عبدالباری عارض

 

سپینی خبری، نوی وړاندیز

نور هغه وخت رارسیدلی دی چی د چنو ، سیاسی زورواکۍ  ، نظامی برتری او کهترۍ پرته په هیواد کی روان کړکیچ د افغانی کلچر،ننی عصر او نړیوال تمدن په هنداره کی وڅیړو. دا څیړنه باید د تعصب او عقدو څخه لیری او دعینی واقعیتونو پر بنسټ وی .

دا سمه ده چی په تیرو کی یو تعداد کسانو د ولس یا ملیتونو په وړاندی لوی تیری کړیدی چی د بخښلو ندی. اما وینه په وینه نه پریولل کیږی . که دا دښمنۍ شخصی وی  او بدله یی دتکرار د مخنیوی لپاره ضرورت وگڼل سی ، اما هغه وخت چی د هیواد او ملی ګټو سوال منځ ته راځی نو نه یوازی باید تر خپلو ګټو تیرسو بلکه قربانی هم باید ومنل سی،که نه په اسلام کی د شخصی انتقام څخه هم ډډه کول او عفوه د نارینه خصلت بلل سوی دی،  داچی تنظم واکانو څه وکړل او قومی ،سمتی او ژبنی تعصبونه یی د هیواد د تجزیی ترپولی تازه او تیز کړل ، او یا طالبانو څه وکړل او هیواد یی د علم څخه لری او د ناپوهی په تیارو کی  واچاوه یا یی دمسلمان ملت انسانی کرامت په څه ډول تر پښو  لاندی کړ، دا هغه خبری دی چی سپیناوی یی د ملی ګټو سره سمون  نلری. بلکه هیواد نور هم د بدبختی او کړکیچ په کنده کی غورځوی.

نباید دوه اړخه د ولس د سرګردانی او په هیواد کی د کړکیچ د دوام په بیه، خپل منځی دښمنۍ  ترسره کړی.هر نوع انحصاری بنسټیز بدلون به د حاکمیت په جوړښت کی د نوی جګړو سبب سی ، که دا جکړی موقت هم وی خو یو ځل بیا به ولس په وینو کی و لغړوی، زه فکر کوم دابه انصاف هم نه وی . قربانی یوازی د وطن لپاره ځان وژنه نده بلکه د ولس او هیواد د ګټولپاره په خپلو عقایدو کی نرمښت او د خپل دریځ څخه تیریدل هم لویه قربانی بلل کیږی.

مطلب می دادی چی که واقعا هیواد او ولس د بحث موضوع وی نو هم طالب او نورمخالفین او تنظیمی کړۍ باید د زغم لاره خپله کړی. خو داخبره په دی معنی نده چی عدالت دی نه تامین کیږی ، ځکه د ولس اعتماد هم ډیر مهم اصل دی چی هغه د حاکمیت له طرفه د عدالت په تامینولو تر لاسه کیږی.

یو بل دود هم د روغی جوړی په بهیر کی مروج دی ، هغه دا چی که طرفین د دعوا ،و نتیجی ته نه رسیږی نو واک و یو مصلح دریمګړی ته وسپارل سی داسی دریمګړی ته ،چی لاسونه یی سره نه  وی ،دفساد سابقه ونلری، د شخصی ناروا ثروت ټولولو سابقه ونلری ، د هیواد او ولس سره د دښمنی سابقه ونلری ، حتی نور داسی مثبت خواص لکه ولس دوستی ، هیواد غوښتنه ، لیاقت ، اهلیت ، د عصر د غوښتنو سره سم قلم او تحصیل ولری.

اوس که په رښتنی لید وکتل سی طالبانو ډیری صدمی او تاوانونه و پاټکسالارانو او جنګسالارانو ته رسولی دی ،همدا ډول جنګسالارانو دلیلی دښته د کندوز او مزار ښارونه د طالبانو په مړو ډک کړی دی.او د حاکمیت انحصار دواړو اړخو  اصلی کړنلاره وه ،  اوس هغه وخت رارسیدلی دی چی دوی باید د ولس او هیواد د خیر او فلاح لپاره تر ګروپی دښمنیو تیرسی.او د هیواد ټولو بچیانو ته د پوهی پربیسټ په حاکمیت کی د ګډون لاره پرانیزی.

او که دوی نسی کولای چی یو او بل وزغمی نو بهتره داده چی د وطن صالحو تحصیل یافته اولاد ته د دریم ګړی په توګه د نړیوالو ترنظارت لاندی حاکمیت وسپاری او دواړه اړخه د هغه حاکمیت ملاتړ وکړی .

دا په لنډه توګه د داخلی مشکل د حل لاره ده .  اوس راځو  د موضوع  منطقوی او نړیوال اړخ ته ،

سپینی خبری که ترخی هم وی ښی دی ، پاکستان د درو لسیزو را په دی خوا د افغانستان په سرنوشت کی ښکیل هیواد دی . دا ډیره پیچلی موضوع ده چی ووایو په څه ډول ښکیل دی ، خو دومره ویلای سو چی دا ښکیلتیا د تجاوز بڼه نه درلودل، بلکه ددی ښکیلتیا زمینه د ۱۳۵۷ثور راوروسته د نړیوالو او افغانی تنظیم واکانو په صلاح ، مشوره او همکاری شروع او د طالبانو په ګډون یی دوام پیدا کړ. د ملیونونو افغانی کډوالو پناه و پاکستان ته او د هغوی له طرفه په ورین تندی هرکلی او غمشریکی بل لوی عامل د پاکستان د ښکیلتیا  دی چی تر اوسه دوام لری. تر ټولو مهمه لا داچی د انګلیسی استعمار تحمیل سوی کرښه د ډیورنډ په نامه ، بل لوی عامل دی چی افغانستان او پاکستان یو د بل د جریاناتو څخه متاثر کوی ځکه  ددی کرښی دواړو خواو ته یو قوم پروت دی او حتی ویلای سوچی خپلوان پراته دی ، د هغو بیلیدل مشکل نه بلکه ناشونی دی.

ځنی کسان دی ته ګوته نیسی چی ګواکی پاکستان تنظیم سالاران او مجاهدین  دغرب څخه د ګټو ترلاسه کولو لپاره حمایت کړی ، روزلی او تمویل کړی وه ، دا سمه ده خو ایا د پاکستان د نه همکاری په صورت کی جهاد و بریالیتوب ته رسیدای سوای؟ د هغو په نه همکاری اوسنی واکداران د رهبری شخصیتونو په رول کی تبارز کولای سوای؟ جواب معلوم دی هیڅکله نه.

دا ټول هغه عوامل دی چی د پاکستان ښکیلتیا ته د یو عینی واقعیت بڼه ورکوی ، ان تر دی پولی چی د مرحوم ډاکتر نجیب اله تر سقوط وروسته د تنظیمونو مشرانو د افغانستان حکومت په پاکستان کی د پاکستانی زعماؤ په ګډون جوړ کړ.

نو ایا داد پاکستان تجاوز او که د تنظیمونو دعوت د پاکستان ښکیلتیا ته ؤ؟ وروسته چی د نورو هیوادونو په لاس وهنه د پاکستان سره مناسبات د کړکیچ پولی ته ورسیدل ، آن تر دی چی همدا تنظیمی مشرانو چی دوهم ټاټوبی یی پاکستان  ؤ،  و روسیی ، ایران او هندوستان ته ارجحیت ورکړاو حتی د پاکستان ضد روحیی تکامل وکړ ، په دی ډول پاکستان ته هم پس له ډیری ښکیلتیا څخه وضع د تحمل نه سول او  طبیعتا ومقابلی ته دعوت کړل سو. له بله طرفه د یوه بهرنی قدرت ترزنی لاندی د بل بهرنی سره سیالی واقعیت او عینیت نه دی بلکه یوازی اقتصادی انکشاف ، لوړ دیپلوماتیک رول په نړیواله کچه ، قوی ،متحد اوعادل حاکمیت او د بشری حقوقو مراعات هغه څه دی چی  هیواد د سیالانو سره سیال کولای سی.

ولس هم د ډیرو بی عدالتیو، تجاوزاتو، غصب،پاټکونو،تنظیمی جګړو او جزیو اخیستونو څخه تر پوزی رسیدلی ؤ ، نو ځکه هرډول بدلون ته اماده وه ، ترڅو د طالبانو تحریک د بی عدالتیو ،پاټکونو او تنظیمی جګړو د منځه وړولو او فردی مصئونیت راوستلو تر نامه لاندی توره د پوښه را وایستل، په دی کی هیڅ شک نسته چی ستومانه ولس او پاکستان یی په ټوله قوت ملاتړ وکړ، خو ددوی حاکمیت هم په یو بل شکل ولس و ځوراوه ترهغه چی ناټو تړون د ځنی عواملو پربنسټ فوځی مداخله وکړه طالبان یی ووژل او متواری یی کړل.

بیاهم تنظیم واکان و قدرت ته ورسول سوه . خو دا ځل د پاکستان ښکیلتیا نه یوازی په نظر کی نه ونیول سول بلکه د پاکستان سره په شدت دښمنی او د هندوستان سره بی مثاله دوستی شروع سول ، دا وضع پاکستان ته د تحمل وړ نه وه نو ځکه یی بډی را ووهلی ،لکه تاسو چی وینی د ناټوپه لس کلن شتون کی امنیت رامنځ ته نه سو.

که موږ یو اګاه او ملی زعامت درلودلای او مطلق فعاله بی طرفی او دوستانه متقابل مناسبات د همسایګانو سره ساتل سوی وای نو دغرب د بی مثاله اقتصادی مرستو څخه به د ولس او هیواد په ګټه ستری ګټی تر لاسه سوی وای.له بلی خوا که اوسنی حاکمیت لجاجت نه وای کړی او دیو لوی اکثریت سره یی د مور میری کړنه تر سره کړی نه وای ، نو ننی ناورین به نه وای رامنځ ته سوی.

موږ وینو چی اوس نړی د طالبانو عینیت ته غاړه کښیښول .

د پورتنۍ توضیح څخه می مطلب دادی چی اوسنی حاکمیت، پاکستان دښمنه دریځ خپل کړی دی نو ځکه  ددوی په شتون کی په هیڅ ډول د سولی او امنیت فضا را منځ ته کیدای نسی ، او همدا ډول د پاکستان سره دفعلی افغانی سیاست دوام به هیڅکله سوله رامنځ ته نکړی ، بلکه په منطقه کی به نور هم کړ کیچ ته پکه ووهل سی ،فلهذا ددی ضرورت نور هم په ډاګه کیږی چی بدلون حتمی ګڼل کیږی . داهم یو عینی واقعیت دی چی پاکستان نه غرب نادیده نیولای سی او نه یی رول د افغانستان سره په دوستی کی هیریدلای سی . خو دا بدلون چی ولس یی انتظار لری حتمی داسی نه دی چی د مخالف لوری مطلق حاکمیت بیا تکرار سی ، ځکه ولس د نړیوالو سره په پیوستون کی خپله اینده مناسبه بولی ، همدا ولس د ننی عصر د تمدن او پیشرفت او تعلیم غوښتونکی دی.

زه بیا دی مطلب ته اشاره کول غواړم چی که دا دوه اړخه خپل منځی مخالفتونه نسی هیرولای ، که دادوه اړخه د ننۍ نړۍ غوښتنی نسی زغملای ، که دا دوه اړخه د مختلفو بهرنیو کړیو څخه خلاصون نلری ، نو دواړه دی   دهیواد او ولس لپاره قربانی ورکړی ، او دریم ګړی منور او وطن دوسته قشر ته دی  زمینه برابره کړی تر څو د نړیوالو په همکاری ،له سره د همسایګانو سره پر اړیکو او مناسباتو نوی کتنه وکړی اوپه منطقه کی د دوستی پر بنسټ نوی سیاست غوره کړی  ،او د غربیانو د دوستی او کمکونو څخه د ولس د ګټی لپاره ګټه پورته کړی او هیواد د ننی عصر د کاروان سره همګامه کړی .غرب هم د تیرو کړونو د جبران لپاره اخلاقا باید خپلو مرستوته په دوامداره ډول د افغان ولس سره متعهد سی.

دا هم د غرب مسولیت بولم چی د ګوتو په شمار هغه کسان چی د سولی او ملی حاکمیت خنډ ګرځی ،د سولی د پروسی په بهیر کی تر نظارت لاندی ونیسی .

اوسنی حاکمیت دومره ناتوانه سوی دی چی د ناټو په موجودیت کی حتی په کابل کی د ډیرو پهرو او ګزمو او کانګریټی دیوالو سره سره خپل جګ پوړی چارواکی ساتلای نسی.داحالت پخپله د بدلون ضرورت په ګوته کوی.

که څوک دا دلیل راوړی چی دریم ګړی منسجم حزب او یا قوت نسته . دا درسته نه ده افغانستان د ۱۳۵۷ثور نه مخکی په لسهاو کلونو دداسی منورینو او تحصیل یافته ګانو له خوا رهبری سوی دی چی هیڅ نوع تبعیض ، فساد ، ورور وژنه او بی قانونی پکښی شتون نه درلود په داسی حال کی چی منظم حزبی جوړښت یی نه درلود.اما د ټول ولس په اشتراک یی بیله هر نوع تبعیض څخه دنظام بنسټیزه حاکمیت رامنځ ته کړی و.

 

 

 


بالا
 
بازگشت