عبدالباری "عارض"

 

 

قطر او طالبان!

 

داسی بریښی  لکه د بون په دوهمه غونډه کی چی سربیره پر ظاهری او تشریفاتی ژمنو او ویناؤ، لویو ښکیلو هیوادونو پټی خبری هم تر سره کړی وی. ان تردی چی ویل کیږی چی د غونډی په وخت کی او وروسته ترهغه   طیب اغا د طالبانو نماینده ګی کړی، او په جرمنی کی یی شتون درلود.که څه هم په غونډه کی موجود نه ؤ.

هغه څه چی څرګند دی هغه د طالبانو او امریکا او جرمنی تر منځ مخامخ خبری اتری دی چی د سولی په هکله تر سره شوی او ځینو امریکایی منابعو ویلی دی چی خبری وروستنیو پړاؤ ته رسیدلی دی  او پتیل سوی ده چی په قطر کی د طالبانو سیاسی دفتر پرانیستل سی  ترڅو پروسه د خبرو اترو ګړندۍ او علنی سی. که څه هم د امریکا رسمی منابعو تراوسه خوله پټه نیولی ده .ددی خبرو بهیر چی د جرمنی په مشری دوام لری ،له پاکستان څخه پټ ندی ساتل سوی. اما تریوه حده کوشش کیږی چی مذاکرات د پاکستان د نفوذ څخه لیری وی. خو دا بهیر دافغانستان د دولت څخه پټ ساتل سوی دی. علت هم دادی چی د دولت ترکیب د هغه بیګانه غوښتونکو تنظیمو څخه جوړ سوی دی چی د بیلو بیلو هیوادونو د ګټو ساتندویان دی او د خپل شتون په اوږدو کی یی خپله افغان دښمنه څیره په نمایش ایښی ده او د سولی پر ضد یی عمل تر سره کړیدی .د هغوی د فساد ؛ ظلم ؛ اوافغان  وژنو کچه د هندوکش تر غره هم لوړه سویده .سربیره پر هغه د ظرفیت نه شتون او بی کفایتی ددولت بنسټ تشکیل کړیدی.

خو کله  چی دوی د سولی خبره واوریده  تبه پر راغله داسی فکر یی وکړ چی اوس به ولس ورسره حساب کوی . او حساب هم خپل مرګ بولی . دا مطلب د سولی د خبرو د ښکیلو اړخونو لخوا ښه ترا درک سوی دی. له بله طرفه هغه واټن ته په کتو چی د دولت او ولس تر منځ شتون لری د دولتی چارواکو ګډون یی  د خبرو اترو په بهیر کی ټکنی کړی دی همدا وجه ده چی افغان اوسنی چارواکی  د خبرو اترو د دروازی شاته لکه ساتونکی پاتی سول؛ ښکیل او تاثیرکونکی اړخونه د هیواد او سیمی پر سوله او ثبات خپل نظریات تبادله کوی. اوطرحی وړاندی کوی.

 غرب ناوخته درک کړل چی ددی تنظیم واکانو او قوماندان سالارانو په شتون کی که لس کاله نورهم هرڅومره نړیوالی مرستی افغانستان ته  ورکړل سی نه تنها به موثریت ونلری او ولس به دهغه تاثیرات ونه وینی بلکه هره ورځ به نوی ستونځی رامنځ ته کړی او هغه لوی واټن به چی د ملت او دولت ترمنځ را منځ ته سوی دی ،نوربه هم پراخ کړی. دا په داسی حال کی ده چی غرب غواړی د اعلان سوی کړنلاری سره سم د ۲۰۱۴ کال پوری د افغانستان څخه پښی سپکی کړی.او له بله طرفه د ایران مسله ورځ تربلی د جګړی لوری ته نژدی کیږی .نو ځکه امریکا دی ته اړ ده چی په هر قیمت وی د افغانستان مسلی ته باید د پای ټکی کښیښول سی . ولو که هغه ولس ته دواک سپارل وی.   نو ځکه دا یو ضرورت ګڼل سوی دی چی د افغان حکومت دخبرتیا څخه ډډه وسی .

 کله چی ارګ نشینان او تنظیم واکان خبر سول د ډیری وارخطایی څخه یی بیله دی چی دیپلوماټیکه حوصله مندی وکړی.فورا یی خپل سفیر د قطر نه د توضیحاتو په پلمه را وغوښتی او دهغه سره سم یی په ارګ کی په اصطلاح جهادی مشران په یوه غونډه کی سره را وکوټل ؛ ترڅو یو ضمنی ګواښ  د سولی و بهیر ته څرګند کړی .

اوس راځو دی ته چی ولی دولت نا څاپی داسی جدی غبرګون وښود چی په ترڅ کی یی د قطر مذاکراتی نا سمی وګڼلی او پیشنهاد یی وکړ چی که طالبانو ته دفتر پرانیستل کیږی نو هغه باید  په ترکیه او یا سعودی کی ددوی ترمشوری وروسته ورکړل سی. په داسی حال کی چی دوی د افغان ولس د یو ډیر کوچنی اقلیت نماینده ګی هم نسی کولای.(چا په کلی کی نه پریښوی ده ویل اس می د ملک په کور کی وتړی).

ولی ددی حقیقت څخه سترګی پټوی چی  ترکیه لکه قطر یو بی طرفه هیواد ندی او د افغانستان په جګړه کی ښکیل هیواد دی . له یوه طرفه د ناټو غړی او د ناټو په چوکاټ کی یی په زرهاو عسکر په کابل کی شتون لری، له بله طرفه د پان ترکیزم د انکشاف لپاره په افغانستان کی د ملیتی او قومی جوړښتونو څخه په ناوړه ګته پورته کولو متهم دی. تر څو خپله د نفوذ ساحه له دی طریقه منځنی اسیا ته پراخه کړی . نو ځکه د خبرو اترو د اصلی اړخ یعنی طالبانو سره په تضاد کی دی اوبیطرفه نسی ګڼل کیدای.

دا په داسی حال کی چی د متنازعه فیه اړخونو تر منځ باید دریم ګړی بی طرفه هیواد لکه قطر غوره و ګڼل سی. مهمه لاداچی کرزی صاحب بیله دی چی د خپل دولت ظرفیت ته و ګوری وای زه د میلمستون په سرکی کښینم.

د سعودی په هکله باید وویل سی چی سعودی د اسلامی نړی د یو ډیر مقدس مرکز په توګه همیشه د جګړو او وینه تویدو څخه هغه هم په اسلامی هیوادو کی په څنګ سوی دی او داسی هم باید وی. له بله طرفه په افغان ولس کی داسی انګیرنه سته چی سعودی په یو شکل د افغانستان د حکومت سره ناسم وی او طالبانو ته به ارجحیت ورکوی ځکه د ناټو لپاره دریم ګړی نه بلل کیږی. فلهذا قطر په دی هم مناسب انتخاب دی چی هلته د امریکاییانو نظامی هډی شتون لری او د طالبانو اصلی طرف د دښمنی او جګړی هم امریکاده نه د افغانستان چارواکی، یعنی افغانی چارواکی د هغوی سیال نه دی. نوځکه داهم یو منطقی انعطاف د طالبانو، او منل ددی ضرورت چی سوله باید را منځ ته سی تعبیر کیدای سی. د افغانستان نیم بنده او ترکیبی دولت بیله دی چی درک کړی چی دوی اصلی طرف د مذاکری ندی بلکه یو وړوکۍ جز د یوه طرف په څنګ کی دی.دا ځکه چی امریکا د طالبانو حکومت را وپرځاوه او جګړه هم د هغوی تر مابین دوام لری،د فساد اداره  بی موجبه ځان د مشری مستحق ګڼی.یعنی لس کلن بی استحقاقه واک دوی دومره مست کړیدی چی سربیره پردی چی هم ړانده اوهم کاڼه دی . وضع هم نسی تحلیل کولای چی دوی د یو معینی استفادی لپاره ګمارل سوی وه. او هغه استفاده د ولس او هیواد پر ضد ځنی وسول.

همدا ډول که تیر لس کاله مطالعه کړل سی سربیره پر جګړی د سیاست او دیپلوماسی په ډګر کی هم د طالبانو ظرفیت نسبت و افغانستان حکومتی چارواکو ته اوچت ثابت سو. او دی موضوع  غربیان دی ته وهڅول چی نور د هغوی سره د دیپلوماسی په ډګر کی کاروکړی او خبری ورسره وکړل سی.

د طالبانو د دفتر پرانیستل ،ځنی هیوادونه چی د افغان ترکیبی دولت د مختلفو مرکباتو حامیان دی هم دی ته و هڅول چی غبرګونونه وښیی ، لکه روسیه او هندوستان چی بیله تامل او حوصله مندی څخه یی فورا په مسکو کی د ستراتیژیک تړون ترنامه لاندی د قطر د خبرو په وړاندی غبرګون وښود . ګواکی دافغانستان خاوره یو تجارتی شرکت دی او دوی هم باید ونډه په کښی ولری.

 نړیوالی ټولنی هم ډیر ناوخته د افغان ولس د وینو د تویدو په بیه ، دا حقیقت ومانه چی افغان ولس د تاریخ په وړاندی یو ازاد ولس پاتی سوی دی او هیڅ استعماری طاقت ته یی د اسارت سر نه دی ټیټ کړی هغه که روسی امپراطوری وه یا انګریزی او امریکایی ، دا سمه ده چی ځینو غلام صفته افغانی کړیو  د اسارت د طوق په اچولو کی ناروا مادی ګټی تر لاسه کړی دی خو هیڅ ویښ ضمیر به د خپل ولس د وینو په جاری کولو ځان ته بیلډینګونه تهیه کول و نسی منلای هغه که دین ،اسلام او اخرت ته معتقد هم نه وی. قوی  اراده او ایمان غرونه اوبه کولای سی لکه څنګه چی تاریخ دا ډول یادګارونه موږ ته په ګوته کړیدی.  داسی بریښی لکه چی بیا هغه وخت رارسیدلی دی چی د وارسا د تړون پایلی دنورو متجاوزینو اندامونه هم  وریږدوی. په همدی ډول ددوی افغانی ګوډاګیان هم لکه پر الوتونکو مرغانو چی کوریز راسی ستومانه او د ریز څخه لویدلی دی. زه نه پوهیږم چی دا خبره به څومره حقیقت او عمق ولری او که څنګه ، چی نورمحمد تره کی به ویل د خلګو زور د خدای زور دی. مګر زه اوس دی ته متوجه سوی یم چی د نړی ستر طاقتونه د ډیړ خوار ولس د هوډ په وړاندی په ګونډو سوی دی . ګاهی داسی ویل کیدل چی ګواکی دا د امریکا مرستی وی چی شوروی اتحاد مات سو . خو اوس وینو چی امریکا او ټول متحدین یی د افغانی ګوډاګیانو سره سره  د ستونځو سره مخ او دماتی په درشل کی دی او وړاندی مو ولیدل چی انګریزان هم مات سوی دی. خو هیڅ یوه ونه ویل چی دا د الله پاک اراده او د افغان ولس میړانه وه او ده . دا درسته ده چی په هر وخت کی داسی امکانات او شرایط را منځ ته سوی دی چی ګاهی ځینو هیوادونو دافغان ولس سره د خپلواکی په در لاسه کولو او متجاوزینو ته د ماتی ورکولو په لاره کی کمکی رول لوبولی  دی خو دا امکانات او کمک هم پاک سبحان را منځ ته کړی دی. او یا د هغوی د ګټو د تضاد څخه زیږیدلی دی نه دا چی پر دی مظلوم ولس دی د چا زړه سوی وی. او یا دی پر بیچار او فقیر ولس څوک مین وی.

ددی لپاره چی اصلی مو ضوع پاتی نه وی. باید صادقانه د ولس ترشا و دریږو . د ولسی واکۍ د ثبوت لپاره وخت پاتی دی . هغه وخت د خلګو په حقیقی او رښتنۍ رایه ورکولو را رسیدای سی .خو د اوس لپاره د افغان پاکه خاوره د متجاوزینو او د هغوی د لاسپوڅو د شتون څخه خلاصیدل غواړی . اوسنۍ حالت سربیره پردی چی اسارت دی زموږ د هیواد طبعی زیرمی هم د غلا د خطر سره مخ دی . تاسی متوجه سۍ اوس چی غرب د سولی ساز او سرود شروع کړیدی افغانی غلوهم په عجله اعلان وکړ چی د کاله به پنځه معدنونه په نړیوال بازار کی داوطلبی ته وړاندی کړی. ترڅو خپل باداران په نه څه د ملیارډونو ډالرو خاوندان او ځانونه هم د خاوری د خرڅلاو په بدل کښی ماړه کړی. ځکه دوی پوهیږی چی د افغانستان د ازادی نسیم بیا پر چلیدو دی .نن وی که سبا دوطن مور به دوی عاق کړی او د خپلی پاکی غیږی څخه به یی و ترټی.خو باید پوه وی چی دا ولس( لکه ونه مستقیم په خپل مقام دی که بهار وی که خزان ورباندی راسی). دا شعار د افغان ولس د ژوند ازمایل سوی برخه ده.

افغانان کومه دایمی دښمنی له امریکا سره نلری . بهتره به داوی چی نور ناټو  د افغان ولس د وینی تویدو، کیلو او بانډو ورانولو او هیواد دښمنه څیرو د ملاتړ څخه لاس واخلی . او خپلی منطقوی منافع د افغان ولسی حکومت سره په تفاهم ، داسی چی د طرفینو ګټی پکښی خوندی وی ترلاسه کړی. او د خپل تیر کردار د جبرانولو لپاره دیو خپلواکه افغانستان د ولسی حاکمیت سره  بی قید او شرطه اقتصادی مرستو ته په لوړه کچه دوام ورکړی . مهمه لا داچی د بهرنی کلچر د واریدیدو څخه د دموکراسی تر نقاب لاندی ډډه وکړی . تر څو زموږ ملی ارزښتونه خوندی او افغانی دود او دستور حاکم سی.

په ۲۰ د ډسمبر۲۰۱۱ د فاکس نیوز په حواله جوبایډه د امریکا د جمهور ریس معاون د امریکا د یو مشهوری تلویزیونی شبکی سره په مصاحبه کی ویلی دی چی موږ هیڅکله د طالبانو سره دښمنی نلرو او زموږ ولس مشر  حتی په یوه وینا کی هم طالبان دښمن نه دی بللی . بلکه موږ په القاعده او تروریزم پسی افغانستان ته ورغلی یو.

دا زمزمه هم د سولی پیغام ورکولای سی .

 

 

 


بالا
 
بازگشت