د احمد ( ظریف ) لیکنه

د طالبانو سره د سولي خبري یوه پروژه که حقیقت ؟!

ډیری شنوونکي په دې اند دي چې د طالبانو او امریکا ترمنځ د سولي خبري داسي یوبهیر دي چې یوې سیاسي پروژې ته ورته ښکاري ، او ددې پروژې نه د امریکا د ولسمشریزو ټاکنو پرمهال د یوې وسیلې په توګه کار اخیستل کیږي ، هغوی استدلال کوي که داسي نه وای نو لومړی به داخبري په پټه او مرموزه توګه نه پیل کیدلی ، بل داچې په دغو خبرو کې باید افغان دولت هم شامل وای . خو ددې پرخلاف خبري یوازي د امریکا او طالبانو ترمنځ په پټه او مرموزه توګه په قطر او جرمني کې ترسره شوې او کله چې په قطر کې د طالبانو د دفتر د پرانیستلو خبره رامنځته شوه د امریکا او طالبانو د پټو خبرو نه هم پرده پورته شوه چې دا ډول بهیر افغان دولت ته هم د منلو وړ نه وو ځکه چې افغان دولت په دې خبرو کې  ګډون نه درلود.

ځیني سیاسي څیړونکي په دې عقیده دي چې امریکاځکه د طالبانو سره د خبرو بهیر پټ ساتلی و ترڅو پاکستان او ځیني نوري کړۍ ددغو خبرو د ناکامولو هڅي ونه کړي ځکه څو ځلي پاکستان دداسي خبرو د ناکامولو هڅي کړي چې ډیر ښه مثال یې د ملا برادر بندي کول دي، اوس چې داخبره روښانه شوې چې طالبان د امریکا سره د خبرو اترو ملاتړ کوي ځکه نو ددې خبرو بهیر څرګند شو ‎.

یوشمیر څیړونکي بیا په دې عقیده دي چې امریکا د طالبانو سره د خبرو اترو له بهیر نه د افغان دولت پر وړاندي د فشار دیوې وسیلې په توګه ګټه اخلي ، بله خوا د دولت اپوزیسیون ( ملي ایتلاف او ملي جبهه ) هم د طالبانو سره د مرموزو او پټو خبرو اترو سره مخالف دی ، په دې توګه وینو چې په دې اړه د افغان دولت او اپوزیسیون دریځ سره ورته والی لري ، او دواړه لوري د هیواد د راتلونکي په اړه اندیښنې لري.

د افغان دولت دا استدلال چې باید د سولي هر راز خبري اتري د افغان دولت تر لارښووني او مشرتابه لاندي ترسره شي پرځای او قانوني خبره ده او باید هم داسي وي چې په وروستیو وختونو کې د امریکې د بهرنیو چارو وزیري هلیري کلنټن هم اعلان کړه چې د طالبانو سره د سولي راتلونکي خبري اتري به د افغان دولت تر مدیریت او مشرتابه لاندي ترسره کیږي ، اوس داسي خبرونه راغلي چې ډیر ژر به یو ځل بیا د امریکا او طالبانو ترمنځ د سولي خبري پیل شي ، خو دا لامعلومه نده چې ایا په دغه خبرو کې به افغان دولت ته د ګډون بلنه ورکړه شي او که به یوازي د امریکا او طالبانو ترمنځ ترسره شي؟.

ځیني بیا په دې عقیده دي چې د طالبانو لوری هم ددې خبرو نه دداسي یوې وسیلې په توګه ګټه اخلي ترڅو ددغو خبرو په بهیر کې د ګوانتانامو له زندان نه د خپلو یو شمیر طالب مشرانو د راخوشي کولو شرطونه وړاندي کړي او په دې توګه خپل زنداني ملګري راخوشي کړي ، خو بله خوا بیا ویل کیږي چې امریکا غواړي ترڅو ددغو خبرو په ترسره کولو سره د پاکستان هغه اغیز راکم کړي چې پر طالبانو باندي موجود دی.

ځیني شنوونکي په دې عقیده دي چې امریکا غواړي د طالبانو په مشرتابه کې بدلون راولي او د طالبانو هغه مشران چې په ګوانتانامو کې بندیان دي راخوشي کړي او په قطر له هغوی سره د سولي خبري اتري وړاندي بوزي ترڅو هغوی د طالبانو د سوله غوښتونکو مشرانو په توګه د طالبانو دمشرتابه ابتکار په لاس کې واخلي داسي خبرونه هم راغلي چې د یو شمیر طالبانو کورنۍ لا له وړاندي قطر ته انتقال شویدي.

اوس پوښتنه داده چې ایا امریکا واقعآ دې ته ملا تړلی چې له طالبانوسره دسولي یوې موافقې ته ورسیږي ترڅو په افغانستان کې دغه خونړۍ جګړې ته د پاي ټکی کښیښودل شي او که دا یوه موقتي پروژه ده ترڅو د امریکا د ولسمشریزو ټاکنو په بهیر کې د ولسمشر اوباما د لاسته راوړنو په توګه ترې ګټه واخیستل شي؟!

ځکه دامهال د سولي دغه ډول یو اړخیزو او مرموزو خبرو اترو ته ټول اړخونه د شک په سترګه ګوري ، هغوی په دې اړه اندیښنې لري او استدلال کوي چې د سولي په داډول خبرو کې که افغان دولت ګډون ونه لري طبیعي ده چې د افغانانو ګټي به له نظره وغورځول شي ، ځکه څه موده وړاندي داسي اوازې هم خپرې شوې چې له طالبانو سره په خبرو کې هغوی ته وعده ورکړه شوې ترڅو د جنوب د ځینو ولایتونو واک هغوی ته وسپارل شي چې وروسته بیا دغه خبرونه طالبانو رد کړه ، دې ته ورته نوري اندیښنې هم شته چې شاید بهرنیان د خپلو ګټو په خاطر د افغانانو ګټي ترپښو لاندي کړي او له طالبانو سره داسي موافقې ته ورسیږي چې هغه د هیواد دلوړو ګټوږ سره په ټکر کې وي ځیني خو حتی د هیواد دتجزیې او ویش ویره لري ، ځکه همدغو بهرنیانو څه موده وړاندي د اپوزیسیون یو شمیر مشران د افغانستان د راتلونکي په اړه برلین ته دعوت کړي وو او ویل کیږي چې هلته د فدرالیزم په اړوند هم خبري اتري شوي چې افغانان په اوسنیو حالاتو کې په هیواد کې د فدرالیزم د نسخې عملي کول د هیواد د ویش او تجزیې په مانا ګڼي چې داهیڅ افغان ته دمنلو وړ نده.

زما په عقیده د سولي خبري باید ډیري روښانه او څرګندي وي او په دغو خبرو کې نه یوازي باید افغان دولت د یوه طرف په توګه ګډون ته وبلل شي بلکي باید د دغو خبرو اترو مشري دافغان دولت پرغاړه وي په هغه صورت کې به د سولي د خبرو اترو په اړوند راپیداشوي ټولي اندیښنې او انګیرني له منځه لاړي شي ، بله خوا د افغانستان د ګاونډیانو سره هم باید اړیکي ونیول شي او په دغو خبرو اترو کې د هغوی اندیښنې هم لیري شي چې داکار یوازي افغان دولت کولی شي ترڅو دیوه دولت په توګه د ګاونډیانو اندیښې لیري کړي هغه وخت کیدی شي چې د سولي د غه بهیر ته د یو حقیقت په سترګه وکتل شي نه دیوې سیاسي پروژې په سترګه که داسي ونشي نو دا روښانه ده چې د افغانانو ګټي به په دې بهیر کې د نورو له ګټو قرباني شي.   

 

 


بالا
 
بازگشت