سیاسي مبارزه تر( امتحان اومقابلې) دواړوسخته ده

دسیاسي اومتشکیلې مبارزې لپاره ترهرڅه لمړی ضروري مسله دپوهي حاصلول دي ،څودخپلې پوهي په مرسته اول ځان بیا په اجتماع یاټولنه کي چي اوسي خپل مسؤلیت وپیژنې.ځکه انسان دژوند په اوږدووکي غیرمسؤل نه سي پاته کېدلای.پدي چي په طبعی توګه دانسان په خټه کي دوظیفې سره میل اخښل سویدي.مګر سیاسي سړي یا سیاسي مبارزته علاوه پرپوهه اودټولني پرشناخت ،ورسره سیاسي ،اخلاقي جرأت ،دقربانې ورکړي ته اماده ګي او پرڅنګ يې سیاسي تقوأ هم ضرورده. پس هر سیاسي انسان دیوه متعهد موجودپه توګه باید دپيښو(شخصې،ټولنیزي،پخوانۍاو که اوسنې وي)ټولې په منصفانه ټوګه وشنې، ځکه دا دافرادواوټولنې پېښي دي چي تاریخونه ورڅخه جوړیږي.دتاریخي پېښو شنونکي نه باید د(قومي ،ژبني،مذهبي ،حزبې اوګروپي) اونورو علایقو ترتاثیرلاندي څه ولیکي. ګرانودوخت په تیریدو سره چي کومو مدنیتو،تمدونونو،تغیر کړیدي ، اوبیا یو اجتماعي فرماسیون په بل اوښتي دي پدي ټولو اړونو اواوښتنوکي ،دانسانانو رول قاطع نقش بازي کړیدي.انسانانو دخپل ژوند دسمون ،دژوند دپایښت اوآزادیو لپاره دتاریخ په هره مرحله کي کوښښونه اوتلاښونه کړیدي. دمبارزې پدي لاره کي دچا څه نسبي بریالیتوبونه په نصیب سویدي ،مګرزیاتويې دزهرواووینو ډګ جامونه پرسر اړولې دي .ترهمدااوسه پوري چي موږاوتاسي دغه څوجملې لولو داسي څه نسو ښوولاي چي په پوره توګه دي تر(ظلم لاندي ولسونه اومحکوم میلتو نو)ته هغه بریا ورپه برخه سوي وي چي دهغوپه مټ دوي هم دخداي (ج) دمخلوق په شان چي آزادپیداسويدي،آزاد ژوند اختیار کړي وي. د ترظلم لاندی ولسونو دمبارزودنه نهايې مؤفقیتونو علتونه اوعوامل زښت زیادي. یولوي اواساسي علت ددښمن قوت،پیسې، سیاسي ماشین(دولت)، مذهب اوموبلیغین په خپل کنترول کي لرل ،اودمقابل لوري په وړاندي دهغه استعال.خومقابل لوري( نادارو)ته بې علمي ،دژوند دټولو(مادي اومعنوي) حقونواوامتیازاتو محروم والې ورپه برخه وو. زه په هیڅ صورت دا معقوله نه بولم چي داوسنې زمانی ژوندي انسانان،دتیرومبارزینو،قربانۍ اوتکلیفونوته په بې قدري اوبې ارزښتۍ سره وګوري.تیرو دهغه وخت دشرایطو اوحالاتو مطابق دخپل توان برابرخپلۍ وظیفي سرته رسولې دي. اوداخبره هم له یاده مه باسي چي دآسوده اوله ظلمه خلاصي ټولني جوړښت تنها په وعظ اونصیحت سره نه کیږي. اونه زموږ دهیوادبدبختې پدي کمیږي چي پښتون دنوروملیتونو(تاجک،ازیک،هزاره) اویا تاجک ،ازبک اوهزاره دپشتون ملیت په مخالیفت کښي ناروا تورن اوالزامات ولګوي.متاسیفانه یوشمیر پیژنم چي پدي مرض داختو مریضانو سره دوي هم پدي ورستیو کي ځانونه بستراوراجستر کړیدي .

کنفوشیوس۵۱۱-۴۷۹ق.م ژوند کاوه،نوموړي هم غوښتل حاکمان اوظالمان په خبرواصلاح کړي او نوموړي به لمړي شخص وي چي ویلي يې وه:«هغه څه چي دي پرځان نه پیرزوکیږي پرنورويې مه پیرزوکوه». اودخپل ژند په ورستیو کي يې داهم وویل :«بې فکره زده کړه بې ګټي زیاردي».

دغه دکنفوشیوس وینأ مي ځکه لیکلې ده چي هغه نژدي دونیم زره کاله مخکي دحکومتو،ټولني اوبشریت داصلاح کول یوازي نې لاره نصیحت اووعظ باله . اوواقعاً دهغه ددغه خبري (کوم شي چي دي پرځان نه پیرزوکیږي پربل يې مه پیرزوکوه) . یوه پخه خبره وه خودپخې خبري لپاره هم داسي پرپاخه ځای پکاروړل ضروردي. د کنفوشیوس ددنظر اوعقیدي په مخالفت کي دده په ژوند کي دمبارزینو سختو غبرګونو نو دي نژدی ترلیونتوبه ورسیوي .اوډیرو دي دحکمتونو دګټو ساتونکې اومد دګار وباله .دده مخالیفینو دا نه ویل چي دده داخبری غلطی دي ،بلکي دايې ویل چي ده دیوه عالم اوفیلسوف په حیث په داسي نازکوشرایطوکي چي موږ دحاکمت سره په جګړه کي یو داخبره باید نه وای کړي.ځکه په داسي شرایطو کي دیوعالم وینا دمبارزینو روحیه کمزوري کوي. اصلاًپه ټولنه کي دفسا دونو مورینه خپل سیاسي حاکمیت (دولتونه) وي .ښي خبري خو ښه خلګ مني ،مګر بدخلګ په زور له بدو منعه کیږي. حق په عجز اوزاریو چا لاسته ندي راوړي .ځکه بد ډیر خواږدي له خوږو څخه مچان په نصحت اوخبرو څوک نسي لیري کولاي اونه خواږه بیله لازمو تدبیرونو له مچانو څخه محفوظ ساتلاې سي. اودايې هم پر ایضافه کول چي (کنفوشیوس) په واقیعت کي دهغه کیش رول پرمخ وړي چي همیشه يې دظالمانو دګټو دساتلو په هدف وږي ولسونه پرخپل قسمت قانع ساتل. اوپه دوهمه موعظه کښي يې بیا له دي لپاره چي ټول خفه نه کړي دا (بي فکره زده کړه بی ګټي زیاردي) پرایضافه کړیده .رښتیا له زده کړو څخه دځان اوټولني دخیر اوښیګڼو لپاره معقوله استفاده ضرورده.زده کړي یاید پدي لاره کي مرسته وکړي چي پر موجودو مشکلاتو دبري لاري سمي وښي (مستقیمه لار،لنډه لار،اسانه لاره،عملي لاره ،دټولو په خیر لاره) او که یو شخص چي د(پوهي،زده کړو،سیاستوال،سیاسي کارپوهه، پوهاند، داکتر اونور) دخپل نوم مخته اوشاته لیکې ،اوپدي هم خوشحال وي چي نورورته دالقاب وکاروي .بیا هم دمشکل دحل لاره ورنه دعادي انسانانو په شان ورکه وي ،نوبیا هغه د(کنفوشیوس) خبره چي«بي فکره زده کړي بي ګټي زیاردي».له دي پورته څوجملو دلیکلومي مقصد دادي چي دیوشمیر ښودستانولیکني ګورم ،هغوي ددي په عوض چي زموږځوانانو ته دمبارزې سم لوري ورکړي برعکس،ځوانان له سیاست اومبارزې څخه لیري کوي. داسي ښي چي پخوا نیو چي سیاست اومبارزه کول ،هغه وخت دسیاست اومبارزی لپار سم شرایط برابروه،اوس خو زموږلپار زموږ دمبارزې لپاره شرایط هغه دپخواپه شان ندي .ځکه په ولسونوکي اعتماد له منځه تللې دي ،جاسوسان زیات سویدي اونور.... مشکلات بیانه وي .ګرانو دوستانوپه ساده کلیموسره مبارزه(امتحان اومقابله ) داهغه څه دي چي فیلسوفان اوقهرمان ټوله دغه په خوب لیدوکي هم ځیني بیریدل.مبارزین ندي بیریدلې ځکه مبارزینو حتمي پر دغه لار دتلونکو مبارزینو دژوند تاریخونه کتلې وي،سیاسي مبارزین نه باید خلګوته دحاکمیت اوجنت وعدي ورکړي. بل دتاریخ په اوږدوکي په خاص ډول دافغانستان په تاریخ کي داسي وخت نه دي تیرسوی چي داوس په نسبت دي يې دسیاسي دمبارزې لپاره شرایط ښه وبلل سي. دجاسوسانواواستخباراتوبیله شتون اومداخلو بیله ډاره اوقربانې ورکړي شرایط، ندي تیر سوي .موضوع دولسوترمنځ دبې اعتمادي اوبې باوري فضأ هم کومه نوي مسله نده. که حاکمه طبقي یادهغوي دګټوساتونکو (حکومتونو) غوښتي وي چي یوملیت دبل په وړاندي وجنګوي جنګیدلې دي اوکه نه په سرناخلاصي کي يې له هرڅه محرم ژوند کړی دي . نوکه دافغانستان تاریخ بیا دمتشکله سیاسي خوځښتونوتاریخ ته پام وکړوله دنسبتاً متشکله سازمان په ډول دلمړي مشروطیت،دوهم مشروطیت،ویښ ځلمیان ،تر هغوي ورسته د( ډیموکراسي لسیزي) ددوري ،چي ځوانانو دادوره د(تاجداره دموکراسي) به نوم هم بلل دهغه دوري پروخت ایجاد سوو خوځښتونو ، سازمانو اوحزبونوداعضأوقرباني،تبعیدونه ،بندونه اووژني په پام کي ونسو باید اعتراف وکړو چي پدي هیوادکښي ترموږ مخته مبارزینو دهیوادوالو دآزادې، وېښ توب اودظلم څخه دخلاصون په لاره کي قرباني ورکړیدي . اودا دهغوي دقربانیو برکت دي چي نن ورځ په هیوادکښي سره دزیاتوناخوالو دادي نسبي دقلم ،سیاست ،میډیاګانوا ورسنیوپه مرسته خپل آوزونه دغوږلرونکو ترغوږواوکڼو ترسترګوکولای سوو.دا چي زموږ خبره څوک اوري که نه ؟زموږعمل دخبروسره برابرندي ،دا قصرپه هغوکي دي چي غواړي جامعه په خبرواصلاح کړي.زموږ دهیواد ځوان نسل باید دمبارزې (امتحان اومقابلی ) لپاره دهغوتر مشري لاندي چي زده کړي يې (دبې فکرزده کړي بې ګټي زیار ) په شان وي ولاړنه سي. دافغانانو په نوم سره متحد سي ،نه دقوم اوژبې پر بنیاد، دډیمو کراسي اصول مه زیامنه وي ،هرهیوادوال (افغان) بولې، تر څو له امتحانه اومقابلې بریالې راووزي. دسیاست اوسیاسي مبارزې لپاره نن ورځ په افغانستان کي تر هربل وخت مناسب شرایط برابر دي .ځکه په هراندازه چي دجأبرو زورځواکو لخوا پرولس دظلم اوفشار اندازه زیاتیږي په هغه اندازه دزور ځواکوپه وړاندي دولس نفرت زیاتیږي اوولسونه دځان دخلاصون دلاري په لټه کي کیږي ،دله دي چي سیاسي مبارز باید په ټولنه کي دداسي دردونو د(علاج ګر) په حیث په خلګو ځان وپیژنې. دسیاستوالوکار یوازي دمرضونو تشخیص اومطابق دمرض نسخه لیکل وظیفه نه ده،بلکي عملاً دولسونوسر په ګډه دهري بلأ مخته تم کیدل دي. ګرانو دوستانو زه په هیڅ صورت داخبره نه منم چي تر پخوادي اوس دمبارزې لپاره شرایط سخت اوخراب سوي وي.اویا ووایم چي دپخوا په نسبت دولسونوترمنځ دبې اعتمادي روحیه زیاته سوی ده،اوجواسیس زیات سویدي. دپښتوژبې نامتو ضوفي شاعر عبدالرحمن بابا تقریباً نژدي څلورسو کاله مخکي هم داشکایت لاره ((خدایه څه سول هغه ښکلې ښکلې خلګ= په ظاهر په باطن سپین سپيڅلي خلګ)).مشکلات به وي خوپه څنګ کي ترپخوا دزدکړو اوپوهاوي لمن پراخه سوی ده . داچي په یویشتمه پیړي کي دافغانستان سلطان جهانیانوته په ډاګه دا اعلانوي چي «موږ زمریان یو» په غالب ګومان سلطان ددي خبري په اصلې مفهوم چي دافغانانودتیر استلولو لپاره دغه یوی کلمه کفایت کوي ،پیړې،پیړې دوخت جأبرو له هرڅه لکه (عمل ،پوهه،ژوند، ترقي، تمدن ،صنعت اوزراعت) څخه لیري ساتلې وه ،ددوي دبې علمې څخه په استفاده يې دزمرو(درینده ګانو) په شان جنګول اودجنګ څخه پلاس راغلې ګټي جأبرو وړلې بیا استعمال کړي. خوسلطان هیرکړی دي چی نن یوېشتمه پیړۍ ده .دعمله لیري پدي ساتل کیدو اوکیږوچي دخپلو شخصي اهدافو لپاره موښه و جنګو لاي سي. کشکي موږ خپل هیواد اوځانونه دسیالانو ،همسایه ګانو سره سیال کړي وايې .نو هلته بیا موږته دزمري دکلمی استعمال د(درینده ) مفهوم نه ور کاوه، مګر اوس ...... نوبه بیرته خپلې خبري ته راوګر ځو،که زه خپلو دسترګو لیدلې حالات اودمبارزې په لاره کي له نن ورځ څخه (څلویښت) کاله مخکني بیانونه درته ولیکم بیا به پراوسنینو حالاتوچي سیاسي مبارزی اوسیاسي فعالیت ته مساعد دي که نه په زرګونه ځله پر اوسنې حالت شکرونه وباسي . نه قلم ،نه کتاب،نه مطبوعات ،نه میډیا،نه تلویزون،نه راډیو ، نه تلیفون ،نه بشر ،نه بشري حقوق نه يې مدافعين ،لاکین سره ددي ټولو مبارزه ښه په خرپ روانه وه اوس هم په افغانستان کي دسیاسي مبارزې اوسیاسي فعالیت لپاره کاروان دي خوکافې ندي،دمبارزینو پرځان باور کمزوي سوي یدي،هیڅ ډول قربانې ته تیار ندي هرڅه له نوروغواړي هغه هم ترخپلۍ مشري لاندي يې غواړي.دانوهغه دپژواک صاحب خبره سول چي ویل به يې «موږ دسرکارښه نوکرا ن یو ،خوسرکار غولامان غواړي ،چي دی ته بیا موږ تیار نه یو».نورمووخت نه ضایع کوم پرالله موسپارم

معلم عبدالقیوم له امریکا څخه

 ۲۰۱۱ دنومبر دمیاشتې ۲۶

<aqayum7@gmail.com>

 

 

 

 

 

 


بالا
 
بازگشت