بې دوسته ملت اوبې دښمنه دولت

عجبه حکمت دي:

په نړۍ کي به یوازنی همدا افغان ملت وي چي دنړي ټول دولتونه ورسره دښمنان دي .مګر په مقابل کي يې په ټول جهان کي همدا دافغانستان اوسنی دولت وي چي هیڅ خارجي دولت ورسره دښمن نه دي. دهمدي حکومت له فیضه دجهان ټول دولتونه،دهغوي لڅ اوپټ جاسوسان ،مافیا ،ترورستو اوالقاعده ته يې پر مخ نه داچي دروازي خلاصي دي ،بلکي دمشکلاتو دپیداکیدو په صورت کي يې(کرزي) دخپلې ټولې عملې اوفعالې سره په چوړکي دي.پرافغانا نو داسي یو دولت ترپل سویدي دي چي ټول ملت ورسره دښمنی لري،مګردجهان ټول دولتونه ورسره دوستې لري . دغه نو دخداي تعالی له عجائیبو څخه یوه ده ،چي ملت يې په نړي کي دوست نه لري ،دولت يې دښمن نه لري.دا پدي چي افغانان په هرڅه الحمدُ الله پوهیږي خودخپل ملت په ګټه نه،چي هغه (یووالې) دي. ولس هرډول قربانې ته تیاردي،خو په نوم لویان يې د خپلو مقامونو،چوکيو اورهبریود ساتلواودلاسه نه ورکولوپه هدف حتی ټول ملت هم سوځي.دولت موبیا دهغو جوړدي چي دملت په زوریدو کي خپل خیر لټوي .نو آیا موږویلاسو چي افغانان ژوندي دي؟ دژوند مفهوم خوهمدادي چي،ژوند دجذب اودفعي مسلسل بهیردي،ژوندبه پرمخ ځي پدي چي دپرمختګ عوامل يې دمتضادو قواووتر منځ کشماکش دي.تضاد ژوندي دي ،تضاد خپله د ژوند سبب دي،ددومخالیفوپدیدوتر منځ مبارزه د چي ژوند اوپرمختګ ته لاره هواروي ،پدي مبارزه کي انسان چي خپله هم دتضاد محصول دي دپیښو په را منځ ته کولو کي مثبت اومنفي نقشونه لوبولای سي .یواړخ فعال اوغښتلې کولاي سي،پدي ډول مقابل لوري کمزوري کولاي سي.خو دیولوري یومخ نفي کول ددواړو مرګ دي.نوهغه څه چي نسې کیدلاي هغه یومخ یا پبشپړه توګه دبل له منځه وړل دي.همدا دیوه اړخ کمزوري اودبل اړخ غښتوالې که څه هم نسبي وي ،دټولني توازن خرابه وي.اوهله په یوه ټولنه کي داتوازن ښه ساتل کیداسي چي په ټولنه کي علاو پرلیک اولوست سیاسي شعور سمه وده وکړي اوسیاسي کلتور پوخ شي.په ولس کي متل لروچي وايې:(نغری ددوسته ډک ښه دي،خونه ددښمنه خالې).مګرپه ډیرتاسُف سره باید وویل سي چي زموږ تش په نوم(مشرانو) زموږ نغري ددښمنانو ډک کړل اوله دوستانوخالې. په نوري نړي کي اختلافات دټولني دپرمختګ لپاره مثبتي لاسته راوړني لري. دمختلیفوعقیدو لرونکوتر ومنځ سالمه مبارزه وی ،نه دیوه اوبل توهین،بندي ګیري او په فزیکی ډول له منځه وړل. په جهان کي دمبارزي لاره هم داده چي هرڅوک غواړي خپل فکردبل پرفکر، خپله عقیده پرپردي عقیدي غښتلې معرفې کړي،دخپلې عقیدي اوفکرلوري ته دخلګوپام راوګرځوي،په خبرو،نشراتو، تبلغاتواوخپل ښایسته عمل.نه لکه زموږ په شاته پاته ټولنه کي چي سرته ورسیدل اویاسرته رسي . سره لدي چي ادعاد(اسلام اواُخووت)،بیا داسلامي حکومت،شریعت ،عدالت اوقانونیت لرو.هره ورځ اوشپه داخبري اورو: ماخوجهاد کړیدي،زه مجاهد یم،جهادیان،جهادي رهبران.داټولې خبري دڅه لپاره هره ورځ دخلګوپر مخ را ایستل کیږي؟که په تلویزون کي بحث وي هم ځان ښکاره کوي اوکه هره بله غونډوي دوي ځانونه خلګوته ورپیژني ،چي زه مجاهد وم . دا دخداي (ج) داحکاموخبر ټګان دي،که ورته وویل سي :( چي زه څه وکړم ، خپل فرض دي اداکړیدي ).که دي په رښتیا اوصداقت جهاد کړي وثواب به درکول سي اوکه دي د نوم لپارکړي وو مخ به دي په توروي. دا ددي لپاره دوي هرځل یادوي چي دوي جهاد دالله (ج) درضأ لپاره نه بلکي ددي لپاره کړیدي ،چي خپل ناروا اعمالو ته دحق کالې ور واغوندي ، خپل جرم پټ کړي اوله خلګوڅخه دخپل جهاد قیمت (احترام) تر لاسه کړي .جهاد یوه فریضه ده،چي دالله(ج) لخواپر مسلمانانو فرض ده.ثواب اوآجريې خداي (ج) ورکوي.((جهاد داسلام په سیاست اوحقوقوکي لویه موضوع ده په اسلام کي د«جهد»او«جهاد»کلمې زیات مفاهیم لري.او دمسلمانانودژوندپه اکثرو مشروع فعالیتو کي مهم رکن بلل کېږي، خوترټولو مهم يې دخپل نفس سره جهادافضل بلل سویدي)).زموږ (افغانانو) په جهاد کښي دجهادي رهبرانو نیتونه دلمړي ورځي څخه تر اوسه پوري پاک نه وه اونه دي، چي عمل ثابته کړل. تاسي غوږ ونسي دواړي غاړي په څونه بې شرمي سره اعلانوي :هلته موووژل اودلته مو دمنځه یووړل. اودالویان ددي خبروتر اوریدو ورسته ږیره ږمونځ کړي اوبیا يې په موټ کي ټینکه ونه سي دخوشحالې په ډول وخاندي.اه دخداي (ج) دپیدا دښمنه څوک دي دمنځ یوړل؟ افغانان،مسلمانان، وطنداران،وروڼه،څوک موبې زویه کړي،څوک موبې پلاره کړي څوک موبې وروره کي،دچامورموبوره کړه،دچالورموکوڼډه کړه .دڅه لپاره؟دچاه په اصلحه؟لا په دا ایضافه تر دیرش کالوظلم،خیانت، وژنو،وینو چښلو،ماړه نه سواست. نورخوبه پیسوته ضروت نه لري،نورخوبه کوروته ضرورت نه لري،نورخوبه ماندینو ته ضرورت نه لري،نورخوبه موټرو، مځکو،جائیدادواوبنګلوته ضرورت نه لري؟کله موهم فکرکړیدي،چي خداي (ج)سته ،حساب اوکتاب سته؟زما په باور ستاسي کمی هم دادي. ګوري دا دالله (ج) حکم دي دچاه چي :(نفقه(حلال ) نه وه ،ټول څه يې حرام دي) حتی اولادونه يې هم .پدي ورځوکي دبیچاره ولسونودذهنیت دخرابولو،مغشوش کولواو تلقین لپاره یوشمیر شبکو بیا دالوبه راتازه کړیده ،چي دجنایئت کارو،جنګي مجرمینو سره به له خیره سره حساب کیږي.نه باورکونکي خبره،له واقیعت لیري خبره،اونه عملې خبره همدغه ده.چي داخلې اوخاریجي شبکي يې په مشترکه سره دولسونودآرام ساتلواوغافل کولولپاره دتلویزونونو،کمپیوټري پاڼو،اخبارونو اورادیوګانو له لاري تبلیغ کوي.موږ ځکه ددوي په خبروباورنه لرولوچي دوي اوس هرورځ تربلې ورځي زیات جنایات کوي، ددوي په جنایاتوکي هیڅ کمي ندي راغلې ،دوي ټول خپل تر منځ دولس پرضد سره جوړاویومټي دي.که نه دوي دي یوځل ولس ته دنفس کښلووخت ورکړي،نوردي جنایات بس کړي،که دوي یومیاشت ولس آرام پریښود،نوموږ باورکولاي سوچي دوي پخوانې جنایت کاران دمحکمي میزته هم راکشکولاي سي . زموږیوشمیر وطنداران چي دوطنه لري آرام ژوندلري ،په هیواد کي يې نژدي خپلوان ټول خارج ته راوتللې دي،هلته يې دوستان نسته چی دهري ورځی په بدوپیښودي وزوریږي ، نوهغوی ډیر ددي خبروسره مینه لري :چي دتیرو دیرشوکالو راپدي خوا ټول جنایت کاران دي دمحاکمي میزته راکش کړل سي . رښتیا( مځکه هغه سوځي چي اورپر بل وي )موږ تر هربل څه لمړي دروانو جنایتونو دریدل غواړو،دمحکمي اوعدالت ،حق وحقدارته رسول موورستې غوښتنه ده .بل لوي مشکل دادي چي حتی دبشري حقونو مدافعینوتراوسه پوري دجنایتکارانو لپاره مشخص تعریف ندي وړانډي کړي، دیوه نهادنماینده یوڅه وايې اودبل نهاد نماینده بل څه، دا نهادونه ،مدنې ټولنې اودبشري حقونو په نوم اداري ټولې په غالب ګمان چي دیوه ګروپ ،ډلې ،ژبې پوري تړلې اشخاص يې په رأس کي دي .،دټولوکوښښ اوبیانونه داسي وي ،چي دخپلې خوښي سره سم دجنائیت کا رو تشخیص وکړي. دوي ولسونه پدي تیرباسی چي زموږسره پر آسناد اوشواهد سته اونور هم دآسنادو په جمعه کولومصروف یو .ورسره هغه نورنو دشرمه ډکه بهانه اوخبره چي دکرزي دفاسدي اداري چاواکي يې هروخت کوي:(وخت ته اړتیاده،وخت يې لاندي).زموږپه باور (هروژونکې) قاتل دي،هرچاچي وطن ته پردي راوستي دي، هرچا چي مکتب سوځلې دي،چاچي معلم وژلې دي،چاچي دغنیمت په نوم ملیارډونه ډالرزخیره کړیدي،چا چي ملې اوردو،نظامي وسایط،دولتي شتنمي چورکړي دي،چا چي پلونه اوښارونه خراب کړیدي،چاچي دخپلۍ په لاس کي سلاح په زورڅوښځي کړیدي،چا چي افغانستان اوپه خاص ډول کابل وران کړیدي،ملې شتمنې يې لوټ کړیدي اونور داټول مجرمین دي باید ژرترژرورسره حساب سوي وايې.اوسني دولتي اداره د(کرزي) چي له هم دغومجرمینو جوړه ده هیڅ نه کوي،اوله دوي څخه توقع دساده ګانو کاردي.ځکه که دوي دا کارکوي نو لمړي باید (دکرزي داداري چارواکي اوکرزي) دځانونولپاره دوه دوه متره رسې(تناب) پیداکړي.

 

معلم عبدالقیوم دامریکأ څخه

aqayum7@gmail.com

 

 

 


بالا
 
بازگشت