رحمت اله روان

 

په افغانستان کې د تروريستانو فعاليت بهرني لاس وهنه ده

 

 د امریکا د بهرنیو چارو وزیره، هلری کلنټن، دمی دمیاشتی په ۲۷ نیټه  په یو ناڅاپی سفروباکستان ته تللیې ده  هغې د دې هيواد په پلازمېنه، اسلام آباد، كې يوې خبري غونډې ته وويل:  د القاعده نړۍ والی ترهګری ډلی له پاكستان څخه په نړۍ كې د ترهګرۍ كارونه تر سره كوي ،په عین حال کی دهند دکورنیو چارو وزیر دامریکا دکورنی امنیت د چارو له وزیری سره په نوی دهلی کی په یوه ګډه ناسته کی ویلی دی چی پاکستان په نړی کی دتروریزم لوی مر کز دی او دتروریزم زیږنده هیواد دې،دامرېکا دبهرنېو چارو وزېرې هلېري کلنټن  په مطبوعاتی کنفرانس کی ووېل چې دامریکا حکومت دپاکستان څخه غواړی چی دتروریزم سره دجنګ په باب په خپله وعده باندی کلک ودریږې پاکستان تل په دې اړه فېصله کوونکي او غوڅ ګامونه نه دي اخېستلي او اوس نور ددې وخت رارسېدلی چې پاکستان دهغې په وېنا د واشنګټن توقعات او غوښتنې پوره کړي،هغې په خپلو خبرو كې وويل چې امريكا په افغانستان كې د يو مستحكم حكومت غوښتونكې دی او كه ترهګر سياسي نظريه لري نو خپلې مسلې دي د سياست له لاري وړاندې او حل كړې، کلنټن او مولن پاکستاني چارواکو ته دا هم وویلی دی چې باید دوی د امریکا د امنیتي ګټو په برخه کې خپلې ژمنې تازه کړي، په تېره بیا د هغو سخت دریځو ځالې ورانې کړي چې افغانستان ته اوړي او هلته پر امریکايي پوځیانو بریدونه کوي،مېرمن کلنټن وویل، پاکستان د تروریستانو د مرکزونو پرضد د اقداماتو په برخه کې تل هغه څه نه دي کړي چې امریکا ترې غوښتي دي.

 وړاندی تر دی دامريکا دمتحده ايالاتو جمهور رييس بارک اوباماله بي بي سي شبکې سره په يوه ځانګړي مرکه کې ويلي دي چې دسولې ټينګښت له طالبانو سره دخبرو په مانا دى چې له څو کلونو راپديخوا دافغانستان جمهور رييس هم له طالبانو سره دخبرو لپاره هلې ځلې کوي او افغان سياستوال په دې اړوند بيلابيل نظرونه لري .د پا کستان په ایبټ اباد کی داسامه بن لادن  له پیرا کیدو او وژلو وروسته او دبارک اوباما له خبرو داسې بريښي چې په افغانستان کې د تروريستانو فعاليت بهرني لاس وهنه ده او دغه موضوع په څرګند ډول ثابته شوې ده په تيره بيا هغه ځالې چې اوس ثابتې شوي دي ، دابه ښه وي چې اوباما هلته مبارزه وکړي

د اوباما اداره په داخل کې له دوو کلونو ناندریو او اختلافونو وروسته په لومړي ځل په دې یوه خوله ده چې له طالبانو سره خپلې پټې خبرې پرمخ یوسي. دوی دا هم غواړي په داسې حال کې چې امریکا او ناټو له افغانستانه د خپلو سرتېرو ایستلو ته تیاري نیسي، دغه خبرې پراخې کړي او په کې سیمه ییز هیوادونه لکه پاکستان هم ورسره ملګری کړي چې په افغانستان کې د سولې په راوستلو کې مهم ګڼل کېږي،د ناټو غړي هیوادونه، په پېره بریتانیا، او د سیمې هیوادوانه په تېره بیا پاکستان په دې نهیلي دي چې د اوباما حکومت لخوا د دې اوږدې جګړې د پای ته رسولو لپاره یو چټک او داسي پلان نه وړاندې کوي چې ټول امریکايي چارواکي پرې یوه خوله وي.خپله امريکايي چارواکي هم په متحدو ایالتونو کې ترلازیاتېدونکي فشار لاندې دي. د اې بي سي د نظرپوښتنې له مخې په درو کې دوه امریکایان باور لري چې دا جګړه نور د اوږدېدو وړ نه ده،پر دې جګړه په یوه اونۍ کې دوه ملیارد ډالره لګښت کېږي چې د امريکايي او اروپايي ولسونو د مالیې پيسې دي. له تېر مني راهیسې امريکايي چارواکو له طالب استازو سره په بیا بیا خبرې کړې په دې کې ستونزه د طالبانو د یو مرکز ده چې له چا سره باید خبرې وشي.نو اوس امريکا دا خبره منلې او پر دې کار هم کوي چې د طالبانو په غوښتنه تر ډېره امکان دی چې د خلیج د سیمي په عربي هیوادونو یا ښايي په ترکیې کې د دوی دفتر پرانیستل شي. دا به په نژدې یوه لسیزه کې، چې د طالبانو رژیم رانسکور شوی دی، په امريکايي تګلاره او ستراتیژۍ کې یو پرېکنده بدلون وي او ورسره به له طالبانو سره د افغان حکومت او د بهرنیانو لکه د امريکایانو د مخامخ خبرو لار اواره شي ،د امریکا ولسمشر بارک اوباما په ۲۰۰۸ کال کې د افغانستان د ستونزې د حل لپاره د نوښتونو ژمنه کړې وه، خو وروسته یي خپلې هلي ځلي بندي کړې او داسي استدلال کېده چې امریکا د پردې تر شا د هند او پاکستان تر منځ د شخړو کمولو هلې ځلي چټکې کړې او له دغو دوو هېوادونو څخه غواړي چې په افغانستان کې دي خپلې بې باورۍ کمې کړې. د هند او پاکستان په خبرو کې وروسته، افغان او امریکایي چارواکي هم شامل شول،د امریکا متحده ایالات په عین حال کې غواړي، چې د ایران په ګډون، د افغانستان په نورو ګاونډیانو سیاسي فشارونه زیات کړې تر څو هغوي هم د افغانستان د جګړې په ختمولو کې مرسته وکړي. د امریکا د متحده ایالاتو د دې پالیسۍ زیاته برخه پخواني خاص استازي ریچارد هالبروک لیکلي وه،سپینې ماڼۍ هغه مهال د هولبروک نظریاتو ته زیات پام نه کاوه خو دا مهال د افغانستان او پاکستان لپاره د امریکا له نوي خاص استازي مارک ګروسمان سره د امریکا د حکومت ټولې برخې او په خاص ډول ولسمشر اوباما همکاري کوي. په افغانستان کی د جګړې پاي پیل شوی خودا به په ناتو او امریکا پورې اړه ولري، چې هغوي خپله ونډه څه ډول پرځای کوي

د جرمني چاپ شپيګل مجلې د راپور له مخې د افغانستان او پاكستان لپاره د جرمني ځانګړي استازي مايكل شتاينر ويلي، د دغو خبرو اترو وروستى پړاو د روانې مۍ مياشتې په اوومه او اتمه نېټه په جرمني كې ترسره شوى دى ،شپيګل مجله همداراز زياتوي، چې د طالبانو او امريكايي چارواكو ترمنځ تردې دمه درې ځله پټې مستقيمې خبرې شوي، چې لومړى ځل يې په قطر او بيا په جرمني كې ترسره شوي دي،د امريكا جمهور رئيس بارك اوباما هم له بي بي سي سره په مركه كې دا منلې وه، چې په افغانستان كې د جګړې د پاى ته رسېدو لپاره خبرې اترې اړينې دي، خو ده په دې ټينګار وكړ، چې په خبرو كې د شامېلېدو لپاره طالبان بايد له القاعدې سره پرېكون وكړي، له تاوتريخوالي لاس واخلي او د افغانستان اساسي قانون ومني،بلخوا د سولې د عالي شورا مرستيال په کابل کی په خپله یوه  مركه كې وويل: چې دا د دولت د مخالفينو يوازينۍ غوښتنه وه، چې دوى له امريكا سره مخامخ خبرې وكړي، خو دو له دې خبرو اترو خبر نه دي او نه يې پكې ګډون درلود،نوموړي دا ابتدايي او غير رسمي خبرې وبللې او زياته يې كړه، چې د سولې عالي شورا هغه وخت خبرې كوي، چې نړيواله ټولنه په جريان كې وي،

جرمني هم دطالبانو سره دخبرو په باب په دی خاطر لېواله دی چې له مخې يې طالبان د بن په دوهم راتلونکي کنفرانس کې کوم چی دروان میلادی کال په پای کی به پرانستل شی ګډون وکړي.دافغانستان دولسمشر ښاغلی کرزی پروینا دغه غونډه به د بن لومړي کنفرانس پر لسمه کليزه جوړېږي، چې له مخې يې په ۲۰۰۱ کال د افغانستان لنډمهاله اداره جوړه شوه،

د طالبانو وياند ذبيح الله مجاهد هم دا خبرې رد كړې او ويې ويل، چې دا يوازې د غربي رسنيو تبليغات دی،د امريكا او طالبانو ترمنځ په داسې حال كې د خبرو اترو راپورونه خپرېږي، چې په دې وروستيو كې د افغانستان په بېلابېلو ولايتونو كې امنيتي پېښې له ګڼې مرګ ژوبلې سره ډېرې شوې دي.

همدا راز دامریکادوو مخکښو  سناتورانو   هریوه جان کیری او دجمهوریت غو ښتونکی ګوند سناتور ریچارد لو ګر ویوی استماعیه غونډی ته په خپلو څرګندونو کی ویلی دې چې په پاکستان کې د اسامه بن لادن له وژل کېدو سره په افغانستان کې د سیاسي پخلاینې امکانات زیات شوي ویني او دوی په پاکستان کې د سخت دریځو او افراطیت لور ته د زیات پام پر اړولو ټینګار کوي ،سناتور جان کیري، چې په وروستیو ورځو کې افغانستان او پاکستان ته تللی و، وویل:«د امریکايي پوځیانو له لوري په پاکستان کې د اسامه بن لادن وژلو او دغه راز د افغانستان په جنوب کې د طالبانو په اصلي مرکزونو کې امنیتي بریاوو تر یوه حده سیاسي چاپېریال برابر کړی دی، نوموړی دا هم ویلی دی چی :دا د افغانستان په جګړه کې یوه حساسه شېبه ده. مهمه دا ده چې موږ فرصتونه ترلاسه کړي دي ،د طالبانو د منځوۍ او ټیټې طبقې اکثره جنګیالي غواړي چې د جګړې له میدانه ووځي.موږ ته پکار ده چې د افغانستان له حکومت سره مرسته وکړو څو هغه کسان چې غواړي له جګړې لاس واخلي، زمینه ورته برابره کړو،کیري، دا هم وویلی دی چې سخت دریځي لا هم د پاکستان او افغانستان د پولو ترمنځ اوړي راوړي د پاکستان پوځي مشرانو ته د قناعت ورکولو لپاره پر له پسې او منظمې دیپلوماسۍ ته اړتیا ده چې د دوی مځکنۍ بشپړتیا او د هیواد بقا ته حقیقي خطر له ختیځ (هند) سرحده متوجه نه دی او نه هم د اتلانتیک له دې غاړې(امریکا)، بلکې خطر د پاکستان له داخله له تشدد خوښونکو سخت دریځو څخه دی،د جمهوري غوښتونکي ګوند سناتور ریچارد لوګر، چې هغه هم د مشرانو جرګې د بهرنیو اړیکو د کمېټڼې غړی دی، پوښتنه وکړه چې ولې د امریکا متحد ایالتونه په افغانستان کې د کال ۱۲۹ ملیارد ډالره لګوي، چې نژدې یولک امریکايي پوځیان پکې ځای پر ځای دي،ده زیاته کړه چی زموږ لپاره پوښتنه دا ده چې ایا افغانستان له ستراتیژیک پلوه دومره اهمیت لري چې موږ دې هلته د خپلو عسکرو وینې توی کړو یا دومره زیاتې پیسې مصرف کړو.که زموږ هدف دا وي چې له هغو تروریستانو سره مبارزه وکړو چې نړۍ ته خطر پېښوي، بیا نو موږ ته پکار ده چې په پاکستان، یمن، سومالیا، د شمالي افریقا په ځینو برخو او نورو سیمو تمرکز وکړو

ولسشمر حامد کرزي او د ناټو سکرتر جنرال دمی دمیاشتی په ۲۴ نیټه په کابل کی په یوه ګډ مطبوعاتی کنفرانس کی دافغانستان د دولت پر وسله والو افغان مخالفينو غږ وکړ، چې د سولې له بهير سره ملګري شي او د ناټو سکرترجنرال له پاکستان څخه د ترهګرۍ پر وړاندې د جدي اقداماتو غوښتنه وکړه.دا په داسې حال کې ده، چې تر دې مخکې هم له وسله والو مخالفينو غوښتل شوي، چې د سولې له بهير سره ملګري شي، خو وسله وال مخالفين له افغانستان څخه د بهرنيو ځواکونو پر وتو ټينګار کوي.د افغانستان ولسمشر حامد کرزي په کابل کې د ناټو له سکرتر جنرال اندرس فوګ راس موسن سره په ګډه خبري غونډه کې وويل، چې د تاوتريخوالي د پاى ته رسېدو وخت رارسېدلى او بايد نور تاوتريخوالي ته د پاى ټکى کېښودل شي.  دغه راز هغه زياته کړه، چې د سولې لپاره فرصت شته او بايد افغان وسله وال مخالفين د سولې لاره خپله کړي او د خپل هېواد په بيارغونه کې ونډه واخلي.

 

 پای

رحمت اله روان

 

 


بالا
 
بازگشت