دردټول لري دوانه یو نه خوري

یوازي شکایتونه درد نه کموي

خوشحال خان وايې:

په کاته وعالموته شم حیران = چي دنس لپاره څه کاه دا ټګان

تل قرآن په مخکي ایښي قرآن لولۍ= ولې هیڅ عمل يې نه وي په قرآن

هسي چاري يې له اوجودڅه پیدا شي= چي په فکر ذکرنه وي دشیطان

په کوم لوري پسې ځم چیرې يې مومم= دکمیاپه شان نایاب سول دانایان

لمړی:- په افغانستان کي دناټودغړوهیوادوپه خاصه توګه د امریکا يې لوړپوړو چارواکو دپام وړ.

تاسي له چاه شکایت لرې ؟کلونه تیرسول،دنظامي قواؤشمیرموڅوچند کړ، دافغاني فوځو شمیر مو نږدي دوو لکو ته ورسا وه، غونډي ،کنفرانسونه، شواراګانې اوجرګي موټولۍ وآزمویلې، سفیران ،نماینده ګان اوقوماندانان مو نوي رانوي کړل، دجنګ په ستراتیژیو کي مو اړونونه بدلونو راوستل، بې حسابه دامریکا دولس ټکسونو( ډالر) مومصرف کړل، دامریکائي فوځیانو زیاتي او د درسره ملګرو هیوادو دعسکرو ویني مو توي اوسړي مو مړل سول. په تلو راتلو مو سړي (هیئتونه) او طیاری ستړي سول . ډیر افغان مو ووژل خوپه ډیره خواشني سره، دورځی په تیریدو هغه چي تاسی يې دښمن (القاعده اوطالب) بولې، کوم چی په اول سر کي یوازي ستاسي د دوست هیواد (پاکستان ) همایه له ځان سره لرل،اوس معلومیږي چی دجهان دنور حکومتو اوپټو شبکوملاتړ يې هم په پراخه پیمانه لاسته راوړي وي. په جګړه کي دا یو بدلون راغلې دي :(ستاسي دورتګ په لمړیو دوکالو کښي ستاسي څخه ستاسي دښمن پټیدي ،مګر اوس تاسي ځیني پټیږي ).بل لوري ته ستاسي تر هیمائي لاندي دکرزي لالا ( ملکوالطوایفي) و ټولو هغو(بشري حقونوتر پښولاندي کوونکو،سړي وژونکو،جګړه مارانو، ترویستانو ،رشوت خورو، قاچاقبرو ،دالقاعده سره ملګرو «اخوان المسلمین»، ایرنې،پاکستاني،روسي اودنورو غربي هیوادود پټوشبکود جاسوسانو) ته ښه باغ حرم دي. او دوي ستاسي په پیسو اوډالروسره ورځ تر بلې نه چاغیږي؟ په یقین سره وایم چي تاسي پو هیږي چي دا اشخاص ستاسي دکمزوری لپاره کارکوی. دوې دسولۍ اودموکراسی سره دوستان کیدای نسي، دوې ټول عمر دسولې او دموکراسی په مخالفت کي دریدلې دي. ځکه په سوله کي دوې خپل مرګ په سترګو ګوري . په خفګان باید ولیکم چی دغه پورته ذکر سوې ټول دافغان ولس ، ستاسي دګټواو دیموکراسي ضد ولاړدي ،شپه اوورځ ستاسي په خلاف په دسیسو جوړولو مصروف دي، نه دهیواد په جوړولو.خطر ناکه يې لاداچي په جهان کي په خاص ډول د (امریکا اوافغانستان ) په ولسونوکي دجګړی داوږدږالې په خلاف روحیه ستاسي په مخالفت کي ورځ تربلي زور اخلي ،دښوپایلولرو لوتمه يې نه ګورم. داسي جګړه چي دښمن معلوم نه وي يوازي ددښمن نوم وي، دجګړي میدان مشخص نه وي،یونیفور،قرارګاه يې نه وي ، نو تاسي، ستاسې خپلو چي تاسې يې دوستان بو لې او په غیږ کي مو نیولې دي، هغوي مو له هیڅ سره په جګړه کي مصروف سا تي ،اودوي (ستاسي په نوم دوستان) نوکان جنګوي. تاسي يې له ولس سره په جګړه آخته کړي یاست ، له ولس سره جنګ څه آسانه کار ندي او بریا نه لري.تاسي له هغه سره په جنګ یاست چي لمس کولاي يې نسې د خیال سره په جنګ یاست.او تر ټولو لویه غلطي مولادا چي د یوه فاسدحکومت دتپلو لپار جنګیږي. تر ۹۰فیصده زیات دهیواد مفسیدین ستاسي تر حمايې لاندي دي. دا وه ستاسي دڅو کالو دکار،زحمت او فعالیت ثمره ده. ښه به داوي اوس هم وخت لري تا سي دیوه داسي سیاسي حزب یا خوځښت چي د (بنیا د ګرو، قاچاقبرو، ما فیا، تروریستو،القاعده و،رشوت خورو،جنګي مجریمینو، دبشر دحقوقو پا یما لونکو) څخه جوړ نه وي، ترقي ،پرمختګ او دموکراسې ته معتقید وي نه په خبرو بلکي په عمل کي دهغو ي دهڅو ملاتړ وکړي.

دوهم:- افغانان څه مشکل لري؟

هغه ډلي چي دحکومت په لوړوچوکیو کی،ګمارل سویدي،هغه چي انجو ګاني لري،هغه چي دخارجیانو سره کار کوي ،هغه چي دخاریجانوسره داموالو دراکړي ورکړي معا ملي لري، هغه چی خارجی ملاتړي لري .پخوانې تجریبه لرونکي غله او نوي غله ټول کوم مشګل نه لري، دهغوي ګټي دموجود نظام په دوام کي دي.هغه ماړه سول،پیسه دار .

بل لوري ته چي دپخوا په شان يې دعلمه بي خبره بي وسیلي اوبي حمايې ولسونه يې پلاس کښیوتي دي،دا بیچاره ولس هم دخپل ځان ،اولاد اومال کالخوايې نلري. په کلیوکي دمجبوري شپي تیروي،بمباری ،تلاښی،تو پکوالو ته ډوډي او هر ډول بې آبې زغمي. دخارجي کړیو سره په رابط کي دهغوي مشران پټ په امنیت کي شپي تیروي.

مګر ولسونه فقیر ؤ فقیر ترسول ددواړو لورو لخوا وژل کیږي،ترورکیږي زوریږي،بندیان ،داصلي مینولیري اوبی ځایه سویدي. په یوه خبره خواري دولس ده.

دلته ته زموږ بیچاره دهیوادپه سطحه دبدوسترګودي په امان وي سیاسیون ،سیاسي کارپوهان، سیاسي شنونکي هم ما شاالله دونه زیات سویدي چی مه يې کوه خبرې . ښه دي خداي دي نورهم زیات کړي مګر بد بختانه دهیواد دښمنان اویوشمیر خپل دغه تلویزونې ،اخبارې او کمپیو تري سیاسیونون په خپل ټول توان دولس په ذهنیت کي سیاست او سیاسیون بد معرفي کړي او کوي.بل لوري ته تیرو سیاسیونوکه (راست وه یا چپ) غلطي وکړي،یا دهغوي حامیانو په وکړي. چي زه ددوي دغلطیواساسي عامل دکمي پوهي له بابته بولم چي دنه پوهي مسؤلیت دتیرو سونو فاسدو پر غاړه پروت باردي. غلطي او خیانت باید سره جلا سي هغو چي خیانت کړیدي باید مشخص شي او دخپل خیانت جزأ وویني.مګر وه ددرستو (چپو اوراستو) سیاسیونوته بد ویل دبدانو پیشه ده . زه دغه اوسني سیاسیون او سیاستوال دراتلونکي عملي مبارزي لپاره پردرو برخو ویشم.

۱ – هغه زاړه اونوي مبارزین او سیاستوال چي دزړه له کومي يط غوښتل او غواړي ګران هیواد افغانستان آزاداوآباد ووینې، هلته سوله ،سواد،پوه ، کار، دموکراسي، امنیت اوعدالت ټنګ ووینې.نودوې وخپل هدف ته درسید و لپاره یوازي پر خبرو، مصاحبواو لیکنوتیکه نه ده کړي،بلکي دلیکنوپه څنګ کي سازماني او تشکلاتي مبارزه هم پر مخ وړي .او باید هم داسي و کړي ، ځکه سیاسي فعالیت ،سیاسي مبارزه او دسیاسي مبارزي اصول دا لازمي کوي چي سیاستوال باید ځان په یو سیاسي خوځښت(حزب) کي دننه کړي. بیا دخپل هدف دپلاس راوړلولپاره چي(عمومي خیراوښیګنه ده) دخوځښت دملګرو سره په ګډه مبارزه وکړي .بیله یوه سیاسی سازمانه مبارزه دځان تیر ایستل دي. رښتیا اوس داخبره ټولو منلې اودرک کړی ده چي نورپه افغانستان کي حاکمیت ته رسیدل د کودتأ ګانو په وسیله ممکنه نده . سازما نې او تشکلاتي مبارزه باید وسي، دخلګو اعتماد اورایه به دحاکمیت دپلاس را وړلو اساسی شرط وي.

۲- دا ډله هغه ښاغلي دي چي دحالاتو برابردخپل شخصي ګټوپر بنیاد، لنډ مهال سیاسیون دي.د مؤقت وخت لپاره حالات څارې، ژر تودیږي او همدغسي ژر بیرته سړیږي .که يې شخصی مفاداتو ایجابول لکه دزورورو شاباسي، چوکي،پیسې اور نور څه دخپل هغه معین هدف دتر لاسه کولو په منظورهر څه کوي. دلږ امتیاز په وړاندي هر څه تر پښو لاندي کوي. په یوه معنیه مرحله کي داخلګ داسي مبازین سي چي تر هغو اصلی مبارزینو ځان مخته کوي. اوږدي مقالې، تلویزونې مصا حبې اونوري حتی چاپلوسي کوي اوامکانات هم لدوی سره وي .چي ډیر مثالونه يې شته، کله چي ددستی ګټو خبره نه وی ترمنځ دعملې سیاست ،تشکلاتو او مسؤلیت له اخستلو او عملې قرباني وخت سي، نه دا چي ځان لیرې ساتې او حتی دتشکلاتي او سازما دهي فعالیتونوضد دریږي ،دنورو ذهنیت خرابوې.په واقیعت کي دا شمیر هغه خلګ دي چي یو عمر يې په سیاست ملنډ وهلی دي او عیاش ژوند يې کړیدي. دترازو پلې ته ګوري. داسي اشخاص ډیر تورونه لګوي ،هیڅوک نه منې ،هر بل سړي په یو څه متهموي ، ځان پاک او جامع الکمالات ورته معلومیږي .دوي هر څوک دځان په شان غواړي چي ممکن ندې .داسی سیاسیون په هره جامعه خطر ناک وي. دوي ته دا منل اواعتراف کول چي نور سیاست یا نه کوم ،یا نسم کولاي، داویل ګران دي . نودځان دخلاصون لپاره تهمتونه تړي، ددي لپاره چي ځان ته لاره دخلاصون پیداکړي نو دسیاسی احزابو او ټولنوپرکړنلاره او تګ لاره کي ګوري چي په کوم ځاي کي زیر، زبر ،پیښ او وړغندي پرځاي برابر ندي کارول سوي. او یا دیوه سیاسي سازمان دنن دبعضي داشخاصوپر شخصیتونوبحث اوږدوي، هغه بهانه نسي، دا نه هوښیار دي، نه بي..... دا لغوړن دي .متاسیفا نه زموږ په هیواد کښی ددوي شمیرهم کم ندي،ولې ؟پدي چی هغه زوړپرابلم دعلم نه شتون.

۳- دریمه ډله اماتوران سیاسیون دي . داسي خلګو ته سیاست دلوبو، وخت تیریدو،نه مصروفیت اوبیکاري په وخت کي ور پیاد سي. څو خبري وکړي ،کومه مقاله ولیکۍ،یونیمه مصاحبه وکړي. اساساً يې هدف سیاست او سیاسی مبارزه نه وي. په خپل شخصي کاروبار مصرف وي، خپل ژوند او خپلۍ ګټي ورته تر هرڅه ډیر ارزښت لري.پدوي کي زیات يې خارجي او داخلې شبکو اخستي وي.

دبریالیتوب لاره یوه ده،هغه تشکیلاتي مبارزه ده:

راځي دهرچاه يې خپل خپل ملیت ،خپله ژبه ،خپل مذهب ،خپله عقیده،خپل قوم ، خپل ټبر ،خپل سمت اوخپل ولایت.و ټولوته په احترام سره ،خود افغانستان مشترک کوردي، رآځي خپل کورآزاد کړو،کور آباد کړو ،آزادي، صلحه ، دموکراسي او هر اړخیز پر مختګ دا خو به مو شریک وي؟دغه ګډ نقاط به ټول خپل هدف وګرځو ، ودي هدف ته درسیدو لپاره د یوه داسي سیاسي حزب چي دافغانستان دټولو ملیتو اوولایتونو استازي پکښی وي ، داسلامي اصولو پا بند (پر آزادي ،دموکراسي ، صلحي او دهیواد پرهر اړخیزي ترقي يې عقیده)وي دهغوسره ملګرتوب، او هغوي حمایه کړو.ځانونه مطرح نه کړو،ځانونه غټ ونه بولو،که غټ ؤ خپله به مو خلګ راپورته کړي. داچي کوم حزب ددي وړدي ؟ آیاسته یا جوړ سویدي دا سي حزب که نه؟ اوکه قاطع ووایو چي په افغانستان کي د موجودو جوړو احزابو په منځ کښي کوم یو ددي وړتیا نه لري،دابه هم مشکله خبره وي.بیا هم نو پردي خبر ه باید غور وشي او که جواب مثبت وي نو باید لاس ورکړو.او که نه وي راځي جوړيې کړو.

ګرانو دوستانو داپورته جملې مي پدي سبب ولیکلې چي سړي کله نا کله حیران پدي شي ،آیا دا به کافی وي چي ټوله ورځ مو قلمونه ، کمپیترونه ،تلویزونونه ،رادیوګانې،اخبارونه او مجلي،توري اوستړي کړي دي ، کله یوه ته اوکله بل ته بد اورد وایو.اویا دیوه حزب غړو اودبل حزب غړو ته ښکنځل ولیکو، مګر عملي ګام نه پورته کوو.خلګ اوس له ډیروخبرو اوریدو په تنګ سویدي. بل تاسي ټول شاهدان یاست چي دري څلور میاشتي مخکي یو ځل په ویب پاڼو، تلویزونو ، رادیوګانو او محفلو کښي یوه خبره را زرغونه سول، هرچا دافغانستان دکشالې دحل په منظور(پیشنهادات، طرحي، او وړاندیزون) لرل.همداسي نه وه؟ سوال دادي ولې دا سی وسول؟اوولې داسی ژراو ټول بیرته چپ سول؟انسان ته نور فکرونه پیداکیږي : آیا دا دپردو او یا بل په اشاره وه؟ چي روښان یې کړه او بیرته يې مړه کړل؟آیا دبیکارې اونه کار لرلو په وجه یوه سر ګرمې وه؟. آیا ټولوپه اشتباه سره دي خبري ته لاس وروړي ؤ؟ مخکي يې پدي باب هیڅ فکر نه ؤ کړي؟ او ډیر نور ولې ولې؟؟؟ دټولو خبرو می هدف دادي بیله یوه قوي سیاسي سازمانه له جوړیدونه دافغانستان دلانجي حل ممکن ندي.خبره لنډوم هر ډول پوښتنه چي هرافغان ولري ،دښیګڼو ،بدیو،مشکلاتو اوګټو په باب یې ورسره خبرو ته اماده یم.پدي شرط چي ځان هغسي را وپیژني لکه چي ؤ او یا اوس دي اوزه به هم داکار وکړم.بیانو خبري کول حتمی مثبتی نتیجی لري. دامي تلیفون دي ۷۱۳۳- ۲۴۶- ۸۰۴او .

داوس لپاره مو پر الله (ج) سپارم

عبدالقیوم له امریکا

aqayum7@gmail.com

 

 

 


بالا
 
بازگشت