عبدالباری عارض

 

د جګړی او سولی بنسټیز عوامل

 

مطلب می د افغانستان د درو لسیزو جګړو او اوسنی د سولی دزمزمو علتونه دی.

د تجاوزاوجگړی مهم عوامل:

لمړی   د افغانستان ستراتیژیک موقعیت په اسیا کی دنظامی او تجارتی دروازی پحیث د هر توسعه طلب ،شیطانی غریزی تحریک کوی.د هغه تصرف د ځان لپاره ویاړ او دسیالانو په مقابل کی برتری تلقی کوی.ځکه کله کله د تهاجم سره مخ کیږی.

 دوهم زموږ د هیواد اقتصادی ناتوانی ، د رهبری سیاسی کمزوری او په ولس کی د سواد د کچی ټیټ والی داسی شرایط را منځ ته کوی چی بهرنی استعمارګر  قدرتونه لاسونه را وغځوی او پرخپلو سیالانو باندی په نړیوال ډګر کی د برلاسی په هیله د دی ستراتیژیک موقعیت د ترلاسه کولو لپاره هڅی وکړی.

دریم  مهم فکټ دهغه  طبعی زیرمو شتون په افغانستان کی دی چی تر اوسه یی لاس نه دی خوړلی. او منفعت طلبه هیوادونه دی ته هڅوی چی د هغه د ترلاسه کولو لپاره د تجاوز ترپولی ټول امکانات په کار واچوی.

دا دری مهم علتونه دی چی تجاوزګره نړی یی دی ته هڅولی ده چی د خپلو بریاؤ په هیله جګړی پر افغانستان و تپی. د ورستنی تجاوز څلورم علت هم په اسیاکی د اټومی دوږخ را منځ ته کیدل دی چی هند ، ایران ، پاکستان،چین او شمال ته یی هم روسیه دهغه مالکان دی. او امریکا غواړی له نژدی څخه په اصطلاح د دی خطر مخه ډپ کړی.

دا جګړو ته د بهرنیو تیوریګانو نومونه او رنګ ورکول کیږی او د واریدیدو لپاره یی په بی حوصلګی لښکرکشی ته ملاوی تړل کیږی، کله د سوسیالیزم ترنامه لاندی او کله هم د دموکراسی تر عنوان لاندی د افغان ولس و کلچر او دود  او  اسلامی ارزښتونو ته په سپکه کتل کیږی او هغه    تر برید لاندی  نیول کیږی. ولی دوی دخپلی ټوله پوهی او تکنالوژیکی وړاندی تګ سره سره و تاریخ ته نظر نه اچوی، نو ځکه معکوسی پایلی ترلاسه کوی.

اوس راځو اوسنی د سولی او خبرو اترو زمزمو ته.

دطالبانو او امریکاییانو تر منځ د یوی لسیزی جګړی وروسته د سولی او خبرو اترو او په قطرکی د طالبانو لپاره  د سیاسی دفتر زمزمی تر غوږو کیږی که څه هم معلومه نه ده چی بالاخره به څه وسی . ځکه پروسه ډیره پیچلی او تضادونه هم وسیع او منافع نا انډوله دی خو دا ضرورت  په ډاګه کوی چی نور باید د سولی لاری ته ترجیح ورکړل سی ځکه ددی دواړو ځواکمن قوتونو تر منځ جګړه نه ګټل کیږی. د خبرو اترو او سولی  ضرورت مختلف عوامل لری   چی ځنی د هغو څخه مقطعی عوامل دی او ځنی نور بنسټیز دی خو زه په لنډه توګه هغه مهمو ټکو ته اشاره کول غواړم ترڅو تر یو حده  ګمانونه رفع کوی.

۱: لس کلنه یو نواخته جګړه ، او په هغه کی یو شانته  تعادل د طرفینو ددی ضرورت را برسیره کړی دی چی اوسنی حالت ته بایدتغیر ورکړل سی  .

۲: خلاف د اټکل څخه، د غربیانو ناپیشبینی سوی تلفات له یوه طرفه  او اقتصادی بحران په اروپا او امریکا کی له بله طرفه ، نور په افغانستان کی د جګړی درانه مصارف او مرگ ژوبله د اروپایی او امریکایی ملتونو زغم سرته رسولی دی. او په تدریجی توګه حکومتونه ورځ تربلی تر فشار لاندی راولی.

۳: د ایران او امریکا تر منځ اختلافات مخ پر ډیریدو دی او هره ورځ د یوی بلی جګړی امکانات متصور دی.

خو د امریکا لپاره به ډیره  مشکله او حتی ناممکنه وی چی د چین او روسیی د موجودیت سره سره همزمانه په افغانستان او ایران کی جګړه مخ ته بوزی. نو ځکه ضرور باید د افغانستان قضیی ته  د پای ټکی کښیښول سی.

۴: دفساد انکشاف او بی کفایتی د کابل په اداره کی چی د یوی واحدی ایډیالوژی د نه شتون له کبله را منځ ته سوی دی  او ورځ تربلی د ولس او حاکمانو  تر منځ واټن مخ په ډیریدو دی ،نور غربیان ستومانه کړی دی.  نو ځکه  د بدلون ضرورت په ګوته کوی.

۵:پاکستان هم اوس پخوانی پاکستان نه دی  د پخوا په پرتله ډیر ځواکمن دی یعنی ذروی طاقت دی او په دی کی شک نسته چی لکه د کابل تنظیمی اداره چی د اضافه د څلویښتو دولتونو له خوا سپوټ کیږی طالبان هم د پاکستان او نورو د ګوتو په شمار اسلامی دولتونو له خوا حمایت کیږی. خو دهغه پیچلی سرحدی  او قومی جوړښت او روابطو پر بنسټ چی افغانستان یی د پاکستان سره لری ، د هغه هیواد رول هم له پامه نسی غورځیدلای . وروستی ناندری چی د امریکا او پاکستان تر منځ را برسیره سوی دی او انګلستان ضمنی طرفداری د پاکستان کوی ، ددی ضرورت یی په ډاګه کړ چی جګړه د حل لاره نه ده.

۶: هغه کړنلاره چی امریکاییانو د خپلو مجبوریتونو له مخی د قواو د خارجیدو او یا ډیر لږیدو لپاره د امنیت د انتقال تر نامه لاندی تر۲۰۱۴ ع کال پوری اعلان کړیده هم یو مهم عامل ددی لپاره ګڼل کیدای سی چی امریکاییان باید مخکی تر هغه نیټی د طالبانو د ځواکمن تحریک سره تفاهم وکړی او خپل د کړنلاری د عملی کیدو امکانات را منځ ته کړی. ځکه دا توقع نور نسته چی د کابل د اداری ظرفیت دی دومره سی چی د یو واقعی حکومت تمثیل وکړای سی او ولسی ملاتړ ترلاسه کړی.

۷: هغه ستراتیژی چی امریکا یی په منطقه کی لری او غواړی خپل محدود قطعات اقلا د یوبلی لسیزی لپاره په  مشخصو هډو کی په افغانستان کی ولری د کابل د اوسنی اداری په هو کړه نسی تر سره کیدلای .خکه ددوی سره ملی ملاتړ شتون نلری. دا کارهم باید دملت د ځواکمنو استازو سره د برابرو توافقاتو په نتیجه کی تر سره سی.نو ځکه د خبرو اترو ضرورت نور هم په ډاګه کوی.

پورتنی عوامل هغه څه دی چی د سولی او خبرواترو ضرورت یی را منځ ته کړیدی .له بله طرفه د افغان ولس د مرګ او میر ، او ویرانی کچه دومره لوړه سوی ده چی امریکاییان پخپله  هم اوس د بشری حقونو په جمله شرمیږی.

د یو خوار غریب ولس په وړاندی نړی د ټول ځواک سره سره د جنګ میدان ته په نوی تکنولوژی را دانګل سربیره پردی چی  په سیاسی نړیوال ډګر کی دامریکا او متحدینو و حیثیت ته  یی لوی تاوان رسولی دی نا انډوله جګړه او د شرمساری موجب ګرځیدلی دی.

ددی تجاوزاتو سلسلی د وارسا تړون دړی وړی کړ او اوس تاسو شاهد یاست چی امریکا د افغانستان په جګړه کی د خپلو متحدینو په ستومانه کیدو سره هغوی ته اخطار امیزه وویل چی امریکا نور د اروپا څخه خپله توجه و اسیا ته اړوی او خپل نظامی شتون هلته تحکیم کوی . چنانچه چین خپله غوسه پټه نکړای سوای او لفظی عکس العمل یی ښکاره کړ. انګلستان هم په دیپلوماتیکه ژبه وویل چی نور اروپایی هیوادونه خپل سهم باید په نړیوال امنیت کی پخپله  باید تر سره کړی.

دا ډول څرګندونی په یو ډول د ناټو تړون د اضمحلال زیری له ځان سره لری او د نړی د تکامل پیغام رسوی.هغه چی وای( څاکن په څا کی وی). دا مظلوم ولس هم خدای لری کله کله د قربانیو په بدل کی داسی اجر ورکړی چی پخپل هیڅ ، سرتاج د نړی وګرزی . او ستر طاغوتی طاقتونه ورته پر ګونډو سی حتی د نړی نورو خوارو او محکومو ولسونوته د ازادی مسیچ ورکړی.

 بابا یی  دنړی ستر طاقتونه  مات کړی دی خو د بچی څخه یی  د زمانی تقاضا ډیره درنه ده هغه دا چی نړی باید و سولی ته راوبولی. د همیشه لپاره د نړی څخه د ظلم ، استبداد او تجاوز کمبله ټوله کړی. د نمرودانو دماغ ته غوماشه ور ایله  کړی .  فرعونان غرق  کړی .  عدالت ، سوله او بشر دوستی  تامین کړی.

 

 


بالا
 
بازگشت