دپاچا پښتون زوي اومدثر سعادات لیکونو ته جواب

(په بینوا ویب پاڼه کي دوه خپاره شوي تهمتونه)

ظاهر قدیرصیب ته ! لږدي له دي خپلې پښتو وشرمیږه .بل (ظاهر قدیر هم سیاستوال سو).

لمړی :دپاچا پښتون زوی تهمت :-تر دي عنوان لاندي زموږ یوه وطندار(پاچا پښتون زوی) له کابله ،څخه دبینوا په پاڼه کي څوجملې دعبدالظا هر قدیر په مخالفت کښي لیکې وی ،کله چي مي دګران دوست لیکنه ولوستل اوله ځان سره مي فکروکړي چي دادوست به دغه مقاله دعبدالظاهر قدیر په مخالف کښي ولې لیکلې وي؟دمقالې په ورستیوکي پوهه سوم چي دا وطندار لکه چي حتمي دهغو خلګو دخپلوانو له جمعه دي ،چي ده دخپلې لیکنې په ورستیو کښي دهغوي دنومونو ذکر کړیدي.اولیکي چي دا ښاغلېوته دانتقاد ګوته نیول خوولس ته دتوهین معنی لري.اوداخودپښتنو مشران دي،هرڅه جرم اوجنایت چي کوي ،نورخلګ که دانتقاد ګوته ورته نسي ،هغه خودپښتومخالیف دي .پښتوته خونوداحق نسته ،ولې چي که پښتون انتقادکوي بیا دپښتو،پښتنولې يې باسو.نورخودایران جاسوسان دي،چي زموږاوستاسي په مشراو پسې بدوايې.لاکین مشرچي له ایرانه پیسی اخلې هغه به يې دملې مصلحت لپاره بولو،دمشرسره چي دشمالې ټلوالې پلرونه اونیکه ګان دالس کاله داوطن په وینورنګ کړیدي هغه خیر،هغه به څه نه وایو.هغوچي دملت مال اوبیت المال ،خارجي مرستي اوکومکونه ټول غلاکوي هغوي ته به څه نه وایو،ولې چي پښتو موخرابیږي،څوک پښتون اوڅوک دپښتنو مشردي ؟دایوهم دپښتنو مشرنه دي،دایوهم ددي ملت نماینده ندي.همدانن مي دطلوع تلویزون په برکت دښاغلې عبدالجبار قهرمان خبري واوریدي،په زغرده يې اعلان وکړي چي راسي دي ملت ته حسا ب ورکړو،چي چاه څه کړیدي،څوک درغلګر اوڅوک بې درغلیوتر مقامه رسیدلې دي.آفرین پر قهرمان.

اصلي خبر دپاچا پښتون زوی پرلیکنه ده ،چي عبدالظاهر قدیرته خښمیږي .زه دنوموړي جملې نه تکرار کوم،خوزه خپله ښاغلې عبدالظاهر قدیر داسي پیژنم.

ښاغلي حاجي عبدالظاهر قدیر د حاجي عبدالقدیر خان زوي دجلا آباد دولایت اوجبارخیل دي ،حاجي عبدالظاهردخپلې ځوانې شپي په پاکستان اوڅلور کاله دخپل بل اکا سردعربستان په طا یب نومي ښارکي چي مکي شریفي ته په نژدي فاصله کي موقیعت لري اوسیدلې دي.په عربې ژبه روانې خبري کوي ،فارسي اوپښتو ژبو پوهیږي ،دلوستلو سريې مینه وه.دجهاد په ورستیو کلونوکښي پاکستان اوپیښاورته راغلي ،دپلار او آکا ګانو مربوط جبهوته هم تلې،دوي ټول دیونس خالص په تنظیم کي وه ،ځکه یونس خالص تر جهاد مخکي ددوي ملأ وو.کله چي دجلا آباد ښار دطلبانو لاسته ورغلې تر هغه ورسته حاجي عبدالظاهر دخپل پلار او آکا ګانو په مشوره دڅو نورو نفرو سره مسلح اودطلبانو ضد جګړي ته را واستول سو.ډیروخت لا تیر نه وو چي حاجي عبدالظاهر قدیر دطلیبانو پلاس کښیوت. له جلال آباده يې بندي کندهار ته راوسته،دکندهار په یووړوکي محبس یا داستخباراتو دریاست په څنګ کښي يې ساتې. حاجي عبدالظاهر قدیر ووهل سو،څوکاله يې درنې زولني په پښوکي یوړي اوله محبسه څخه تر ورستي تیښتي پوري کوټه قلف ساتل کیدي. ځوان دپاوړي روحی خاوند ،میلمه پال ،دغریبو بندیانو سره يې هروخت دپیسو اوکالو مرسته کول.حتي طالب پیره دارانوته يې هم پیسيی ورکولې.دټولو بندیانو سره په ښه ګذاره مشهور وو. همدغه اوسني داوبو اوبریښنا وزیر(محمد اسماعیل خان) ته يې هره ورځ چي څه به يې ځانته پخول یوکاسه وسماعیل خان ته هم ورکول.داچي دپاچا پښتوزوی غوښتنه ده چي فاکولتي يې ندي لوستي،دنوموړي ددي غوښتني په جواب باید ووایم :عبدالظاهر قدیر دحقوقو تخصص نه لري،دموترجوړونې تخصص نه لري،دطیاری جوړولوتخصص نه لري،اونور مګر ګرانه محبس له سړي څخه دانسان اوانسانیت،انسانې کړونو،دظلم په وړادي درید نه،مقاومت اوسیاست ورزده کوي. سیاست له کتابه نه زده کیږي ،چا چي سیاست یوازي له کتابه زده کړیدي ،هغه په عمل کي دخپلوزده کړو څخه اسفاده نده کړي اونه يې کولاي سي. یوکال سیاسي زندان تر څلورکالو (پوهنتون) څخه په ټولنه پیژندنه کي مخته دي.بل دا دکورنۍ سوابق که ستاسي دخوښي دمشرانو داهم درته بیان اولڅ کړم پرعبدالظار قدیر به شکروباسې.خداي وکړي راڅخه خفه نه سي،ستاسي دلیکنۍ متن مي کټ مټ نه را نقلاوه ،یوداچي خبره اوږدیده ،بل هغه په بینوا پاڼه کي سته .

دوهم:- مدثر سعادات: زما په باور دغه دواړه لیکنې له یوه ځایه اویوه شخص لیکنې دي .ځکه په لیکنه کي سپک الفاظ کاروي ،ځان ستوال معرفې کوي .دسیاست تعرف کوي داسي ( دسیاست اصلې مانا دټولنې چاري په ښه توګه پر مخ وړل ) اودټولنې په ښه توګه جوړښت ته سیاست وايې . رښتیا ځوانه څونه ښه چاري په هیوادي په ښه توګه پرمخ ځي ،اوڅونه ښه ټولنه يې راته جوړکړي وه اوجوړکیده . داخداي وهلې ددي ښوسیاست والو پر ضد قدم پورته کوي ،نه رشوت سته ،نه جنایت سته ،کار اهل کارته سپارل سویدي ،قانون پر خورانو تطبیق کیږي ،محبسونه په ډک دي ،ملت آرام په خپلو ورځنیوچارومصرف دي .دشکرځاي دي دریس جمهور،معاونینو ،کابیني اولوړپوړو میاشتني عاید دهریوه تر ۳۰ میلونه کم نه دي .نوبیا ولې دوي دیوي داسي ښو مشرانو او ښوسیاست والو پر ضد اواز پورته کوي .بیا خصوصاً هر بل څوک که څه وايې دوي وايې ظاهر قدیر خو نوددي حق رښتیا نه لري .ولې عایشی يې کړیده ، په قاچاقو کي يې لاس لاره .ګرانه په سیاست خبره ؛ په تاریخ هم خبر سه : طاهر پوشنجي و امووي امپراطور ته دهغه دعیا شي لپاره څو زره ځوانې انجونې له دي وطن ورواستولې ، ملکه زبیدی څه کارونه کړیدي ،ملکه خزان څوک وه، درضا شاه اومحمد رضأ پهلوي سوابق وګوره ،دآصف زرداري او یوسف رضا ګیلاني اعمال درته معلوم دي ؟ دتیمور شاه په اخلاقو خبر يې، دامیر حبیب الله کړي دي لوستي دي ، دظاهر خان دبداخلاقیو داستانونه خو په دي نه یا دوم چي اوس يې یو شمیر خپل بابا بولې . تاسي په خپله لیکه کي (پې اج ډی ) خبره دسیاست شرط بولې دکناه مرتکیب کیږي . له میرویس خانه را شروع ،احمدشاه بابا اوهمداسي تر نور محمد تره کي پوري یوه هم (پې اج ډی) نه لرل . هو عبدالظاهر قدیر به ښه سړي نه وي ،خو یو انسان ،متدین او بیا سادات همداسي وي ؟چي انسان ته دسپې کلمه وکاروي .خیر که هر څوک يې خو ددي الفاظو په کارولو دي خپل شخصیت ضرر ورساوه که وپوهیږي .ظاهر چي پر قاچاقو ستاسي دخبري په اساس متهم سو ،چاه وبخښې ؟ ولې يې قانون پر تطبیق نه کړي ،دقانون نه مرعات ول اوقانون ته شاه چاه وګرځول ؟ که داسي سوي وي آیا دا خیانت چا وکړي ؟ پس قربان دي سم هر مجرم ستا دخوښي پا چا ته تر هغه وخت مسلمان ،شریف ،وطن دوست دي ، چي دده لمن يې نه وي پورته کړي .اوهله کافر کیږي چي دده عیب ته يې ګوته ونیول .پرالله دي سپارم

 

 

عبدالقیوم له امریکا

aqayum7@gmail.com

 

 

 


بالا
 
بازگشت