رحمت اله روان

 

د طالبانو د د فترد پرانیستلو طرح به په ۲۰۱۲ کال کې عملي شي

 په  ۲۰۱۱ عیسوی کال دځینو معتبرو رسنیو درا پورونو پر اساس ویل شوی وو چی له لسو میاشتو را هیسی دامریکا او دطالبانو تر مینځ  په افغانستان کی دهر اړخیزی سولی پرسر پټې خبری روانی وې که څه هم د امریکايي چارواکو او طالبانو په خبرو کې لوړې ژورې هم خورا ډیری  وې خو نتیجه یې د خبرو د پیل لپاره طالبانو د دوو غوښتنو په برخه کې پرمختګ و،د اعتماد د رامینځ ته کولو لپاره په دې اقداماتو یو د طالبانو لپاره د یوه سیاسي دفتر پرانیستل او دوهم له ګوانتانامو زندان څخه د پنځو طالب بندیانو خوشې کول وو،طالبان په ورته اقدام کې باید ډاډ ورکړي چې له القاعده سره خپل اړیکي شکوي، د افغانستان انتخابي حکومت مني او په ښه نیت په خبرو کې برخه اخلي،اسوشیېټډ پرېس خبري آژانس د دوو امریکايي چارواکو له قوله چې د موضوع د حساسیت په خاطر یې نومونه نه دي افشا کړي لیکلی دی چی دامریکا حکومت هڅه کوې چی په روان پسرلی کی له وسله والو طالبانو سره دسولی دخبرو بهیر نورهم ګړندی کړی، په دی اساس امریکا غواړي په ۲۰۱۲ م. کال کې د طالبانو له استازو سره په اروپا او خلیج کې د پټو خبرو لړۍ ته دوام ورکړي، نوموړی خبری آژانس د یو جګپوړي امریکايي مقام له قوله داهم لیکلی دی چې وايي، په ۲۰۱۲ کال کی د سولې د خبرو د بیاپیل او ګړندي کولو یو هدف د افغانستان د هغو سیمو په نښه کول دي چې ښايي له وسله والو سره اوربند پکې ټینګ شي. چی دا به د بشپړې سولې د توافق لومړنی پړاو وي چې په نتیجه کې به یې جګړه تر ډېره ختمه شي،د ځینو لوړ پړو امریکايي چارواکو په وینا ډېر امکان لري چې د طالبانو د سیاسي نماینده ګۍ د پرانیستلو طرح په ۲۰۱۲ کال کې عملي شي. دا چې څه وخت او چېرته، تراوسه معلومه نه ده، خو له ګوانتانامو زندان څخه د بندیانو د خوشې کولو په وړاندې د ولسمشرکرزي د مخالفت او د بندیانو د انتقال په برخه کې د امریکا د کانګرس د نویو قیوداتو له وجې یوڅه ستونزې رامینځ ته شوي،امریکا مخکې منلې وه چې د طالبانو څوپخواني مشران له ګوانتانامو زندان څخه یوه دریم هېواد، په غالب ګومان قطر ته واستوي او هلته یې نظربند وساتي، خو ولسمشرکرزی ټینګار کوي چې دوی باید افغانستان ته وسپارل شي نه کوم بل هېواد ته،ولسمشر حامد کرزي په یوې اعلامیې کې چې په دی نژدو ځو  وروستیو ورځو کې یي خپره شوی ده، وړاندیز کړی دی چې طالبانو ته که په سعودي عربستان یا ترکېي کې دفتر پرانیستل شي دا به غوره وي، خو جمهور رئیس کرزي د کویټ خبرې رسنیو ته ویلي،  که د امریکا متحده ایالات په قطر باندې ټینګار کوي، دې راضي دي، په هر صورت په قطر، سعودي عربستان او یا هم ترکېې کې طالبانو ته د دفتر پرانیستل به دا ګټه ولري چې په طالبانو باندې دخارجی هیوادونو خصوصا  پاکستان او ایران اغیز کم شي،طالبانو ته په قطر کې یا بل کوم ځای کی د دفتر دانیستلو په اړه د ولسمشر کرزي موافقه به په افغانستان کې د سولې پر لور یو مثبت ګام وي دا ځکه چی سوله یوازی دخبرو له لاری شونی ده.

 امریکايي مقامات اوس وايي چې د دوی خبرې حساس پړاو ته رسېدلي دي او دوی به ژر اعلان وکړي چې خبرې یې بریالۍ دي او که څرنګه دبله لوری، د امريکا د څارې ګرې ادارې ( اف، بي، اى.) له تور لېست څخه د طالبانو د  مشر ملا عمر اخند د نوم له اېستلو ښکاري چې د امريکا او طالبانو ترمنځ جوړجاړى له لومړيو مرحلو تېر شوى او اوس په ځينو برخو کې د عملي کېدو په حال کې دى.که ځه هم په کابل کې د امریکا سفارت هغه راپورونه رد کړی دی چې وايي، د طالبانو د مشر ملا محمد عمر نوم د اف بي ای له تور لیست څخه لرې شوی دی،دغه سفارت د یوې مطبوعاتي اعلامیې په خبرولو سره ویلي، چې د ملا عمر نوم لا هم د امریکا د بهرنیو چارو وزارت په تور لست کې شامل دی او د ده په حالت کې کوم بدلون نه دی راغلی، ولی نسبت بل هر وخت ته  اوس دامریکا له لوری له طالبانو سره دخبرو په پروسه کی  هر اړخیز بدلون او جدیت  تر سترګو کیږي تردی وړاندی د امريکا له اړخه له وسله والو طالبانو سره د خبرو اترو مسئله جدي نه وه، له همدې امله يې طالب چارواکي په تور لېست کې وو، د دوى په سر يې لوى لوى انعامونه ټاکلي وو او د دوى په وژلو پسې ګرځېدل. له شک پرته چې په داسې حالاتو کې سوله ناشونې وه او د سولې لپاره لومړنۍ اړتيا دا وه، چې دا حالت بدلون ومومي او د وسله والو مخالفينو د مشرانو نومونه له داسې تورو لېستونو څخه وايستل شي ،که امريکا دا وروستۍ ګام د سولې لپاره د زمينې د برابرولو په موخه اخيستى وي، دا يو مثبت پرمختګ دى، ځکه چې له دې ډول کارونو پرته د سولې خبرې اترې شونې نه دي او همدا ډول ګامونه سولې ته لاره هواروي. له دواړو اړخونو څخه که څو نور داسې ګامونه هم واخيستل شي، نو له شک پرته چې د سولې بهير به بريالى شي،امریکا چاپ نیوز ویک مجلې په وروستۍ ګڼې کې ″طالبانو د بایډن د دې خبرې: طالبان د امریکا دښمنان نه دي، هر کلی کړی″ تر سرلیک لاندې یوه مقاله لیکلې او د پیل په کرښو کې یې لیکلی دی چی ،د امریکا د متحده ایالاتو د جمهور رییس مرستیال جو بایډن د تیرې اوونۍ لانجمنې مرکې چې وایي، طالبان د امریکا دښمنان نه دي، یو ځل بیا بحثونه ګرم کړي دي. خو دا ځل د طالبانو یوې ډلې د بایډن د څرګندونو هرکلی کړی دی ، د طالبانو یو شمېر جګ پوړو مشرانو ویلي، د امریکا د جمهور رییس د مرستیال څرګندونې مثبته علامه ده ،اوویلی یی دی چی د جو بایډن له څرګندونو څخه داسې بریښي، چې متحده ایالات بالاخره له لسو کالو جګړې وروسته، موږ ته د سپټمبر د ۱۱ مې حملو د احساساتو او د انتقام د بحران پر ځای، په سړه سینه او آرامو اعصابو ګوري دطالبانو یو ه جګپوړی غړی (فوزی) دنیوزویک مجلی ته په خپلو خبرو کی ویلی دې چی، “موږ او امریکا په طبیعې ډول یو د بل دښمنان نه یو، بلکې موږ د یوه بهرنې عامل یعنې اسامه بن لادن له وجې چې افغان هم نه و، یو د بل دښمنان شوی یو، دا مهال نوموړی نشته او طالبان له القاعده سره لږ او یا هم هیڅ اړیکې نه لرې ،دا چې د طالبانو یوه پخواني جګ پوړې چارواکې جوبایډن د څرګندونو په وړاندي په نرمۍ او آرامۍ سره ځواب ویلي، دا هم ممکن بالاخره په افغانستان کې  د سوله اېز حل پر لور یوه مثبته علامه وې،د طالبانو له لوری بیا یوه بل پخوانی مشر (سید محمد اکبراغا) هم ویلی دې چی له امریکایانو سره د طالبانو په خبرو کې یو لړ پرمختګونه شوي او طالبان د دفتر د پرانستلو لپاره قطر غوره بولي ،د ځینو راپورونو له مخې سید طیب اغا، شهاب الدین دلاور او شېرمحمد ستانکزي، چې د ملا محمد عمر اخند له لوري په خبرو کې برخه لري، له امریکايي مقاماتو سره په قطر کې کتلي دي هغوی ویلی دی چی له امریکایانو سره په خبرو کی کومه  ستونزه نه وینی د خبرو لپاره د طالبانو د ځینو مشرانو یو شرط دا دی چې د دوی یوشمېر بندي غړي دې پکې حاضر وی،اوس دا امکان لیدل کېږي چې د ګوانتنامو له بنده د طالبانو څو مشران لکه مولوي خیرخواه (د هرات پخوانی والي)، نورالله نوري، مولوي واثیق، محمد نبي خوستی، حاجي ولي محمد او ملافضل الله د ګوانتنامو له بنده راخوشي شي او د قطر په خبرو کې ګډون وکړي دطالبانو دځینو لوړ پړو چارواکو له خولی و یل شوی دی

چې طالبانو تل د سولې د طرحو هرکلی کړی دی.«طالبان له لومړي سره د سولې خبرو ته خوشبینه وو، خو د دوی له هیلو سره سمې خبرې نه دي شوي ،دی دا څرګندونې وروسته له دې کړی دی چې  دجدی دمیاشتی په شپږمه نیټه د افغانستان ولسمشر حامد کرزي هم وویل چې په قطر کې د طالبانو د دفتر له پرانستلو سره موافق دی اودایی هم ویلی دې،  چې له طالبانو سره د سولې په پلان کې به د بهرنیانو مداخله ونه مني،د افغانستان رسنیو د ځینو چارواکو له قوله ویلي چې امریکایان هڅه کوي چې له طالبانو سره د افغانستان د حکومت له ګډونه پرته معامله وکړي ،په همدې حال کې  دوو پاکستانیو ورځپاڼو راپور ورکړی دی چې امریکا طالبانو ته د افغانستان د جنوبي ولایتونو د کنټرول د سپارلو وړاندیز کړی دی خو طالبانو دا وړاندیز رد کړی دی دایکسپریس تریبیون له قوله،امریکا طالبانو ته وړندیز کړی دی چی د افغانستان شمالي ولایتونه دې نور ګوندونه، چې له امریکا سره ښې اړیکې لري، اداره کړي خو جنوب دې ستاسو طالبانو سره وي ولی طالبان به هیڅکله هم ددی ته حاضر نه شی چی هیواد یی په  دو ټو ټو شمال اوجنوب وویشل شې دنوموړی ویش  مخالفت نه یوازی طالبان کوی بلکی ټول افغانان له دغسی ناوړه ویش سره مخالف دې .

 

پای

رحمت اله روان  

 

 

 


بالا
 
بازگشت