رحمت اله روان

 

د افغانستان راتلونکى د پاکستان له خوا په اقداماتو پورې اړه لري

د افغانستان ولسمشرحامد کرزي و پاکستان ته دخپل سفر په لمړی ورځ دهغه هیواد له ولسمشر اصف زرداری سره له کتنی وروسته له پاکستان څخه په کلکه وغوښتل چې په افغانستان کې د طالبانو د لس کلنې بلوا د پای ته رسولو لپاره ورسره مرسته وکړي ،پاکستان ته په افغانستان او په نوره نړۍ کې د افغانستان د مسلې د حل د کلي په سترګه کتل کېږي ځکه چې د دغه هیواد له ملاتړه پرته طالبانو په ۲۰۰۱ ع کال له ماتې وروسته نه شوای کولی ځانونه بېرته منظم او جګړې ته چمتو کړي ،کرزي د پاکستان له ولسمشر اصف علي زرداري سره له کتنې وروسته خبریالانو ته وویل، د ترهګرۍ او افراطیت د ځپلو لپاره له موږ سره یوځای د پاکستان رول په دواړو هیوادونو کې د ثبات له راوستلو سره مرسته کوي

 تردی وړاندی دافغانستان لپاره دامريکا نوي پيشنهادي سفير ويلى دى چې تروريستان بايد بيرته افغانستان ته ستانه شي راين کراکر چې دافغانستان لپاره دامريکا دنوى سفير په توګه پيشنهاد شوي ددغه هيواد دکانګرس غړو ته يې ويلي دي چې بايد افغانستان ته د تروريستانو دراستنيدو مخه ونيول شي . ده په پاکستان کې داسامه بن لادن وژنه يو مهم اقدام وباله او ټينګار يې وکړ چې دتروريستانو پرخلاف دمبارزي لپاره بايد زيات کارونه ترسره شي . کرارکر درابرت ګيتس خبرو ته هم اشاره وکړه چې ويلي و ، موږ بايد د ١٩٨٩ کال تيروتنه چې افغانستان مو هير کړي و ، تکرار نه کړو . ده وويل چې د ١٩٨٩ کال تيروتنه د بدو شرايطو سبب شو او موږ هغه بيا نشو تکرارولي . 

د کابل لپاره د امريکا نوى ټاکل شوى سفير وايي، چې تر هغه د افغانستان حالات نه شي ښه کېداى، څو په پاکستان کې د ترهګرو پر ضد جدي اقدامات ونه شي ،د افغانستان لپاره د امريکا نوي سفير ريان کروکر دغه څرګندونې تېره ورځ د امريکا د سنا مجلس د بهرنيو اړيکو کمېسيون ته په خپلو څرګندونو کې کړې دي

کروکر تېره مياشت د ولسمشر بارک اوباما له خوا د افغانستان لپاره د امريکا د نوي سفير په توګه ټاکل شوى،  ده  خو تر اوسه یی دغه وظیفه نه ده اشغال کړې.ريان کروکر د امريکا د سنا مجلس د بهرنيو اړيکو کمېسيون ته وويل، چې د افغانستان راتلونکى د پاکستان له خوا په ترسره کېدونکو اقداماتو پورې اړه لري ،هغه زياته کړه :په افغانستان کې حالات تر هغه پورې نه سمېږي، څو پورې چې پاکستان په سيمه کې د ترهګرو پر ضد جدي او مهم ا قدامات نه وي کړي،د روان لمريز کال د غويي په ١٢مه د پاکستان په ايبټ اباد ښار کې د القاعدې د مشر اسامه بن لادن له وژل کېدو وروسته امريکا پر پاکستان فشار زيات کړى، چې په خپله خاوره کې د شته ترهګرو پر ضد جدي اقدامات وکړي ،د کابل لپاره د امريکا ټاکل شوى سفير ريان کروکر وايي، امريکا بايد دغه ټکى په پام کې ونيسي، څو د دوى د سرتېرو د وتلو پر مهال د پاکستان په سرحدي سيمو کې وسلوال او ترهګر له پولې دېخوا را نه شي او فعاليت زيات نه کړي.

کروکر همدار راز ويلي چي اداري فساد کيدای سي په افغانستان کي په يو بل لوی کړکيچ بدل سي. ده زياته کړي چي د امريکا متحده اياتو دولت په دي هڅه کي ده چي افغانستان کي داسي يو حکومت رامنځ ته کړي چي دغه هيواد يو ځل بيا د القاعدي په شان کروپونو د پتنځاي د جوړيدو څخه په امان کي وساتي،دا په داسي حال کي ده چي تیره «چهارشنبه» بارک اوباما د خپل افغان سيال ولسمشر کرزی سره د يو ويديو کنفرانس له لاري د دوه ساعتونو لپاره ليدنه کتنه وکړه. د سپيني ماڼي د وياند په حواله په دغي ليدنه کي بارک اوباما په افغانستان کي د ورستيو ملکي تلفاتو په اړه خواښيني څرګنده کړه ،د سپيني ماڼي وياند، جي کارني، ويلي چي دواړو ولسمشرانو دا خبره منلې چي په افغانستان کي د ډيريو ملکي تلفاتو لاملين طالبان دي نه بهرني او افغان ځواکونه ،دواړو ولسمشرانو دا خبره منلې چي د هر ملکي وکړي مرګ د نړيوالو ځواکونو له پاره يو لويه غميزه ده. دوی پر دې خبري هم تنګار کړی چي د ملکي کسانو ساتنه په افغانستان کي د نړيوالو ځواکونو اصلي هدف دی ،جي کارني ويلي چي افغان او امريکايي ولسمشرانو همدا راز په خپل ويديويي کنفراس کي د افغانستان د سولي د بهير، د افغانستان او امريکا تر منځ د ستراتيژيک همکاريو، د امنيت د انتقال د بهير او نورو موضوعاتو په اړه خبري کړي،د رپورتونو په حواله باراک اوباما کيدای سي په لومړي پړاو کي افغانستان څخه 5000 امريکايي پوځيان وباسي. دا په داسي حال کي ده چي د امريکا د سنا د بهرنيو چارو کميټي ويلي چي د امنيت د انتقال د پروسي په لومړي پړاو کي بايد 15000 امريکايي سرتيري د افغانستان څخه را ويستل سي.

همدا رنګه د امریکا د دفاع د وزارت نامزد وزیر لیان پنېټا د امریکا د مشرانو جرګې یوې استعماعېه غونډې ته دخپلې وېنا په وخت نن دپنجشنبې په ورځ ووېل، لومړئ وظېفه به ېې دا وي چې امرېکا د افغانستان او عراق د جنګونو په شمول په ټولو شخړو او جنګونو کې برېالئ شي،لیان پنیتا چی فعلا دامریکا دمرکزی استخباراتو داداری ،سی،ای ،ایی رئیس دی دخپلی نامزادی په ارتباط یی دامریکا دمشرانو جرګی غړو ته ځوابون ور کول

 پنېټا وویل چې امریکا باید په افغانستان کې د طالبانو د کمزوري کولو په خاطر خپلو هلو ځلو ته دوام ورکړي، امنېتي ځواکونه باید وروزي او د افغانستان د حکومت سره باید د مرسته وکړي چې د هېواد د امنېت د ساتلو مسولت په خپله غاړه واخلي ،پنېټا دعراق په اړه ووېل امرېکا باېد خپل ډاډ حاصل کړي چې ددغه هېواد امنېتي ځواکونه ددې توان ولري چې خپل امنېت ټېنګ کړي او سېمه کې په ېوه باثباته دېموکراسئ باندی بدل شي. پانېته ووې لچې عراق د هغه په قول د نړۍ په یوه ډېرمهمه سیمه کې موقعیت لري ،خو د امریکا دفاع نامزد وزیر اعتراف وکړ چې فعلا په نړۍ کې ډیر تاریخي او مهم بدلونونه روان دي او امریکا د هغه په وینا د څو ډیرو سختو ګواښونو او یو شمېر ډیرو خطرناکو دښمنانو د ګواښ سره مخامخ شوې ده،

د ناټو عمومي منشي اندرس فوگ راسموسن د امريکا او برتانيې د دفاع وزيرانو سره د خبرو پر مهال

په بروکسل کی د ناتو د دفاع وزيرانو په غونډه کی د افغانستان په ماموریت خبری کړی دی. د ناتو عمومی منشی وویل چی د مسوولیت انتقال له پلان سره سم سرته رسول کیږی، خو د سرتيرو ایستل د ډګر شرايطو پوری اړه لري  اندرس فوگ راسموسن، وويلی دی چي د ناټو غړي هيوادونه به د افغانستان څخه په وتلو کي بيړه و نه کړي. ده زياته کړه چي په راتلونکو اونيو کي به د افغانستان د ځينو سيمو امنيتي مسولتونه افغانانو ته وسپارل سي،افغان ځواکونو ته د امنيت د انتقال لړۍ په دغه هيواد کي په حالاتو پوري تړلې ده نه په کومي نيټي پوري. زه باور لرم چي موږ کولای سو دغه لړۍ د 2014 کال تر پايه پوري بشپړه کړو. په افغانستان کي زموږ د پوځي رول کميدل د دې معني نه لري چي موږ غواړو د دغه هيواد سره خپلي اړيکي وشلوو ځکه چي موږ د افغانستان سره اوږد مهال تعهدات لرو،په داسي حال کي چي ولسمشر اوباما د دې تصميم د نيولو په حال کي دی چي افغانستان څخه څومره امريکايي سرتيري د امنيت د انتقال د لړي په لومړي پړاو کي وباسي، د المان د دفاع وزير، توماس دي ميزير، په دې اړه انديښنه څرګنده کړې چي که بارک اوباما په يو وار ډير شميرامريکايي پوځيان د افغانستان څخه وباسي نو کيدای سي دغه کار د افغانستان پر وضعيت منفي اغيزه وکړي

د متحده ايالاتو په استازيتوب، رابرټ کيټس، د ناټو د غړو هيوادونو د دفاع وزيرانو په غونډي کي کډون کړي

ګېټس د افغانستان څخه د بهرنيو ځواکونو د ژر وتلو سره مخالفت وکړ او ويي ويل چي په افغانستان کي بايد د لاسته راوړنو څخه ساتنه وسي. کېټس دغه راز ويلي چي په افغانستان کي ميشت امريکايي او د ناټو نور ځواکونو د طالبانو په وړاندي جګړه کي ډير پرمختګ کړی

وروسته له هغي چي امريکايي سرتيرو د پاکستان په زړه کي د القاعدي مشر، اسامه بن لادن، وواژه اوس يو شمير امريکايي سياستوال په دې اند دي چي امريکا بايد په افغانستان کي خپل پوځي حضور کم کړي ،ناټو پريکړه کړي چي په روان کال افغان ځواکونو ته د امنيت د انتقال لړۍ پيل کړي چي د پلان له مخي به تر 2014 کال پوري بشپړه سي ،د برتانيې لومړي وزير، ديويد کامران، هم تيره مياشت اعلان وکړ چي د 2011 کال تر پايه پوري به د افغانستان څخه 450 سرتيري وباسي،خو آلماني سياستوالو بيا په دغه هيواد کي خپلو سرتيرو عمليات د 12 نورو مياشتو لپاره تمديد کړ. دوي وويل چي د دغي مودي وروسته به خپل پوځيان د افغانستان څخه د شرايطو د مساعدوالي په صورت کي وباسي .

 

 پای

رحمت اله روان

 

 


بالا
 
بازگشت