حامد عبیدی

 

 

ملکي تلفات د سولې روان بهیر ته زیان رسوي

که څه هم  په افغانستان کې میشتو نړیوالو ځواکونو تل ژمنه کړې ده ،چې د ملکي تلفات د مخنیوي په موخه جدي ګامونه پورته کوي،خو له بده مرغه چې تر دې مهاله دغه ژمنه نه ده پلي شوې او د ملکي کسانو مرګ ژوبله روانه ده .

په تیرو دوو اونیو کې ۸ ماشومان په کاپیسا ولایت کې او ۷ ملکي کسان په کنر ولایت کې د نړیوالو ځواکونو د عملیاتو په ترڅ کې وژل شوي دي .

افغان حکومت ، ملي شورا او د سیمې اوسیدونکي ددغو پیښو پر وړاندې سخت غبرګونونه وښودل او د پیښې د  عاملینو د نیولو غوښتنه یې وکړه .

که څه هم ناټو ځواکونه وایې، چې دا عملیات یې له سیمه ایزو امنیتي چارواکو سره په هماهنګۍ ترسره کړي، خو افغان امنیتي چارواکي وایې، چې دا عملیات نه یوازې له دوې سره په هماهنګۍ نه دي ترسره شوي بلکې دوې یې مخالفت هم کړی وو.
ناټو ځواکونو د دې پیښې له امله د قربانیانو له کورنیو سره غمرازي ښودلې او ویلي یی دي چې د پیښې سیمې ته به غځیدلی سړک قیر کړي.

په افغانستان کې د بهرنيو ځواکمونو په عملياتو کې د ولسي خلکو وژنه د افغانستان او د دغه هېواد د لويديځو ملاتړو ترمنځ، په يوه جنجالي موضوع اوښتې ده.

سره له دې چې  افغان حکومت تل له نړیوالو ځواکونو غوښتي دي ،تر څو په خپلو عملیاتو کې د ملکي وګړو د وژل کیدو مخه ونیسي ،خو په تاسف سره چې د حکومت  دغې هڅې تر دې مهاله ښې پایلې نه دي ورکړي.

د دودیزې لويې جرګې د مشوره لیک په شپږمه ماده کې هم  راغلي، چې د شپې لخوا پوځي عملیات چې د بهرنیو ځواکونو لخوا کېږي، هرڅه ژر دې دغه بهیر افغان ځواکونو ته وسپارل شي.

که څه هم  د دودویزې لویې جرګې د مشورو څخه څو ورځې وروسته نړیوالو ځواکونو  ژمنه وکړه ،چې  دوی هڅه کوي، تر څو  د دودیزې لويې جرګې دغه غوښتنه ژر تر زره پلي کړي،خو  تر دې مهاله ددوی دغه ژمنه پلي شوې نه ده .

ددغو ځواکونو وروستي عملیات ،چې په ترڅ کې یې  ملکي کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده ،یو ځل بیا ثابته کړه ،چې نړیوال ځواکونه په خپلو ژمنو کې رښتنې نه دي.

به افغانستان کې یو شمېر کورنۍ او بهرنۍ مدني ټولنې هم د نړیوالو ځواکونو د بریدونو پر مهال  د ملکي وګړو د وژل کیدو له امله اندیښمن دي.

 دغه ټولنې وايي په دغه هېواد کې د بهرنیو ځواکونو لخوا د شپې پرمهال د عملیاتو شکایتونه نړیوالو محکمو او ادارو ته وړاندې کړي.

که څه هم  افغان حکومت، مدنې ټولنې او خلکو په وار وار سره له نړیوالې ټولنې غوښتې دي ،چې د ملکي تلفات د کمولو په موخه دې جدي ګامونه پورته کړي،خو له بده مرغه په دغه برخه کې تر دې مهاله مثبت ګام پورته شوی  نه دی .

ملکي تلفات  له یوې خوا د خلکو او حکومت تر منځ واټن جوړوي او له بله پلوه د دولت  مخالفین پیاوړي کوي.

له بده مرغه چې نړیوال ځواکونه د افغان امنیتي ځواکونو د هماهنګۍ  پرته  پر کورونو برید کوي او یو شمیر بي ګناه وګړو ته مرګ ژوبله اړوي.

کله چې  د یوې کورنۍ یو یا څو غړي په بې ګناه ډول د نړیوالو ځواکونو په عملیاتو کې ووژل شي،بې له شکه چې ددغه کورنۍ نور غړي د نړیوالو ځواکونو پر وړاندې وسله پورته کوي او د مخالفینو سره یو ځای کیږي.

له بلې خوا نړیوال ځواکونه باید په دې پوه شي ،چې اوسمهال د افغان حکومت ،امریکا او د طالبانو تر منځ خبرې روانې دي او ورته عملیات د سولې روان بهیر ته زیان رسوي.

که چیرې نړیوال ځواکونه خپلو عملیاتو ته د پای تکی کینږدي د سولې روانې هڅې به د ستونزو سره مخامخ شي.

 نړیوالو ځواکونو تل ادعا کړې ده ،چې ددوی باندې د کورنو څخه ډزې کیږي او کله چې دوی د کور باندې برید کوي نو یو شمیر ملکي کسان پکې وژل کیږي.

کله چې د یو کور یا د کوم کلي څخه پر نړیوالو ځواکونو ډزې کیږي،نړیوالو ځواکونه د افغان امنیتي ځواکونو سره په هماهنګۍ کې باید هغه کور یا کلي ته ولاړ شي او د دولت هغه مخالف چې پر دوی یې دزې کړي لاس په لاس ونیسي. نړیوال ځواکونه ددې پر ځای چې هماغه کس یا ډله ونیسي ټول کلی بمباروي او په ترڅ کې یې یو شمیر بې ګناه کسان وژل کیږي .

افغان امنیتي ځواکونو هم تل اندیښنه ښودلې ،چې  ددوی د هماهنګۍ پرته نړیوال ځواکونه عملیات کوي او په ترڅ کې یې ملکي تلفات رامنځ ته کیږي.

که چیرې نړیوال ځواکونه په دغو عملیاتو کې د افغان امنیتي ځواکونو څخه مرسته وغواړي او بشپړ هماهنګۍ سره عملیات مخ ته یوسي تر ډیره بریده پورې به د مکي وګړو د وژل کیدو مخه به ونیول شي.

له بلې خوا د طالبانو په لاس د سړک پر غاړو د ښخ شويو ماينونو له امله هم  ملکي وګړي قرباني کېږي.دا ټول د دې ښکارندويي کوي، چې د جګړې ښکیلې غاړې د عام ولس په وړاندې مسووليت مننې ته غاړه نه ږدي او له همدې کبله ورځ تر بلې د دې تلفاتو په کچه کې زیاتوالی راځي او دغه تلفات نور د غمیزې کچې ته رسیدلي دي.

تر هغه چې ددغې ستونزې د هوارولو په موخه عملي ګامونه پورته نشي یوازې په خبرو او معذرت غوښتلو سره  دغه ستونزه نه هواریږي.

ددې لپاره چې د دولت او خلکو تر منځ جوړ شوی واټن کم  شي  او د سولې روانې هڅې د ستونزو سره مخامخ نشي،دولت باید په جدي توګه د نړیوالو ځواکونو سره د ملکي تلفات د مخنیوي په موخه خبرې وکړي   او هغوی دې ته اړ کړي تر څو ارو مرو خپل شپیني عملیات چې په ترڅ کې یې ملکي خلکو ته مرګ ژوبله اوړي بند کړي.

 

     


بالا
 
بازگشت