پخپلو اوږو ندي منلى.

خارجي استکباري قدرتونو څوڅو ځلي، دچنګيز( مغلو)، اسکندر، نه  بيا  تر انګريزانو او روسانو پوري د دي غيرتي هيواد د نيولو اومهار کولو په خاطر هر ډول  تيري ، تجاوزونه  او هلي ځلي کړيدي، مګر هر يوه داسي ګذار خوړلى دى چه ماغزه يي لا تر اوسه په کرار نه  دي. خوشال بابا وايي:

لا تر اوسه يي ماغزه په کرار نه  دي

                                    چا چه ما سره وهلې سر په سنګ دې

د وطن اوسنې حالت هم د انديښني وړدى او دا چه په هيواد کي اوس څه روا ن  دي هر څوک پري ښه پوهيږي. پدي يقين لرم چه  زمونږميړنى خلک به  ددي حالت څخه ځانونه راوباسي ځکه چه دا د تاريخ حکم دې هيڅوک ددي مخه نشي نيولى بله دا چه افغانان هيڅ وخت د هيچا د غلامۍ جغ پخپلو اوږو ندى وړى، ا ودا توره تياره به  يوه ورځ رڼا شي. زمونږ غيور او سرشار ولس  هغي ورځي ته منتظر دى چه يو وار بيا يو ملي پاڅون وکړي او ځانونه د ابد لپاره د خارجي او داخلي دشمنانو له شر څخه خلاص کړي. دلته د يادولو وړ ده چه د سعدي  صاحب  دا بيت را په ياد کړو:

         هر بيشه گمان مبر که خالي است       شايد که پلنگي خفته با شد

پدي ترتيب د پرګنو له منځه به حتما يو ملي رهبر چه  د ټولو پري امنا  وي راپورته کيږي اودا خوري وري پرګني به سره ديوه بيرغ لاندي  يو ځاي کوي. او هغه داخلي مغرضين چه د خارجي دشمنانو سره د وطن د منافعو پر ضد سازش او کرنش کوي بايد په دى پوه شي چه ددي هيواد اصلي بچيان ددوي د اعمالو ناظر دي.

همدارنګه ځيني خپروني د هيواد د منافعو په خاطر لکه څنګه چه لازمه ده هم عمل نه کوي خپروني او مطبوعات د يوي جامعي په اصلاح او پر مختګ کي لوي رول لوبولاي شي او د يوي اجتماعي قوي په حيث بدلونونه سريع او يا ورو کولاي شي، دوي د اجتماع د افکارو د تشويق او ترغيب وظيفه په غاړه لري. خپروني او ميديا کولاي شي چه تاريخي مسايل بيا را ژوندي او يا تاييد او يا رد ته برابر کړي.

د بيلګي په توګه د ډيورنډ تحميلي کرښه، چه پدي ورځو  کي يو خاص سر خط دى او هر چا پري خبري او تبصري او مرکي وکړي. ددي مسآلي په تحليل او تجزيه کي خپرونو، رسني واو ميديا لوي رول ولوباوه.

ځينو د احساس خاوندانو دا کرښه د هيواد په زړه کي لکه د يو چاقو ګذار بللي او دايي د افغانستان حق بللي دى.

او بيا نوروعقده يي ليکوالو دا کرښه،" يک قصه ايي فراموش شده او حتي يو جوک" وبلله. ا ودي حساسي وطني موضوع ته يي قو مي رنګ ورکړ. ا ودا موضوع يي حل شده اعلان کړه دداسي عقده  يي اشخاصو داسي بي مسووليته ليکني چه ددوي د شخصي عقدو څخه نماينده ګي کوي د غندني وړ بريښي. او هغه متل چه وايي "از کيسه يي خليفه مي بخشد" او يا د يوه شاعر داشعر پري هم صدق کوي:

خرچ اگر از کيسه أي مهمان بود               حاطم طايي شدن اسان بود

داسي وطنوال چه دا بيځايه بخششونه کوي، دوي بيله دي چه روحي ناروغي ولري بل کوم دليل ورسره نشته. دغه ډول کسانو ته په روانشناسي کي نارسستان يا په ځان مينان وايي.

په ځان  مينان  هغه روحي ناروغانو ته وايي چه پخپلو خبرو مين وي او خپل هر څه ورته دنور څخه درانه او ښه  ښکاري. دوي تل کوښښ کوي چه غټي غټي خبري وکړي او لوي موضوعګاني رامنځ ته کړي او په اصطلاح کانترو ورشل تعبيرونه او تفسيرونه وکړي، لافي وهي، او هره ورځ وايي چه نن مي داسي موضوع را منځ ته کړيده چه ...........ډير پري نه پوهيږي. او زما نظر هيڅوک نشي ردولى. ځان  مينان تل د (زما، ما او زه) دکلمو داستعمال  سره خاصه علاقه لري. دوي په هره موضوع کي مداخله کوي او خپل ځان يا ځانونه جامع الکمالات بولي. کله ځانته سيوسا لوجست، انتراپالوجست، تاريخ دان اوملا لقبونه ورکوي. او تل لکه سرګردانه مرغۍ د يوه شاخ نه بل ته الوزي. دوي ته نامنهاده عالمان هم ويلاي شو. دوي واقعيتونه دپښو لاندي  کوي او خپل هر څه ورته معتبر اوپه زړه پوري ښکاري.

که کوم وخت په دوي اعتراض وشي نو فورا په شو راو غالمغال شروع کوي او موضوع ته تعصبي او تبعيضي رنګ ورکوي. ددوي تلويزون او ميديا ډيره خوښيږي او غواړى چه په تلويزون کي غټي غټى خبري اتري وکړي او د قلم د خاوندانو تر منځ د تفرقي تخمونه وشندي.

مګر زمونږ هوښيا راو غيرتي پرګني د ښو او بدو تشخيص کولاي شي، روحي ناروغان او واقعي هيواد پرستان پيژني.

پداسي حال کي چه زمونږ هيواد په ډيرو بدو شرايطو کي قرار لري، مونږ يو ملي وحدت او يووالي ته ضرورت لرو . زمونږ د هيواد بچيا ن او پرګني که پښتون دى که تاجک، هزاره دى که اوزبک، ترکمن دى که پشه يي او که ايماقي ټول يو د بل ورونه او عزيزان دي.

زمونږ د وطنوالو داخلي او خارجي دښمنان پدي هڅه کي دي چه د نفاق اور ته لمن ووهي اودا په قرنونو سره يو ځاي وطنوال سره يو له بل جدا کړي. دوطن خرڅ شوي مغرضين خپلو ځانونو ته د کاذب شخصيت د لاسته راوړلو په خاطر ځانونو ته سل رنګونه ورکوي.

دوي حتي دښځو او نرانو تر منځ د مساوات په نامه د تفرقي تخمونه شندي او غواړي چه پدي ترتيب ځانونه د ښځو د مدافعو وکيلانو په حيث معرفي او يو بل شور ما شور برپا کړي.حال داچه افغاني ميرمني په غرب کي په هر څه پوهيږي پوهنتونو او مدرسو ته تللي او د خپلو ځانونو څخه په کلکه دفاع کولاي شي.

دغه ډول ملا نما اپورچونستانو ته بايد وويل شي چه تاسي د تاريخ محکوم ياست او دغه تاريخي محکوميت به ستاسي په برخه تل پاته شي.

                                           

 

 


بالا
 
بازگشت