عبدالباری عارض

 

 جګړه، د عظمت غوښتنی او جنایت زیږنده

جناب کرزی او دده پر شاوخوا معلوم الحاله اپرچونستی کړیو، د امریکا څه د پاسه یو تریلیون ډالره پانګه اچونه او په زرهاو انسانی تلفات او  د افغانستان ملی ګټی ،انسانی تلفات او دولتی ملکیتونه ، تر خپل نفسانی  غوښتنو قربانی کړل . امریکاییانو هم د خپل غرور پر بنسټ غوښتل د څو افغانی بی مسولیته کړیو په وجود کی د افغانستان په لاندی کولو سره په اسیا  کی خپل واک ته پراختیا ورکړی اما غافل ددی نه چی په تحمیل سوی افغانی حاکمیت کی ددوی د مرستو سره سره ، امنیتی حاکمی قواوی وقت ناوخته د توپک شپیلی د ناټو قواو ته اړوی. اوس هم بیسټیز رول د ایرانی اجنټانو ، روسی او هندی مزدورانو دی . امریکا داسی سوچ کاوه چی د عظمت مزی ددوی په لاس کی دی نو ځکه په سیمه کی د سیاست رهبری  هم ددوی مسولیت او ابتکار دی، پیاوړی اقتصاد او لوړ پاور دوی د غرور هغه کچی ته ورسول چی اوس  د پرله پسی مناقشاتو او منازعاتو په رامنځ ته کیدو سره غواړی د افغانی پایګاه څخه پر اسیا کامل تسلط پیدا کړی .

ددی څخه انکار نسی کیدای چی د امریکا او نورو اروپایی هیوادو دوستی او همکاری د افغانستان په ګټه ده خو دا دوستی او همکاری باید د ښه نیت او دوه اړخیزه ګټو پر بنسټ وی نه دا چی د افغان ملی ګټی تر پښو لاندی او بهرنی یو طرفه مفادات په سیمه کی يه پام کی ونیول سی.لس کلنه جګړه او په هغه کی په دوامداره توګه د افغانانو مرګ اومیر او د کلیو او بانډو ورانیدل هغه څه دی چی نه یوازی یی په میلیونونه انسانانو کی امریکا دښمنه روحیه غښتلی کړیده بلکه په نړیواله کچه یی هم ددوی اخلاقی موقف ته تاوان رسولی دی .په هیواد کی د ورانیو او مرګ ومیر ټوله مسولیت په یوازی توګه د امریکا پرغاړه ندی  بلکه افغانی واکداره کړۍ هم ددی مسولیت پیټی پر اوږو لری  یو با متحد او ولسی حاکمیت کولای سوای شرایطو ته پام سره د هیواد ګټی د امریکا د ګټو سره هماهنګی یا هم غاړی کړی دا په هغه صورت کی ممکن کیدای سی چی امریکا استعماری ایډه ونلری او له بله طرفه سالمه اداره او ولس واکی شتون ولری .

متاسفانه تاسی وینی چی دامریکا د هجمونی پالیسی پر بنسټ نه تنها په اسلامی نړۍ کی بلکه دروسیی ، چین ،هند ،برازیل ،شمالی کوریا، کیوبا،وینزیلا او حتی اروپایی ټولنی پر خلاف  ضمنی منفی هڅی  اوس امریکا د نړی په کچه  په عامه ذهنیتو کی  د بشر سره د دښمنی تر پولی رسولی ده ،پر ځای ددی چی د دموکراسی او بشری حقونو نوم واقعا د نړیوال عدالت ، امنیت او بشری تکامل  لپاره وکارول سی ،متاسفانه امریکا  په هر ځای کی حق او ناحقه د خپلو منافعو د خوندیتوب لپاره ددی کلماتو څخه د فشار د میتود په حیث کار اخلی   ان تردی چی دا دواړی با ماهیته کلیمی اوس په عامو ذهنیتو کی د کرکی په ترازو کی تلل کیږی ،   د ملل متحد اداری جوړښت  هم د سی ای ای د فعالیتونو ډګر ګرځیدلی دی ، څه چی دوی غواړی هغه به تر سره کیږی، د هیوادونو  حاکمیت ته په سپکه کتل کیږی .

د فرعونی سلسلی  واکمنی په مصر کی، د ناپلیون امپراطوری په فرانسه کی ،د مقدونی سکندر تاراجګر حاکمیت په یونان کی ،د روس امپراطوری په روسیه کی ،د انګلیس تصرفات په نړی کی ، دهتلر حاکمیت په اروپا کی او بیا د هغو ټولو دزوال عوامل د امریکا لپاره د عبرت درس نه سو،  اوس دوی هم د هغوی پر پلونو پل ایږدی او د برتری غوښتنی سیاست په تعقیبولو سره ،د یو نړۍ د بی ثباتۍ لور ته کشوی. تاسی وګوری  افریقایی ملتونه ، اسیایی ولسونه ، عربی دولتونه او حتی اروپایی اتحادیه ټوله و امریکایی کړونو ته همدا اوس د شک او نفرت په هنداره کی ګوری  خو دا شک او نفرت په ځنی ځایو کی ظاهر وی او په ځنی ځایو کی باطنی او دسیاست په ځولۍ کی وی .

هغه څه چی اوس په ډاګه سول دادی چی امریکا هیڅ کله هم د دا ډول مشکل سره چی په افغانستان او  سیمه کی مواجه سوی دی نه ؤ مخ سوی . اوس ددوی اقتصاد د بحران په څپوکی لاهو دی ، انسانی تلفات ورکوی ،د جګړه ایز سیاست په وجهه د خپل ملت تر فشار لاندی دی او له بله طرفه ایران یی هم په تدریج د رسوایی لور ته بیایی ،پاکستان هم کوچنیو دولتونو ته وښودل چی کیدای سی په ځینو خاصو مواقعو کی امریکا تر خوږ ګوته ونیول سی او دغرور څلی یی ولړزول سی.د سوریی په هکله د چین اوروسیی د ویټو کارول دا په ډاګه کوی چی د امریکا یو طرفه سیاسی جاده ،نړی د یو امریکا ضد اتحاد په لوری کش کاږی.

هر څه چی سوی دی او کیږی هغه تنها د تحلیل او تفسیر په کچکول کی لټول کیدای سی اوس هغه وخت دی چی د امریکا او افغانانو لپاره منطقی او ولسی کړنی ضرورت دی هغه وخت را رسیدلی دی چی په مثبتو ګامونو په سیمه کی د شخړو د پراختیا مخه ډپ کړل سی هغه چی د ټوله نړۍ لپاره د ناورین لامل کیدای سی او د سترو طاقتونو د شرمساری سبب ګرځیدلای سی. هیره دی نه وی په اوسنی زمانی وخت کی وحالاتو ته په کتو امریکا د افغانستان ،پاکستان ،ایران او عراق په شخړو کی ،  په تور کی د یو حصار سوی لوی ماهی سره  پرتله کیدای سی.

   نه باید امریکا ځانته دا حق ورکړی چی ټول مسایل د خپل میل او غوښتنو پر بنسټ سمت دهی کړی ځکه سربیره پردی چی دلته ولسونه شتون لری ،اروپایی ټولنه هم د یو ځواک په توګه ښکیل اړخ دی ،هغوی هم په سیمه کی علل الخصوص د افغانستان په برخه کی اقتصادی او انسانی تاوانونه ګاللی دی. که تنها د امریکا د ګټو په هنداره کی هرڅه خلاصه سی نو دابه نړیواله انحصارګری تلقی سی او اروپایانو اوشرقی لویو قدرتو ته به  د زغم وړ نه وی ،دا ډول خپل سری کولای  سی چی دننه په متحدینو که هم مسایل د نوی اختلافاتو لوری ته یوسی  لکه څنګه چی اوس هم د افغانستان او پاکستان په برخه کی ځنی اختلافات د امریکا او انګلستان تر منځ مشاهده او محسوس سوی دی.

کوم فرصت چی د قطر په بهیر کی ترلاسه سوی دی د ښکیلو غاړو لپاره ډیر مناسب دی او باید اوسنی شرایطو ته په پام  کی د منطقی او نړیوال امنیت لپاره اعظمی استفاده ځنی و کړل سی ،که خدای ناخواسته دا فرصت هم د عظمت طلبی قربانی سی یقینا به د افغانستان او سیمی لپاره یو لوی ناورین را منځ ته کړی داسی ناورین چی د هغه بایلونکی به  امریکا او  افغانستان وی . دا یقینی ده چی ځنی کړۍ او ځنی سیمه ایز هیوادونه به د روان کړکیچ  څخه د امریکا د نه خلاصون په هیله ،د سولی په بهیر کی د خنډ را منځ ته کولو هڅی وکړی خو د افغانانو لپاره د هیواد د بقا او استقلالیت مهم سوالونه موجود دی، ځیرکی او فعاله دیپلوماسی د خلاصون لاره ده ،د ښه منجمنټ اصول د منازعاتو په برخه کی ،راکړه او ورکړه ده څه به ترلاسه کوی او څه به ورکوی ، کورکټ موقف او یو اړخیزه غوښتنی د کامیابی لاره نه بلکه د تباهی لاره ده. دا خبره امریکا ته د ابرومندانه خلاصون لاره هم ده.

  امریکا هم دی نتیجی ته ورسیدل چی د افغانی انارشی حاکمیت او ولس تر منځ واټن دومره زیات دی چی موثریت یی د سولی په بهیر کی ممکن ندی همدا سبب دی چی د خبرو اترو د اساسی بهیر څخه لیری پاته سوی دی . حاکمو کړیو د ټولو غربی امکاناتو په شتون کی ونه کولای سوای  پرمخ ولاړسی فساد ، تربګنی او ملیتی عظمت طلبی ، ایډه لوژیکی اختلافات ددولت په دستګاه کی هغه څه دی چی داخلی حاکمیت او نړیواله ټولنه دواړه یی د نابودی و کندی ته څیرمه کړیدی نه یوازی  دولس قناعت او اتحاد ترلاسه نکړل سو بلکه د حاکمیت په دننه کی اختلافات او درزونه ورځ تربلی ډیریږی ،پراخیږی او بربنډ کیږی ان تردی چی اوس یی نړی د تقابل په درشل کی واقع کړیده.

په افغانستان کی د جګړی دوام او د دولت بی کفایتی له یوه طرفه په تدریجی توګه د امریکایی او اروپایی ملتونو، نا رضایت د خپلو حکومتونو څخه را پارولی دی  له بله طرفه  د متحدینو تر منځ یی نظریاتی شک او تردید یا بی باوری را منځ ته کړی ده ، سربیره پر دی مشکلاتو اوس دمتحدینو تر منځ  د جګړی د دوام یا بس کیدو ، دقواو دوتلو او اینده مرستو په هکله دریځونه د تفاوت تر پولی رسیدلی دی. اروپایان د امریکا او طالبانو ترمنځ د خبرواترو بهیر په شک او بی باورۍ څاری ، هغوی داسی انګیرنه لری چی لکه لس کاله چی د امریکا تر څنګ د افغانستان په جګړه کی دریدلی دی او لوړ اقتصاد یی مصرف کړیدی ، باید د سولی په بهیر کی سربیره پر ونډه د هدفونو په لاس ته راوړلو کی هم سهم تر لاسه کړی . حتی   دا موضوع د ناټو شتون تر سوال لاندی راوستلای سی.  

 

 


بالا
 
بازگشت