عبدالبا ری ؛عارض

   

دری مهم ملی ارزښتونه دخطرپه درشل کی

که لږ څه ددی ځمکی تا ریخ ته په ځیروکتل سی نو څو داسی ارزښتونه   ترسترګو ګیږی چی یقینا هغه زموږ دفرهنګ ؛تا ریخ او کلتو ر بنیا د ګڼل کیږی . دهمدی ارزښتونه پربنسټ   زموږ استقلال ؛ ملی حاکمیت او ځمکنی بشپړتیا  تضمین وه . چی عبا رت دی د !

اول : لویه جرګه

دوهم : داستعمار نه منل ؛ او دبهرنی  فو ځی نه زغمل.

دریم : دنا موس مستورساتل اود اخلاقی مفا سدو مخ نیوی دمذهب او کلتورپر بنیا د

اوس تا سو دا دری فکتونو  په دقت وګوری دا ټوله دا سی څه دی چی    د مستبد ا نو  او   د استیلا ګرانواو په اصطلاح  دیمو کرا تا نو(هغه چی د موکراسی د ښځو په بربنډتوب   کی خلاصه کوی اویا اخلاقی مفا سد دد موکراسی مهمه لاس ته را وړنه بولی) نه خوښوی. دا ځکه چی دری واړه فکتونه داجنبیا نو د نفوذ اوبیګانه فرهنګ مخه نیسی . قدرت مند بهرنیا ن د تا ریخ په اوږدوکی دګټو ترلا سه کولو لپاره غواړی هرکو چنی هیواد ته ورسی ؛ چک یی کړی اوبالاخره فرهنګ او منا بع یی تالا کړی اما دا چی افغا نا ن دیو کلتورپه حیث بهرنیا ن  په خپله خاوره کی نه زغمی ؛ یو مشکل را منځ ته کړ. بل لویه جرګه ده دا هم  دیو فرهنګ او عنعنی په څیر داسی تا ریخ له ځانه سره لری چی سراسر دظلم ؛ استبدا د او تجاوز پرضد کارنا می پکښی درج دی  ځکه دا دوهم مشکل  وګڼل سو او دا چی دناموس مستور سا تل دافغا نا نو د مذ هب او عنعنی مهم جز دی د تمدن؟ او دموکرا سی ؟خلاف وګڼل سو دا دریم مشکل را منځ ته سو . دا دری مشکلووافغا نی په اصطلاح دیموکرا تا نو ؛ بهرنیا نو او سوسیا لستا نو ته یو لوی درد سر پیدا کړ ددوی دفتوحا تو مخه یی ډپ کول او ددوی دفرهنګ اوکلتور دصا درولو او مروج کولو لاره یی تړل . دا ټوله په دا سی حال کی وه چی نړیوال تها جم زموږ و ځمکی ته متوجه و نو ځکه غربی قوتونه  سره را ټول سول او فیصله یی وکړل چی هم به دلوی جرګی کلتورصدمه داره کوی او حتی دمنځه به یی  وړی او هم و دموکراسی ؟ته دلاری پرا نستلو لپاره  د( ستراو ملی نوامیسو ) مسله له منځه وړل نها یت اړین وبلل سول  . نو ځکه وما هرو افغا نی با زیګرا نو ته ضرورت محسوس سو. دا سی با زیګرا ن چی د سحرګر په توګه عمل وکړی . اول اجنبیا نوتشویش وکړ چی دا سی افغا نا ن به پیدا سی چی دخپلو ملی ارزښتو نو پرضد عمل وکړی ؟ اودا دری افغانی اوملی ارزښتونه له خاورو سره خاوری کړی .خو ډیرژرڅو با تجربه افغانا ن وړا ندی سول او ځا نونه یی ما هرسیا سی لو مپینا ن وروښودل په سرکی بهرنیا نو دد وی پرصدا قت شک کا وه خو چی کله  یی ددوی بیګرا ونډ ته وکتل دی افغانا نو؟ داسارت منلو اوږده سوابق لرل  پخوا یی هم دډیرو بهرنی استخبا را تی موسسو سره همکاری کړی وه  ان  تردی چی د پیسو دترلاسه کولو لپاره به دای اس ای دکرنیلانو ددروازو شا ته په قطا رکی په ګنټو دریدل همدا ډول دایرانی جنرا لانو دروازوته ؛هغه و چی دی افغا نا نو؟ خپله اماده ګی وهرنوع خارجی مداخلی ته دافغانی کمونستا نو په څیرڅرګنده کړل .دوی ځا نونه ددی کارټیکه داران اومسلکی کسا ن معرفی کړل

یقینا چی دا افغا نان دخپل کارازما یل سوی کارمندا ن وه . دوی اول دلویی جرګی د نوم اوما هییت  تغیر اوله منځه وړولو ته ملا وتړل نو ځکه یی پرله پسی دلوی جرګی په نا مه خپل انډیوالان سره را غونډ کړل او مختلف نومونه یی پر کښیښول لکه ( اظطراری لویه جرګه ؛ دقانون اسا سی لویه جرګه ؛ مشورتی لویه جرګه او قا نونی لویه جرګه ) . په دی ډول یی دلوی جرګی اصلی ما هیت په عامه اذها نو کی مغشوش کړ.ان تردی چی دامریکا دسفیر معاون داینده لوی جرګی خطوط مشخص کړل اوویی ویل چی دا جرګه به مشورتی حیثیت ولری .په دی ډول یی افغان ملت ته تفهیم کړل  چی نورلوی جرګی او دهغه فیصلی اجرایی ضما نت نلری

  دوی وکولای سوای ما هرانه د ملت افکارد لوی جرګی په هکله د شک او تردید سره مخ کړی او حتی و هری جرګی ته یی مختلف قیودا ت وضع کړل ترڅو دملت استا زی ونه کولاسی و هغی ته لاره پیدا کړی لکه په قانون اساسی کی چی داسی محدودیتونه ورته وضع سوی دی چی یوازی بهرپلوه درژیم استا زی دهغه قا نونی مشترکین په ګوته سوی  دی . همدا ډول دد موکراسی ترنامه لاندی ملی کلچر ته سپکا وی وسو اومعصومو اوبا عفته افغا نی کورنیو ته د ښځو د حقوقو ترنا مه لاندی فسا د ترزیق سو مبتذل تصویری نشرات د د موکرا سی اومطبو عاتی ازادی اصل وګڼل سوپه دی ډول یی په کورنیو کی دتلویزیونی نشراتوله لاری د ا ختلا فا تو وا یروس ترزیق کړپه خارجی سرما یو ترشل زیا ت تلویزونی شبکی فعا له سول هغه چی په یوه اواز د ښځو ازادی تمثیلوی.نو ځکه دنجونو دکورڅخه د تیښتی جرا یم زیا د سول چنا نچه انا ثیه زندانونه ددی جرایموښه مثال دی اوحتی ددی جرمونو دزیا توالی اوتشویق په منظوریوه برنا مه ترتیب سول چی دهغه پراساس دامن کورو(خانه های امن )ترنا مه لاندی ځایونه په ښه امکا نا تو جوړ سول ترڅو نورهم ښځی وکولای سی په اسا نی دکوره وتښتی او دی دامن کورونو ته ورسی

 ددو خا نیا تو او مسکرا تو ازاد خرید ؛ فروش او استعمال د تمدن مهم اصل و بلل سو .

په دی ډول افغا نی سیا سی لومپینا نو وکولا ی سوای حتی زموږ ملی ترمینا لوژی هم تربرید لا ندی ونیسی ترڅو خپله افغان دښمنه څیره وبهرنیا نوته د صدا قت او خدمت ګذاری په توګه ښه مثال وړا ندی کړی . دا په اصطلاح د د موکرا سی تا جران د بهرنیا نو په سترا تیژی کی د ذلیلو اجنټا نو په حیث نورهم دا ستعمال وړ وګڼل سول ترهغه چی دوی یی د نا مشروع ثروت اولوړو چوکیو خا وندان کړل اود مخدره موادو د تجارت دروازی یی دد وی پرمخ پرا نیستی   حتی داسی زمینی ورته مسا عدی سوی چی په استفاده د نظا می طیا رو د مخدره موادو دانتقال لاری چاری مخ ته وړل کیدل . له بله طرفه یی اطمینان ورکړ چی که د اداری اومالی فساد دمشکل سره مخ سول ددوی دهیوادو دروازی یی پرمخ خلا صی دی ( لکه چکری وزیر حج ؛ قا سمی وزیر ترا نسپورت ؛ قدیرفطرت رییس با نک اونور).اوس چی د سولی ناری سوری تیزی سوی  دی دا لومپینا ن وارخطا سول اودا فکر ورته پیدا سو چی مبا دا غربیان ددوی د سرڅخه د حما یت لاس پورته کړی نو ځکه امریکا ییا نو ته ګاهی پر،دی همسا یه د نظامی حملی مشوره ورکوی اوګاهی پرهغه بل همسا یه دحملی غوښتنی مطرح کوی ترڅو د څه نوری مودی لپاردهغوی تر سا یی لاندی او دانسا نا نو دمرګ اومیر اوویرا نیو په لمن کی ثروت ولټوی اواسوده ژوند وکړی . ټوله نړی پو هیږی چی دا سیا سی لومپينا ن په مشکله دیوی ولسوالی نما ینده ګی کوی خو دبهرنیا نو اساسی مشکل دادی چی که د دیموکرا تیکو اصولو پربنسټ اکثریت ته دولت پریښودل سی نو بیا هغوی د ملی منا فعو پربیسټ عمل کوی چی هغه بیا د بیګا نه منا فعو سره په تضاد کی وا قع کیږی اوبالاخره د استعماری اهدافو مخه ډپ کوی .نوځکه داقلیت رژیم پریو لوی اکثریت دبرچی په څوکه تحمیل سویدی حال دا چی د تا ریخ په اوږدو کی هیڅ قدرت د میلتونو سره ډغری نه دی وهلی اونه دکا میا بی سا حل ته رسیدلی دی .

زما په عقیده نا ټو مشران په خپله اشتبا ه پوه سوی دی خو دخلا صون لاره هم مشکل کاردی ځکه دی افغانی لومپینا نو بهرنیا ن ودا سی کندی ته اچولی دی لکه روسا ن چی یی ورا چولی وه خو ښه خبره به دا وی چی د سولی پروسه ګړندی سی او واک وملت ته وسپارل سی دا به یوازنی لاره وی چی دلویو قدرتونو حیثیت پکښی خوند ی سی . که دا سی ونسی هغه نړیواله شرمنده ګی به را منځ ته سی چی پخوا خو یو شوروی ما ته وخوړل اوس به ټوله نړی ما تی ومنی .او دعصرتکنا لوژیکی جنګی ما شین به هم ترسوال لا ندی را سی.

                عبدالباری "عارض"

 

 


بالا
 
بازگشت