رحمت اله روان

 

تروريزم د نړۍ امنيت ته جدي ګواښ دى

 

په ناروي کي دتیری جمعی په ورځ د دوه جلا جلا پیښو په ترڅ کي 91 کسان ووژل شوی دې. دغه کسان وروسته له هغي ووژل شول چي یوه وسلوال وګړي د ځوانانو پر یوه کمپ ډزی وکړي او یوي چاودني د ناروي مرکز، اوسلو ولرزوه ،د پولیسو مشر، سوینانګ سپانهیم، ویلي چي یوه وسلوال وګړي چي د ځوانانو په یوه کمپ ډزي و کړی 32 کلن نارویجی وکړي وه چی د په انترنیت کی یی د مسلمانانو ضد پیامونه هم نشر کړي ول

د ناروي د پولیسو ویاند، اري فرایخولم، د فرانسي خبري اژانس ته ویلي چي د هغي پیښی په ترڅ کي چي یوه اوګړي د ځوانانو په یوه کمپ ډزی کړي تر اوسه د حد اعقل 90 کسانو د مړیني پخلي کولای شي. هغه زیاته کړی چی دغه شمیره کیدای شي چي لا په سي لوړه شي ،په ناویجی ځوانانو د ډزو پیښه وروسته له هغی رامنځ ته شوي چي شاوخوا 500 ځوانان د «یوتویا» په جزیري  کی سره راغوند شوي ول ترڅو د دغه هیواد د لومړي وزیر خبري واوري ،د پیښی عینی شاهدانو صحنه ډیره ډاروونکی تعریف کړي ده. پولیسو ویلي چي برید کونګي د پیښی پر مها د پولیسو یونیفورم په ځان کي درلوده. پولیسو دا خبره هم په ډاګه کړي چي برید کونکي هیڅ کله هم د ناروی پولیسو کی دنده نه درلوده

دټلویزیون د راپورونو له مخی برید کونکی چي اوس د پولیسو په بند کي ده د راستي تندلارو سره تړاو لړي چي په نوم یی دوه میله وسلي هم ثبت شوي وي. دغه وګړي د خپلي د فیسبوک په صفحی کي ځان یو محافظه کار عیسوي معرفي کړي او ویلي یي وو چي د شکار او جنګي کمپیوټری ګیمونو سره علاقه لری

دا په داسی کي ده چي پولیسو تر دي وړاندي ویلي وه چي د ناروي په مرکز اوسلو کي د لومړي وزیر د کار دفتر ته نږدی د یوي چاودني په پاي کي اوه کسان وژل شوی او نهه نور په جدی توګه ټپیان شوي دي

د ناروي لومړي وزیر، ستالینبیرګ، ویلي چي ناروي د اروپا یو له ډیرو امنو هیوادونو څخه ده او دغه پیښه به یی و نه ډاره کړي ،هغه زیاته کړي چي اوس د ناروي لپاره یو ډیر سخت وخت دي او دا چي راتلونکی وخت به دا خبره روښانه کړي چي د دغو حملو تر شا څوک ول او دا چي هغوي ته به څه ډول جزا وکړل شي. د ناروي لومړی وزیر زیاته کړي ،هغه څوک چی د دغو بریدونو تر شا دي هغوی ته زمونږ پیام واضح او روښانه ده او هغه دا چي تاسو نه شي کولای چي زمونږ دیموکراسی ته تاوان ورسوي

 دوهمه  پیښه یوه بمی چاودنه  وو د جمعې په ورځ په سیمه ایز وخت د ماسپښین په درې نیمو بجو د ناروي د صدراعظم دفتر ته څیرمه د اوسلو د ښار ډیرې ودانې یوې یی ولړزولې ، شیښی یی ماتی کړی او دښار فضایی له دوړو ډکه کړه ،پولیس وایی دواړی پیښی له یوه اوبل سره تړلی دې

چاودنه هغې شل منزله ودانۍ ته نژدې شوې، چې د ناروي د صدراعظم دفتر دی او همدارنګه په کې د ناروي د تیلو او مالیې وزارتونه هم دي ،سیمه ایزو تلویزونو چې د پېښې د سیمې کومې ویډیو ګانې ښودلې په هغې کې ښکارې چې د ودانیو هندارې ماتې دي او لاندنې پوړ یې په ماتو ګوډو کې پټ دی ،د ناورې په د عامه تلویزون د خبرو پر مهال جینز سټول ټینبرګ دا چاودنه ډیره سخته وبلله خو ویې ویل، دا د وخت نه مخکې ده، چې ووایو دا به د تروریستانو کړنه وي که د بل چا ،د اوسلو پولیسو وايي، چاودنه د یو یا څو بمونو له چاودنې رامنځ ته شوې ده، چې په یو موټر کې ځای پر ځای شوي وو،پولیسو دا تایید کړې، چې دا بمي چاودنه وه، خو دوی لا په دې نه پوهیږي، چې دا تروریستي برید وو او که د کومې بلې انګیزې له مخې شوې چاودنه ده. خو دا یو خطرناک وضیعت دی ،د یادونې وړ ده، چې د اوسلو چادونې ته څیرمه هغه سیمه هم ده، چې د دې هیواد معتبرې ورځپاڼې ترې خپریږي او په برید کې د دې ورځپاڼو دفترونو ته هم زیان اوښتی دی

که څه هم د نړېوال جهاد د مرستندویانو په نوم یوې ډلې د دې بریدونو مسولیت پر غاړه اخیستی خو نارویژي چارواکي وايي، تراوسه نه پوهیږي چې دا بریدونه به چا کړي  وي ،د ناروې پوليس د دواړو پېښو تر منځ تړاو ويني او نيول شوی کس نارويژی دی. دغه کس په ښي اړخي افراطي ډله پورې اړوند دی او د کارګر  واکمن ګوند مخالف دی.او دناروی حکومت بیله دی چی په رسمس توګه کومه ډله تورنه کړی وایی دا یو تروریستی عمل وو چی تر سره شوی دې.

او د ناروې حکومت بېله دې چي په رسمي توګه کومه ډله تورنه کړې، وايي دا يو تروريستي عمل وو

د افغانستان د اسلا مي جمهوريت جمهور رئيس حامد کرزي د ناروي په پايتخت اوسلو کې ترو ريستي بريدونه په سختو الفاظو سره وغندل نوموړی ویلی دې چی، د ناروي په پايتخت اوسلو کې بريدونه چې د نړۍ ډير امنيت لرونکې هيواد دى ، ښيي چې تر اوسه پوري تروريزم د نړۍ امنيت ته جدي ګواښ دى جمهور رئيس وويل چې د افغا نستان خلک له کلو نو کلو نو را په دې خوا د ترو ريستي اوډار اچوونکى بريد ونو له ا مله ځوريږي او له بل هرچا څخه ښه د ناروي د خلکو په درد او رنځ پوهيږي جمهور رئيس له افغا نستان سره دناروي دمرستو له ا مله د مننې په څرګندولو سره دخپلې ژورې خوخوږۍ اوډاډ ګيرنې مراتب د ناروي خلکو، حکومت اود اوسلو دپيښو دقربانيا نو کورنيو ته څرګندوي

د بریتانیې او امریکا په ګډون د نړۍ ګنو هیوادونو دا بریدونه غندلي دي. د امریکا ولسمشر بارک اوباما ویلي دوی د ناروي سره هر ډول مرستې ته چمتو دي ، نوموړی همداراز  ویلی دی چی زه غواړم په شخصي توګه خپله خواخوږي د ناورې خلکو ته وړاندې کړم او دا یو خبرداری دی، ټولې نړیوالې ټولنې ته چې د دا ډول پېښو د پېښیدو مخه ونیسي ،موږ باید په ګډه هم په استخباراتي او د دې بریدونو د مخنیوي به برخو کې کار وکړو څو د دا ډول بریدونو مخه ونیسو

 

پای

رحمت اله روان

 

 


بالا
 
بازگشت