رحمت اله روان

 

کمزوري مشرتابه او اداری فساد د عسکرو د تېښتې اصلي لامل بلل کيږي

را پورونو پراساس امریکا د افغان امنیتي ځواکونو په روزنې نږدې دیرش میلیارده ډالر لګولي دی چی له افغانستان څخه د امریکایی پوځونو له وتلو وروسته د امنیتی چارو مسئولیت په خپله غاړه واخلي. خو هغه رپوټو چې نوی خپاره شوی دی ددی څرګندوی دې  چې د نویو سرتیرو زیات شمیر لا تر اوسه دی ته نه دی تیار چې د جګړې په ډګر کې وجنګیږي ،په عین حال کی په افغانستان کي د مېشتو ناټو ځواکونو له خوا امريکايي ورځپاڼي واشنګټن پوسټ ته داسي اسناد ورکړل سوي چي وايي د افغان ملي اردو له ليکو څخه په تيرو شپږو مياشتو کي ٢٤٠٠٠ پوځيان تښتېدلي دي ،ورځپاڼه د ناټو ځواکونو د قومندانانو په حواله وايي چي اداري فساد د پوځ ليکو ته هم لاره کړې او همدا علت دئ چي پوځيان له خپلو دندو تښتي ،د دوى په وينا د پوځ دننه ځيني قومندانان د عسکرو معاشونه پر وخت نه ورکوي، يا يې پوره نه ورکوي او يا هم د رخصتيو اجازه نه ورکوي ،د روان کال په لومړيو شپږو مياشتو کې له هرو اووعسکرو څخه لږ تر لږه يو يې له ملي اردو څخه تښتيدلي چې دا له اردو څخه د عسکرو مخ په زياتيدونکې تېښته په ډاګه کوي ،د روان کال له جنوري نه د جون د مياشتې ترپايه پورې له ۲۴ زرو څخه زيات عسکر د اردو له ليکو تښتېدلي دي چې دا د تېرکال د همدې مودې په نسبت دوه برابره زياتوالى ښيي ،يواځې په جون مياشت کې له پنځو زرو زيات عسکر تښتېدلي دي. دا د موجودو ۱۷۰ زره عسکرو په سلو کې نژدې دريمه برخه ده ،په وروستيو کې په ۲۰۰۹ کال کې ملي اردو ته د نوو استخدام شوو عسکرو په نسبت د هغو عسکرو شمېر زيات و، چې له اردو تښتي ،افغان او د ايتلافي ځواکونو چارواکي وايي چې هغه عسکر چې له اردو تېښتې عموما په اردو کې د اوسېدو له خرابو شرايطو يا له خپلو قومندانانو سرټکوي چې دوى ته په منظم ډول رخصتي نه ورکوي

خو يو شمېر چارواکو د بلې ستونزې يادونه هم کړې اووايي، کمزورى مشرتابه د عسکرو د تېښتې اصلي لامل بلل کيږي. هغه قومندانان چې فاسد دى، خپلو عسکرو ته پوره معاش، سمه ډوډۍ او منظمه رخصتي نه ورکوي چې دا د اردو له ليکو د عسکرو د تښيتې د زياتوالي سبب شوى دى په یو بل را پور کی ویل شوی دی چی ، دسردار محمد داود خان  په روغتون  کی  ډیر ټپي عسکر د ډیرو ساده زخمونو له امله هر ورځ مړه کیږي او د ساده مرستو لکه د ډوډۍ او ابتدایې پالنې لپاره د فاسدو ډاکترانو او نرسانو له خوا د پیسو د اخیستو له امله هم دوي خپل ژوند له لاسه ورکوي،په دې روغتون کې تر یادې شوې څیړنې دمخه د کارکونکو د بی پروایې په اړه پخوا هیڅ کوم رپورټ نه وو  ورکړای شوی ،وال سټریټ ژورنال په دې اړه په خپله مقاله کې زیاتوي د سردار داود خان په نامه په افغانستان کې د یواځنی پوځي روغتون ډیرو عسکرو ته له هغو پیسو تنخوا ورکول کیږي، چې په امریکا کې له مالیې ورکونکو څخه راټولیږي او هم دا شان په همدې پیسو دې روغتون ته وسایل برابریږي ،سره له دې چې په  روغتون کې د کارکونکو غفلت را برسیره شوی لا هم څوک چندان د ناروغانو پروا نه کوي او د امریکایانو له خوا فشارونو ته غاړه نه ږدی وال ستریت  په نوموړی روغتون کی دخلګو دسترګو لیدلی حال په باب د یوه افغان پولیس علي نور حضرت کیسه  راخیستې چې د طالبانو په یوې راکټي حملې کې تیر کال منی ټپې شوې وو،هغه په سر کې د امریکایي ډاکترانو له خوا تداوی شوی، خو د خپل ژوند وروستۍ شیبې یې بیا د سردار داود خان په روغتون کې تیرې کړې دي ،د هغه ورور دې ته مجبور شوی، چې خپله لږه مځکه خرڅه کړي او ډاکترانو او نرسانو ته رشوت ورکړي څو دوي د ده ورور ته خواړه ورکړي او یو څه پاملرنه ورته وکړي ،خو  د هغو اسنادو په اساس چې د امریکايي څارونکو له خوا برابر شوی دا ښیې چې د نوامبر په پینځمه یعنې د ښودل شوي نېټې څخه دمخه مړ شوی وو او د هغه د مرګ علت په روغتون کې بې پروايې ښودل شوې ،دې مسلې د مړه شوي عسکر په خپلوانو او خلکو کې دا پوښتنه رابرسیره کړې چې که دومره بې پروایې وي نو بیا ولې باید موږ دلته خدمت وکړو

تردې دمخه داسي ويل سوي و،چی دملی اردو دکمزوری  او هم په  اردو کی دفسادله وجه  نړيواله ټولنه افغان ځواکونو ته د جنګي الوتکو له سپارلو سره موافقه نه ده ،په دی هکله په کابل کي دایساف د  ځواکونو آلماني وياند جنرال جيکوبسن په يوه خبري غونډه کي ویلی دی چی، جيټ بم غورځونکي الوتکي تر هغه افغان  پوځ ته نه ورکوي تر څو د هغوی د مصونيت او په کور دننه د دغو الوتکو د الوت او کاروني وړتيا نه وي رامنځ ته سوي ،نوموړی  ویلی دی چی موږ تر اوسه پوري په افغان دولت کي دا وړتيا نه وينو، چي له جنګي جيټ الوتکوپه سمه توګه ساتنه وکړي او داسي پرسونل هم نسته چي له هغوی کار واخلي، که دا لوتکي افغان دولت ته ورکړل سي نه هغوی او نه هم موږ ته ګټه لري ، خود دفو ځي چارو کارپوهان د جګړې په ډګر کي وسلې او پرمختللي پوځي تجهيزات د سرتيرو د بريالي توب اصلي راز بولي ،د پوځ پخواني جنرالان په دی نظر دې  چی که نړيواله ټولنه غواړي له افغانستان څخه خپل سرتيري په ابرومندانه توګه وباسي نو بايد کورني ځواکونه د ناټو په معيار وسلو باندي سمبال  کړي ،که فوځ وسلې و نه لری مورال به له کومه کړی،دفوځ مورال په تعليم او تربيه نظامي، وسلو، په کلاشينکوف، توپ او ټانک او له پاسه هوايي ځواک پوري تړلی دی

دبله لوری په افغانستان کی داداری فساد له کبله د هغه رپوټ له مخې چې د امريکې د کانګرس له خوا يوه ټاکل شوي کميسون د عراق او افغانستان د جګړو په اړه برابر کړی، ويل شوي چې د عراق او افغانستان په جګړه کې تر شپېتو ميليارد ډالرو پورې درغلي او بې پروايي شوې ده. په دغه رپوټ کې راغلي چې امريکايي قرارداديانو د خپلو اکمالاتو او ساختماني چارو د امنيت او همداراز اکمالاتو لپاره په سلګونو ميليارده ډالره د افغانستان جنګسالارانو او همداراز طالبانو ته ورکړي دي او په دې توګه يې د جنګسالارانو د تقويې او تمويل لپاره ډېر غټ امکانات ورکړي دي ،په دغه رپوټ کې راغلي دی چی، ټاکل شوې وه د ګردېز او خوست تر منځ سړک چې 64 ميله اوږدوالی لري، د 69 ميليون ډالرو په لګښت جوړ اوپوخ شي، خو د دغه سړک لګښت 176 ميليون ډالرو ته ورسېد او تر اوسه لا جوړ هم نه دی. د لګښتونوزياته برخه د کارکوونکو د امنيت لپاره لګول شوې، چې د دغو پيسو يوه زياته اندازه د (عرفات) په نامه د يوه زورواکي جېبونو ته تللي او د رپوټ له مخې نوموړی اوس د طالبانو لپاره کار کوي ، په رپوټ کې د پيسو د ضايع کېدو لس مهم موارد په ګوته شوي، چې يو يې هم د موټرو کرايه ده. کميسون ته څرګنده شوې چې امريکايي ځواکونه په کال کې درې زره موټر د خپلو انتقالاتو لپاره په 119 ميليون ډالره کرايه کړي، يعنې يو موټر يې په کال کې په 40 زره ډالره کرايه کړی. حال دا چې په 19 ميليون ډالرو کېدای شول چې زر موټر واخيستل شي او وساتل شي

دامریکی د اوریګان ایالت سناتور جیف میر کلی چی په اتلسو میاشتو کی یی افغانستان ته دوه ځلی سفر کړی دې له وروستنی سفر ځخه وروسته چی په دغه نژدو ور ځوکی تر سره شوی دی  د امریکايي پوځیانو او دیپلوماتانو د هلوځلو د ستایلو په ترڅ کې وویلی دی چی:د افغانستان ملي پولیس او ملي اردو به تر هغو بشپړه او پیاوړې نه شي چې په دغه هیواد کې فساد له منځه نه وي تللی او څرنګه چې د افغانستان حکومت د فساد په ختمولو کې پاتې راغلی پکار ده چې امریکایان له دې هیواده د خپلو پوځیانو په ایستلو کې له بیړې کار واخلي ،ده چې د ستراتیژیکې اقتصادي پراختیا موسسې له لوري په جوړه شوې غونډه کې خبرې کولې وویل:«په افغانسنتان کې د دولت جوړولو ماموریت ناکام شوی.موږ ته پکار ده چې د دولت جوړولو لپاره په خپل هیواد کې هڅې وکړو،میرکلې وویل چې د ده په نظر امریکا خپل اصلي هدفونه پوره کړي، د طالبانو رژیم یې پرزولی، اسامه بن لادن یې وژلی او د سپټمبر د یوولسمې نېټې د تروریستي حملو د اعمالو د روزنې کمپونه یې له منځه وړي دي ،سناتور میرکیلې  د امریکا د مشرانو جرګې د وسله والو خدماتو د کمېټې له رييس کارل لیفین او د نیوهمپشایر له سناتور جین شهین سره افغانستان ته تللی و،ده په کابل،جلا اباد او دپاکستان سرحد ته نژدی په یوه کلی کی له پښتنو قومي مشرانو سره هم کتلی دې. هغوی ورته وویلی دې چې د کابل حکومت مقامات او چارواکي د لیاقت پراساس نه بلکې د واسطې او روابطو پراساس،حکومتي مامورین او مسوولان ټاکي ، میرکلې له افغانستانه د ټولو امریکايي پوځیانو د ژر وتلو د ملاتړ لپاره د جون په نیمايي کې د ۲۷ سناتورانو لاسلیکونه هم له ځان سره ټول کړي وو.

 

 

پای

رحمت اله روان

 

 


بالا
 
بازگشت