که په رښتیا اخترراغلې وي؟

نو لمړی زماسلامونه ومنئ،بیا موداخترمبارک شه.

اختره ته راغلې، تاخپله لاره سمه ووهل ؟ ګوره موږ لا هلته ولاړیو،چي ته هغه بل ځل راغلی وې.زموږخوته بیخي هیروې،ته هم دچاخیال نه ساتې،چي څوک مسافر اوڅوک مهاجر دي، څوک جوړاوڅوک ناجوړه ،څوک دخوړوڅه لري اوکه نه ،څوک جامي لري اوکه نه ،څوک به ستا راتلوته آماده ګي لري اوکه نه. ته دغریبانو دلوږي اوزورونې پروا هم نه لری .وکوچني اخترته خوموږ،خبرووهره شپه به مو دهغه راتلوته پرګوتوحساب کاوه ،ته دي دبلا هیرسې ،دا سي یوځل ناخبره راغلې .عجایبه يې لا داچي ته دونه زوروسوی يې بیله اجازې په هر کورننه وزي. که دچاخوښه وي اویانه ته خپل مخ ورښکاره کوې. آفرین په خفګان هم څوک نه پریږدې،ته هغه يې چي پرتا هیڅ شي اثر ګذاره ندي.ځکه تاځان دجهان اوکائیناتو (شمسي نظام) ددوران یوه برخه ګرځولې دي ،اوس دي دمنزل لاره منظمه او هرڅه پرخپل وخت سرته رسیږي.خوموږ لا دخاوریني کُرې پرمخ دموجود وانسانانوسره اُنس ندی نیولې ،موږته ډیره لاره لاپاته ده .موږلا دبشري ټولنې په منځ کي هغه دځان وړاومناسب ځان ندي پیژندلې اوهغه چوکات ته لانه یو لودلې ،چي دبشري ټولنې د نوروغړوپه شان په هغه کي خپل منزل ووهو. موږلاتراوس خپل کورته دتللولاره پیدا کولای نسو ،لاره موورکه کړیده، موږ لا ځانونه دسیالانوسره سیالان کړی ندي ،موږلا خپل ترمنځ( یوله بله )نفرت کوو ،په خبرو،لیکلنو،شعرونو اوکلیموویلوموخطا نه وزې. موږ ددې دنیا کارونه پرایښې دي ،موږ اول دهغې، راتلونکي دنیا جنتونه اودوزخونه خپل ترمنځ سره تقسیمه وو، په خپله خوښه چا ته برخه پکښي ورکوو اوڅوک بې برخي کوو.ګوره اختره ته خوموږته دهغي ورځی ورځي په نوم را پیژدل سوی يې چي موږ به پدي ورځ زاړه نفرتونه لیري غورځوواو وروڼه کیږوبه، موږبه ترخپلو منځونو خفګان له منځه وړو،ته خوموږته داسلام له مخي یوه دارزښته ډکه ورځ راپیژندل سوي يې .مګر موږ (افغان) لکه په نورو اړخونو دژوندکي چي شاته پاته یو په عمل کي موداسلام سره لاهم فاصله سته هغه (نه پوهه )راباندي غالبه ده .اختره ګناه ستا نده ،ګناه زموږ ده چي ولي لا پردې بریالي سوي نه یوچي خپل هیواد،خپل کلي،خپلو هدیرواوخپلوکوروته ځانونه ورسوو. سهارد لمرڅرک پروخت دلمرپه پستواوګرمووړانګوته خپل کلیوال په غیږکي ونسوو.زموږترمنځ لاتراوسه سته خلګ چي په پردیونوکریو،دخپلوهیوادوالوپه وژلو اوهیواپه خرابۍافتخارکوي،دادنیا خپله اودجنت قباله دپاکستان ني آی ،اس،آی اوایران په امضأ ښي. اختره که مي رښتیا پوښتي د استا راتلوته زه خوشحالې نه کوم، ستاڅخه مي بد نه راځي ،خوته مي زوروي .پدي چي زموږاولادونه ،کورنۍ اوزموږ کلیوال هغه څه چي دیوانسان دژوند لپاره اړین دي نلري.که ستا څخه یوه هیله وکړم،چي تنها هغوکورنیوته ورسه چي دهیوادوالو دوینودتیولوله برکته اوس دزیاتو شتوخاوندان سویدي،اوهرڅه لري.زه فکرکوم هلته به ستا ورځ هم ښه تیره سي .ځکه هغوي هرڅه لري نوي کالې ،پیسې ،کوټې ،موټر ،تسبه ،مسلې،کلچې ،ورجې غوښې ،غورمي اوخورا زیات نورڅه لري .موږ مه زوره وه که رښتیا افغانان تا دیوې اسلامي ارزښناکه ورځي په حیث پیژنې ،تردري ورځي زیات خفګان يې ګناه بللای ،نوته خودادي په دي (۳۰) کلونوکي (۶۰) ځله راغلې اوولاړي ،ولې ستا غوندي باارزښته ورځي قدردوي ونه ساتې ؟. داخترپه ورځ به مو دمشرانو لاسونه مچول ،دهمزولوسره به مو په ګرمواودمحبته ډکوغیږوروغبړونه کول.موږاوس ستاسي یاد اوددوستانو احترام ټول یوازي پدي څوجملو لیکلوکوو،تاخطا باسو. اختره موږوبخښه دا زموږدناپوهي اوزموږد کمزوي سبب ،دپردولمسونونه او(فاسد شاهي نظامونه ) وه، چي موږ دعلمه بې خبره پاته سوي وو، اودادي اوس يې دکور،کلۍ ،کلتور،ژبې څخه جلأ کړو .دونه يې خوار کړو چي مافیا ،موږمافیا بولې،ترورستان اوالقاعده موږتروستان اوالقاعده بولې اونا مسلمانه موږ نامسلمانان بولې. اختره نوموږ نه ستاسي لمانځنه په هغه ډول چي ښايې ترسره کولاي سواونه دخپلومشرانوعزت اوپر کشرانوشفقت په هغه ډول چي لازم دي کولاي سو.تراوسه لا هم پدي نه پوهیږو چي څنګه ترخپلو کلیو،کورونو،هدیرواودوستانو ځانونه وره سوو. څنګه خپل هیواد اوهیوادوال دکورنیواوبهرنیوخائینوکړیوله چنګاله خلاص کړو.لا هغه دښمن (ځان غوښتنه چي دبې علمي زیږنده ده ) پر موږبرلاسي ده.یووالې ،نژدې والې اووحدت ته مونه پریږدي.نودلته ته څه ملامت يې ته راځي اوځي بیابه راسي بیا ولاړسي. موږبه هغسي غافل،بې اتفاقه،جلأ جلأپه خواریولړلې یوو.ترڅوبه مویودپښتون، تاجک، هزاره ،ازبک اوترکمن په نوم یودبله سره جلا اوجنګوي ؟. نوربیا سته چي یوازي خپل ځانونه مسلمانان اونورکافربولې .ترڅوموږپه رښتیا انسانان ،افغانان اومسلمانا ن نه سو، خپل ګډکور،خپلوورڼو،خوندوته آزادي ،آمنیت ،علم اوپرمختګ را نه ولو. پردي يې نه راته راولې ،داکارپه یووالې ،وحدت اوصداقت کیږي. که موداسي ونه کړل اودهغومخه موونیول چي موږیوالې ته نه پریږدي، ډیراخترونه به مو همداسي په غم لړلې تیریږي .ومن اللهِ توفیق. دیووالې پرلور

معلم عبدالقیوم امریکأ

 

2011/10/24 Qayum Abdul <aqayum7@gmail.com>

 

 


بالا
 
بازگشت