رحمت اله روان

 

د امریکايي ځواکونو لومړۍ ډله له افغانستان ووتله

 

د جولاي په 18 دويد پيتريوس افغانستان کی د ناتو تر مشري لاندي د آيساف قومانداني، جنرال جان الن ته سپاري. د سمندري پياده ځواکونو دغه جنرال د عراق په جګړه کي تجربه لري، جنرال جان الن د نرمي لهجي سړي دي. هغه د واشنګتن د جارج تاون له مشهور پوهنتون څخه د دري ماستريو د تر لاسه کولو تر څنګ، د يوه تکړه تحليل کونکي او هوښيار پوځي ستراتيژيست په توګه هم شهرت لري. ويل کيږي چي هغه نه يواځي په پوځي ډګر، بلکه د ديپلوماسي په ساحه کي هم لاس بري دي ،جنرال جان الن په داسي وخت کي په افغانستان کي د نړيوالو ځواکونو د جګړي قوماندانۍ په غاړه اخلي چي له افغانستان څخه د يو شمير سرتيرو د وتلو لړي پيل شوي ده ،افغانستان د انتقال په پروسه کي ده. په عين وخت کي د پردي تر شا له طالبانو سره د روغي جوړي او د لانجي د يو سياسي حل لپاره هڅي رواني دي. دغه ټول مسايل هغه ننګوني دي چي د آيساف نوي جنرال ورسره بايد لاس او پنجه نرمه کړي

 افغانستان کي د ناټو د ځواکونو یو ویاند، واین پیري، اعلان کړی چي څه نا څه 650 امریکایي سرتیري چي په افغانستان کي یي د خدمت دوره پوره شوي وه، پرون له دغه هیواد څخه ووتل. د ایساف دغه ویاند زیاته کړي چي د دغو 650 سرتیرو پر ځای به افغانستان ته نوي سرتیري را نه شي. هغه ویلی ،هغه ځواکونه چي له افغانستان څخه وتلي، د کابل او پروان په ښارونو کي میشت ول. په روان کال کي به افغان پوځي چارواکي د افغانستان په اوو سیمو کي د بهرنیو ځواکونو څخه امنیتی مسؤلیتونه په لاس کي واخلي. دغه لړۍ به د افغانستان په کچه تر 2014 کال پوري بشپړه شي ،ډیر شمیر کارپوهان په دي اند دي چي د باراک اوباما هغه پريکړه چي د پوځي قوماندانانو د مشورو پر خلاف به يي له مخي افغانستان څخه ډیری پوځیان په کم وخت کي وباستل شي، کیدای شي په دغه هیواد کي د طالبانو پر ضد جګړي کي ستونزي رامنځ ته کړي ،افغانستان څخه امریکایي پوځيان په داسي حال کي بیرته خپل هیواد ته غوښتل کیږي چي په دغه هیواد کي امنیتي وضیعت په وروستیو لسو کلونو کي تر بل هر وخت کړکیچن او جګړه تر بل هر وخت سخته ده. په وروستیو لسو کلونو کي څه نا څه 1500 امریکایي سرتیرو په افغانستان خپل ژوند له لاسه ورکړی دی ،که څه هم اوس مهال د افغانستان په جنوب کي امنیتي وضعیت ښه شوي خو د دغه هیواد په شرق کي بیا امنیتی چاري د پخوا په پرتله خرابي شوي او په دغو سیمو کي ډیرو طالبانو نفوذ پیدا کړی ،په افغانستان کي میشت بهرنیو ځواکونو اوس مهال پریکړه کړي چي خپل پوځي عملیات د افغانستان په شرقی سیمو متمرکز کړي ،که څه هم پوځي چارواکو اوباما ته مشوره ورکړي وه چي له افغانستان څخه کم ځواکونه وباسي، خو هغه د انتظاراتو پر خلاف اعلان وکړ چي په روان کال کي به له افغانستان څخه 10000 سرتیري وباسي او د راتلونکي کال تر دوبي به له دغه هیواد څخه 33000 امریکایي سرتیري بیرته امریکا متحده ایالاتو وغواړي،دامریکایی ځواکونو د لومړی ډلی دوتلو سره سم په افغانستان کی دامریکا سفیر په خبله یوه ځانګړی مر که کی چی دتیری جمعه په ور ځ په رسنیو کی خپره شوي ده ټینګار کړی دی چی افغانستان له خپلو ګاونډیانو او نړی سره باید خپلی آړیکی ښي او دوستانه کړي د امریکا دسفیرایکنبیری د مرکی متن چی ممکن دا  په افغانستان کی دنوموړی ورستنی مر که وې په پشپړه تو ګه په لاندی ډول لو ستلی شې

  پوښتنه

افغانانو ته د امنیت سپارلو پروسه پیل شوې ، نړیوال ایتلاف اوسوله ساتي ځواکونه په وتو دي، د طالبانو هدفي بریدونه اوحملې زیاتې شوي، تاسو څه فکر کوﺉ چې امنیتي انتقال به څومره بریالی وي؟

ځواب

زه فکر کوم چې افغان ځواکونو ته د امنیتي مسولیت سپارلو لړۍ، چې په ۲۰۱۴ میلادي کال کې بشپړیږي یو لاسته راوړونکی پلان دی ،له هغه وروسته به افغان امنیتي ځواکونه دټول هیواد امنیتي چارې په لاس کې واخلي او د خپلو خلکو د ساتنې لپاره به یو حاکم حکومت ولري ،خو د دغې پروسې له پاره څو ګامونه دي، چې باید واخیستل شي: اول دا چې موږ باید په دوامداره توګه د افغان امنیتي ځواکونو کمیت او کیفیت ته پاملرنه وکړو. دغه درې نیم کاله چې په مخ کې لرو باید افغان ځواکونه له نړیوالو ځواکونه سره یوځای په جګړې او عملیاتو کې مستقیمه ونډه واخلي ،افغان امنیتي ځواکونه باید د نړیوالو ځواکونو ځآی ونیسي. خو داباید له یاده وناباسو چې امریکا به له افغانستان سره اوږدمهالې اړیکې ساتي

پوښتنه

افغانانو سره ویره پیدا شوې، چې د نړیوالو ځواکونو له وتو سره به کورنۍ جګړې بیا پیل شي. په پولیسو او ملي اردو کې زیاتې پخوانۍ ملیشې موجودې دي. دغسې حالت کې به څنګه جګړه وګتي، تاسو دغو اندیښنو ته څه چمتوالی لرﺉ؟

ځواب

زه لومړې افغانان دې ته هڅوم چې په کابل کې د امنیتي ځواکونو د پوځي روزنو مرکز ته ولاړ شي تر څو هلته د امنیتي ځواکونو وړتیا او روزنه وویني. چې د افغانانو ترلارښونې لاندې دي ،زه افغانان دې ته هڅوم، چې د امنیتي ځواکونو د فعالیت ساحې له نږدې وګوري، چې هغوی دامهال په څه حالت کې دي

زما په نظرافغانان ریښتیا هم دامنیتي ځواکونو په راتلونکې اندیښمن دی ،زه چې کله په دوه زره اودوم میلادي کال کې افغانستان ته راغلم له هغه وخته اوس افغان ځواکونه پیاوړي شوي او دروزنې سیستم یې هم ښه شوی خو د دې ترڅنګ د امنیتي ځواکونو ترمنځ باید یو واحد سیاسي لید لوری هم موجود وي، چې دوی کنټرول کړی

پوښتنه

پرافغان حکومت انتقادونه زیاتیږي، درې ګونو قواوو هم مشروعیت له لاسه ورکړی، جنګسالاران هم ورځ تربلې پیاوړي کیږي، ولسمشر سیمه ییزو تړونونو ته هڅول کیږي. په دې برخه کې ایا تاسې اوستاسې متحدین چوپه خوله نه دي پاته شوي؟

ځواب

افغانستان دې ته اړتیا لري، چې له خپلو ګاونډیو او نړۍ سره ښې اړیکې ولري

افغانستان د خپل حکومتي، سیاسي او اقتصادي پروګرامونو د پیاوړتیا لپاره د یوې اصلاح شوې اجنډا له مخې ګامونه اخلی تا په افغان حکومت کې د ځينو ستونزو یادونه وکړه، چې یو له هغو نه د پارلمان ستونزه ده ،

ریښتیا هم ځینې مهم کارونه شته، چې افغان حکومت یې لا په ترسره کولو نه دی توانیدلییو له دغو کارونو نه د سرپرست وزیرانو موضوع ده، چې تراوسه یې د باور رایې نه دي ترلاسه کړي ،د سترې محکمې د ځینو چارواکو وخت هم پای ته رسیدلی. خو لکه څنګه چې اوس د امنیتي مسولیتونو انتقال پیلیږي نو باید افغان حکومت له اصلاحاتوسره په مخ ولاړ شي

پوښتنه

ښاغلی سفیر، تاسې په افغانستان کې اوږده پوځي او ملکي تجربه لرﺉ او له دې وړاندې ستاسې کار ستایل شوی هم دی. خو په دې وروستیو کې ستاسې او دافغان ولسمشر ترمنځ ځینې اختلافات پیدا شوي د دغو اختلافاتو لامل څه دی؟

ځواب

له ولسمشر کرزي سره د نورو چارواکو په پرتله زما ناسته او ولاړه ډیره وه او پورته له ده سره مې ډیرې اړیکې وې ،اختلافات حتې له هغه وخته پیدا شول چې کله زه په دوزره او دویم کال کې افغانستان ته راغلم. البته هغه د نظر اختلافات او د وروسته پاته پالیسۍ اختلافات وو، چې له هغې لارې موږ خپلو اهدافو ته په اسانۍ نه شوای رسیدی ،خو زه فکر کوم چې زما ځای ناستې راین کراکر یو ښه ډیپلوماټ دی.هغه د پاکستان په ماموریت کې هم کار کړی، د عراق څخه هم تجربه لري، خلاصه دا چې هغه د ښې ډیپلوماسې په حقیقت پوهیږي

پوښتنه

ښاغلی سفیر، د امریکا او افغانستان ترمنځ د ستراتیژیک سند په اړه خبرې اوږدې شوي او ځینو رسنیو د دې لامل د ګاونډیو هیوادونو او جهادي ډلو فشار ښودلي، تاسې څه فکر کوي، کومې خبرې د دې ځنډ لامل شوي

ځواب

ښه ده، زه پوهیږم چې د افغانستان ګاونډیان د افغانستان او ناټو او د افغانستان او امریکا ترمنځ اوږد مهال اړیکو ته متوجه دي ،خو انديښنه دلته ده، دوی نه غواړي چې امریکا له افغانستان سره پوځي اړیکي ولري چې موږ یې دا مهال هڅه کوو ،خو لکه څنګه چې موږ فکر کوو او ولسمشر هم په وار وار ویلي، هغه به هیڅ داسې تړون لاسلیک نه کړي، چې د ګاونډیو په زیان وي .دمرکی پاي

امریکا غواړي چې د ۲۰۱۴ کال تر پایه پوري له افغانستانه شپېته زره نور سرتېري هم وباسي خو نژدې څلوېښت زره پوځیان به د افغانستان له ځینو مهمو اډو ونه باسي مګر له طالبانو سره جګړه به افغان امنیتي ځواکونو ته ورله غاړې کړي.په دې ډول به له یوې خوا د افغانستان په جګړه کې خپل لګښتونه کم کړي او له بلې خوا به د جګړې د دوام لپاره د طالبانو انګېزه کمه کړي ، تر دغو امریکايي پوځیانو مخکې شاوخوا څلور زره کاناډايي پوځیان له کندهار ولایته ووتل او خپل ځای یې افغان او امریکايي پوځیانو ته پرېښود .  

همداراز ټاکل شوې ده چې فرانسه، بلجیم، جرمني او د ناټو ځینې نور غړي هم د روان کال ترپایه خپل یوشمېر پوځیان له افغانستانه وباسي.د دوی ځای به افغان پولیس او ملي اردو ونیسي ،دغو هیوادونو ویلي چې د ۲۰۱۴ کال تر پایه پوري، چې د افغانستان د ټولو سیمو د امینتي چارو مسوولیت افغان ځواکونه په غاړه اخلي، خپل ټول پوځیان له افغانستانه باسي .

 

پای

رحمت اله روان

 

 


بالا
 
بازگشت