رحمت اله روان

 

دافغانستان خلګ د سني او شيعه په نوم نه سره بيليږي

 

دتیری سې شنبې په ورځ په کابل کې د ابوالفضل په تکیه خانه کې ځانمرګي برید نژدې شپېته تنه ووژل او ۱۳۰ نوریی ژوبل کړل.دا په افغانستان کې لومړنۍ حمله بلل شوې چې په فرقوي بنیاد ترسره شوې ده ،د افغانستان طالبانو دا برید غندلی او بې له دې چې په څرګند ډول ووايي چې دا برید چا کړی هغه یې د دښمنانو کار بللی دی.خو په اروپا کې د ګلبدین حکمتیار استازي قریب الرحمن سعید دا حمله د ده په وینا د صلیبیانو کار بللی دی ،دحملی ځخه وروسته په ډیر کم وخت  کی دپاکستان ،د لشکر جهنګوي یوه ویاند د سې شنبې په ورځ له حملې څو ساعته وروسته رویټرز خبري اژانس ته وویل چې دا برید دوی کړی او هدف یې دا وو چې شیعه ګان ووژني

لشکر جهنګوي، چې له القاعده او د پاکستان له استخباراتي ادارې سره اړیکې لري، په پاکستان کې په زرګونو شیعه ګان وژلي او د محرم او عاشورا په مراسمو کې یې په ځلونو د شیعه مسلمانانو پر غونډو بریدونه کړي دي

 دجهنګوی  ډلی  باب لنډ معلومات  داسی دې  چی لومړی ځل د پاکستان  سپاه صحابه ډله په ۱۹۸۵ زېږدي کال کې د پاکستان د څارګرې ادارې (آی اس آی) له لوري د مولانا حق نواز جنګوي  په مشرۍ رامنځ ته شوه، چې موخه یې د  پاکستان ګټې په ځانګړې توګه د روسيې  پر وړاندې چریکي او ترهګریز بریدونه  وو، کوم وخت   چې مولانا حق نواز جهنګوي د خپل وراره  له لوري و وژل شو په ۱۹۹۲ زېږدي کال کې د جهنګوي ډله د  پاکستان سپاه صحابه څخه جلا  او ویل کېږي، چې د سپاه صحابه  پوځي برخه و ټاکل شوه ،د جهنګوي له وژل کېدو څخه وروسته مولانا ضیا الرحمن فاروقي د جنګوي ډلې د مشر په توګه و ټاکل شو، چې د پاکستان په اتیلافي حکومت کې د پنجاب وزیر هم پاتې شوی دی. فاروقي هم په ۲۰۰۳ زېږدي کال کې ترور شو،مولانا اسرار  الحق د جنګوي ډلې له نوموتو غړو  څخه وو، چې ډېره هڅه وکړه، څو د دغې ډلې د مشر په توګه وټاکل  شي؛ خو ونه توانېد، څو د دغې  ډلې مشرۍ ته ورسېږي ،له مولانا اسرار الحق له وژل کېدو څخه وروسته مولانا اعظم طارق د جنګوي ډلې مشر  په توګه و ټاکل شو، چې وروسته دی هم د دغې ډلې نورو مشرانو په توګه ترور شو؛ خو د اعظم طارق د ترور پړه د پاکستان پر تحریک جعفریه،  چې شیعه ډله ده واچول شوه البته له دې وړاندې د دغې ډلې او شیعه وو ترمنځ ستونزو شتون درلود؛ خو د نوموړي له ترور سره د جنګوي او شیعه ډلو ترمنځ نښتې پیل شوې ،قابل دویلو ده، چې جنګوي ډله اوس هم د پاکستان  په پارلمان کې غړي لري او حتی  د پاکستان په حکومت کې د پراخ نفوذ خاونده ده.

د عاشورا د ورځې د بريدونو د طراحانو په اړه نظرونه سره وېشلي دي، څوک يې پړه پر آى. اېس. آى. ور اچوي او څوک يې هم د سي. اى. اې. او نورو استخباراتي کړيو کار ګڼي، خو په دې ټول سره يوه خوله دي، چې ددې بريدونو هدف په افغانستان کې د مذهبي شخړو رامنځ ته کول وو. د کابل بريد چې هر چا پلان کړى و، هدف يې دا و، چې ددې بريد له لارې به په افغانستان کې مذهبي شخړې پيل شي او دوى به خپلو شومو اهدافو ته ورسيږي. خو د افغانستان د خلکو غبرګون د دوى لومړنۍ هيلې له خاور سره خاورې کړې. افغانانو په عقلي، شعوري او اسلامي غبرګون سره وښوده، چې دوى د سني او شيعه په نوم نه بيليږي او په دې پوه شوي چې دا بريدونه سنيان او شيعه ګان نه، بلکې استخباراتي کړۍ کوي

د عاشورا ورځې د بريد طراحان له پراخ وحشت سره سره په لومړي ګام کې خپل هدف ته ونه رسېدل، ځکه د افغانستان د خلکو غبرګون د دوى له پلان سره سم نه و، نو ځکه يې خپلو هدفونو ته د رسېدو لپاره دويمه هڅه وکړه. افغان ولس د دوى لومړۍ هڅې ته په غبرګون کې د سني او شيعه ستونزه افغاني ونه ګڼله او آن دا يې له اسلامي کړيو ورهاخوا پلان شوى کار وګاڼه، نو ځکه د بريد طراحانو په يوه بله استخباراتي لوبه کې هڅه وکړه، چې د شيعه او سني ستونزه افغاني کړي او په دې ډول هغه څه يو ځل بيا مطرح کړي، چې افغانانو ډېر لېرې غورځولي وو. دوى هڅه وکړه چې لشکر جنګوي يوازې يوه پاکستانۍ ډله نه، بلکې افغاني ډله معرفي کړي. نو ځکه يې په يوه استخباراتي لوبه کې د علي شېر خدا په نوم يو کس تر رسنيو را ورساوه او د هغه له خولې يې د دې ستونزې د افغاني کولو هڅه وکړه

 کوم وخت چی د افغانستان ولسمشر حامد کرزي  په روغتون کې د پېښې له ټپیانو سره د کتنې په مهال وویل چې د پاکستان له حکومت سره به په دې اړه خبرې او د عدالت غوښتنه وکړي ،پاکستان دتیری چهارشنبې په ورځ سم دستی له  افغانستانه وغوښتل چې داسي شواهد یا اسناد وروښيي چې د کابل د سې شنبې د ورځې په حملې کې پاکستانۍ لشکر جهنګوي ډله لاس لري ، په عین حال کی د ابوبکر منصور په نامه يو کس چې ځان يې د لشکر جنګهوي وياند پیژنی  په پاکستان کې د ډان ورځپاڼې دفتر ته په ټېلېفون کې د هغه بريد له مسووليت څخه انکار وکړ، چې د عاشورا په ورځ يې په کابل کې 54 تنه بېګناه افغانان ووژل. ولی  تر پرون پورې دا ادعا نه وه رد شوې، خو داسې ښکاري چې پر پاکستان تر وروستيو  فشارونو وروسته لشکر جنګهوي انکار ته اړ شوی وي ،پر پاکستان د ا فشارونه هغه وخت زیات شول کوم وخت چی پاکستان دافغانستان په باب دبن په کنفرانس کی دنه ګډون فیصله وکړه او سم دستی ور سره په کابل ،مزارشریف،او کندهارکی دعاشورا په مراسمو ځان وژونکی حملی وشوی دسیاسی چارو ځیړونکی دکابل ،مزار اوقندهار حملی دپاکستان  پر یوی پوستی باندی دناټو دهوایی حملو انتقام بولی کوم وخت چی،د روان کال  د نومبر په پنځه ویشتمه نېټه د  شپې له خوا ناټو ځواکونو چورلکو پر پاکستانۍ پوستې برید وکړ، چې له امله یې اته ویشت تنه پاکستاني پوځیان و وژل شول او دیارلس نو ټپیان  شول،دغه برید له ځانه سره بېلابېل غبرګونونه درلودل. پاکستاني چارواکو دغه برید د پاکستان  پر خاروې د ناټو په ځانګړې توګه د  امریکې له خوا یرغل وباله او له افغان دولت څخه یې غوښتنه وکړه، څو بهرنیو ته دې اجازه نه ورکوي، چې د افغانستان له خاورې څخه د ګاونډیو په ځانګړي توګه د پاکستان پر وړاندې ګټه پورته کړي ،د دغه غبرګون پر وړاندې د ناټو او افغان ځواکونو  ځینو چارواکو وویل، چې لومړی برید د پاکستاني پوځیانو له لوری تر سره  شوی دی او حتی ځینو رپوټونو داسې هم ویل، چې د پاکستاني پوځیانو دغه  پوسته شاخوا اته څلوېښت کیلو متره د افغانستان په خاوره کې دننه جوړه شوې وه. ځینو رپوټونو؛ خو بیا ویل، چې په دغې پوستې کې د پاکستان  د څارګرې ادارې (آی اس آی) لوړپوړي  افسران مېشت وو او له همدې ځای څخه  به یې افغانستان ته ترهګر او څارل به یې او حتی د ناټو او افغان ځواکونه  به یې هم له همدې پوستې څخه څارل.ښايي دادپاکستان داستخباراتو وروستۍ هڅه نه وي، که دوى په دې ډول هم خپل هدف ته ونه رسيږي، نو د نورو هر ډول ناوړو هڅو امکانات شته، استخباراتي کړۍ به نور بريدونه وکړي، دا بريدونه به پر سنيانو هم وشي، تر څو سنيان فکر وکړي، چې دا بريدونه شيعه ګانو کړي دي او په دې ډول به د سني او شيعه جګړې ته لار هواروي. خو موږ افغانان بايد د تېر په څېر يو ځل بيا شعوري، عقلي او اسلامي غبرګون وښيو، د دوى د هرې هڅې پر وړاندې بايد زموږ غبرګون داسې وي، چې د دوى له اهدافو سره مرسته ونه کړي او همدا زموږ د برياليتوب او د دښمن د ناکامۍ لاره ده

د افغانستان حکومت او ټول وګړی په ګډه( سونی اوشیعه )  له پاکستان ځخه باید وغواړی چې  باید د لشکرې جنګوي په وړانډې اقدام وکړي ،ځکه چې د پاکستان استخباراتي شبکه غواړي په افغانستان کې استخباراتي جګړه په لاره واچوي ،د لشکر جنګوي مشرتابه په پاکستان کې میشت ده او په دغه هیواد کې یې هم ډیر بریدونه تر سره کړي دي ، پاکستان باید افغانستان سره د دغې ډلې په نیولو کې مرسته وکړي ځکه چې لشکرې جنګوي په خپله د کابل او مزارشریف د بریدونو پړه پر غاړه اخیستې ده،دغه ډله په کشمیر کې هم فعاله ده او پر افغانستان ورستي بریدونه د افغانستان او هندوستان نږدي کیدو سره هم تړاو لري، که چیرې پاکستان د دغې ډلې په وړاندې اقدام و نه کړي نو دا به د دې معنې ولري چې پاکستان اوس غواړي له دغې ډلې څخه په افغانستان کې هم هغه سې کار واخلي لکه څنګه چې په کمشمیر کې د هند پر ضد  اخلي، د دغی  ډلې اوسنې مشر ملک اسحاق نومیږي او ویاند یې ابوبکر منصور دی،چی په پاکستان کې میشت دي

پای

رحمت اله روان  

 

 

 


بالا
 
بازگشت