پاکستان غواړي لوبه وکړي

 

 

فيضی

 

د څو لسیزو راهیسې د سیمې ځینې هېوادونه او ترڅنګ یې  د عربو په ګډون د ځینو نورو هېوادو جاسوسي کړۍ افغانستان سولې،ثبات ، سوکالۍ او پرمختګ ته نه پریږدي. ګاونډيو هیوادونو تل په افغانستان کې اور بل کړی او یایې هم بل شوي اور ته لمن وهلې . هرکله چې په افغانستان کې دسولې او ثبات او یا هم یوه دوامداره او باثباته او ښایښته سالارۍ پربنسټ د حکومت دجوړولو لپاره کار کیږي بیا ګاونډی هیوادونه خنډونه جوړوي او نه پریږدي چې افغانان خپلو موخو ته ورسیږي. روسیه او پاکستان په تیرو دیرشو کلونو کې په یو ډول نه یوډول دافغانستان په ډګر کې لوبغاړي پاتې شوي او په دې ډګر کې دوی تل سیالۍ کړې دي. اما کله نا کله دوی دافغانستان او افغانانو پر وړاندې اتفاق کوي چې په دې لړ کې چې د ژنیو د موافقې نوم اخیستلی شو، (چې ددې موافقې یا تړون پربنسټ روسان له افغانستان څخه ووتل). اوس یو وار بیا په افغانستان کې ډیپلماتیک ډګر ګرم شوی او قطر یې ستر لوبغاړی دی. پاکستان هم اوس غواړي چې دې ډګر ته داخل شي خپل اهداف او امتیاز ترلاسه کړي چې په دې ترڅ کې دپاکستان دبهرنیو چارو وزیرې حنا رباني کهر یوځل کابل ته راغله او دلته د ولسمشر په ګډون له خپل سیال اونورودولتي چارواکو سره وکتل. ددې کتنو سربیره اغلې د حکومت د اپوزیسیون له مشر ډاکټر عبدالله سره هم کتلي ول چې ددغه ایتلاف په وینا د حنا رباني او ډاکټر عبدالله ترمنځ دخبرو اترو اصلي چورلیزددغو دواړو هیوادونو اړیکې وې.خو حنا رباني ویلې ول چې پاکستان دهغو خبرو اترو ملاتړ کوي چې دبین الافغاني تفاهم یا خبرو اترو پربنسټ وي. له کابل څخه د حنا رباني کهر له ستنیدو وروسته بیا  دپاکستان لومړی وزیر یوسف رضا ګیلاني قطر ته تللی اوهلته یې خپلې لیده کاته ترسره کړل،چې یوازېنۍ موخه یې د سولې له پروسې څخه امتیاز ترلاسه کول وو.اوس  ددې هیواد دبهرنیو چارو وزیره حنارباني کهر روسیې ته ځی او غواړي چې د افغانستان د سیالۍ په ډګر کې له روسیې سره توافق ته ورسیږي. خو داچې افغان حکومت لاهم تردې مهاله چوپتیا غوره کوي او هیڅ غبرګون نه ښیې. د شناندو په اند دګاونډیوهیوادونو دغه کړنې کولای شي افغانان یوځل بیا په سیند لاهو کړي او هغه پخوانی تاریخ پرې بیا تکرارشي. نو ښه داده چې نور افغانان له خوبه پاڅیږي او دغه جګړه چې دافغانستان په ګاونډیو هیوادونو او نړۍ سترو لوبغاړو پورې اړونده ده هغوی ته ور واړوي او نړیوال باید په دې پوه کړي چې دا دافغانانو جګړه نه ده او نور ځان لدې تپل شوې جګړې وژغوري. افغانستان تل د ګاونډیو او سیمې هیوادونو له خوا له ستونزو سره لاس او ګریوان شوی دی.تل همدغو شیطاني کړیو په افغانستان کې اور بل کړی او اور ته یې لمن وهلې خو بیا هم افغانان له تیر څخه عبرت نه دی اخیستي او په وار وار له داسې ستونزو سره لاس او ګریوان شوي دي. که څه هم پاکستان تل هڅه کوله چې امریکا باید مجبوره شي چې دپاکستان له لارې له طالبانو سره وګوري او پاکستان هم خپل امتیاز ترلاسه کړي . پاکستان غوښتل هغه  امتیازونه چې له ترهګرۍ سره دمبارزې په موخه له امریکا او نړیوالې ټولنې څخه ترلاسه کوي باید جاري وساتل شي. پاکستان تل پردې ټینګار کړی چې دافغانستان په سوله کې پاکستان مهم رول لري چې یوازېنی لامل همدا مالي مرستې وې چې پاکستان باندې ونه تړل شي.خو اوس پاکستان هم دې نتیجې ته رسیدلای چې امریکا هم نور نه غواړي پرې اعتماد وکړي او په خپله پاکستانیان هم وایې امریکا بریالۍ شوه چې له پاکستان پرته له طالبانو سره اړیکې جوړې کړي. دپاکستان دیوې مذهبي ډلې مشر مولانا فضل الرحمان څو ورځې وړاندې په یوه سیمینار کې ویلي ول چې امریکا له دوو درېو کلونو راهیسې دامریکا او طالبانو ترمنځ خبرې اترې روانې دي چې پاکستان پکې شامل نه دی . مولانا فضل الرحمان زیاته کړې چې له طالبانو سره  پاکستان ستونزې وګاللې خو اوس دادی هغوی له امریکا سره اړيکې ټینګې کړي او پاکستان څنډې ته پاتې دی. افغان حکومت نور باید مخرب هیوادونه پرې نږدي چې افغانان له ستونزو سره لاس او ګریوان کړي.افغان حکومت باید خپله ديپلماسي پیاوړې او لدې لارې داسې سولې او ثبات ته ورسیږي چې دافغانستان ملي منافع پکې خوندي او د ګاونډیو دنفوذ مخنیوی وشي.

 

 


بالا
 
بازگشت