عبدالقیوم

 

« ملي یووالې» دشیطان کورنړوي

ما دشیطا نانوپه هکله لږاوډیر اوریدلې وه.چي شیطانا ن هم دخدای (ج) دمخلوق څخه یو مخلوق دي. ا نسانان نسي کولاي چي شیطانان په سترګو وونې. ځکه دشیطان اصلې بڼه لا تر اوسه سمه معلومه نده، شیطا نان په علم سره عالمان دي ،په خبروکي چالاک او ماهیر دي.شیطا نان کولاي په مختلیفو بڼو اوشکلو سره ځان جوړ او دخلګو دازار اوازیت سبب ګرځي. شیطان قسم کړیدي چي رښتیا به نه وايې،خلګوته به خپله څیره (اصلې بڼه) نښئې.دا پدي چي هغه وخت چي الله پاک بابا آدم (ع) جوړي کړې نو خدای(ج) پر ملایکو اوشیطان دواړو آمر وکړې چي آدم (ع) ته سجده وکړې.یوازنې نجسه طائيفه همدا شیطان و،چي دخدای (ج) د آمر څخه يې سر غړونه وکړل.اوپاک رب له خپله درباره وشړي،شطا ن قسم وکړې چي زه به تر همیشه پوري خپله وظیفه (شیطانت) کوم،انسانا ن به خطا باسم،انسانان به دسمي لاري راګرځوم ، په جنګ به سره اچوم وتاسي ته له عبادت به يې راګرځو م په پخوا زمانو کي شیطان دسپې،پشې،بزي،چغال په بڼوکي ګرځیدي مګر اودسړوپه بڼه.

دوستانوتاسي ټول دیوه هیواد(افغانستان) اوسیدونکي یوملت افغا ن ملت یاست.په افغانستان دظاهرشاه ،داودشاه ،نور محمد تره کي،حفظ الله ،ببرک کارمل.نجیب الله،مجددې،ربانې،ملا عمر اوکرزي .ټولو سلطنتونه زموږ اوستاسې په وړاندي یوپه بل پسي را غلل اوولاړه ، دوعأ به کوو چي خدای(ج) مو داوسنیوخائیننوخلاص کړې .ګرانو دوستان هرڅوک چي کار کوي هغه اشتباه هم کوي داشتباه لپاره بخښه سته مګر دخیانت لپار دبخښي په عوض جزأ.اوس خبره داده راسي یووار ي تشخیص کړو بیابه دجزا اندازه ټاکو.په پښتوژبه کي متل لرو(اول يې کوزده که بیا يې ماینه که).

سوال دائ :--چي ددې ټولو حکمتونوټول برخه والو اشتبا هات اوخیا نتونه کړیدي.که په هر حکومت کي یوشمیر خلګو. خودبه په یوحکومت کي نسبت بل ته داشتباهاتو اوخیانتونو فیصدي او دمتهمو اشخا صو فیصدي فرق ولري.پدي خبره کي شک نسته چي اشتباها ت اوخیانتونه دي نه وي سوي.

بل سوال دادئ:--چا باید ددې زهیروسوولسونو فریاداوریدلې وايې؟چا باید داحسابونه تصفیه کړې وايې؟چا باید خا ئینانو ته جزأ ورکړې وايې؟.

بل سوال دادئ:-- آیا دا وظیفه دملګرو ملتونووه؟آیا داوظیفه دامینت دشورأ وه؟آیا دا مسؤلیت دنړې وال بشر دحقونو دکمیسون وه؟آیا په نړي کي دمختلیفو جوړومعاش خورومحاکمووه؟آیا دبین اللمللې کنوانسیونونه وه؟.

بل سوال دادئ:--دنجیب الله خان دحکومت ترچپ کیدو ورسته د اسلام د(سِتارو )، آغامجددې جان او که د پروفیسور ملا ربانې جان اوکه په ورسته کي (مجددې ،ربانې اوکرزې) ددروواړو؟.

بل سوال دادئ:- اسا سي پوښتنه دلته ده چي ولې داسي ونه سول لکه څنګه چي دولس غوښتنه وه؟ ولې ولسونه په خاص ډول ددوي په ژبه مجاهدین اورهبرانو دواړو داخبره هیر کړل؟ اصلې راز دلته پټ دي اولا به پټ وي،دلته هغه لوي لاسونه کارکوي چي دهغو دمټو پیچل زموږتروسه پورته کاردي.هوښیارټول پوهیږي مګر هیڅوک لاس نه وروړي،هیڅوک دا رازنه پاش کوي ،اوپدي مي باور راځي چي حداقل دپنځوسو نورکلونولپاره به نورهم دا خبره همداسي پټه ساتل کیږي.هله به داخبره لڅه شي چي ټول لوبغاړي مړوي.

زما په عقیده شیطا نان خپل کار دخپلو پلارو اونیکه ګانو په مشوره تر دااوس سم پر مخ وړي (ټوټه يې کړه حکومت پر وکړه) که نه کله چي دډاکتر نجیب الله ورستي شپې وي دمالیارپه شهادت سره نجیب الله خان ومجددې ته دنورمحمد تره کی اوحفیظ الله امین دحکومتونو دوختونودټولو وژل سو مکمل لیستونه اوشهرتونه البته دقاتیلینو په معرفې پیښاور ته ورواستول.مالیار وايې چي مالیار دمجددې مشاور،کرزي سکرتراوخپل مجددې دا لیستونه ښه وکتل اومجددې کرزي ته وویل دا لیستونه وساته.پدي باب خو سوال نه پاته کیږي چي څوک مړاوچا مړکړې،اوتر دغه به معتبر بله کومه منبع وي،دري ریس جمهورانو اویوه يې مشاور لوستي دي،یعنې داکتر نجیب الله لیکلې،امضأ کړې ،مجددې اوکرزي تسلیم کړیدي.که په رښتیا دمړووارثئین دخپلو دښمنانو محاکمه غواړي ،نو پر مجددې او کرزي دي فشار راوړي چي مجرمین ونسي اومحاکمه يې کړې.که دبشري حقونو مدافعین،دملګرو میلتونو واکداراوبله دافغانا نو غمخورڅوک وي عجله دي وکړې.ځکه سبا به مجددې اوکرزي دواړه نه وي آسناد به ورک،مجرمین به هم ټول زاړه اومړه وي.خوماته داسي معلومیږي اومعلومه سویده هغه چي اوس تر پخوا زیات په خیانت کي ډوب دي هغو هرڅه هیر کړیدي خپلې مزي کوي،نه پوهیږم چي دبیچاره ګانو ږغ به هم په رښتیا وي اوکه به دلته هم شیطانان نفوذ کړې وي چي کله دنرو اوکله دښځو په پڼویو ږغ کوي. پر دي دنیا دافریادونه څوک نه اوري ټول باد وړي.

بله خبره د ببرک کارمل اونجیب الله دحکومتداري په باب خصوصاً دوژنو په هکله معلومات هغه دي دخاد دتحقیق لوي ریس المان نیولې دي .تر هر بل ژوندي يې معلومات دقیق دي.دبشري حقونو مدافعین (تر ولاړواوبوتیزدي په رفتار کي= دګانټې منزل په میاشت وهي تنها).په (۳۰) کاله کي یوسړي محاکمه کوي.ښه روانه ده هغه هم والله عالم چي لا اصلې خبره څنګه ده.

زموږ دملیت دښمنانو که دخپل قدرت په لمړي ورځ اتمه دثور دمجریمینو سره حساب،عدالت اومحکمه کړې وايې بیا به پاته ملت دوروڼو په شان ژوند سره کولای .مګر که افغانان سریوسوي وايې بیا خائین اودافغان ولس دښمنان خپلو اهداف ته نه سواي رسیدلاي.

نوددې خبروڅخه باید سړي پدي پوسي چي دا لوبې افغانې لوبې نه وي اونه دي. نه څوک پراسلام مینه وه او نه پر افغان ولس البته هغه یادوم چي لږاوډیر دبازیو اصلې لوبه غاړي وه.پاته سول په هر ډل،حزب اوتنظم کي صفوف هغوي هم پر اسلام عقیده وه،چي شهید کیدل او هم دوطن سره مینه وه چي سرونه يې پر ولاړل .لاکین ددوي دبیسوادي اوناپوهې څخه په استفاده :معلمان يې و وژل ،مکتبونه يې وسوځل،آوردويې دمنځ یووړي،بیت المال يې چورکړې اوخورا نور څه .

پدي ډول مقابل يې ډیر لږ دګوتوترشمار کمو ،هغه هم ممکن یو،دوه اویادري نفره به وه چي وطن ته دي دخدمت آرزو نه لرل .هرڅه يې دبادار دخوشحالې لپاره کول یا کړې وي.نوروټول وطن ته دخدمت آرزولرل،وطن پرګران وو.مکتب يې جوړاوه معلیم يې تربیه کاوه،فوځ يې تقویه کاوه،رشوت يې نه خوړي،کورونه يې دخلګولپاره جوړکړل.په یوخبره دوطن دښیګڼي لپاره يې تر خپل توان زیات کار کاوه اوزیاتو يې خپل سرونه وښندل.

پاته سول دانسانان وژنه چي هر نوم ورکړې زما په عقیده اوباور دا لوي اوستر خیانت دي.دا دواړوخواووکړیدي زموږ هیواد وال یولوري داخوان په نوم وژل اوبل دکافر اوکمونیست په نوم.پر وژونکو دي دخدای (ج) لعنت وي. داحساب به څوک کوي اوکله به وي؟ هرڅوک چي پر خپل نفس کنترول اوپه ځان اعتماد لري هغه دشیطانه نه بیریږي.پدي توګه که سړي په خپل ځان باوري وي هغه باید په هیڅ ډول له خدایه ونه بیریږي.ځکه یوازني څوک چي ښه عادل دي هغه رب دي. په وروسته کي داوسنیو قاتلینو،رشوت خورواوبر حالو سره څوک اوکله به حساب وسي.څوک به دي بیچار اولس ته نجات ورکوي؟ اوکومه لار تعقیبول پکار دي چي ولس متحد،ملي یوالې غښتلې اووساتل شي؟اودا کار به څوک کوي ،دچاه وظیفه اومسؤلیت دي؟ اوڅوک به يې لمړي قدم پدي لاره کي پورته کوي ؟دکمه ځایه راشروع کوي؟.زما په باورډیرو داخبر اوس درکړیده،چي ملي یووالې ته سخت ضرورت دي.دادي خوږ ژبې شاعر ښاغلې عبدالباري «جهاني» صاحب چي په پښتو او دري دواړو ژبو يې اشعارویلې دي اوطبيې خبره په اشعاروکي به يې ددري په نسبت دپښتو تله درنه وي ځکه مورنې ژبه يې پښتوده .«جهاني» صاحب په (لراوبر پښتو ویب پاڼه) کي « دملې یووالې» تر سر لیک لاندي پرټولو افغانانو بیله استثنا ږغ کړیدي ،هرافغان چي دافغانانو تر منځ دملې یووالې سره مینوال وي باید دملې یوالې دغښتل تیا لپاره په یومنظم جوړښت کي سره متحد سي.اوبیله یومنظم جوړښت څخه جلا هلې ځلې دا هیواد او هیوادوال د بد بختیوڅخه نسي خلاصولاي.زه خپل اودخپلو راسره ملګرو په نماینده دښاغلې عبدالباري «جهاني» صاحب ددې نظر ملاتړ کوم . دلابری په امید.

معلم عبدالقیوم

 

 


بالا
 
بازگشت