محب سپین غر:

 

روسانو ولې اسلام و نه مانه؟

 

                    په لسمه زېږده پېړۍ کې د کییف د روسیې مشر  ولادیمیر د خپلې دولتي واکمنۍ لمنه وار په وار  پراخوله. خو د دغې دنیایي او ځمکنۍ پراختیا د ساتنې له پاره د یوه پیاوړي دین د غوراوي اړتیا هم  زیاتېده. هغه مهال لا روسیه پر « یوخدایه دین» نه وه ویاړلې شوې.

              اورتودوکسه کلیسا، کاتولیڅیزم او سلام هغه مهم مذهبونه او دینونه وو چې په لسمه پېړۍ کې یې پر ختیځه اروپا پرېکړنده اغېز درلود.  روسي «دین لټوونکو»  ته په کار وه چې د دغو دینونو ترمنځ پر توپیرونو ځان ښه پوه کړي. د کییف د روسیې سوداګرو او پوځیانو له  اسلامي خاورو سره نږدې اړیکي درلودل. هغوی له کلونو را په دېخوا له کنستانتینوپل (قسطنطنیې)، مصر، سوریې، اسلامي بلغاریا او خوارزم سره  سوداګري او راشه درشه درلوده او د کرېتا له ټاپو او کوچنۍ اسیا (اوسنۍ اناتولیې) سره به یې وخت ناوخت  جګړې کولې. 

            د روسي تاریخ  ـ  او کولتورپوهانو په وینا روسي سردار  ولادیمیر  د عیسایت له منلو پخوا لا  د بېلابېلو  دینونو  او مذهبونو دپېژندلو او د هغو له منځ نه د وړ دین د ټاکلو له پاره خپل استازي ګاونډیو هیوادونو ته لېږلي وو. دغه راز  د بېلابېلو دینونو استازیو هم د کییف روسیې ته په منظمه توګه خپل پلاوي استول چې د خپل دین او مذهب ښېګڼې روسانو ته وروپېژني. په دې لړ کې د بلغاریا مسلمانانو هم خپل پلاوی روسي دربار ته ولېږه چې د نوموړي هیواد مشران د خپل دین منلو ته وهڅوي.

           خو لکه چې څرګنده ده له هر دین  سره پر دوګمونو برسېره د هغه دلارویانو او پلویانو داسې دودونه  او رواجونه هم ملګري وي (۱) چې له یوه پښت او نسل نه بل ته سینه په سینه لېږدول کیږي. ځکه نو د نویو دین منوونکو له پاره کله ناکله  د سپېڅلي کتاب د منلو پر ځای  پر خپلو   لرغونو دودونو او رواجونو ټینګار  ډېر ارزښت لري. او دا هغه څه وو چې د روسي واکمن ولادیمیر له خوا یې پر ۹۸۸ کال ددولتي دین په توګه د  اسلام پر ځای د عیسایت په منلو کې  ټاکونکی رول درلود. په رسمي توګه اولګا لومړنۍ روسۍ واکمنه وه چې له پورته یادې شوې نېټې نه څو کاله  پخوا لا عیسایي شوې او په دې توګه یې راتلونکي دولتي دین ته لاره پرانیستې وه. 

          د یادونې وړ ده چې د روسانو په عیسایي کېدو کې ژبې هم د پام وړ رول درلود. روسانو د اسماني کتاب تر منلو پخوا په زړې سلاویاني ژبې خبرې کولې او له بیزانس سره یې هم نږدې اړیکي درلودل. لکه چې روښانه ده د اسلام سپېڅلی کتاب ـ قرآن په عربي ژبه دی چې سلاوي روسان پرې نه پوهېدل. خو د کولتورپوهانوپه اند دا یوازې عربي ژبه نه، بلکې یو شمېر  اسلامي رواجونه وو چې د روسانو له پاره یې د دین په توګه د اسلام  ټاکنه ستونزمنه کړه.

               کله چې د بلغاريا د مسلمانانو پلاوي روسي مشر  ولادیمیر ته د اسلام د منلو بلنه ورکړه، نو نوموړي  د هغه له منلو نه په څو دلیلونو ډډه وکړه: نابلده ژبه، د هلکانو سنتول، دخنځير د غوښې نه خوړل او د شرابو نه څښل. په دې لړ کې  په تېره وروستی شرط د منلو وړ نه و.  او هغه له دې کبله نه چې روسانو ګنې وچ په وچه  پر شرابو« ایمان» راوړی و، بلکې په روسیه کې له تودوونکي یانې  الکولي څښاک سره مینې اوږده مخینه درلوده:  لومړی دا چې د روسیې اوبهوا (اقلیم) ډېره سړه ده او الکول په سړه هوا کې د انسان بدن تودوي.  دوېم  دا چې د نشوه یي (نشه یي) توکي په توګه د شرابو څښاک د روسي کولتور  ځانګړی دود ګڼل کیده. د ساري په توګه هغه مهال په  روسيه کې دود و چې پاچا به له خپلو پوځیانو سره په ګډه ډودۍ خوړله. دې دودله یوې خوا  د پاچا او پوځیانو ترمنځ  د دوستۍ مزي ټینګول  او له بلې خوا یې د هغوی ترمنځ باور پیاوړی کاوه.  خو د پاچا د بنډار مراسم ډېر  جدي وو او  په نشه کې یې بدمستۍ او بدماشۍ ته اجازه نه ورکوله.  هغه وخت د مستېدو په موخه شراب څښلو ته په بده سترګه کتل کېدل.  د میو له څښلو وروسته دسد له لاسه نه ورکول دروند خوي او نارینتوب ګڼل کېده. له نورو ولسونو سره په توپیر، روسان دبنډارونو بډایه دود او له هغو سره په تړاو کې د چال چلند او ناستې ولاړې ځانګړي ستیریتیپونه لري.(۲)

       روسي کولتورپوهان څرګندوي چې  سردار  ولادیمیر په لسمه پېړۍ کې اورتودوکس عیسایت ځکه ومانه چې نه یې غوښتل د روسانو لرغونی دودله منځه یوسي. د نوموړو په وینا ولادیمیر  د مسلمانانو استازو ته په دې جملې سره ځواب ورکړ: « د روسیې خوشالي په څښاک کې ده، موږ له هغه پرته ژوند نه شو کولی».(۳)  ـــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ

(۱)ل. ن. ګومیلیوف، له روس نه تر روسیې

(۲) زما د ډاکټرۍ له تزس نه

(۳) یو. س. ستیپانوف، کونستاتونه:  د روسي کولتور قاموس

 

 


بالا
 
بازگشت