رحمت اله روان

 

 که اى ايس اى وغواړي په افغانستان كې په یوه میاشت  کې سوله راتلای سي

په داسې حال كې چې د امريكا او پاكستان تر منيځ له يوې مياشتې را په دېخوا اړیکې لا پسی ترنګړي شوي دي د دې هيواد صدراعظم، سيد يوسف رضا ګيلاني، د تیری پنجشنبه په ورځ د ټولو سياسي ګوندونو يوه غونډه په دې موخه راوبلله ترڅو پاکستان د امريكا په باره كې خپله كړنلاره څرګنده كړي ،صدراعظم ګيلاني د غونډې په پرانستونكې وينا كې وویل چې نړیوال باید د پاکستان د خپلواکۍ درناوی وکړي. هغه زیاته کړه چې پاکستان د امریکایې لوړپوړو چارواکو بیانونو حیران کړی دی ،ویل کیږې چې پاکستان دغه غوڼډه پر امریکا د فشار اچوني په موخه رابللي وه خو د سياسي شنونكو له نظره د صدراعظم ګیلاني له لوري راغوښتل سوې غونډې کومې خاصې پایلی نه درلودي ځكه چې له دې غونډې سره يا خو ډېرو سياستوالو مخالفت ښودلی او يا هم د غونډې څخه په نيمایې كې وتلي دي ،د جمعت علما اسلام د ډلې مشر، مولانا فضل الرحمن، په دغې غوڼډي کې حاضر وو خو بیا په نیمایې کې په دې پلمه ووت چې ګواکې طبیعت یې ښه نه دی ،په همدې حال کې ډیری پاکستانې سیاستوالو بیا په دغې غوڼډې کې ګډون نه وو کړی. د بلوچستان په ايالت كې د نېشنل ګوند مشر، سنېټر عبدالمالك بلوچ، چې د دې غونډې په خلاف يې يوې خبري غونډې ته وينا كوله وويل چې داسې غوڼډې به د پاکستان ستونزې حل نه کړي

د پاکستان استخباراتې اداره د امریکا او افغانستان لخوا په دې تورنه ده چې د حقاني د شبکې تر شاه ولاړه ده خو د ای،ایس ،اي مشر ، احمدشاه پاشا، وويل چې د پاکستان استخباراتې اداره له ترهګرو په خاصه توګه له حقانی شبکی سره هیځ ډول مرسته نه کوې او نه په پاکستان کی ددغی ډلی کومه آډه شتون لری ، دا په داسې حال کې ده چې د مسلم ليګ د ډلې مشر، نواز شريف، غوڼډې ته وویل چې د پاکستان استخباراتي اداره د حقانې د ډلې سره کوم تړاو لرې ځکه نو نړیواله ټولنه پری نیوکې کوي

د پاکستان د پوځ  نوموړي وياند اطهر عباس تردی دوی ورځی وړاندی د آی ،ایس،آی دمشر دځرګندونو برخلاف د متحده ايالاتو له تلويزوني شبکي، سي ان ان، سره په يوه مرکه کي په ډاکه وويل، چي  دباکستان استخباراتي اداره، د حقاني له شبکي سره اړيکه لري، خو د دغي شبکي له ترهګرۍ څخه ملاتړ نه کوي

د احمد شاه پاشا د هغو ادعاو په اړه چې ګواکې اداره یې په افغانستان کې لاس وهنه نه کوي او د حقاني د ډلي ملاتړ کونکي نه ده د پښتونخوا ملي عوامي ګوند مشر، محمود خان اڅكزي، خبري وکړي او وویل چې د پاکستان ای،ایس،ای ،هر وخت په نورو هيوادونو كې لاسوهنه كوي. هغه زیاته کړه چې که اى ايس اى وغواړي په افغانستان كې د یوي میاشتي په مودي کې سوله راتلای سي ،تر هغه وخته چې د پاکستان له خوا په افغانستان او نورو هېوادونو کښې مداخلت نه يي بند شوى افغانستان،پاکستان او ټوله خطه کښې امن نه شي راتلى .

 دی ته ورته  ځرګندونی  په افغانستان کی له دولت سره دخلکو دشخړو دحل کولو او اړيکو دکميسيون رئيس پروفيسر حضرت صبغت الله مجددي دجمهوري رياست دارګ په جومات کې داستاد رباني دفاتحې داخستلو په مراسمو کې  ددعا کولو او داستاد برهان الدین ربانی داوصافو او کار نامو دبيانولو په ترڅ کې څرګنده کړه چې داستاد رباني قاتل دپاکستان اي اس اي دى دپاکستان اي اس اي په افغانستان کې د بد امنۍ او مصيبت ستر عامل دى . هغه کسان چې دغه شان تروريستي عملونه کوي دخداى ( ج ) په حضور کې به څه ځواب ووايي چې دخداى ( ج ) په ابدي دوزخ او عذاب اخته کيږي . موږ له نړۍ او نړيوالو څخه هيله کوو که په رښتيني توګه غواړي په نړۍ کې امن او امان راشي او په تيره بيا په افغانستا ن کې دغه شان مصيبتونه له منځه لاړ شي تاسو بايد دپاکستان د اي اس اي په وړاندي جدي اقدامات وکړي او دوى ته سزا ورکړي ،پروفيسر صبغت الله مجددي زياته کړه چې ما دجناب حامدکرزي په شتون دامريکا دکانګرس رئيسې ته وويل، که چيرې تاسو دپاکستان داي اس اي مخه ونه نيسي ډير ژر به دټولي ځمکې مخ تروريزم ونيسي . دوه مياشتې تيري نه شوې چې په پاکستان کې د بدامني لمنه پراخه شوه اوس په پاکستان کې حالت زموږ څخه ډير بد دى له نړۍ څخه غواړم چې په دى لاره او دتروريزم دله منځه وړلو په لاره کې جدي اقدامات وکړي او زموږ سره همکاري وکړي ،پروفيسر حضرت صبغت الله مجددي زياته کړه :په دغو نااراميو او وژنوکې يواځي دبهرنيو او دپاکستان داستخباراتي سازمان اي اس اي لاسونه ښکيل دي . ده څرګنده کړه چې ما د کلونو کلونوپه ترڅ کې څرګندوله چې دافغانستان دنا امنيو ، مصيبتونو او بدبختيو ستر عامل دپاکستان استخباراتي سازمان دى ما نړيوالو ته هم خبر داري ورکړي و چې اي اس اي ته متوجه وي ، خوچاته نه منله . کاشکي رسني او مطبوعات ووايي چې حضرت مجددي کلونه کلونه پخوا هم دغه خبرې کولې خو چانه نه منلې . دشخصيتونو ترور يواځي داستاد رباني په ترور پاى ته نه رسيږي بلکې دافغانستان د ټولو سترو شخصيتونو اومشرانو په وړاندي تدبيرنه او پلانونه سنجول شوي دي چې يو يو يې له منځه يوسي ، خو زه دپاکستان اي اس اي او دافغانستان دښمنانو ته وايم چې تاسو په خپلو دغوګواښونو، اقداماتو اوجنايتونو سره نه شي کولاي چې دافغانانو ټينګ اوپياوړي عزم ضعيف کړي

په افغانستان کې دامريکا پخوانۍ سفير زلمي خليل زاد له ځینو رسنیو سره په خپلو ځرګندونو کی ویلی دی چی  دپاکستان حکومت دطالبانو د ډلې ملاتړکوي . په کابل کې دامريکا پخوانۍ سفير زلمي خليل زاد يو مضمون هم ليکلي او په هغه کې ددغه ټکۍ دڅرګندولو په ترڅ کې ليکي موږ بايد په دې باب فکر وکړو چې رښتيني دښمن څوک دى په افغانستان کې دامريکا له جګړې څخه لس کاله تيريږي او امريکا تراوسه په يو خطرناک پړاو کې ده . دخليل زاد په نظر امريکا نه شي کولاي طالبانو ته ماتي ورکړي طالبان هلې ځلې کوي چې دسولې او روغې جوړې بهير ګډوډ کړي طالبانو دجګړې له جبهي څخه په شاتګ کړي او دجګړې تکتيک يې بدل کړي دى او دمهمو شخصيتونو په ترور يې پيل کړي دى يو له دغو ډيرو مهمو شخصيتونو څخه استاد رباني و چې په دې وروستيو کې ووژل شو . دخليل زاد په باور دافغانستان او امريکا دحکومتونو د تيروتنو له امله په وروستيو پنځو کلونو کې اړو دوړ خپل وروستي پړاو ته رسيدلى دى افغانستان ته دپاکستان له خوا دطالبانو استول هم دنااراميو له مهمو عواملو څخه دى

د ا مريکا د متحده ايالا تو د سنا مجلس دپوځې خد متو نو د کميټې يو جمهوريت غو ښتو نکى غړى وا يي که چيري پا کستان په افغانستان کې پر امريکا يي ځوا کو نو د ترو ر ستي بريدو نو ملاتړ ته دوام ورکړي امريکا به پر پا کستان د پوځې بريد په باب غور وکړي سنا تور لينزي ګراهام پرون وويل پا کستان ديو خپلوا ک هيواد په توګه زموږ او زموږ په متحد هيواد افغا نستان کې په تا وتريخوالى ډک عمل کى شا مل دي او بايد دغه عمل پاى ته ورسول شي د اسو شيتد پرس دخبر له مخې ګراهام ويلي دي چې کارپو ها ن په دي باور دې که چيري امريکا دپا کستان پرخلاف د اقدا ما تو تصميم و نيسې ، د امر يکا د سنا او استا زو دوا ړه مجلسو نه به ددغه تصميم ملا تړ و کړي خو وايي ټولى لارى بايد وسنجو لي شي د ا مريکا دسنا مجلس د خد متو نو د کميټې غړى وا يي : امريکا بايد له پا کستان سره په خپلو مرستو فکر و کړي او نور دي ددغه هيواد پيسې نه ور کوى بلکي له پا کستان سره دى خپلي اړيکي د اصولى هيواد په چوکاټ کى وسا تې ګرا هام وا يي : هغوى امريکا يي عسکر و ژنې او که د خپلي ستراتيژي په يوه برخه کې د ترو ريزم ملا تړ ته دوام ورکوى امريکا د خپلو عسکروددفاع لپاره ټولى لارى په تيره بيا پر پا کستان پوځې بريد بايد وڅيړى دامريکا دځوا کو نو عمومي لوى درستيز اميرالبحر مايک مولن هم تيره شپه د سنا د مجلس دپو ځى خد متو نو کميټې په اوريدونکى غونډه کې وويل: دکا بل په سفارت وروستي بريدونه اود ا مريکا يي ځوا کو نو په اډو بمې بريدچې ٧٧ امريکا ئيان پکى ټپيان شول د پاکستان د اردو د استخبارا تو د اداري ددغه پلان په عملي کولو کې مرسته کړې ده . مايک مولن وايي : دحقا ني شبکه په حقيقت کې د پاکستان د استخبارا تو د اداري ديوې څانګى په توګه فعاليت کوى دامريکا د سنا دپوځې خد متونو د کميټې غړى ګرا هام وايي : پا کستان که څه هم د القا عده پرخلاف مبار زه کې له ا مريکا سره مرسته کړې ده خو د پا کستان اردو په افغا نستان کې ددمو کراسي درا منځته کولو لپاره يو ګواښ بلل کيږي او په طالبانو دا ډول حسابوي چې شايي هغوى په افغا نستان کې بيا قدرت ته ورسوي

 دکونړ دولایت دوالي ( فضل الله وحيدي ) دراپور پراساس ،  له تېرې چهارشنبې ورځې راهيسې په کونړ او نورستان ولايتونو باندی دپاکستان دفوځ له لوری شپږ سوه توغندي ويشتل شوي دی، چې په ترڅ کې يې يو تن وژل شوى، يو ټپي او  سلګونه کورنۍ کډه کېدو ته اړشوې دي ، د پاکستان ددغه نوی مداخلی په هکله باید وویل شی چې پر افغانستان د پاکستان لخوا وروستي راکټي بريدونه، د امريکا او پاکستان د اړيکو له خرابوالي سره  نيغه اړيکه لري  ، پاکستان غواړي ددې راکټي بريدونو له لارې امريکا ته وښيي، چې جګړه په پاکستان کې نه ، بلکې  د افغانستان په پولو کې ده ، پاکستان غواړي په دې توګه د امريکايانو ذهنونو بلې خواته واړوي او د فشارونو د زياتېدو مخه يې ونيسي ، پر پاکستان د امريکا او نړيوالې ټولنې فشارونه مخ په زياتېدو دي،ددغو فشارو له کبله ،د پاکستان د کورنيو چارو وزير رحمان ملک په اسلام اباد کې خبريالانو ته ويلي دی، چې سي آ ی اې د 1979ااو 1989 کلونو تر منځ دحقاني ډلې او يو شمېر نورو جنګي ډلو ته د پخواني شوروي اتحاد پر ضد روزنه ورکړه او ملاتړ يې کاوه. ده د پاکستان له خاورې څخه د ناټو پر اهدافو د بريدونو خبر رد کړ او ويې ويل چې د حقاني ډله له پاکستان سره هېڅ ډول تړاو نه لري او د ډلې مرکز په افغانستان کې دی ،رحمان ملک دا خبرې د امريکې د لوی درستيز د هغو ادعاوو پر وړاندې کولې، چې حقاني ډله يې د آی اس آی مټ بللی وو

 

پای

رحمت اله روان

 

 

 


بالا
 
بازگشت