رحمت اله روان

 

په افغانستان کې یوځل بیا کورنۍ جګړې یو حقیقي امکان دی

کوم وخت  چې په ۲۰۰۱ د سپټمبر په يوولسمه په امريکا کې د نړۍ په سوداګريزو مرکزونو بريد وشو، امريکا  ددغه عمل  ټوله پړه پر القاعده ور واچوله او له طالبانو څخه يې و غوښتل، چې د القاعده مشر ورته وسپارل شي؛ خو هغوى دا کار و نه کړ، له همدې سره سم امريکا پر افغانستان د بريد هوډ وکړ او درې مياشتې وروسته يې پر افغانستان يرغل وکړ،چی داکتوبر دمیاشتی پر اوومه نيټه پر افغانستان د امريکا د يرغل لس کاله پوره شول، امريکا په هغه وخت کې ويل، چې په افغانستان کې به يو پراخ بنسټه حکومت جوړ کړي او دې جګړې ته يې د تل پاتې آزادۍ د جګړې نوم ور کړ؛ له دې جګړې پوره لس کاله تېر شول؛ خو نه امريکا خپلو موخو ته ورسېده او نه یی القاعده په مکمله تو ګه ناوبوده کړه ، امريکا په هغه وخت کی تر دوو مياشتو په کمه موده کې د طالبانو حکومت له منځه يووړ او په ټول هېواد کې نسبي آمنیت رامنځته شو، طالبانو هم د کرزي حکومت و مانۀ او کرزي ته يې مبارکي هم ور کړه؛ خو اوس سوال داده، چې ولې حالت ورځ تر بلې خرابېږي؟ ولې امريکا او متحدین یی د دې حالت مخه نه شي نيولی،امريکا په يوه داسې هېواد بريد وکړ، چې د هغه هېواد اوسېدونکو پر امريکا د بريد په اړه تصور هم نه و کړى او نه يې هم دومره توان در لود او دويمه تېروتنه بيا د بن په کنفرانس کې وشوه، چې له مخې يې واک د قوم پر بنسټ و وېشل شو، افغانستان ته يې د يوه هېواد په سترګه و نه کتل؛ بلکې د څو قومونو په سترګه يې ورته وکتل واک په قومي ډول و وېشل شو؛ خو په دې قومي وېش کې هم بې عدالتي و شوه، د يوه هېواد ډېرى وګړي له واک څخه محروم شول، د جګړې يوه غاړه، چې په لس سلنه افغانستان يې هم واک نه چلېدۀ را وړل شوه او ټول واک دوى ته وسپارل شو؛ خو بله غاړه، چې ٩٠ سلنه افغانستان يې تر واک لاندې و، محرومه شوه، کابل د جګړه مارانو په لاس ولوېد او د خلکو کورونه يې چور کړل، د طالبانو په نامه يې بیګناه خلګ و وژل او مړي يې په پارکونو کې وغورځول په دغه هکله دګارډین دورځپاڼی دراپور پر بنیاد چی په تیره اوونی کی خپور شوی دی ، د بریتانیا تر ټولو جګپوړي دیپلومات او دافغانستان او پاکستان لپاره دهغه هیواد خاص استازې مارک سیډویل په لندن کی  په یوی غونډی کی  په تېرو کلونو کې په افغانستان کې د بریتانیا پر سیاستونو سخته نیوکه کړی ده او ویلی یی دې چی کله چې په راتلونکو درو کلونو کې بریتانوي پوځیان له افغانستانه وځي هغه هیلې به پوره نه شي چې دوی اټکل کړي دي نوموړی اعتراف کړی دی او ویلی یی دی چی، دا لویه تېروتنه وه چې د افغانستان د جنوب پښتانه لس کاله پخوا د بون له کنفرانسه او د اساسي قانون له لویې جرګې محروم کړای شول نو موړی ویلی دی چی زمونږ لویه تیر وتنه دا وه چی پشتانه قبایل مو هیر کړل او افغانستان ته مو عسکر ولیږل ،د افغانستان او پاکستان لپاره د بریتانیا خاص استازي همداراز وویل:«د افغانستان د جنوب خلک پردي شول او طالبانو د دوی له دې(محرومیت) احساسه استفاده وکړه ،ده په زغرده وویل چې په کلونو کلونو بریتانیا او نور لوېدیځ هیوادونه په دې کې پاتې راغلل چې د زیاتېدونکې بلوا د غلې کولو او د افغانانو د اقتصادي مصیبتونو د کمولو لپاره لازمې پیسې ځانګړې کړي

 همدارنګه د ګارډین ورځپاڼه د اکټوبر د ۷ مې نېټې په ګڼه کې لیکي چې د بریتانیا د حکومت یوه ارزونه وايي چې په افغانستان کې د کورنۍ جګړې او ۲۰۱۴ کال نه وروسته کله چې د ناټو محاربوي ځواکونه د افغانستان څخه ووځي د طالبانو د خواه د افغانستان د جنوب او لویدیځ د بیرته نیولو خطر د پام وړ په اندازه ډیر دی.

ورځپاڼه لیکي چې د افغانستان د جګړې په لسمه کلیزه کې اوس هم د دغه هیواد په ختیځ او جنوب، هلمند ولایت کې شدیدې جکړې روانې دي. ورځپاڼه لیکي چې په تیرو څو ورځو کې بریتانیوي قواوې د هلمند سیند ته څیرمه یوې سیمې ته ورواستول شوې چې یوه سیمه په واکې راولی چیري چې څو کیلومیټر آواخواه ته یې د سنګین په ښارګوټي کې د آمریکا سمندري ځواکونه ځای پر ځای دي. دا هغه سیمه ده چې د بریتانیې ځواکونو په کښي تر ټولو زیات تلفات ګاللي دي. دوي د هلمند ولایت ته په کال ۲۰۰۶ کې ورغلل ،په داسي حال کې چې تر درې کاله وروسته به د همدغې یاغي ګرۍ سره افغان ملي امنیتي ځواکونه جنګیزي او نړیوالې محاربوي قواووې به یې د جګړې ملګری نه وي، د بریتانیې د حکومت وروستۍ ارزونې د افغانستان داسي انځور ترسیم کړی چې دغه هیواد په یوه کړکیچن حالت کې ښيي ،تیرکال د ۳۰ زرو نویو امریکايي ځواکونو د راتګ سره د طالبانو نه زیاتې هغه سیمې ونیول شوې چې تر یوه کال مخکي پوري یې په واک کې وې خو د سړک غاړې بمونو ، تعیبیه شویو چاودیدونکو توکو او د کلیدي ترورونو په مرسته طالبانو حتی د کابل د حکومت د فلجولو هڅه لا کړې ده او د لویدیځې نړۍ په مرسته شویو پرمختګونو ته یې ګواښ پېښ کړی دی.

د آمریکا د پوځ متقاعد سترجنرال او په افغانستان کې د ناټو د ځواکونو پخوانی عمومي قوماندان ستینلی مکریستل وايي چې نړیوالې قواووې په افغانستان کې ۵۰ په سلو کې د خپلو اهدافو د ترلاسه کولو په درشل کې د اصلي مسیر نه وتلي دي ،ورځپاڼه لیکي چې د ولسمشر کرزي حکومت اوس هم کمزوری او په اداري فساد کې ډوب دی او د پخواني جنګسالارانو پر یوه ایتلاف باندي تکیه کوي. د هیواد تر ټولو غټ بانک د غبن او تګۍ برګۍ قرباني شو او د ښاغلي کرزي لوړ پوړي متحدین یو په بل پسي تروریږي. وروستۍ پېښه یې د سولې د عالي شورا د مشر برهان الدین رباني ترور دی ،ورځپاڼه لیکي چې د دغې ارزونې یا مرور امر د بریتانیې لومړي وزیر ډیویډ کیمرون د سږ کال په دوبي کې ورکړ و او ټاکل شوې چې د نومبر په نیمايي کې خپره شي. ورځپاڼه لیکي چې په دې ارزونه کې به داسي ګواښونه وبرېښي چې د پام وړ دي او کولای شي چې نه یواځي د لسو کلونو په زحمت او زیار باندي ترلاسه شوي لاسته راوړنې د خطر سره مخامخې کړي بلکې کولای شي چې په افغانستان کې د یاغیانو د بیلابیلو ډلو، قومي ډلو او په سیمه ایزه کچه څو جانبه کورنۍ جګړې ته لمن ووهي. ورځپاڼه لیکي چې دې جګړې ته به ګاوندي ملګونه لمن ووهي او هر یو به هڅه کوي چې په افغانستان کې نفوذ پیدا کړي ،د ارزونې بل ممکنه وړاندوینه دا ده چې کیدای شي د پولې دواړو خواوو ته د پښتنو سیمې د تل دپاره د سخت دریځو یاغیانو لاس ته ورولویږي او پاکستان چې یو اټمي قدرت دی او د مخه لا یو بې امنه هیواد دی نور هم پسي بې ثباته او بې امنه کړي ،ورځپاڼه د چارواکو له قوله لیکي چې دغه ریپوټ به یادشوې وړاند وینې په واضیح الفاظو باندې تشریح کړي چې کیدای شي مخنیوی یې وشي خو د ریپوټ د قضاوت له مخې د ۲۰۱۴ کال د امنیت د مسولیت سپارلو د بهیر د ختمیدو سره به په افغانستان کې تشدد باقي پاته شي او بریتانیا به هغومره چې نن د سیمې ترهګریز ګواښ ورته متوجې دی هغه وخت به هم ورته متوجې وي ،ورځپاڼه لیکي چې د بریتانیې د حکومت یو لوړ پوړی ډیپلومات چې نه غواړي د ریپوټ یا ارزونې پر جزیاتو باندي تبصره وکړي ځکه تر اوسه لا دا ريپوت حکومتي محرم اسناد دي وايي چې دغه راز پیشبینیانې مطالعه او مرور کېږي

یادشوی ډيپلومات زیاتوي چې دا به یو ترخه خو په عین وخت کې د وضعیت واقعي ارزونه وي .ورځپاڼه لیکي چې د افغانستان د پخواني ولسمشر برهان الدین رباني د سپتمر د ۲۰ مې نېټې وژلو هغو هیلو ته ضربه وارده کړه چې د طالبانو سره د خبرو اترو په برخه کې پیدا شوي وې. په داسي حال کې چې د ناټو مشران باور لري چې شواهد د پاکستان د کوټې شورا ته اشاره کوي خو دوي وايی چې فکر نه کوي چې دغه ترور دي د دې شورا د لوړ پوړي مشرتابه له خوا تنظیم شوی وي بلکې په کښي د مشرتابه کښته پوړي چې د پام وړ په اندازه ذکاوت یې په خپل پلان کې کارولی و په کښي یې لاس درلود. په دې معنی چې د آمریکا له خوا چې تیرکال غیر رسمي اړیکې د مخالفینو سره ټینګې شوې وې اوس یې هم امکان شته چې بیا د سره پیل شي ،خو ورځپاڼه لیکي چې د ناټو او طالبانو او دغه راز د رباني د شمال د متحدینو او په جنوب کې د پښتنو ترمنځ د پخوا هر وخت نه اوس د بې اعتمادۍ کچه لوړه شوې ده ،ورځپاڼه د افغان اید د موسسې د مشرې فرزانه فاروقي له قوله لیکي چې پانګه اچونې په هغو سیمو کې شوي دي چیري چې یاغي ګري زیاته ده او غریبې سیمې د پامه غورځول شوي په دې نامه چې دا سیمې آرامه او باثباته دي ،ورځپاڼه په کابل کې میشت د یوه څیړنیز مرکز د څیړونکي مارتین ون بیجلرت له قوله لیکي چې وايي هر هغه څوک چې د افغانستان وضیعت څاري اندېښمن دي. په افغانستان کې کورنۍ جګړې یو حقیقي امکان دی.

 

پای

رحمت اله روان

 

 

 


بالا
 
بازگشت