سوله،صلح،روغه، جوړه

سوله:وهغه حالت ته وايې چي جنګ اوجکړه په کښي نه وي،یاهم دجګړې دختمولو موافقه اوتړون ته سوله وايې. روغه اوجوړه خوښه خبره ده اوټول خلګ سوله غواړي نوبیا مشکل څه دی وختي ټول ولس سوله غواړي سره ددي هم هدف (سولې) ته نه رسیږو، اویا سوله دافغان ملت نه په نصیب کیږي.حتمي کوم داسي څه واقع سوېدي چي ( دجامعې نظم برهم خوړلې دی) هرکله چي په بشري ټولنه کي دیوشخص،یوه قوم ،حزب او ډلي دحقوقوپه خلاف دبل شخص ،قوم اویاحزب لخوا اویاد پردی هیواد لخواپرکمزوري هیواد تېری وشي ،هغه دی چي (حق) پایمال اونظم ګډوډ شي. خبره جنګ اوجګړوته ورسیږي. حق څه شي دی؟

حق:په عامه معنی،پرځاي،،صحیح کلام،صحیح فکراودواقیعت سره دمطابقت اصل ته حق وايې. څرنګه چي هیڅ انسان کامل ندي اونوروته ته اړدي .دغه اړتیا وي او اړیکي حقوق جوړوي.فرد اوټولنه دخپلو کاروداجرأ اودهغوي دتحصیل په نتیجه کي دحق اوحقوقو څښتنان ګرځي.هغه څېړني چي دحقوقو دمبادیو اوغا یوپه باره کي په عمل راځي دحقوقو دفلسفې په نوم یا دېږي .دغه دحق چي جمع يې حقوق دي ،په الهی اوبشري قوانینو کښي دبشري نړي تر منځ دیونظم اوثبات دساتلو په منظور راغلې اویا خپله دانسانانو لخوا جوړکړل سوې اومنل سوې قوانین دي.کله چي حق په بشري ټولنه کي دټولني دغړو پواسط له ځایه بیځایه شي ،نظم له منځه ولاړه شي ،تعادل برهم شي ،هغه دي چي یوطرف غالب اوبل مغلب شي .حق یا حقوق هغه څه چي دیوه انسان لپار خداي تعالی (ج) په قرآن م کي ذکرکړیدي وهغه څه چي په بشري قوانینو کي تسجل سویدي ،دهغو ټولوڅخه پر ځاي استفاده (حق) دي.لکه دژوند حق،دتعليم حق،دکارحق، دواده حق او په سلهاو نور،داسي څه نسته چي یوته دي حق وي اوبل ته ناحق دا دخداي (ج) ویش دي. د خراب سوي تعادل دبر قراره ولو لپاربه ترهغوهڅي (خبري ،تماسونه ،مرکي ،جرګي او جګړي) روانې وي تر څو له غاصب لوري دمتضرر حق واخستل شي ،متضررته تسلم شي ،او نظم خرابونکي ،قانون ماتونکي ،ظلم کونکي ته مطابق دنافظ او مروجو قوانینو په رڼاکي جزا ور کړل شي ،چي دجامعی دنورو افرادو لپار پند اوعبرت شي او دمتضرر لپار تسلیت.دا قانون څوک مراعات اوتطبیق کولای سي ؟ هغه سیاسي ماشین او نظام چي عبارت له (دولت) دی.پدې شرط چي دولت خپله عاصب ونه اوسې ،خپله په فسادونو کښي غرق او په جرمنو کي شریک نه وې.

نن ورځ دافغانستان لانجه او اوږده جګره ،په جنګ اوجګړوکي دښکیلو اړخونو( کورنیو او بهرنیو) جنګ جوړونکوو څخه دونه کړکیچنه سول ،چي اصلاً پدي شکل دوي هم نه غوښتل اونه يې فکر کاوه . زموږ په وطن کې اصلې ګرمه جګړه ،دقدرت پر سرجګړه ،دقدرت لپاره جګړه ،(دظلم او وحشت ) تر منځ جګړه اومقابله ده ، افغان ملت يې په منځ کښي ګیر پاته دي .د نژدي پرتو اولیري پرتو خارجي هیوادونوتر منځ دستر اتیژیکو اهدافو دپلاسته راوړلومسابقه ده . موږ (افغان ولس) ناحقه دخپلو خاینو کړیو دلاسه پکښي سوځو .هغه دسمسور جنت اودنعمتونود ډکو باغو نو اسانه تر لاسه کولو خوبونه چي دوي (خاریجان) لیدلې وه دهغو تعبیرونو رنګ بل سو،بهرنیانو په خپل خام فکر سره دخپلو مشاويرینو له لاري ودي نعمتو ته درسیدو لاره ونیول مګر اوس پدي پوهید لې دي چي دا لاره ترکستان ته ځي ،بیلګل مسلې بل شکل واخیستي.دقدرت پر ګدئ خیټه اچونکوهم دونه جنایات (وژنې ،ترورونه،قتلونه ،دشخصي ملکیتو غصب، غلا، اختیتا فونه اوبد اخلاقي) پر ولس روا وبلې اوسرته يې ورسولې،چي اوس خپل وجدان ،قدرت اودارايې يې دا اجازه نه ور کوي چي دولس «حق» ولس ته وسپاري. که چیري یوشخص دخپلو شخصي ګټو په عوض دټولني ګټو ته تر جیح ورکړي ،نودا به یوسالم شخص وي .آیا په موجوده حاکمه آداره کښي به دداسي اشخاصو شتون ترکومي کچي وي زموږ یوشمیر سیاسیون او سیاسي څیړونکي بیا دافغانستان ،پاکستان او په خاص ډول دامریکا او پاکستان تر منځ لفظي شخړو ته اویا دپاکستان په داخل کښي دښاغلې محمود خان اڅکزي ،ویا دلته صبغت الله مجددي ،زلمي خلیل زاد اوعبدالمالک بلوڅ په یویوه خبره چي اصلاً نوي څه پکښي نسته زیات خوښ دي .دي ډول خبرو او جګړي ته موږ کندهاریان زرګري جنګ وایوو، دوي نه سره خوږوي ،که نه وبه ګورو.زما په باور په افغانستان کښي دسولې متشکله اعضأ وي اول پر دوبرخو ویشل کیداي سي : (کورنې او بل بهرنې ) بیا هره یويې جلا پر پنځو ،پنځو تقسیم دي.

لمړي : کورنې بر خه يې پر پنځو اړخونوباندي تقسم سویده : ۱-دقدرت پر ګدي ناست ،۲- مخالف مسلح3 مقاومت ،۳- په دولت کي دننه اوله دولته خفه مجرمین،۴-سیاسي بې اتفا قه (حزبونه ،سازمانونه ،ټولنې اوپه نوم مستقل شخصیتونه )،۵- ناوسه ،بیله رهبره،بیله مشره محکوم ولس .چي دجنګ اودغم دروند پیټي هم ددوي پر اوږو پروت دي.

دوهم: بهرنیان :پر پنځو برځو تقسم دي دي:۱- هغه چي دتروزیزم دجکړي تر شعار لاندي د خپلو ستراتیژکومخو لپاره کار کوي،۲-هغه هیوادونه چي دناټوتړون ګرودي دځانه هیڅ هم نه لري ،۳-هغه هیوادونه چي ځانونه دامریکا په نسبت دمنطقي میراث خواره اوآشنا بولې ،۴-هغه خارجي هیوادونه چي دولت مسلح مخا لیفو او په دولت کي شاملو عالې رتبو ته تسلحات اومادي امکانات برابروي ،۵-سته نورهیوادونه ،ګرپونه اوسازمانو نه دهیواد دباندي چي همدا کوي همدا دجګړي په دوام خوښ دي هر لوري چي مات سي دوي اوس لادملأ مؤقیف ځان ته غوره کړیدي.

ددي لپاره چي خبر ډیر اوږده نسي اولوستونکي سټړي نه کړم ، په هیواد کي دصلحي په منځ ته راتلوکي به دکور دننه اودکودباند ي کړیو پر صداقت او منافقت لنډي څوجملۍ ولیکم:اول دکور دننه کړي :څنګه چي پورته په شماره لیکل سویدي ، اول (۱) ،دوهم(۲) اودریم(۳) شماره اوپه هغوي کښي شامیل په هیڅ صورت دصلحي طرفدار ندي .ځکه دوي پدي خبر او پوهیږي چي د پنځمي (۵) شماري والو(ولس) شعار چي صلحه غواړي (حق) ،ژرخپله مځکه ،خپل پلار،خپل زوي ،خپل ورو،خپل کورغواړي.اودقانون اوشریعت تطبیق،اوپورته خلګ پدي پوهه دي ،دوي به تر مرکه مقاومت وکړي خودچاه حق اوپورته به غاړه کښینږدي.

بل لوري ته دکورني پنځمه(۵) شماره (سیاسیون) بیا دحکومت اوحاکمیت لپاره ورته تیار ناست دي ،انتیخابات غواړي چي دا هم دکورنی برخي اول ،دوهم اودریم ګروپ ته دمرګ زیري دي. ځکه (۵) نمره وال (سیاسیون) هم «حق» پر ځاي کول غواړي ولې چي دولس غوښتنه او خواسته ده..

بل اړخ ته دکورنیو ښکیلوپه منځ کي(۲) نمره وال مخالف مقا متوال دي ،چي دحکومت میراث خواره ځانونه ګڼي .

نوزما په باور چي دصلحي شعار باید یو وي هغه چي دولس شعار دي(حق) اودحق وحقدار ته رسول ،ځکه حق دخداي (ج) نوم دي. اوترڅو دي شعار ته ټول تسلیم نه سي د صلحي لپار ه خبري هوائې بریښي .نو دتل پاته اوپایښت لرونکي صلحي دمنځته نه راتلو مسؤلیت په اوسنینو حساسو شیبوکي دټولني پر سیاسینو (سیاسیي احزابو) اوپه خاصه توګه ددوي دمشرانو پراوږوپروت دي ددوي نه یووالې دظلم له دوام سره مرسته ده، اودولس دګټوسره خیانت .زه چي تر اوسه دغه دسولې پروسه یا با بولاله اورم دوي غواړي ،آرزولري ،که وکولاي سي چي حاکمیت (دولت اوقدرت)دمتخاصم په جنګ کي ښکیلو تر منځ تقسیم کړي ،سیاسیون او ملت له خپلو حقونو محروم کړي.دحکومت ،ناټو غړوهیوادو پلان دي چي پاکستان دخپلې سولې دپلان یوه برخه کړي اوځان ته دخلاصون لاري لټوي.پدي خبره هم باور ولري چي داکار هم مشکل دي . ځکه دمنطقي دهیوادونوګټي او ناټو غړوهیوادو ګټي یوشان ندي. اوپه خپل دي عمل سره به (چین،هند اوروسیه) سخته خفه کړي،ځکه دا کار خو نه داچي دتروریزم ضد مبارزه نه سول بلکې دتروریزم اواسلامي بنسټ پالنې لپاره دپراخولو لپاره مرسته ده. سیاسیونو ،سیاسي احزابوستاسي مسؤلیت اورسالت دي چي نورنودښمن په ګټه وخت مه ضایع کوي راځي، ددښمن سره مرسته پریږدي.سره یوسي.دیولاسه ټک نه خیږي، پر مړو نارینه نه ژاړي په پښتوکي دامتل دي :( چي په خپله میړه نه يې نو به فخر په بابا کوي تر کمه) مړه اوخپل عمل ،خپل عمال دلاري مل .ستاسي نفاق دي چي دملک ټول ګیدړان زمري سول. دنفاق ونه ګل نه لري سرداره ،نه به وڅکې میوه تري مزداره.

پر بهرنیو هیوادو تبصره نه کوم ،په یوه خبره وایم چي دڅه لپار تللي وه؟ دسولې دټینګ لپاره؟ دا دخارجیانو خوبونه زه نسم تعبیر کولاي.دافغانې سیاسیونو دیوالې پرلور.

 

 

معلم عبدالقیوم دامریکأ څخه

aqayum7@gmail.com

 

 

 


بالا
 
بازگشت