عبدالباری "عارض"

 

 

لویه جرگه یا د اختلاف مظهر

 

نن چارشنبه، چی د۱۳۹۰ کال د لړم میاشتی له ۲۵ نیټی سره سمون د کابل په پولیتخنیک خیمه کی په اصطلاح سره لویه جرګه دایره سوه. د غونډی د فحوا څخه داسی بریښیدل لکه امریکا چی ونه کولای سوای چی د هغه بدنامه کړیو ترمنځ چی د مجاهدینو د حکومت په دوران کی یی دخپل منځی جګړو په پایله کی دسته جمعی قبرونه ایجاد کړل او وطن یی په کنډواله تبدیل کړ، او د بن لومړۍ کنفرانس له لاری په جبر او فشار پر افغان ولس یو ځل بیا وتپل سوه او د یونیم لک نظامی غربی قواو په ملگری یی دکابل تاج او تخت ترلاسه کړ یونسبی اتحاد تامین کړی.

اختلاف ځکه چی دوستم؛ محقق؛ احمدضیا؛ داکترعبدالله؛ ځنی د شورا؟غړی او نور معلوم الحاله او ازمایل سوی څیری چی امریکا یی هم د لسوکلونو په اوږدو کی جیبونه ورډک کړی دی په غونډه کی نه بریښیدل. چی دا عمل هم د ترکیی، ایران، روسیی او هندوستان د مخالفت په معنی وه. مهمه لادا چی د هزاره ملیت، تفرقه هم دورایه څرګنده وه، خلیلی او پلویانو یی د غونډی ګډون کونکی وه خو محقق او پلویان یی موجود نه وه. ښه متل دی چی وای (دوه پک هغه هم سره ورک) دلته دا سوال پیدا کیږی چی د لومړۍ بن دا څو محدود ګډونکی په داسی حال کی چی د واک پرګډی هم نصب سول په خپل مینځ کی په لسو کلونو کی ونه کولای سوای په خپلو کی  اتحاد تامین کړی نو د دوی په شتون کی به دا ولس څنکه سره یوسی؟

بل دا چی جناب ریس جمهور په خپله وینا د ربانی تریادونی وروسته افغانان د حیوان سره ( زمری) تشبه او افغانستان یی د ځنګل سره تشبه کړ، چی لازمه نه وه .  زما په اند دا یوسهوه وه. ځکه موږ انسانان، یعنی اشرف د مخلوقاتو یو او مملکت مو ځنګل ندی دا چی په تپل سوی رهبری کی د ځنګله قانون حاکم دی د ټول هیواد نماینده ګی نه کوی. بله د نا امیدی خبره دا وه چی ریس جمهور وویل، چی امریکاییان نظامی هډی غواړی او د هغه په مقابل کی به دوی نور پر افغان ولس د شپی عملیاتونه نه کوی او زندانونه به نلری (هغه چی وای په خپلو کلموُ یی نس ورګنډی). دا هغه امتیاز دی، چی دهډو په مقابل کی یی راکوی. هغه امتیاز، چی ځنی طامع انسانانو په ملیارډونو نورډالرونه او اوږد مهاله اقتصادی پروژی سنجس کړی ؤه . هر سالم دماغ دی محاسبه وکړی، چی دا یو طرفه معامله اوګټی نه دی؟

موږ دا لس کاله ناری مو وهلی چی ملی حاکمیت مونقض دی؛ استقلال موتر سوال لاندی دی خو چا نه اوریدل. نن جناب کرزی اعتراف وکړ او ویی ویل چی موږ د دی هډو په مقابل کی ملی حاکمیت غواړو یعنی هغه څه چی تر اوسه یی نلرو. په دی ډول دا لس کاله ناټو زموږ حاکمیت ته په سپکه کتلی وه اوس هډی هم غواړی. لس کاله یی زموږ مدون قوانینو ته په سپکه کتلی، شخصی زندانونه یی جوړ کړی وه او د ټولو ملی او نړیوالو موازینو او حقوقی پرینسبونو پر خلاف یی په کلونو بیله تحریک دعوا خلګ بندیان کړی وه. د دی ناخوالو سره سره محترم محمود کرزی یوه ورځ دمخه تر غونډی یعنی ۲۴ دلړم ماځیګر په کانتنینتال هوټل کی ناست او د مشرقی وکیلان یی د ماښام ضیافت ته دعوت کړل تقاضایی لرل چی دا تړون تایید کړی (نا تایید سوی شایعات وایی چی د سوغاتو بیک هم ورسره ؤ ).

بله مهمه دا وه چی د لویه جرکی غونډی ګډونکونکی هغه مهال خواره سول چی ښاغلی مدبر په مایک کی ناری وهلی چی معاون او منشی د غونډی غوره کړی خوچا غوږ نه نیوی، هغه هم مجبور سو اعلان یی وکړ چی عارف نورزی معاون او...... د منشی  په دود د حضرت صاحب له خوا وټاکل سول بیا هم چا غوږ ونه نیوی اود تالار څخه د وتلوټکل یی وکړ. فورا مدبر اعلان وکړ چی د ډوډی او لمانځه لپاره وقفه ده. دلته هم داسی بریښیدل لکه چی ټولو مکلفی ډوډی ته ترجیح ورکول نسبت وغونډی ته. خوبیا هم په عمومی غونډه کی چی د تصویری نشراتو په وسیله ولس ته مستقیم خپریدل د ستراتیژیک سند جزییات توضیح نه سول . نوځکه موږ پوه نه سولو چی اعلامیه ده او که تړون، او جزییات یی څه دی، اما دا تشویش یی پرځای پریښود  سو، چی دا سند شاید داسی جزییات ولری چی امریکا او حکومت نه غواړی ولس پری پوه سی.

له بله خوا په همدی ورځ غربی رسنیو یوراپور خپور کړ په هغه کی څرګنده سوه، چی ۲۰۰ کسان د مهاجرو په استازیتوب د پاکستان څخه غونډی ته را وبلل سول خو مهاجرینو په خپلو مرکو کی وویل چی موږ اصلا خبرنه یو، او کوم کسان چی زموږ استازیتوب کوی موږ یی نه پیژنو، صرف د مهاجرینو د نمایندګی له خوا خوښ کړل سوی  کسان دی (مُشت نمونه خروار). یو شی چی ښکاره او څرګند ؤ هغه څه نا څه بیره د ایران او پاکستان څخه وه ځکه نو ریس صاحب جمهور هغوی نژدی دوستان اوحتی دلبند او جګر وبلل. خو دایی څرګنده نکړل چی د دی هډو منظور او هدف څه دی . دا چی واک وافغانانو ته سپارل کیږی او امنیت وافغانانو ته انتقالیږی نوبیا هډی د څه لپاره؟ او یا دا هډی به په سیمه کی څه رول ولری؟

ایا دوی به په ننی تکنالوژی د همسایګانو نظامی تاسیسات تر مراقبت او کنترول لاندی ونیسی که نه؟ نه چی موږ او زموږ هیواد همسایګانو او سیمی ته په فساد تبدیل سی. او په کومو مواردو کی به دا نظامی هډی د خپل قوت څخه استفاده کوی؟ که ناراضیان ددولت سره په جګړه بوخت سی ایا دوی به بیا په افغان وژنه لاس پوری کوی که نه؟ که د افغانستان ساتنه مطلب وی نو دا په دی معنی نده چی جګړه به اوږد مهاله دوام ولری ځکه د دوی موجودیت اړین دی؟ دا هغه سوالونه دی چی وروسته به روښانه سی. مهمه لا دا چی بیا به هم دا هډی په زور معلوم الحاله کړۍ پرحاکمیت ساتی او که یه؟ چی اصلی محور د دولت پرضد د مقاومت  تشکلوی.

حتی داسی ویل کیږی چی د امریکاییانو سره د افغانانو دومره دښمنی او مخالفت نه دی لکه د دی کړیو سره . ځکه دوی د ولس د بچیانو وینی توی کړی دی، وطن یی وران کړیدی، او د ولس مادی او معنوی هستی یی تاراج کړی ده، او دخلګو پر نوامیسو یی تیری کړیدی. بله خبره دا چی ایا نور به واقعا دیموکراسی (داکثریت واک پرخلګو اویا د ولس واکمنی پرولس) رعایت سی که یه ؟

 زما هیله داده چی نور باید د انتقالی عدالت پروسه عملی سی. هغه کولای سی دامریکا په خلاف مرور زړونه تر یوحده تسکین کړی او حتی زه په دی عقیده یم چی دا کړنه به د پاکستان حساسیت هم تریو اندازی راکم کړی ځکه هغوی هم دا کړۍ د پاکستان د دښمن هیوادو دوستان بولی. مهمه لا دا چی د دی کړیو په محاکمه کولو، سربیره پردی، چی عدالت به تامین سی، هغه سیمه یز زور ازماینه به، چی زموږ په خاوره کښی دوام لری پای ته ورسیږی. نور به د غونډی په جریان کی وګورو چی څه کیږی ځنی لا دا هم وای چی بیا به هم اصلی جزییات د دی سند د تړلو دروازو شاته مستور پاته سی. دا هم ویل کیږی چی جرګه ځکه مشورتی وبلل سول چی حکومت د خپلو یارانو څخه هم تشویش لری او داسی فکرکوی چی یو ځل د انتظار خلاف د سند د رد فیصله ونکړی.

 


بالا
 
بازگشت