رحمت اله روان

 

د پاکستان په پوځ کې د سخت دریځو نفوذ مخ په زیاتیدو دي

 

پاکستان د تیری سې شنبې په ورځ اعلان وکړ، چې یو لوړ رتبه پوځي افسر يې له یوې سخت دریځي ډلې سره د ارتباط په شک نیولی دی ،دا  لومړۍ اعلان دی، چې پاکستاني چارواکي د دغه هېواد د پوځ او سخت دریځو سازمانونو تر منځ د احتمالي اړیکو موضوع  تائیدوي ،دا خبر په داسې حال کې خپریږي، چې د پاکستان په پوځ کې د سخت دریځو د نفوذ په اړه اندیښنې مخ په زیاتیدو دي ،د پاکستان د پوځ یوه مقام چې د نوم له ویلو يې ډډه کړې، رسنیو ته نوموړی افسر د تیرې مۍ میاشت په شپږمه نېټه یوازې څلور ورځې وروسته له هغې چې امریکايي ځواکونو په ایبټ اباد کې د القاعده شبکې مشر بن لادن وواژه ،نیول شوی دی ،نیول شوی افسر د لوا مشرعلي خان په نامه یاد شوی دی، چې په راولپنډۍ کې يې د پوځ په مرکزي قومندانۍ کې دنده درلوده

د پوځ د ادعا له مخې نیول شوي افسر علي خان د حزب التحریر په نامه یوې سخت دریځي ډلې ته کار کوه

دغه ډله په ټولو اسلامي هېوادونو کې د حکومتونو د ړنګولو او د هغې پر ځای د اسلامي خلافت د جوړولو غوښتونکی دی ،که څه هم چې ویل کیږي، حزب التحریر په خپله د عدم تشدد په دریځ باور لري خو له هغو وسله والو ډلو سره چې په پاکستان کې پرې بندیز لګیدلی دی،اړیکې هم لري.

 په عین حال کی نيويارک ټايمز په خپل یوه تازه را پور کی  دپاکستان په پوځ کی دسخت تریځو دنفوذ په باب ليکلی دی چې په هغه موبايل کې چې د اسامه بن لادن د وژلو پر مهال د هغه له کور څخه لاسته راغلی، د یو شمېر داسې کسانو شمېرې ثبت وې چې د پاکستان له استخباراتو (آی اس آی) سره تړاو لري.  که څه تر دې د مخه هم د بن لادن او آی اس آی د اړيکو خبرې کېددې، خو دا نوې موندنې پخوانۍ ادعا نوره هم پياوړې کوي .

د پاكستان پيپلزګوند مرستيال مشر او د پاكستان ولسمشر اصف علي زرداري تیره هفته  د سيند ايالت نو ډېرو سيمې ته تللي و او هلته يې د پاكستان د پخوانۍ صدراعظمې بې نظير بوټو د زېږېدو د ورځې په مناسبت جوړې شوې غونډې ته په وينا كې د مسلم ليګ نواز ګوند مشر نوازشريف مخاطب كړ، چې ولې يې د حكومت په خلاف خوله خلاصه كړې ده ،دا مولوي صاحب، مولوي نوازشريف يې وګڼئ چې زموږ مخالفت كوي، ايا ده ته ولې كرار نه ورځي، ځكه چې پر جوماتونو بريدونه كېږي او زموږ جنرالان په كې د خپلو اولادونو قربانۍ وركوي

د بې نظير بوټو د فكر له امله وژل كېږي، هغوي پاكستان ژغورل غواړي له دا ډول فكرونو څخه چې نواز شريف يې لري او دوي د مولوي ضياءالحق سياست غواړي ،ولسمشر زرداري په خبلو خبرو کی ویلی دی چی، د پاكستان ولس پوهېږي چې هېواد ته يې د افراطي مذهبيانو له لوري خطر پېښ دى، وايي نوازشريف هم د هغوي ملګرى دى او دى داسې فكر كوي چې هغوي به د پاكستان واكمنان شي او دى به خپل مشر وټاكي، وايي دا خوبونه دي نه ويني ،زموږ دېرش پينځه دېرش زره بچي، ځوانان و وژل شول او نوازشريف وايي چې ترهګري زموږ جګړه نه ده نو دا د چا جګړه ده ،ايا ته فكر كوئ چې د دوي مشر به وټاكل شې، په دې خبرو مه غولېږه، خداى دې نه كوي كه موږ وو داسې به ونه شي، خو كه داسې وشول هغوي به خپل مشر ټاكي او خپل پاكستان به جوړوي چې بيا به په كې نه زموږ ځاى وي، نه ستا ځاى، ته خو به والوځې او شهادت به موږ وركوو

زرداري نواز شریف ته وویلی دی چې ستا سیاسي پیروان وايي چې ته په زندان کې د بند شپې نه شي تیرولای او مياشې دي خوري نو د ترهګرۍ خلاف به څه وجنګېږې ،ولسمشر زردراي نوازشريف تورن كړ، چې ګواكې د پيپلزګوند او پوځ تر منځ جګړې ته لاره هواروي خو وايي، موږ به هيڅكله تر خپل منځ سره ونه جنګېږی اصف زرداري وويل، حكومت يې دا مهال د ترهګرۍ او مذهبي افراطيت په خلاف جنګېږي، نوموړي نوازشريف ته په اشارې سره وويل ،پاكستان ته له داسې چا څخه خطر دى، چې ذوالفقار علي بوټو يې و واژه، زموږ ملګري يي و وژل، زما مېرمنه بې نظير بوټو يې ووژله او اوس زما په وژلو پسې دي، موږ د دې فكر په خلاف جنګېږو او د دې جنګ لپاره موږ څه ته او چاته اړتيا لرو، ايا ته به جنګېږې، ته چې په زندان كې د بند شپې نه شې تېرولاى او سياسي پيروان دي وايې، چې مياشې دي خوري نو د ترهګرۍ خلاف به څه وجنګېږې

بل لور ته د مسلم ليګ نواز ګوند يوه مشر احسن اقبال د ولسمشر اصف علي زرداري دا خبرې د ولسمشرۍ له منصبه منفي استفاده بللی اوویلی دی، چې ولسمشر زرداري د پروېز مشرف غوندې له دې امله د دوي د ګوند پر مشر نواز شريف باندې نيوكې وكړې، چې دوي د پاكستان ولس د پيپلزګوند له ناكاميو خبر كړ ،د پاكستان د ولسمشرۍ پر څوكۍ باندې څنګه شخصيت قبضه كړې ده، د ولسمشر زرداري له خبرو داسې ښكارېده چې د ده په بدن كې د پروېز مشرف روح ږغېږي ځكه جنرال مشرف د نوازشريف په خلاف داسې زړورې خبرې كوي احسن اقبال وایی، زه فكر كوم څومره چې انتخابات را نيژدې كېږي زرداري فكر كوي خلک به پوښتنه ځینې كوي چې ولې په تېرو درېوو كلونو كې دومره ګراني او بېروزګاري وه ،برېښنا نه وه، ولې د امريكايي بې پيلوټه الوتكو دومره بريدونه وشول، ولې د بې نظير بوټو قاتلين په جزا ونه رسېدل، همدا پوښتنې دي چې ولسمشر زرداري ځوروي او فكر كوم چې ده خپل تاوان وكړ

د رپوټونو پر اساس، د پاکستان پر پوځ د دې هېواد د سیاستمدارانو او مطبوعاتو د انتقادونو زیاتیدل په دې هېواد کې یو نوي تهدید را پيدا کړی دی ،پاکستاني خبریالانو په دې هېواد کې د سلیم شهزاد په نوم د یوه پيژندل شوي ژورنالیست له وژل کېدو راهیسي اعتراضونه پيل کړي دي ،تیره اونۍ د خبریالانو یوه ډله په اسلام اباد کې راغونډه شوه او شعارونه یې ورکول چې د ډنډې او ټوپک حکومت ته سر به نه ټیټوي ،زیات شمېر پاکستاني خبریالانو د دې هېواد د استخباراتو اداره په دې پېښه کې په لاس درلودو تورنوله، د تیرې اونۍ اعتراضونو چې د پاکستان د پارلمان د ودانۍ مخې ته تر سره شول زیاته پاملرنه ځان ته اړولې ده ،د پاکستان پخوانی صدراعظم نواز شریف هم د هغو سیاستوالو له ډلې وو، چې  په دې اعتراضي غونډه کې برخه درلوده ،ده په خپله لنډه وینا کې د پاکستان پر پوځ انتقاد وکړ او ویي ویل، چې حکومت هم د داسې یوه کمیسیون په رامنځ ته کولو کې ناکام شوی دی چې د پاکستان په خاوره کې د اسامه بن لادن د وژل کیدو د عواملو په اړه څيړنه وکړي ،سیاسي څارونکي وايي، چې د نواز شریف له خوا د پاکستان پرحکومت، د دې هېواد پر سیاسي ماحول او اقتصاد د ای اس ای پر کنټرول انتقاد او تندې خبرې ساری نه لري ،نواز شریف په خپله هم د پنجاب دی او د خپل هېواد جنرالانو ته یې خبرداری ورکړ چې په داسې حساسو حالاتو کې باید عاقلانه چلند وکړي ،دلته څه روان دي؟ دا څوک دي چې پاکستان د ګډوډیو په لور بیايي؟ موږ پاکستان د قانون د حاکمیت لپاره تاسیس کړی نه د داسې کرکجنو پيښو لپاره چې د دې هېواد یو سلو اتیا میلیونه اوسیدونکي یې هره ورځ د ټلویزیونو له لارې شاهدان دي د امريکا د متحده ايالاتو د بهرنيو چارو وزيري، هيلري کلينټن، دتیری پنجشنبې په ورځ پاکستان ته ګواښ وکړ چي، که په خپلو اړيکو کي ريښتنوالي ثابته نه کړي، نو دغه هيواد ته به د امريکا په ميليونونو ډالره مرستي ودرول سي ،د دغو دواړو هيوادونو اړيکي وروسته تر هغه خړي پړي سوې، چي امريکايي ځانګړو سرتيرو د پاکستان په زړه کي د القاعدي مشر، اسامه بن لادن، وواژه ،کلينټن چي د متحده ايالاتو د سنا د بهرنيو چارو کمېټې ته خبري کولې وويل چي، د پاکستان او متحده ايالاتو په اړيکو کي ځيني داسي برخي سته چي امريکا پري تفاهم نه لري. او يا خو آن د امريکا د ملي منافعو پر خلاف دي،هغې همداراز ويلي چي د دغو دواړو هيوادونو په اړيکو کي بيا داسي موضوعات هم سته چي د امريکا د ستراتيژيکو اهدافو سره سمون لري

کلينټن دغه راز زياته کړه چي د امريکا متحده ايالات د پاکستان په اړه ځيني انديښني هم لري. ځکه چي ډيری وار د پاکستاني چارواکو اعمال او خبري توپير سره لري ،د هغې په خبره، دا کيدای سي چي پاکستان ته د متحده ايالاتو په ميلياردونو ډالره مرستي، د ختميدو د ګواښ سره مخامخ کړي ،د 2001 کال را په ديخوا متحده ايالاتو د پاکستان سره 20 ميليارده ډالر مرستي کړي، چي ډير يې په پوځي برخو کي تر سره سوي دي

د کلينټن د توضيحاتو سره سره،ځینی امريکايي سناتوران هم د پاکستاني حکومت د نيت په هکله انديښنې

ښودلې دی. دغو سناتورانو همداراز ویلی دی چی چي د پاکستان عام خلک هم د متحده ايالاتو څخه ملاتړ نه کوي او دا چي د پاکستان په پوځ او استخبارتي سازمانونو کي ځيني ډلي د اسلامپالو افراطيانو څخه ملاتړ کوي

امريکايي سناتور، رابرت مينينديز، د پاکستان د نيت په اړه وويلی دی چي دا څنګه کيدای سي چي د پاکستان حکومت دي په دې خبره نه پوهيده چي اسامه بن لادن د دغه هيواد د پلازمېني په خوا کي اوسي. او دوی دی خبر نه وو . 

 

 

 پای

رحمت اله روان

 

 


بالا
 
بازگشت