[که په شمار دوې وې ، خوسختي درنې وې ]

د۱۳۹۰هجري کال یا ۲۰۱۱میلادي کال دوې درنې اولوی عجا یبي:

په لنډه فاصله کي دیوې میاشتي نه په کمه موده کښي.

اول:- دکندهار دلوی محبس څخه په یوه شپه تر (۵۰۰) زیات دسیاسي بندیانو بریالۍ تیښته.

 دوهم :- داساما بن لادین مړینه.

اول :دکندهار دلوی ډبرین محبس څخه به يې راشروع کړو.داغټ ډبرین محبس دوالي له کوره څلورکیلومتره،دډنډ دولسوال له دفتره دوه کیلومتره دسرپوزې له بازاره یوکیلومتر  دمحمدظاهرشاه په واکداري او سردار داودخان دولایت پروخت دکندهار ښا ر په غرب کښي دفاضل کندهاري دښوونځي غرب، دعباس آباد دکلۍ او ویالې اړخ ته پرتې پرلمړې درجه ښه زراعتي مځکه ددوویالوترمنځ چي دواړي ویالي له ظاهر شاهي کانال څخه او کانال  چي له  دارغنداب د روده  څخه دخواجه ملک دکلۍ په سرکي راجلا سویدي. او دمحبس په شمال کښي یوه دمحبس دشماله دجنوب پر لوریعني دمحبس شرق ته دڅوسوو مترو په فاصله درڼو اوبو ډکه بهیږي، اودوهمه ویاله يې دشماله څخه دجنوب پرلوردمحبس له دیوال سره برابره ځي څو ورسته دمحبس تر دیوال تیریږي او دننه په محبس کي دشرق پر لور داوبو ډکه بهیږي. او دمحبس دشرقي دیوال څخه وزي بیا دجنوب پرخواځي. نو ددي ډبرین لوي محبس شمال او شرق ته دعباس آباد کلۍ ،ویاله اوفاضل کندهاري ښونځي ، جنوب لوري ته دکندهاراوهرات تر منځ غزیدلې پوخ سرک ددوسووپنځوسو مترو په فاصله تیریږي.اوغرب ته يې ویاله زراعتي مځکي اودسرپوزي له بازاره څخه دعباس آباد،باغ شاه دکلیو اونوروکلیوداوسیدونکودتلولاره پرته ده، دکندهارلوي ډبرین محبس یو ه لویه مربع شکله ډبرینه کلاده .دمحمد ظاهرشاه دحکومت پر وخت هم داد بي وزلو بیچارواوغربیو ولسونودزورونې مرکزؤ.هغه وخت نوموړي لوي محبس یا کلاه دننه پر څلورو برخو تقسیم وه. دنوموړي کلا دیوالونه دوه وه دشاوخوا دیوال سوردري متر او دوه متره دنن په مځکه کي ښخ ؤ، هرڅه چي دیوال مخ پر پورته  ځي سور يې کم کیږي ددیوال دسر سور(بر) یومتر ،جګوالي يې (۹)متره وو.دلومړۍ دروازې(ژړي) شرق لوري ته دمحبس ددنني برخي دساتونکو (پولیسو) امنیه قوماندانۍ ،دفترونه اوغرب لوري ته يې دژاندرمي د عسکرو قومانداني ،دفتراودعسکرو داوسیدو کوټي پرتي وي. او دژړي دروازې دننه دغرب لوري ته دمحبس قومداني اودفترونه او غرب لوري ته په دیوال پوري مښتي څه نسته. ورسته دوه سرایونه یوه ته يې دصنعتي دسراي نوم  چي دلوي دروازي (ژړي) دروازي شرق او بل غرب خواته يې دشفاخاني دسراي په نوم.البته دشفاخانې یوازي همدانوم ؤنورڅه نه وه.تر دوهم دیوال ،دهلیز ،سوف او کوټو شرق ،غرب او شمال دروواړو ته دسیخانو مُحکمه دروازې  وې .وروسته  دوه سرایونه وه،یوته يې دکوره خاني نوم چي (۱۸) غټي کوټي دبندیانو د اوسیدولرلي. اوبل ته دلوي سراي یالوي محبس نوم ورکول سوي وو، (۱۸) غټي کوټي او (۱۲) وړي کوټي لرلي البته ما تقریباً څلویښت کاله مخکي دغه سرایونه لیدلي وه که دکوټو شمیر مي غلط کړي وي ،یقین لرم نه به مي وي غلط کړي،بیاهم بخښه غواړم..کله چي سردار داودخان دکودتا له لاري دکاکا دزوي (محمد ظاهر)او دخپلې ښځي دوروڅخه پاچهي ونیول په کابل کښي يې دڅرخي پله محبس دجوړېدو کار ته ملاوتړل او پدي ډول يې دکندهار ډبرین محبس هم پراخ او یوبل لوی دېوال يې پر راتاوکړي او دوه نوي سرایونه يې په کښي دبندیانو لپاره جوړکړل.یوسراي دښځینه بندیانو او دبل څخه يې د کلینک کار اخیستل کیدي. اوس نو آفرین دي وی پرهغو چي ددي بندیانو دتښتي د پلان ،نقشه اوډیزان يې جوړکړي،بیا آفرین وهغوته وایم چي مطابق دپلان يې عمل وکړي ،خپلو ملګرو اونورعادي خلګوته يې نجات ورکړي. ممکن دوستان زما پدي جمله خفه شي چي دبندیانو دتیښتي دپلان جوړه ونکو او دعمل سرته رسونکوته ته مي آفرین ویلي دي.زه دطالبانو له عمومي کړو څخه دفاع نه کوم.خودکرزي دحکومت دقانون خلاف ورزي هم نه تائیده وم.دقانون دخلاف ورزیوپه وړاندي دناټو دغړو هیوادو چوپتیا هم دغندني وړبولم.هغه داسي ترکومه ځایه چي اوس دمیډیاګانو له لاري خبري اوریدل کیږي ددي (۵۰۰) سو بندیانو له جملې څخه تر ۳۷۰ تنه ایضافه هغه(طلبان اوعام ولس) په بندکي ساتل سوي وه،چي نه يې دوسیه لرل ،نه تحقیق ورڅخه سوي وو،نه دمحکمي له لوري په حبس محکوم سوي وه.ایا اسلامي قانون،بشري قوانین اودموکراسي کوم یوه دا اجازه چا ته ورکړیده؟ چي یو انسان دي شپږمیاشتي ،یوکال اوحتی ایضافه تر یوکال بیله تحقیق،دوسیي اوفیصلې بندي وساتل سي.ایا همدا ډیموکراسي ده؟ آیا دا عدالت دي؟  بشري حقوق همداسي وي؟ .خوزموږ لیکوال په خپلو لیکونو کښي دې ټکوته اشاره نه کوي . ګوري نژدي شپږمیاشتی، دشپي اوورځي  سخت کار بیله دې چي (څلويښت هیوادونه،دکرزي په حکومت شامل، پړسیدلي استخفارات،امنیتي مفتخواره،مافیا ،قاچاقبر) ټول غافل وه.بیا دهغه مثبته نتیجه هغه خوښي ده چي په مزه يې هر څوک نه پوهیږي.

دوهم : اساما بن لا دین  او دهغه وژنه!  

څوچي انګریزان وي ،پاکستان به وي،څو چي پاکستان وي ،آي واس ،آي به وي،څوچي آي،اس،آي وي القاعده اوطلبان به وي.هو ممکن دالقاعده نوم بدل شي،ممکن دطالب نوم بدل شي.مګر دپاکستان د (آي ،اس،آي )شیطاني ارواح به په بل جسم ، اوبل جنس کی حتمی ظهور کوی،یوازي به يې قیافه تغیر خوري نه کړني .ځکه دپاکستان دجوړښت لمړنۍ  خښته انګریزانو دهمدي شیطانت لپاره ایښي وه. زما په باورپاکستان اوپه خاصه توګه (آي،اس،آي) دمنطقي په سیاست کښي نسبت دجهان نورو ټولو جاسوسي شبکوته زیاته ماهره دجاسوسۍ شبکه ده. ددې شبکې دکار ترتیب ډیر منظم دي کله چي یو شخص پدي شبکه کي په کار وګمارل شي اویايې په دام کي راګیر سي نو بیا دهغه څخه لیری کیدل یوازی مرګ کولاي سي ، دتقاعد یوه مرحله سته خو دا مرحله یوازي د(آي،اس،آي) مامورین له دفتري رسمي کارونونه فارغ کوي،نه دجاسوسي فعالیتو څخه. که څه هم چي سیاسي شنونکي ترزیاته حده پدي عقیده دي چي داساما بن لادین وژنه دپاکستان دحکومت په بي خبري کي دامریکا دماهرو قوماندويې عملیاتو په نتیجه کښي سرته ورسیدل. او داچي (داساما ) دپټیدو ځاي دپاکستان په زړه کي ښکاره سو دابه دپاکستان اعتبار دامریکا اونوري نړۍ په وړاندي راکم کړي .زه عقیده لرم چي داسي نه وه هرڅه دیوه منظم پلان له مخي د(آي،اس،آي) په موافقه  سرته ورسیدل. بل وائي( پیشي چي له بامه را وغورځوي بیرته پر خپلو پښو دریږي) تاسي به يې وګورۍ. زما په باورهغه وخت چي اساما بن الادین دپکتیا ولایت مربوط په  توره بوره کي دامریکا له هوائي بمباریوڅخه ژوندي ووتي ،سخت وډارول سو، نژدي اعتمادي یاران يې مړه سول ،وارخطا دمیرامشاه له لاري دپاکستان خاوري ته  ورغلي اوهلته د(آي ،اس،آي) پلاس کي کښیوتي له هغي ورځي ،دغه اووه کاله نوراساما بن لادین آزادنه وو، که خوښ وو یا خفه د(آي،اس،آي) په منګولو کي را ګیرؤ . له هغه وخته اسامابن الادین د هرچاه له سترګو پټ سو، بیا اساما بن لادین دپخوا په شان آزاد سفر ندي کړي ،تردغه تاریخ مخکي اساما بن الادین دالقاعده رهبري بیله دپاکستان (آي،اس،آي) له مشهوري پرمخ وړل.مګرکله چي دنوموړي دحفاظت اوساتني چاري (آي،اس،آي) پلاس کي واخستي ،القاعده هم دنورو افغاني مجاهدو دتنظمو او دطالبانو دتنظم په شان د(آي،اس،آي) دلاس آله سول. اوس پاکستان دالقاعده سازمان رهبری په خپل لاس کي لري . په هرلحاظ  يې القاعده دونه ماهره کړیده،دونه غښتلي کړیده او دونه ماهرین يې ورته تربیه کړل چي دیوه اساما په وژلولودا سازمان نه کمزوری کیږي.دهر سازمان دمشر لیري کول اویا وژل دسازمان پرفعالیت منفي او مثبت دواړه تاثیرات لرلاي شي. اساسي خبره داده کوم تنظیمونه ،حرکتونه اوسازمانونه چي دپاکستان په خاوره کي جوړسوي دی او له هغه ځایه فعالیت کوي دا په واقیعت کي ټول د (آي،اس،آي) شبکي دي.که همدانن پاکستان ددوي دحمايې څخه لاس واخلي ټول خپله مري.

 

++++++++++++++++++++++++++

                   دردټول لري دوانه یو نه خوري

             یوازي شکایتونه درد نه کموي

خوشحال خان وايې:

    په کاته وعالموته شم حیران       = چي دنس لپاره څه کاه دا ټګان

تل  قرآن په مخکي ایښي قرآن لولۍ= ولې هیڅ عمل يې نه وي په قرآن

هسي چاري يې له اوجودڅه پیدا شي= چي په فکر ذکرنه وي دشیطان

په کوم لوري پسې ځم چیرې يې  مومم= دکمیاپه شان نایاب سول دانایان                                                                         

     لمړی:- په افغانستان کي دناټودغړوهیوادوپه خاصه توګه د امریکا يې لوړپوړو چارواکو دپام وړ.

 تاسي له چاه شکایت لرې ؟کلونه تیرسول،دنظامي قواؤشمیرموڅوچند کړ، دافغاني فوځو شمیر مو نږدي دوو لکو ته ورسا وه، غونډي ،کنفرانسونه، شواراګانې اوجرګي موټولۍ وآزمویلې، سفیران ،نماینده ګان اوقوماندانان مو نوي رانوي کړل، دجنګ په ستراتیژیو کي مو اړونونه بدلونو راوستل، بې حسابه دامریکا دولس ټکسونو( ډالر) مومصرف کړل، دامریکائي فوځیانو زیاتي او د درسره ملګرو هیوادو دعسکرو ویني مو توي اوسړي مو مړل سول. په تلو راتلو مو سړي (هیئتونه) او طیاری ستړي سول . ډیر افغان مو ووژل خوپه ډیره خواشني سره، دورځی په تیریدو هغه چي تاسی يې دښمن (القاعده اوطالب) بولې، کوم چی په اول سر کي یوازي ستاسي د دوست هیواد (پاکستان ) همایه له ځان سره لرل،اوس معلومیږي چی دجهان دنور حکومتو اوپټو شبکوملاتړ يې هم په پراخه پیمانه لاسته راوړي وي. په جګړه کي دا یو بدلون راغلې دي :(ستاسي دورتګ په لمړیو دوکالو کښي  ستاسي څخه  ستاسي دښمن پټیدي ،مګر اوس تاسي ځیني پټیږي ).بل لوري ته  ستاسي تر هیمائي لاندي دکرزي لالا ( ملکوالطوایفي) و ټولو هغو(بشري حقونوتر پښولاندي کوونکو،سړي وژونکو،جګړه مارانو، ترویستانو ،رشوت خورو، قاچاقبرو ،دالقاعده سره ملګرو «اخوان المسلمین»، ایرنې،پاکستاني،روسي اودنورو غربي هیوادود پټوشبکود جاسوسانو) ته  ښه  باغ حرم دي. او دوي ستاسي په پیسو اوډالروسره ورځ تر بلې نه چاغیږي؟ په یقین سره وایم چي تاسي پو هیږي چي دا اشخاص ستاسي دکمزوری لپاره کارکوی. دوې دسولۍ اودموکراسی سره دوستان کیدای نسي، دوې ټول عمر دسولې او دموکراسی په مخالفت کي دریدلې دي. ځکه په سوله کي دوې خپل مرګ په سترګو ګوري . په خفګان باید ولیکم چی دغه پورته ذکر سوې ټول دافغان ولس ، ستاسي دګټواو دیموکراسي ضد ولاړدي ،شپه اوورځ ستاسي په خلاف په دسیسو جوړولو مصروف دي، نه دهیواد په جوړولو.خطر ناکه يې لاداچي په جهان کي په خاص ډول د (امریکا اوافغانستان ) په ولسونوکي دجګړی داوږدږالې په خلاف روحیه ستاسي په مخالفت کي ورځ تربلي  زور اخلي ،دښوپایلولرو لوتمه يې نه ګورم. داسي جګړه چي دښمن معلوم نه وي يوازي ددښمن نوم وي، دجګړي میدان مشخص نه وي،یونیفور،قرارګاه يې نه وي ، نو تاسي، ستاسې خپلو چي تاسې يې دوستان بو لې او په غیږ کي مو نیولې دي، هغوي  مو له هیڅ سره په جګړه کي مصروف سا تي ،اودوي (ستاسي په نوم دوستان) نوکان جنګوي. تاسي يې له ولس سره په جګړه آخته کړي یاست ، له ولس سره جنګ څه آسانه کار ندي او بریا نه لري.تاسي له هغه سره په جنګ یاست چي لمس کولاي يې نسې د خیال سره په جنګ یاست.او تر ټولو لویه غلطي مولادا چي د یوه فاسدحکومت  دتپلو لپار جنګیږي. تر ۹۰فیصده زیات دهیواد مفسیدین ستاسي تر حمايې لاندي دي. دا وه ستاسي دڅو کالو دکار،زحمت او فعالیت ثمره ده. ښه به داوي اوس هم وخت لري تا سي دیوه داسي سیاسي حزب یا خوځښت  چي د (بنیا د ګرو، قاچاقبرو، ما فیا، تروریستو،القاعده و،رشوت خورو،جنګي مجریمینو، دبشر دحقوقو پا یما لونکو) څخه جوړ نه وي، ترقي ،پرمختګ او دموکراسې ته معتقید وي نه په خبرو بلکي په عمل کي دهغو ي دهڅو ملاتړ وکړي.

 دوهم:- افغانان څه مشکل لري؟

هغه ډلي چي دحکومت په لوړوچوکیو کی،ګمارل سویدي،هغه چي انجو ګاني لري،هغه چي دخارجیانو سره کار کوي ،هغه چي دخاریجانوسره داموالو دراکړي ورکړي معا ملي لري، هغه چی خارجی ملاتړي لري .پخوانې تجریبه لرونکي غله او نوي غله ټول کوم مشګل نه لري، دهغوي ګټي دموجود نظام په دوام کي دي.هغه ماړه سول،پیسه دار .

بل لوري ته چي دپخوا په شان يې دعلمه بي خبره بي وسیلي اوبي حمايې ولسونه يې پلاس کښیوتي دي،دا بیچاره ولس هم دخپل ځان ،اولاد اومال کالخوايې نلري. په کلیوکي دمجبوري شپي تیروي،بمباری ،تلاښی،تو پکوالو ته ډوډي او هر ډول بې آبې زغمي. دخارجي کړیو سره په رابط کي دهغوي مشران پټ په امنیت کي شپي تیروي.

مګر ولسونه فقیر ؤ فقیر ترسول ددواړو لورو لخوا وژل کیږي،ترورکیږي زوریږي،بندیان ،داصلي مینولیري اوبی ځایه سویدي. په یوه خبره خواري دولس ده.

 دلته ته زموږ بیچاره دهیوادپه سطحه دبدوسترګودي په امان وي سیاسیون  ،سیاسي کارپوهان، سیاسي شنونکي هم ما شاالله دونه زیات سویدي چی مه يې کوه خبرې . ښه دي خداي دي نورهم زیات کړي مګر بد بختانه دهیواد دښمنان  اویوشمیر خپل دغه تلویزونې ،اخبارې او کمپیو تري سیاسیونون په خپل ټول  توان دولس په ذهنیت کي سیاست او سیاسیون بد معرفي کړي او کوي.بل لوري ته  تیرو سیاسیونوکه (راست وه یا چپ) غلطي وکړي،یا دهغوي حامیانو په وکړي. چي زه ددوي دغلطیواساسي عامل دکمي پوهي له بابته بولم چي دنه پوهي مسؤلیت دتیرو سونو فاسدو پر غاړه پروت باردي. غلطي او خیانت باید سره جلا سي هغو چي خیانت کړیدي باید مشخص شي او دخپل خیانت جزأ وویني.مګر وه ددرستو (چپو اوراستو) سیاسیونوته بد ویل دبدانو پیشه ده .  زه دغه اوسني سیاسیون او سیاستوال دراتلونکي عملي مبارزي لپاره   پردرو برخو ویشم.

۱ – هغه زاړه اونوي مبارزین او سیاستوال چي دزړه له کومي يط غوښتل او غواړي ګران هیواد افغانستان آزاداوآباد ووینې، هلته سوله ،سواد،پوه ، کار، دموکراسي، امنیت  اوعدالت ټنګ ووینې.نودوې وخپل هدف ته درسید و لپاره یوازي پر خبرو، مصاحبواو لیکنوتیکه نه ده کړي،بلکي دلیکنوپه څنګ کي سازماني او تشکلاتي  مبارزه هم پر مخ وړي .او باید هم داسي و کړي ، ځکه  سیاسي  فعالیت ،سیاسي مبارزه او دسیاسي مبارزي اصول دا لازمي کوي چي سیاستوال باید ځان په یو سیاسي خوځښت(حزب) کي دننه کړي. بیا دخپل هدف دپلاس راوړلولپاره چي(عمومي خیراوښیګنه ده)  دخوځښت دملګرو سره په ګډه مبارزه وکړي .بیله یوه سیاسی سازمانه مبارزه دځان تیر ایستل دي. رښتیا اوس داخبره ټولو منلې اودرک کړی ده چي نورپه افغانستان کي حاکمیت ته رسیدل د کودتأ ګانو په وسیله ممکنه نده . سازما نې او تشکلاتي مبارزه  باید وسي، دخلګو اعتماد اورایه به دحاکمیت دپلاس را وړلو اساسی شرط وي.  

۲- دا ډله هغه ښاغلي دي چي دحالاتو برابردخپل شخصي ګټوپر بنیاد، لنډ مهال سیاسیون دي.د مؤقت وخت لپاره حالات څارې، ژر تودیږي او همدغسي ژر بیرته سړیږي .که يې شخصی مفاداتو ایجابول لکه دزورورو شاباسي،  چوکي،پیسې اور نور څه دخپل هغه معین هدف دتر لاسه کولو په منظورهر څه کوي. دلږ امتیاز په وړاندي هر څه تر پښو لاندي کوي. په یوه معنیه مرحله کي داخلګ داسي مبازین سي چي تر هغو اصلی مبارزینو ځان مخته کوي. اوږدي مقالې، تلویزونې مصا حبې اونوري حتی چاپلوسي کوي اوامکانات هم لدوی سره وي .چي ډیر مثالونه يې شته، کله چي ددستی ګټو خبره نه وی ترمنځ  دعملې سیاست ،تشکلاتو او مسؤلیت له اخستلو او عملې قرباني وخت سي، نه دا چي ځان لیرې ساتې او حتی دتشکلاتي او سازما دهي فعالیتونوضد دریږي ،دنورو ذهنیت خرابوې.په واقیعت کي دا شمیر هغه خلګ دي چي یو عمر يې په سیاست  ملنډ وهلی دي او عیاش ژوند يې کړیدي. دترازو پلې ته ګوري. داسي  اشخاص ډیر تورونه  لګوي ،هیڅوک نه منې ،هر بل سړي په یو څه متهموي ، ځان پاک او جامع الکمالات ورته معلومیږي .دوي هر څوک دځان په شان غواړي  چي ممکن ندې .داسی سیاسیون په هره جامعه  خطر ناک وي. دوي ته دا منل اواعتراف کول چي نور سیاست یا نه کوم ،یا نسم کولاي، داویل ګران دي . نودځان دخلاصون لپاره تهمتونه تړي، ددي لپاره چي ځان ته لاره دخلاصون پیداکړي نو دسیاسی احزابو او ټولنوپرکړنلاره او تګ لاره کي ګوري چي په کوم ځاي کي  زیر، زبر ،پیښ او وړغندي پرځاي برابر ندي کارول سوي. او یا  دیوه سیاسي سازمان دنن دبعضي داشخاصوپر شخصیتونوبحث اوږدوي، هغه بهانه نسي، دا نه هوښیار دي، نه بي..... دا لغوړن دي .متاسیفا نه زموږ په هیواد کښی ددوي شمیرهم کم ندي،ولې ؟پدي چی هغه  زوړپرابلم دعلم نه شتون.

۳- دریمه ډله  اماتوران سیاسیون دي . داسي خلګو ته سیاست دلوبو، وخت تیریدو،نه مصروفیت اوبیکاري په وخت کي ور پیاد سي. څو خبري وکړي ،کومه مقاله ولیکۍ،یونیمه مصاحبه وکړي. اساساً يې هدف سیاست او سیاسی مبارزه نه وي. په خپل شخصي کاروبار مصرف وي، خپل ژوند او خپلۍ ګټي ورته تر هرڅه ډیر ارزښت لري.پدوي کي زیات يې خارجي او داخلې شبکو اخستي وي.

دبریالیتوب لاره یوه ده،هغه تشکیلاتي مبارزه ده:

راځي دهرچاه يې خپل خپل ملیت ،خپله ژبه ،خپل مذهب ،خپله عقیده،خپل قوم ، خپل ټبر ،خپل سمت اوخپل ولایت.و ټولوته په احترام سره ،خود افغانستان مشترک کوردي، رآځي خپل کورآزاد کړو،کور آباد کړو ،آزادي، صلحه ، دموکراسي او هر اړخیز پر مختګ دا خو به مو شریک وي؟دغه ګډ نقاط  به ټول خپل هدف وګرځو ، ودي هدف ته درسیدو لپاره د یوه داسي سیاسي حزب چي دافغانستان دټولو ملیتو اوولایتونو استازي پکښی وي ، داسلامي اصولو پا بند (پر آزادي ،دموکراسي ، صلحي او دهیواد پرهر اړخیزي ترقي يې عقیده)وي  دهغوسره ملګرتوب، او هغوي حمایه کړو.ځانونه مطرح نه کړو،ځانونه غټ ونه بولو،که غټ ؤ خپله به مو خلګ راپورته کړي.   داچي کوم حزب ددي وړدي ؟ آیاسته یا جوړ سویدي دا سي حزب که نه؟ اوکه  قاطع ووایو چي  په افغانستان کي د موجودو جوړو احزابو په منځ کښي کوم یو ددي وړتیا نه لري،دابه هم مشکله خبره وي.بیا هم نو پردي خبر ه باید غور وشي او که جواب مثبت وي  نو باید لاس ورکړو.او که نه وي راځي جوړيې کړو.

ګرانو دوستانو داپورته جملې مي پدي سبب ولیکلې چي سړي کله نا کله  حیران پدي شي ،آیا دا به کافی وي چي  ټوله ورځ مو قلمونه ، کمپیترونه ،تلویزونونه ،رادیوګانې،اخبارونه او مجلي،توري اوستړي کړي دي ، کله یوه ته اوکله بل ته بد اورد وایو.اویا دیوه حزب غړو اودبل حزب غړو ته ښکنځل ولیکو، مګر عملي ګام نه پورته کوو.خلګ اوس له ډیروخبرو اوریدو په تنګ سویدي. بل تاسي ټول شاهدان یاست چي دري څلور میاشتي مخکي  یو ځل په ویب پاڼو، تلویزونو ، رادیوګانو او محفلو کښي یوه خبره را زرغونه سول، هرچا دافغانستان دکشالې دحل په منظور(پیشنهادات، طرحي، او وړاندیزون) لرل.همداسي نه وه؟ سوال دادي ولې دا سی وسول؟اوولې داسی ژراو ټول بیرته چپ سول؟انسان ته نور فکرونه پیداکیږي : آیا دا دپردو او یا بل په اشاره وه؟ چي روښان یې کړه او بیرته يې مړه کړل؟آیا دبیکارې اونه کار لرلو په وجه یوه سر ګرمې وه؟. آیا ټولوپه اشتباه سره دي خبري ته لاس وروړي ؤ؟ مخکي يې پدي باب هیڅ فکر نه ؤ کړي؟ او ډیر نور ولې ولې؟؟؟ دټولو خبرو می هدف دادي بیله یوه قوي سیاسي سازمانه له جوړیدونه دافغانستان دلانجي حل ممکن ندي.خبره لنډوم  هر ډول پوښتنه چي هرافغان ولري ،دښیګڼو ،بدیو،مشکلاتو اوګټو په باب یې ورسره خبرو ته  اماده یم.پدي شرط چي ځان هغسي را وپیژني لکه چي ؤ او یا اوس دي اوزه به هم داکار وکړم.بیانو خبري کول حتمی مثبتی  نتیجی لري. دامي تلیفون دي ۷۱۳۳- ۲۴۶- ۸۰۴او  .

داوس لپاره مو پر الله (ج)

 

عبدالقیوم له امریکا

aqayum7@gmail.com

 

 

 


بالا
 
بازگشت