عبدالباری عارض

 

افغانستان د حتمی بدلون په لور

 

هغه شواهد او قراین چی دبدلون د ضرورت پیغام ورکوی زیاد دی ، د فساد اوج په اداره کی ،د حاکمیت د انحصار دوام، د عدالت نه شتون، سمتی او ژبنی تعصب په اداره کی ، د روابطو ارجحیت په تعیناتو کی ،د قانون نه واکمنی ،د ولس او دولت تر مابین د واټن زیاتوالی ، د امنیت نه تامینیدل،  د بیکاری د سطحی لوړوالی ، د دولتی او شخصی ځمکو غصب د زورمندانو په وسیله ،جنسی تجاوزات او بالاخره د امنیتی منسوبینو لخوا د بهرنیو ځواکونو په نښه کیدل ،هغه څه دی چی د فعلی اداری دوام ناشونی کوی. خو د قطر خبرواترو ،پر پاکستان د غرب اقتصادی او دیپلوماتیک فشار او د طالبانو او امریکاییانوپه دریځ کی نرمښت  نور هم ددی بدلون قاطعیت په ګوته کړ.

له بله اړخه د قطر د خبرو اترو انګازی ، وافغان اوسنی حکومت ته د ګډون حق پکښی نه ورکول  او د فرانسی هغه پریکړه چی  د قواو، د وخت نه مخکی د وتلو په هکله یی اعلان کړه  ، په ځانګړی توګه د لیونپنیتا اخرنی څرګندونو نور هم د دی  بدلون ضرورت ته حتمی بڼه ورکړه. کله چی پنیتا وویل چی د ۲۰۱۳ کال تر نیمایی پوری به د امریکا جګړه ایز ماموریت  په افغانستان کی پای ته ورسیږی ، او د ناټو منشی هم عینی مطلب څرګند کړ،نو په افغانستان کی واکمنی اداری دشک او تردید په څلور لاری کی خپل زوال حتمی و بلی ځکه یی نور هم و فساد ته ملا وتړل تر څو د خپل سیاسی څو ورځنی باقی ژوند په جریان کی اخرنۍ نامشروع ګټی ترلاسه او و تیښتی ته چمتووالی ونیسی،په دی ډول د چور او تالان زمینه نوره هم مساعده سول  هر چارواکۍ ځان پر چوکۍ موقت احساسوی نوځکه تر هغه ځایه چی ممکنه وی سوء استفاده کوی .په دی ډول ولس نورهم تر فشار لاندی راغلی .

تپل سوی جنګی کړۍ او تجزیه غوښتونکی د حاکمیت په نقاب کی ،په دی هم نه وه پوهیدل چی کله په ۲۰۱۰ کال د لیزبون په غونډه کی ناټوفیصله وکړل چی د۲۰۱۴ کال تر پایه به له افغانستان پښی سپکوی نو سپینی ماڼی په صراحت وویل چی امریکا به ترشا په افغانستان کی یو قوی او مضبوط حکومت پریږدی.( چی شاید و ولسی اداری ته د واک د لیږد اشاره وه ) هغه وخت دکابل چارواکو فکر وکړ چی زموږ حکومت ته اشاره ده ، او اوباما اوس هم په خپله اخرنۍ مهمه وینا کی وویل چی په افغانستان کی جګړه و پای ته د رسیدو په حال کی ده .خو دا په عیش کی ډوب چارواکی او سمتی متعصبین د سواد د نه شتون له کبله دومره تحلیل او شننه هم ونه کولای سوای، چی دا مضبوط حکومت کوم او جګړه څنګه و پای ته درسیدو په حال کی ده ؟

له بله طرفه داسی کومی خبری هم نه تر غوږ کیږی چی هغه ملی تاجران چی د روانو ګډ او وډ حالاتو تر اغیزی لاندی د شک او تردید سره مخ سوی دی د هغوی د ډآډ ګیرنی سبب سی ،  هغوی هم د چور او چپاولګرانو له ویری هڅی پیل کړیدی ترڅو د خوندیتوب په موخه خپلی سرمایی د هیواد څخه وباسی .چی په هغه صورت کی هم   ولس او هیواد د ګواښ سره مخ دی.

اوس د مطلب روح په دی کی دی چی دا بدلون به ومثبت لوری ته انکشاف ومومی او که منفی لوری ته . که ددی بدلون لوری د عراق په ډول وی نو د یو نوی ناورین انتظار باید وایستل سی ، خو د طالبانو د پخوانی حاکمیت ځینو مشرانو د مرکو په ترڅ کی په غیر مستقیم ډول د ننی عصر ایجاباتو او غوښتنو ته د ضرورت اشاره کړیده او هم ددوی په اعلامیه کی چی خپره سول په وضاحت د قدرت د انحصار څخه ډډه سوی ده. خو وضع هغه وخت نور هم د مغشوش والی خواته ولاړل چی د قطر خبری اتری هم تر نړیوال استخباراتی پوښښ لاندی راغلی ،هلته هم دیپلوماسی د جاسوسی کړونو تر اغیز لاندی واقع سول . چی مهم لوبغاړی یی سی ای ای ، د انګلیس انټلیجنټ سرویس او د ای ایس ای اداره بلل کیږی ، ددی هیوادونو د ګټو تضاد سوالونه رامنځ ته کړی دی. خو یو شی اړخونه دی ته مجبوره کوی چی منظم او سالم جهت غوره سی چی هغه د نړیوال حیثیت اعاده او دهغه ژغورنه ده.

ضد او نقیض خپرونی او نظریات چی د امریکاییانو له لوری رامنځ ته کیږی د ابهام فضا نوره هم پیچلی کړیده . خو په هر صورت کی دا ټوله نوښتونه د یو حتمی بدلون خبر له ځانه سره لری. له پامه باید ونه غورځول سی چی که واقعاْ د سولی بهیر پر یو مثبت لوری روان وی ، بدلون باید د یو هر اړخیز پلان له مخی صورت و مومی . تیرو بدلونونو ترخی خاطری د ولس په ذهن کی پری ایښی دی او عملا یی ولیدل چی

  ځنی کړۍ د خپلو سوابقو له مخی په دغه ډول حالاتو کی د اړاودوړ فضا را منځ ته کول غواړی چی په هغه صورت کی به ولس او هیواد د بی ساری تاوان سره مخ سی ،یوار بیا به ولسی شتمنی او نوامیس د خطر په درشل کی واقع سی چی د هغه مسولیت به بیا و امریکاییانو ته متوجه وی. ځکه زموږ په یاد دی کله چی ځنی معلوم الحاله کړۍ د داکتر نجیب الله تر نسکوریدو وروسته کابل ته را ننوتی حتی د وزارتخانو او رسمی دفاترو وسایل او امکانات یی لوټ او تالان کړی .هر نوع بدلون  باید یوه ظریفه او موقت ولسی دیکتاتوری د جنایاتو د مخنیوی او ختمیدو په هیله له ځانه سره ولری . او حتی شکمنی کړۍ او د سولی مخالفین باید همدا اوس د بهرنی ځواکونو تر څارنی لاندی ونیول سی تر څو د بهیر د اخلال مخه ډپ او د احتمالی خساراتو مخنیوی سوی وی.

د قطر خبری اتری لا تودی سوی نه دی خو پاکستان او حاکمی اداری د یوی بلی توطیی په لوری قدمونه واخیستل او هڅه یی وکړل د سعودی د مذاکراتو په نامه ځنی جوړ کړل سوی طالبان هلته سره را غونډ کړی او په طالبانو کی د تفریقی فضا خپره کړی ،هغه جناب کرزی صاحب چی تر ننه یی د سولی ناری سوری وهلی اوس چی یی سوله نژدی احساس کړل نو خپلی ګټی یی په خطر کی ولیدل ځکه یی د جنګ سالارانو په ډاډ د سولی د مخنیوی لپاره د قطر د بهیر سره ضمنی مخالفت ،په سعودی کی د بل دفتر د پرانیستو تر عنوان لاندی ،ښکاره کړ . له نیکه مرغه چی د سعودی دولت ددوی د سابقی په نظر کی نیولو سره دا دسیسی ته د شک په سترګه وکتل او د منلو څخه یی ډډه وکړل  او طالبانو هم په شدت رد کړل ، دا ناکامی یوار بیا د کابلۍ اداری ابرو د خاورو سره خاوری کړل . خو امریکا به پاکستان  په یو ډول د ډولونو قانع کړی چی د سولی له بهیر سره همکاری وکړی.

له بله اړخه نړیوالی ټولنی د ستراتیژیکو تړونو تر نامه لاندی هڅی پیل کړیدی تر څو افغان ولس ته ډاډ ورکړی چی نه یوازی د اوسنی حاکمیت په شتون کی غرب مرستی کولی بلکه د بدلون په صورت کی به هم ،افغان ولس هیر نکړی او خپلو مرستو ته به د اقتصادی همکاریو په بڼه دوام ورکړی. دا ځکه چی فعلی حاکمیت د خپلی همیشنۍ غریضی له کبله د امتحان په وروستنی چانس کی هم ناکامه سو.دا په داسی حال کی ده چی په هیواد کی د مرګ اومیر او ویرانۍ د مسولیت دروند بار ته باید ځواب ورکول سی. نور د امریکاییانو د صبر کاسه هم ډکه سوی ده . او د اوسنۍ اداری د اصلاح چانس هم په کلی ډول له منځه تللی دی. دا په داسی حال کیده چی غربی نړی هم په خپلو هیوادو کی ورځ تر بلی د خپلو ملتونو د نارضایتونو سره مخ ده او د زعماو انتخاباتی بهیر ته د افغانستان په هکله ګواښونه مخ پر زیاتیدو دی.

 

  


بالا
 
بازگشت