عبدالباری عارض

 

ستراتیژیکه لوبه

دا سمه ده چی افغانستان درو لسیزو جګړو ځپلی دی او ټوله اجتماعی ،سیاسی او اقتصادی بنسټونه یی وران سوی دی اما دا په دی معنی نده چی ژوندی  فکرونه دی هم پکښی مړه سوی وی او یاد اسارت په ځنځیر تړل سوی د تحلیل توان  تری اخیستل سوی وی، له کومه وخته چی د ستراتیژیک تړون تر نامه لاندی اوسنۍ لوبه پیل سوی ده ټوله مترقی اوملی عناصر د هغه په ماهیت پوهیدلی،او هغه اهداف چی ددی نامه تر شا پراته دی درک او تحلیل کړیدی . ترټولو لویه خبره داده چی د دوه کاله را په دی خوا چی د ستراتیژیک تړون موضوع مطبوعاتو ته راوتلی او ښکیل اړخونه یی په رسمی توګه یادونه کوی ،تر اوسه هم نه معلومیږی چی امریکا کوم اهداف په دی تړون کی ترلاسه کول غواړی او یا ددوی غوښتنی څه دی ؟که ووایم چی تر اوسه افغان حکومت هم نه پوهیږی چی د امریکا غوښتنی څه دی نو بیا به اشاره ودی ته وی چی بی واکه نصب سوی حاکمیت حق د پوهیدو هم نلری او صرف د امر او نهی د اوریدو پر پوله قدم وهی.دا هم درسته ده چی عمده مطلب د تړون د اوږد مهاله نظامی هډو ایجادول دی ، اما ددی هډو ځای پر ځای کول باید جزییات ولری که نه؟ایا ددغو هډوپه ایجاد کی باید د افغانستان ګټی هم په نظر کی ونیول سی که نه؟ دا هډی په څه منظور جوړیږی؟ ایا د افغانستان دساتنی لپاره او که د نورو اهدافو لپاره ؟ که د افغانستان لپاره وی د چا څخه یی ساتی؟ ایا ددی هډو د جوړیدو محل او ځای د افغانانو په خوښه دی او که د دوی په انتخاب؟ ایا ددی هډو په بدل کی افغانستان هم څه ترلاسه کولای سی که نه؟ ایا ددی هډو په شتون کی د افغانستان حاکمیت ته تاوان پیښیږی؟او که د جرمنی ،استرلیا او جاپان غوندی حاکمیت تامین وی؟ ایا دا تضمین موجود کیدلای سی چی دا هډی د نورو هیوادو په مقابل کی نه استعمالیږی ؟ ترڅو موږ بی خبره د نورو هیوادو تر اټمی برید لاندی رانه سو. دا ټول د تړون هغه جزییات  شمیرل کیږی چی افغان ولس باید په پوه کړل سی اما امریکاییان ددی جزییاتو د توضیح څخه پر څنګ کیږی ،

په حقیقت کی د امریکا سره د ستراتیژیک تړون تایید یا ردول ،د ملی منافعو په چوکاټ کی باید ارزیابی سی ، د افغانستان سره باید د یو مستعمری په شان چلند و نسی . چون دا تړون د ملی منافعو جز ګڼل کیږی نو ځکه دا موضوع د نهایت دقت وړ ده او تنها ولس په دی هکله د تصمیم صلاحیت لری  ، اما لکه څنګه چی ښکاری دا تړون د جنګ په دوران کی عجولانه تر کار لاندی نیول سوی دی . شاید په هغه کی د افغانستان ګټی پرتی وی اویا نه وی خو اصل بحث پردی دۍ چی په افغان لوری کی ددی کار صلاحیت دچا دۍ ،اول ددی  تړون په نامه ،په مشورتی لویه جرګه را وبلل  سوه ، هلته په لوړو نارو سورو او بی مثاله جسارت وړاندیزونه او شرایط وړاندی سول چی امریکا باید دهغه پر بنسټ د ستراتیژیک تړون خیال په حقیقت بدل کړی. دجرګی کامیابی په خاصو تبلیغاتو بدرګه سول . خو امریکا ییانو پرهغه غوږ هم و نه ګراوه ،  داسی قیاس کیدای سی چی امریکا دا په لویه جرګه نماینده جرګه ونه بلل . وروسته  بیا کرزی صاحب ددی تړون د خبرو اترو د بهیر د وړاندی تګ لپاره د افغان لوری داسی یو څوک توظیف کړ چی هغه سربیره پر دی  چی د مخالفینو سره د سر په کاسه کی اوبه چیښی  او د لوی اکثریت اعتماد له ځانه سره نلری د حاکم دولت د پارلمان  د عدم اعتماد ویاړ  هم ور په برخه دی .  نو ایا دا منطقی خبره ده چی ملی منافع دی داسی څوک تنظیم کړی چی د ټول ملت  د عدم اعتماد سره مخ وی؟

  بله اساسی موضوع خو داده چی له یوه طرفه په لیزبون کی د ناټو کنفرانس فیصله وکړه چی تر۲۰۱۴ کال پوری به د ناټو قواوی د افغانستانه پښی سپکوی او تر هغه وخته پوری به د امنیت د انتقال بهیر تکملیږی یعنی د افغانستان امنیت به افغان امنیتی ځواکونو ته سپارل کیږی او نور به دفاع او جګړه د افغان امنیتی قواو کاروی ، که دا خبره رشتیا وی نو بیا اوږد مهاله امریکایی هډی به د کومو وظیفو او اهدافو  لپاره وی ؟  د یادونی وړ ده چی د سیمی هیوادونو داسی انګیرنه مطرح کړل چی د امریکایی نظامی هډو شتون په افغانستان کی ددوی د اندیښنی سبب دی  خو افغان حکومت په کراتو ایران او پاکستان ته اطمینان ورکړ چی ددی هډو شتون به ددوی لپاره خطر نه وی او هیڅکله به افغان خاوره ددوی خلاف استعمال نکړل سی. اما د افغان حکومت واک پرچارو هغه وخت ښه څرګند سو چی هډی لا جوړی سوی نه وی خو افغان خاوره د پاکستان پر خلاف استعمال شوه(هغه برید چی امریکاییانو د پاکستان پرسرحدی پوستو وسو،او داسامه د مړینی عملیات ). همدا راز دایران پر خلاف استعمال شوه( د بی پیلوټه اوتکی تیری د ایران پرخاوره).

اوس راځو ددی تړون لنډ مهاله پس منظر او اینده ته . دا موضوع د بُن دوهم کنفرانس وړاندی مطرح سول او داسی انګیرل سوی وه چی موضوع تر هغه کنفرانس مخکی فیصله او امضا سی خو ظاهرا موضوع په دی لحاظ و ځنډیدل چی امریکاییانو د سند په نامه پروتوکول غوښتۍ چی د پارلمانونو تصویب و نه غواړی او اجرایی ضمانت ونلری خو افغان لوری د تړون په نامه غوښتنه درلودل ترڅو هم د پارلمانونو تصویب ایجاب کړی او هم اجرایی ضمانت ولری. اوس چی امریکا غواړی د شیکاګو کنفرانس وړاندی تړون امضا سی بیا نوی ناندرۍ پکښی را منځ ته سول هغه داچی افغان لوری غوښتل د شپی عملیات چی اکثرا یی ملکی او بی ګناه انسانان قربانی دی سربیره پردی چی کلتور ،فرهنګ او ملی دود پکښی زیانمن کیږی ،بند کړل سی ، او هم په افغانستان کی د امریکاییانو زندانونه وتړل سی . خو امریکایی لوری دا شرطونه هم و نه منل ، نو ځکه یی اوس نوی ډرامه رامنځ کړل ، هغه دا چی سند پر دوو برخو وویشی یو دلنډ مهاله تر نامه لاندی او بل اوږد مهاله، ترڅو لنډ مهاله د افغان لوری پورتنۍ غوښتنی وی چی طبعا نوم به یی سند وی او پارلمانی تصویب ته به هم ضرورت نه وی او اجرایی ضمانت به هم ونلری ، او د امریکاییانو اصلی هدف به چی د نظامی هډو شتون دی ،د اوږد مهاله تړون ترنامه لاندی وی چی اجرایی ضمانت ولری او پارلمانی تصویب هم ولری.

نو ځکه ولس حق لری چی دی لوبی ته و پیشی او موږک لوبه نوم ورکړی او په شک او تردید ورته وګوری ،ځکه دا موضوع د شروع څخه بیا تر اوسه د صداقت او روښنایی په فضا کی نه تعقیبیږی هڅی دا ډول ښکاری چی په څه ډول کیداسی یو طرفه اهداف تحمیل او یو طرفه ګټی ترلاسه سی .دا چی رښتینولی نسته نو حتما تر کاسی لاندی نیم کاسه هم سته. متاسفانه امریکاییان ددی ضعیفی نقطی څخه استفاده کول غواړی چی افغان دولت متحد او دیوه دریځ خاوند ندی او له بله طرفه ولسی ملاتړ نلری.

انګیرنی تر دی هم وړاندی دی ،داسی فکر هم سته چی شاید دا هډی د ایران او روسیی د کنترول لپاره د امریکا ضرورت په ګوته کوی ، او یا د چین محاصره د استرلیا او افغانستان له خوا د امریکایی هډو په شتون کی وی ،چی د اواکس طیارو په موجودیت کی به د روسیی،چین او ایران هوایی میدانونه تر کنترول لاندی ونیول سی. ځنی نور تر دی هم وړاندی سوچ کوی ،هغه دا چی امریکاییان غواړی د ګواډر بندر ترلاسه کړی او هغه موضوع ته اشاره کوی چی د امریکا په کانګرس کی د بلوچستان د خپلواکی مطرح کیدل او د ځینو سناتورانو ملاتړ د هغه څخه ،ددی موضوع ثبوت بولی.   ترڅو دچین او ایران لپاره یوه بله جبهه پرانیزی ،او دا اوږد مهاله پروژه په افغانستان کی د هډو شتون ته ضرورت لری.که داسی وی نو یقین دی چی افغانستان به هم په دوامداره توګه د سترو او اټمی قدرتونو تر تهدید لاندی اوسی، او د افغانستان استقلال او حاکمیت به تر سوال لاندی راسی.

حتی داسی انګیرنی هم سته چی په افغانستان کی دا اوسنی عکس العمل د پاک قرآن د سوځلو په ارتباط ،ریښه د ستراتیژیک تړون سره ارتباط لری ، یعنی یو ملی سرتاسری عکس العمل د امریکاییانو د اوږد مهاله شتون په مقابل کی دۍ.

 

 


بالا
 
بازگشت