رحمت اله روان

 

القاعده شبکی داسامه بن لادن وژل کیدل تائید کړی دې

 

القاعده شبکې دمی دمیاشتی په ښپږمه نیټه د اسامه بن لادن وژل کېدل تایید کړه او د خپل مشر د مرګ او ژوند  په باب یی څرګند شوي شکونه یې په دې توګه لېري کړل خو په عین حال کې یې وعده وکړه چې پر لوېدیځوالو به خپل بریدونه  زیات کړي،د لوېدیځو خبري اژانسونو د راپورونو له مخې القاعده شبکې وعده وکړه چې ژر به د بن لادن یو ثبت شوی پیغام خپور کړي ،کوم چی دوژل کیدو ځخه مخکی ثبت شوي وو،

د انصارالمجاهدين په نوم د القاعده شبكې ويبپاڼې د غويي په ۱۶مه، د اسامه بن لادن د وژل كيدو د خبر پخلى كړى او له امريكايانو يې غوښتي چې د اسامه د مړي سپكاوى ونه كړي او د هغه د كورنۍ د مړو جسدونه او ژوندي نيول شوي غړي دې په سعودي كې خپلې كورنۍ ته وسپاري.په پاڼه كې ليكل شوي هغه کسان به له منځه يوسي چې له امریکا سره يې د اسامه بن لادن په وژلو کې همکاري کړې او هم به په لويديځو هېوادونو كې پراخ بريدونه ترسره كړي

اسامه بن لادن په تېرو لسو کلونو کې د نړۍ یو مهم خبر جوړونکی شخص و، هغه، چې د لادن له ۵۷ اولادونو څخه ۱۷ هغه و، دی په ۱۹۵۷ کال په ریاض کې زېږیدلی و، د ساختماني انجينرۍ په څانګه کې یی لوړې زده کړې کړې وې او له سفلیت سره تړلی وو.نوموړي په ۱۹۸۸ کال کې په پاکستان له ۷ عربو او عجمو ډلو د القاعدې سازمان جوړ کړ، په ۲۰۰۱ کال د سپټمبر د یولسمې عملیات یی ترسره کړل او بیا له امریکايي ځواکونو سره په وروستۍ  جګړه کې له تورې بورې ورک او دا دی د اسلام اباد په سل کیلومترۍ کې ووژل شو،کله، چې امریکايي هليکوپټرو د مۍ میاشتې په لومړۍ شپه په ایبټ اباد کې د پاکستاني پوځ یوې مهمې اډې ته څېرمه د ۴۰ دقیقو عملیاتو په لړ کې اسامه بن لادن وواژه او بیا د امریکا جمهور رييس بارک اوباما د هغه د وژلو خبر نړیوالو ته اعلان کړ، نو له مختلفو غبرګونونو، خو تر ډېره له مثبت هغه سره مخ شو،دا، چې ویل کېده هېڅ هېواد د اسامه د جسد منلو ته حاضر نه وو او امریکایانو هم نه غوښتل، چې پیروانو ته یی کوم زیارت جوړ شي، نو په عرب سمندرګي كې يي دفن کړ، د هغه د وژلو ورځ هم، چې د کارګر له نړیوالې ورځې سره سمون خوړ، دقیقا یوه انتخاب شوې مسئله وه، تر څو په تاریخ کې د دغې مهمې نړیوالې ورځې په یادولو سره د اسامه د مرګ کوم یاد پاتي نه شي

اوباما ویلي، له اسامه بن لادن سره داسې عدالت وشو چې هغه یې لیاقت درلود،جمهور ریس اوباما په خپله وروستۍ مرکه کې ویلي، چې د اسامه بن لادن د جسد د (ډي. اېن. اې) ازموینه وشوه او نور په دې کې هیڅ شک نشته چې د پاکستان په ایبټ اباد کې د خاصو امریکايي ځواکونو په عملیاتو کې په خپله اسامه بن لادن وژل شوی دی،ولسمشر اوباما زیاته کړې، چې د القاعده د تروریستي شبکې د مشر د مړی دعسکونو د خپرولو پر عواقبو يې د دفاع او بهرنیو چارو له وزیرانو او د ملي امنیت د ادارې له مسولینو سره خبرې وکړې او دې نتیجې ته ورسیدل، چې دا کار د امریکا ملي امنیت ته ستر تهدید متوجه کولای شي

د سپینې ماڼۍ یوه ویاند جې کارني په دې اړه، چې د نړۍ په ځينو هیوادونو لکه پاکستان کې خلک د اسامه بن  لا دن وژل کیدو دخبرو په ریښتیولی باور نه لری وویل ،حقیقت دا دی، چې موږ نړیوال عکس العملونه څیړلي دي په دې کې هیڅ شک نشته چې ابن لادن وژل شوی دی. په دې کې د القاعده غړي هم شک نه لري،

موږ فکر نه کوو چې د یوه عکس خپریدل به په دې کې څه خاص تغیر راولي. البته، داسې خلک به وي چې د دې حقیقت له منلو انکار کوي خو مهمه دا ده، چې څوک به نور پردې ځمکه د بن لادن پل ونه ګوري،جمهور ریس اوباما ویلي، له اسامه بن لادن سره داسې عدالت وشو چې هغه یې لیاقت درلود. البته تردې خبرو مخکې داسې انګیرل کیده چې ښايي امریکايي سرچینې د اسامه بن لادن د مړي لږترلږه یو عکس خپور کړي،د هغه له مړي سره په دومره درناوي چلند شوی، چې اسامه د سپټمبر د یولسمې د پیښې قربانیانو ته نه درلود.

دا په داسی حال کی دې چی د پاکستان د استخباراتو یوه چارواکي ګارډین ورځپاڼې ته ویلي چې د اسامه بن لادن  دولس کلنی لور دامریکا دخاصو ځواکونو له لوری دخپل پلار ویشتل یی لید لی دې ،دا نجلۍ، چې له حملې وروسته د پېښې په ځای کې د پاکستان امنیتي ځواکونو موندلې، ژوبله شوې او د درملنې لپاره پوځي روغتون ته بېول شوې ده.له هغې څخه د دوشنبې د شپې د حملې په ترڅ کې د شویو پېښو په اړه پوښتنې شوي،پاکستاني چارواکي وویل، د پاکستان استخباراتي اداره به امریکايي مقاماتو ته د تحقیقاتو اجازه ورنه کړي. د پاکستان استخباراتي ادارې د بن لادن په کور کې له حملې وروسته یوولس تنه نور هم په دغه کور کې موندلي وو،هغه وویل یوازې په هغه صورت کې به امریکایانو ته د پوښتنو ګروېږنو اجازه ورکړی شي چې د دوی د اصلي هیواد لیکلې موافقه ترلاسه کړي.او تر کومه ځایه چې دی مالومات لري تراوسه پوري چا داسي غوښتنه نه ده کړې، خو د امریکايي چارواکو غوښتنه به ونه مني ځکه چې پاکستان په عملیاتو کې برخه نه درلودلهد سپینې ماڼۍ ویاند جې کارني وویل، د اسامه بن لادن د مړي د عکسونو د نه خپرولو سربیره پریکړه شوې، چې سمندر ته د هغه د مړي د اچولو ویډيو به هم نه خپریږي. دا ویډيو جمهور ریس بارک اوباما ته استول شوې ده

سره له دې چې په اسلامي نړۍ کې د اسامه بن لادن د وژل کیدو خبر ډیر نه دی غندل شوی، خو د سپینې ماڼۍ ویاند جې کارني ویلي، د واشنګټن دا کار به له اسلامي نړۍ سره د امریکا د اړیکو د ښه کولو لپاره د ولسمشر  اوباما پر هڅو زیات منفی اغیزی ونه لری ،زموږ دا هڅې له پامه نه شي غورځول کیدای چې د اسامه بن لادن له مړي سره د اسلامي اصولو او قواعدو پر اساس چلند وکړو،

البته د هغه له مړي سره په دومره درناوي چلند شوی، چې اسامه د سپټمبر د یولسمې د پیښې قربانیانو ته نه درلود.دا چې سپینه ماڼۍ غواړي د اسامه بن لادن د مړي عسکونه پټ وساتي د دې پیښې په اړه د سوالونو او  بحثونه دپای معنی نه لري ،په امریکا کې د معلوماتو د ازادۍ یو شمیر قانون پوهان وايي، چې کیداي شي ځینې ادارې لکه مطبوعاتي چینلونه له د دې قانون په رڼا کې د امریکا د حکومت په وړاندې ودریږي،پردې اساس، له سپینې ماڼۍ پرته د امریکا ټولې حکومتي ادارې د قانون په چوکاټ کې د اسنادو، عسکونو او ویډيوګانو خپرولو   ته مجبور کړای شی، امریکايي ژورنالیستان ډير کله داسې پټ او مهم حکومتي اسناد د معلوماتو د خپرولو د ازادي د قانون په مټ تر لاسه کوي

که څه هم امریکا او پاکستان په دې پېښه کې د پاکستاني ځواکونو له ښکېلتیا انکار کوي او دا د دې لپاره چې پاکستان د اسامه د غچ اخېستلو تر ګواښ لاندې رانه شي، خو هېڅ سالم عقل دا نه شي منلای چې امریکايي چورلکې د درېیو پوځي اډو تر څنګ توغندیز عملیات ترسره کړي، خو دا پوځیان دې یوازې   پېښه وڅاري او بیا د راډیوګانو له لارې واوري، چې  د اسامه پر ضد امریکا فوځی عملیات تر سره کړی دې .

د القاعدې مشران اوس په دې باید ښه و پوهیږي، چې بالاخره پاکستان او آى ايس آى د دوی له مشر سره خیانت و کړی، وروسته تر دې پر دې شبکې باور نه شي کولای او د همدې لپاره به ډېر لږ کله په پاکستان کې پاتې کېږي،او دویری له وچه به له پاکستان وځی.

که په افغانستان، پاکستان، سيمه او آن ټوله نړۍ کې د اسلامي حرکتونو په اړه څېړنه وشي، نو ښکاره کيږي، چې ډېر کله اسلامي احساسات او حرکتوننو اې. اېس. اى. د پاکستان د ګټو لپاره کارولي دي او ددې حرکتونو په له منځه وړلو کې هم د اى اېس اى رول تر بل هر چا زيات دى.دا به ډېره د خندا وړ خبره وي، که ووايو، چې اى. اېس. اى. په دې نه پوهېده چې اسامه بن لادن چېرته اوسيږي، اى. اېس. اى. په تېرو څو کلونو کې په دې کې خپله ګټه ليدله چې اسامه بن لادن همداسې ورک وساتي، په دې ډول يې نه يوازې دا چې له اسامه او په ده پورې له اړوند ډلو او کسانو څخه خورا زيات امتيازات تر لاسه کړي، بلکې له لوېديځو هېوادونو او په ځانګړي ډول له امريکا څخه يې هم د روانې جګړې او القاعده او نورو اسلامپالو د ځپلو په موخه خورا زيات امتيازات تر لاسه کړي دي

د پاکستان دا لوبه پوره وخت وچلېده، خو چې کله پوه شول چې نور ددې لوبې وخت تېر دى او کار نه ورکوي، داسې يې پاى ته ورسوله چې بيا يې هم په کې د پاکستان لپاره پراخ امتيازات تر لاسه کړل،

په دې وروستيو کې د امريکا او پاکستان ترمنځ اړيکې خورا زياتې خړې پړې شوې وې او آن دا خړپړتيا د پاکستان او امريکا د اړيکو په تاريخ کې بې ساري خرابوالى و، امريکا په پرله پسې ډول د پاکستان غوښتنې رد کړې، د پاکستان پر اهدافو يې په پرله پسې شکونه وکړل او آن جنرال پېټريوس خو ګواښ وکړ چې د امريکا درېيمه جګړه به له پاکستان سره وي.پاکستان ددې حالت د بدلولو لپاره خورا زياتې هلې ځلې وکړې، خو ټولې هڅې يې ناکامې شوې، نو اړ شو چې خپله لويه وسيله ( اسامه بن لادن) وکاروي، هغه وسيله چې کلونه کلونه يې د همداسې بدو حالاتو لپاره ساتلې وه. پاکستان له امريکا سره د اړيکو د عادي کولو، د امريکا د خوشاله کولو او د پاکستان د ژغورلو لپاره بلاخره امريکا ته دا زمينه برابره کړه چې اسامه بن لادن ووژني. پاکستان په دې سره نه يوازې ځان له يو خطرناک حالت څخه و ايست، بلکې په بدل کې يې له امريکا څخه سل بې پيلوټه الوتکې هم تر لاسه کړې،پاکستان په داسې معاملو کې خورا اوږده تجربه لري او په امريکا د ځينو طالب چارواکو پلورل يې غوره بېلګه ده

دا پېښه د اسلامپالو لپاره يو ښکاره پيغام لري او هغه دا چې له اى. اېس. اى. سره معامله بدې پايلې لري او هرکله چې اې. اېس. اى. وغواړي دوى هم اسامه بن لادن او نورو طالب چارواکو په شان په امريکا پلورلى شي او هلته بيا ټول اسلامي ارزښتونو او خپلې ژمنې تر پښو لاندې کوي.

دا د افغان د دولت د مخالفينو لپاره هم يو ښکاره پيغام لري او هغه دا چې له اى. اېس. اى. سره د معاملې پاى بد دى، که دوى غواړي چې په افغانستان کې خپله مبارزه بريالۍ کړي، نو په کار ده چې د خپلې مبارزې ډول بدل کړي او نور د اى. اېس. اى. د ملاتړ پر ځاى په خپلو کې خلکو کې ځاى پيدا کړي او خپلو اهدافو ته د رسېدو لپاره سالمې لارې وکاروي.

په کابل کې دامريکا سفير وايي په پاکستان کې دالقاعده شبکې دمشر وژل کيدل په ډاګه کړه چې دتروريستانو مشران په افغانستان کې نشته .نوموړی چی له خبريالانو سره خبرې کولې وويل : داسامه بن لادن په وژل کيدو سره دتروريستانو پرخلاف دمبارزې کار پاى ته نه دى رسيدلى او دده مړينه به دافغانستان امريکا او دنړۍ نورو هيوادوته دګواښ پاى نه وي او په بشپړ ډول دالقاعده ماتې دامريکا کاري پروګرام دى او موږ به په دى برخه کې خپلو هلوځلو ته دوام ورکړو. خو دامريکا سفير ټينګار وکړ چې دبن لادن مړينه زموږ هيوادونو ته دتروريزم پرخلاف جګړه کې ستر برياليتوب دى اود امريکا متحده ايالات په سيمه کې دتروريزم پرخلاف دجګړې پر دوام هوډمن دى ده دتروريزم پرخلاف جکړه کې داستخباراتي اطلاعاتو تبادله اغيزمنه وبلله او زياته يې کړه چې داستخباراتي تجربو تبادله دالقاعده شبکې دمشر دوژل کيدو سبب شوه . په کابل کې دامريکا سفير څرګنده کړه دالقاعده شبکې دمشر په کور کې مهم سندونه ترلاسه شوي چې دتروريستي شبکو دنورو مشرانو دموندلو او له منځه وړلو لپاره به په اغيزمنه توګه وکارول شي . کارل ايکن بيري دپاکستان په وړاندې دخپل هيواد ددريځ له څرګندولو څخه ډډه وکړه ويې ويل : په دې برخه کې بايد دامريکا دحکومت چارواکي تصميم ونيسي . په دې خبري غونډه کې کارل ايکن بيري په افغانستان او سيمه کې دتروريزم پرخلاف مبارزه کې دامريکا دخلکو دهمکاري پر دوام ټينګار وکړ ويې ويل ، په دې لاره کې به دافغانستان خلک يواځې نه وي . ديادونې وړ ده چې دافغانستان داسلامي جمهوريت دچارواکو له خوا زموږ دهيواد له پولو څخه بهر دالقاعده او نورو تروريستي شبکو دمشرانو د شتون په باب پرله پسې ټينګار شوي او دهيواد جمهور رييس ويلي دي چې دافغانستان په کليو او او سيدونکو سيموکې دتروريزم پرخلاف جګړه دافغانستان دبي ګناه خلکو په وژل کيدو تماميږي او دتروريزم دجرړو ايستلو سبب نه کيږي.

 پای

رحمت اله روان

 

 


بالا
 
بازگشت