رحمت اله روان

 

دستراتیژیک تړون په باب په لوړه کچه ناسته تر سره کیږې

 

د کابل او واشنګټن ترمنځ د ستراتيژيکو همکارېو د سند په اړه د تیرو څو میاشتو په مذاکراتو کې یو د اختلاف مهم ټکی د دې سند څرنګوالی پاتې شوی چې د امریکا متحده ایالات یې د اعلامیې په بڼه غواړي خو افغان حکومت یې د رسمي تړون په بڼه ،افغان چارواکی وایی،چی داعلامیی عملی اړخ الزامی نه وی او دتړون عملی کیدل حتمآ بیا الزامی وی خو یو شمېر افغان کارپوهان وايي، چې په دواړو صورتونو کې د دغه سند لاسلیک کیدل د افغانستان په ګټه ده ،دا داسې نه کیږي، چې د دوو کسانو ترمنځ دې موافقه وي، بلکې دا دوو دولتونو ترمنځ موافقه ده، که یو دولت خپل وجایب نه ترسره کوي، په نړېوال شهرت یې ډیر بد تاثیر کوي ،له همدې امله که چیرې دا یو تفاهم لیک هم و اوسي، دا به د دې له امله نه وي چې دوي نه غواړي هغه کار وکړي بلکې د امریکا متحده ایالات غواړي چې په دې توګه د هغه قانوني کشمکش مخنیوي وکړي چې د تړون په صورت کې د دوو هېوادونو د مقننه مجلسونو ترمنځ راتلای شي

د ځینو رپوټو له مخې د افغانستان او امریکا تر منځ د ستراتیژیک تړون په هکله لومړی په ۲۰۰۵ کال کې د امریکا د بهرنیو چارو وزیرې هیلري کلنټن له خوا چې په هغه وخت کې جمهوري غوښتونکې سناتوره وه وړاندیز شوی وو ،همدا راز داسې ویل کیږي، چې امریکا غواړي دغه سند د یوې اعلامېې په څیر وي، چې دغې مسالې بیا په افغانستان خلک او ولسي جرګې غړي اندیښمن کړي دي ،د دوی په وینا که دغه سند د یوې اعلامېې په څیر وي نو عملي کول به یې جبري نه وي، نو ځکه خو باید د یو تړون په څیر وي چې عملي کول یې جبري وي.

د ټېلګراف خبري رسنۍ د رېپوټ له مخې، افغانستان او امريکا د يوه ستراتيژيک تړون ﻻسليک کولو ته نږدې شوي ،رېپوټ زياتوي، چې د تړون تر ﻻسليک کيدو وروسته به امريکا وکولی شي، په افغانستان پوځي حضور ولري او دا به نه يوازې روزونکي وي بلکې، ځانګړې ځواکونو او هوايي ځواکونه به هم شتون ولري ،په افغانستان کې د امريکايانو لخوا د داييمي اډو د جوړيدو سره د افغانستان ګاونډي هېوادنو په ځانګړې توګه ايران ډېر مخالفت ښيي ،ډېری شنونکي په دې باور دي، چې امريکا دې ته لېواله ده، چې د چين، روسيې او ايران پولې ته څېرمه پوځي شتون ولري.

دافغانستان داسلامي جمهوريت جمهور رييس حامدکرزي ځو ور ځی وړاندی دامريکا دمتحده ايالاتو له جمهور رييس بارک اوباما سره ويديويي خبرې کړی دې په دغو ويديويي خبروکې دامريکا جمهور رييس دافغانانو په مشرۍ د سولي دبهير ملاتړ وکړ. په همدې ترتيب دافغانستان او امريکا جمهورو رييسانو موافقه وکړه چې ددواړو هيوادونو ترمنځ ستراتيژيکي خبري ددواړوهيوادو دملي امنيت دسلاکارانو په کچه لوړه شي او د سپتمبر په مياشت کې لومړي غونډه يې په واشنکتن کې جوړه شي . په دغو ويديويي خبروکې افغان امنيتي ځواکونو ته دامنيتي مسوليتونودليږدونې دبهيردلرليد، دتروريزم پرخلاف په پرله پسې مبارزې ټينګار شوی دی اود سيمه ئيزې مسئلو په باب هم خبرې شوې دی.

 په همدی اساس د افغانستان او امریکا تر منځ د ستراتيژیک تړون په اړه به د روان کال د سپتمبر په میاشت کې د امریکا په واشنګټن کې د دواړو هیوادونو د سلاکارانو په ګدون غونډه جوړه شي ،د دواړو هیوادونو مشرانو هوکړه وکړه، چې د دواړو هیوادنو د ملي امنیت سلاکاران به د روان کال په سپټمبر میاشت کې وګوري ،د متن مصوده تیاره ده او د افغانستان وړاندیزونه هم په دې خبرو کې شامل دي دا یو پرمختګ دی، په سپټمبر کې لومړنۍ ناسته کیږي ،د افغانستان او امریکا ترمنځ د ستراتیژیک تړون په اړه په داسې حال کې خبرې کیږي، چې یوه میاشت  مخکې د ملي امنیت سلاکار ډاکتر رنګین دادفر سپنتا په ولسي جرګه کې وویل، چې د ستراتیژیک تړون په هکله چې تر اوسه کومې خبرې شوي، د افغانستان او امریکا تر منځ یی اختلافات له منځه نه دي وړي ،داسې ویل کیږي، چې په دغه سند کې به د امریکا یوه غوښتنه په افغانستان کې د دایمي پوځي اډو جوړول وي، چې دغې خبرې بیا ځینې اندیښنې راپیدا کړي دي، ان تر دې چې د سیمې ځینو هیوادونو ته یې هم اندېښنې پیداکړې دي ،د سیاسي چارو ځینې کارپوهان په دې اند دي، چې د دایمي پوځي اډو جوړول به په افغانستان کې نا امنۍ ډيرې کړي او ګڼ شمیر ستونزې به راولاړې کړي ، دايمی پوځی اډی دافغانستان په ګټه نه بولی او وایی ، چې دا به د افغانستان په ګټه وي، چې امریکايان د افغانستان له خلکو سره خپلې کړې ژمنې ترسره کړي، د افغانستان ملي اردو او پولیسو ورغوي او د افغانستان له هوايي ځواک سره مرسته وکړي ،که دا کار ونه کړي او یواځې دوی وغواړي، چې په افغانستان کې د دوی شتون د افغانستان له خوا ومنل شي، چې دا به د افغانستان په ضرر وي

په داسی حال کی دامریکا سفیر کراکر په افغانستان کی تر سفیر کیدو وروسته   په لومړی ځل جلال اباد ته تللی وو دهغه ولایت له والی سره په یوه خبری ناسته کی وویل چی هیواد یی په افغانستان کی دداېمی هډو دجوړولو هدف نه لرې او په هځه کی یی هم نه دی، ولی  نوموړی ویلی دی چی امریکا به هیځکله هم افغانستان دتیرو په شانی يوا ځی پری نږدې او دیوی سترا تیژیکی اعلامیی په لاسته را وړلو به امریکا په افغانستان کی داېمی سیاسی حضور ولرې

دتیری سې شنبې په ورځ د دغه سند په اړه په کابل کې د محمود طرزي د فکري بنیاد له خوا په یوې غونډه کې د کار پوهانو له خوا یو بحث وشو،د غونډې زیاترو برخه والو له دې امله د دې سند ملاتړ کاوه، چې په وینا  یې افغانستان په اوس وخت کې یوه پیاوړي متحد او مرستندوی ته اړتیا لري ،افغان حکومت باید د دې سند په لاسلیک کېدو کې له احتیاطه هم کار واخلي او هغه مسایل د امریکا په متحده ایالاتو ومني چې د افغانستان په ګټه وي ،د سولې، امنیت، اقتصادي ودې او د نظام او امنیتي سکتور د پیاوړي کېدو په برخو کې باید په دې سند کې مشخصې مادې ځای شي ،په سیمه کې د افغانستان موقعیت په کې ځای شي، دافغان لوری ټول ټینګار باید په دې وي چې په ملګرو ملتونو فشار راوړل شي او د سیمې له هېوادونو تضمینونه واخیستل شي چې د افغانستان په چارو کې به لاس وهنه نه کيږي

تر دې مخکې د افغان چارواکو له خوا د ستراتیژیکو همکارېو د سند په اړه د اختلاف ځینو نورو ټکو ته هم اشاره شوې ده ،یو هم له نړېوالو ځواکونو سره د کورنیو او بهرنیو چارو د پخوانیو وزیرانو له خوا شوی تړون دی چې له مخې یې بهرني ځواکونه په افغانستان کې په خپلو پوځي عملیاتو کې هیڅ ډول مسئوله نه دي ،د امریکا متحده ایالات وايي، چې څو کاله نور هم باید دغه تړون ادامه پیدا کړې، خو افغان چارواکي ټینګار کوي چې نور باید بهرني ځواکونه په یوه قانوني چوکاټ کې فعالیت ولري ،همدا راز افغان چارواکي وايي، چې د امریکا متحده ایالاتو ورسره د امنیتي ځواکونو د تجهیز په ځانګړې توګه د هوايي ځواک د اړتیاوو په برخه کې یې غوښتنو ته لا هم غاړه نه ده ایښې ،دغو او ځینو نورو اختلافاتو ته په کتو سره په دې وروستیو کې د افغانستان او د امریکا متحده ایالاتو چارواکو پریکړه وکړه، چې د مذاکراتو راتلونکې پړاو به چې  په سپتمبر میاشت کې پيلیږي،  د دواړو هېوادونو د ملي امنیت د سلاکارانو له خوا پرمخ یوړل شي.

خوله افغانستان بهر دسیاسی چارو ځینی سیاسی کار پوهانو له ځینو رسنيوسره په مرکو کې د کابل او واشنګټن تر مینځ د ستراتیژيک تړون په اړه وایی چی امریکا له ماتې، د تيښتې، د خپلو پوځیانو د زیاتو مرګ ژوبلو د مخنیوې اوپه افغانستان کې یې د خپلو لګښتونو د کمولو لپاره په کابل زور اچولی دی له واشنګټن سره یو تړون لاسلیک کړي ، څو ددغه تړون پر اساس امریکا په افغانستان کې خپل پوځيان کم کړي او کم شیمر په دغه هیواد کې په خپلو اډو کې وساتي او روان جنګ د افغانانو تر مینځ په یو کورنې جنګ بدل کړي ،د هغوی په وینا که د کابل اواشنګټن تر مینځ کوم نوع تړون هم لاسلیک شي ، ملي ارزښت به نلري ، د هغو په اند دغه ډول تړون به ددې لامل شي چې د امریکا په وړاندې مقاومت لا پیاوړی شي ، خلک د امریکا په مخالفینو بدل شي او د امریکا پر ضد به یو ولسي پاڅون وشي

د خبري رسنيو د رېپوټونو له مخې د طالبانوویندويي ذبیح الله مجاهد د کابل او واشنګټن تر مینځ د ستراتیژیک تړون موضوع بی ارزښته او نه اجراکیدونکی بللی ده او ویلی یی دی چی امریکا ددې لپاره په افغانستان لښکر کشۍ وکړي چې په دغه هیواد کې په نفوذ سره سیمه او د سیمې نور هیوادونه وګواښي او خپلي ستراتیژیکې ګټې تامین کړي . خو د افغانانو سخت مقاومت تراوسه دا اجازه نه ده ورکړي چې د امریکا دغه خوب پوره شي او دواشنګټن ټول پروګرامونه ګډوډ شوي دي ، د افغانستان جنګ اوږد او ستړی کیدونکی شوی او امریکایي ځواک نور د دغه جنګ د دوام وس، جرات او قدرت نلري ،د هغه په وینا د افغانستان د جنګ دوام ددې لامل شوی چې امریکا له ستر اقتصادي ناورین سره مخ شي او خپل نړیوال اعتبار له لاسه ورکړی ، له دې کبله غواړي د افغانستان په حکومت یو داسي تړون وروتپي چې د هغې له مخې خپلو ماتې خوړلیو پوځیانو ته روحیه ورکړي او هم خپل له لاسه تللی اعتبار او حیثیت بیا ومومي . خو طالبان یو واربیا امریکا او افغان حکومت ته خبرداری ورکوي چې دغه ډول تړونونه هیڅ ملي ارزښت نلري ، افغانان هغه په کلکه ردوي او امریکا به هغه خوب له ځان سره ګور ته یوسي چې د افغانستان لپاره یې لیدلی دی.

 

پای

رحمت اله روان

 

 


بالا
 
بازگشت