رحمت اله روان

 

پاکستان دداخلی شخړو ډګر ته د داخلېدو په حال کې دی

 

د پاکستان په ۶۴ کلن تاریخ کې له نیمايي وخت څخه زیات واک له پوځ سره پاته شوی دئ. درې واري هم د ملکي حکومت په وړاندي د پوځ له خوا کودتاه شوې ده اوس بیاهم په رسنیو کی ویل کیږې چی دپاکستان ملکی حکومت ممکن فو ځیان یو ځل بیاهم ړنګ کړی، خو له روانو لانجو څخه داهم په ډاګه کیږې چی دا هیواد په دی ورستیو کی ډیر بدل شوی دی هغه په دی معنا چی فو ځ دتیر وخت په شان نن دا جرائت نه شی کولای چی پرانتخابی یا ملکی حکومت باندی یرغل اویا کودتاوی وکړی، دپاکستان فوځ اوس دیوی بلی لاری غواړی چې د کودتاه پرځاى د سترې محکمې او عدلي چینلونو له لارې ملکي حکومت له مخي لیرې کړي.

په پاکستان کې روان سیاسي کړکېچ هغه مهال پسې ژور شو چې د سترې محکمې او ملکي حکومت تر منځ مخالفت پیدا شو.د پاکستان وضعه  د بل هر وخت په پرتله خرابه ده او بحران به د خلکو د توقع یا تصور پر خلاف  نور هم جدي او خطرناک شي،د پاکستان سیاسي شخړې به نه یوازې د دغه اټومې طاقت لرونکي هېواد حکومتي سیستم مات  کړي، بلکې د اسلام آباد او واشنګټن ترمنځ د اړیکو د ښه کېدو او د افغانستان د سولې له عملیې سره د پاکستان د همکارۍ ټولې هیلې به هم په اوبو لاهو کړي،د پاکستان ستره محکمه له صدراعظم یوسف رضا ګیلاني د دې له امله تحقیقات کوي چې دا محکمه تور پورې کوي چې ګیلاني د سترې محکمې له دې غوښتنې سرغړونه کړې ده چې د ولسمشر اصف علی زرداري د اداري فساد دوسیې وڅیړي،که چیرته ستره محکمه دا ثابته کړي چې ګیلاني د دوی له غوښتنې سرغړونه کړې ده نو له هغه به واک واخیستل شي او محکمه دا واک هم لرې چې د دې سرغړونې له امله ګیلاني په شپږمیاشتو زندان محکوم کړي،د زرداري په وړاندي تورونه د ۱۹۸۰کلونو راهيسي لګيدلي دي خو دغه دوسيې د پاکستان د دولت له خوا وتړل شوې. هغه وخت د زرداري د دوسيو د تړلو له پاره د پاکستان د هغه وخت فو ځی مشر جنرال  پرويز مشرف او د پاکستان پيپلز پارتي تر منځ يوه موافقه وشوه،زرداري او وژل شوي مېرمن ی (بې نظير بوټو) په ۲۰۰۳ کال کې په سویس کې په یوې غیابي محاکمې کې په ادارې فساد محکوم شوي وو او تور ورباندې لګول شوی و چې د واکمنۍ پر مهال یې د مليونونو ډالرو خیانت کړى دی،زرداري او مېرمن یې د محکمې د حکم پر ضد مرافعه غوښتې وه او په ۲۰۰۸ کال کې د پاکستاني حکومت په غوښتنې د هغوى دوسیه لیرې شوه. د همدې معاملې پر اساس بې نظير بوټو پاکستان ته ستنه شوې وه او د ۲۰۰۸ کال په انتخاباتو کې یې فعالیت پیل کړ چې وروسته ووژل شوه،د پاکستان سترې محکمې په ۲۰۰۹ کال کې زرداري وباښه خو دا مهال یوځل بیا د زرداري د ادارې فساد مسئله راپورته شوې ده،تيره اونۍ د پاکستان ستري محکمې اعلان وکړ چي که ګيلاني د هغوی غوښتونو ته مثبت ځواب ورنه کړي نو دوی به پر نورو لارو فکر وکړي چي پکښي د ګيلاني ګوښه کول او تر وخت مخکي ټاکنو تر سره کول هم  شامل دي،خو د پاکستان حکومت اوس وايي چي زرداري مصئونيت لري.  چي په اوس وخت کی زرداري نه شي محکمه کيدلای،دامهال داسې هڅې روانې دي، چې صدراعظم ګيلاني له دندې استعفا وکړي ترڅو د زرداري په حکومت باندې د فشارونو کچه راټيټه شي او د پيپلز ګوند پخوانى غړى او مشهور وکيل اعتزازاحسن ته دنده سپارل شوې، ترڅو له سترې محکمې سره خبرې وکړي او د حکومت او عدالت ترمنځ تقابل له منځه يوړل شي. داسي هم ويل شوي، چې د صدراعظمۍ دنده به اعتزازاحسن ته وسپارل شي چې اوس مهال صدراعظم ګيلاني دې ته چمتو شوى دی، ترڅو په خپله له حکومت نه استعفا وکړي او دا هم د دې لپاره چې په يوه ډول د زرداري او پيپلز ګوند حيثيت خوندي شي. پوځ دامهال علاقه نه لري، چې ملکي حکومت ړنګ کړي خو هغوى ددې غوښتونکي دي، چې حکومت د عدالت امرونه ومني او که يې پرېکړې ونه مني؛ نو بيا به د دوى پر وړاندې کوم ګام واخلي

پاکستان هسې هم له نورو ستونزو سره مخامخ دی، قومی او نژادی اختلافونه او یو پربل باندی عدم اعتماد وخپل اخرنی اوج ته رسیدلی دې په هغه هیواد کی درنی جګړې پیل شوی دي او د پاکستان اقتصادي ستنې هم نسبت پخوا ته کمزورې شوې دي،د پاکستان پوځ له ملکي حکومته دا ګیله لري چې وایي، تیرکال یې واشنګتن ته لیک استولی و چې په پاکستان کې د پوځي کودتا مخه ونیسي. نو د ځینو سیاسي څیړونکو په باور د پوځ او سترې محکمې د فشارونو له کبله ښایي د پاکستان ملکي حکومت سقوط وکړي دیو لړ ځرګندو را پورونو په اساس ویل شوی دی چی، جنرال اشفاق کیاني د ګیلاني  څرګندونو سخت په غوسه کړی دئ. ګیلاني په اوسنیو څرګندونو کې پر پوځ نیوکه کړې وی او ویلی یی ول،چي د پوځ مشر د ولسمشر آصف علي زرداري سره د لیدلو پر وخت د لومړي وزیر له اوسنیو څرګندونو څخه شکایت کړی دئ او ویلي ئې دي چې یا دي هغه د خپلو څرګندونو وضاحت وکړي او یا دي هغه بیرته واخلي، د سرچینې په وینا د پوځ مشر ویلي دي چې دغسې څرګندوني ښایې د ژورو اختلافاتو سبب وګرځي او هیواد د ستونزو سره لاس او ګریوان کولای شي

د پاکستان لومړي وزیر، یوسف رضا ګیلاني، د رواني اونۍ په پیل کې تور لګولی وو چې د پوځ او د ای،ایس،ای، مشرانو د دولت له پوښتني پرته د غیر رسمي لیک (میمو ګیټ سکینډل) په اړه ستري محکمې ته خپل ځوابونه لیږلې ول،پاکستاني سیاستوال او رسنۍ د اکتوبر په میاشت کي د غیر رسمي لیک د شخړه يیزې موضوع تر روښانولو وروسته د ممکنه کودتا په اړه وخت نا وخته اوازې خپروي،د پوځ او د ملکي دولت تر منځ د ترینګلتیا اصلي لامل دغه غیر رسمي لیک دئ. د دغه غیر رسمي لیک یا یاداښت په اړه ویل کیږي چې د می په میاشت کې پلازمیني اسلام آباد ته څیرمه د بن لادن تر وژل کیدو وروسته د پاکستان له ملکي حکومت سره دا اندیښنه را پیدا شوې وه چې ګويا پوځ به د ملکي پوځ په وړاندي کودتاه وکړي،د فایننشل ټایمز په ورځپاڼه کې په خپره شوې یوه مقاله کې یو پاکستاني سوداګر منصور اعجاز د روان کال د اکتوبر په لسمه نیټه ویلي ول چې یو لوړپوړي پاکستاني دیپلومات له ده څخه غوښتي ول چي پینټاګون ته د یو غیر رسمي لیک په رسولو کې ورسره مرسته وکړي،په دغه لیک کې له پینټاګون څخه په پاکستان کي د ملکي حکومت په وړاندې د پوځ له لوري د کودتاه د مخنیوي په برخه کې د مرستې غوښتنه شوي وه. اعجاز بیا وروسته دغه کس په واشنګټن کې د پاکستان سفیر حسین حقاني، په توګه یاد کړ. له هغه وروسته د پوځ او ملکي حکومت تر منځ اړیکې خړي پړي سوي دي.

د پاکستان د ملکي دولت او پوځ تر منځ دغه نوي شخړي واشنګټن هم اندیښمن کړی دئ، ځکه چې واشنګټن د پوځ او ملکي دولت تر منځ د ښو اړیکو غوښتونکی دئ، چي د پاکستان په ګاونډي هیواد افغانستان کې د ثبات راوستلو په برخه کي مرسته وکړي اوهم دامریکی او پاکستان په اړیکو کی  ژور اختلافات را منځ ته شوي دې

دا حالت د امریکا په یوه هوایي برید کې د پاکستان د ۲۴ سرحدي عسکرو له وژل کیدو وروسته د دواړو هیوادونو ترمنځ د اړیکو د خرابیدو اندازه په ډاګه کوي،د امریکا د بهرنیو چارو وزیرې هیلري کلنټن په روانې میاشت کې د پاکستان د بهرنیو چارو وزیرې ″حنا رباني کهر″ ته په ټيلفون کې د جمهور رییس اوباما د ادارې د تروریزم ضد مبارزې سره لیکه په ډاګه کړه او ویې ویل، متحده ایالات خپل حق بولي، په هر هغه چا حمله وکړې، چې د نړۍ په هرې برخې کې د امریکا ملي ګټې له ګواښ سره مخامخ کړي،حنا رباني کهر په یوه ډول د هیلري کلنټن ځواب ووایه او داسې یې ورته وویل، چې د پاکستان سره لیکه د دې هیواد له ځمکني تمامیت څخه سرغړونه ده. حنا دا باټه (مبالغه) هم وکړه، چې د پاکستان له فضا څخه هر ډول غیر مجاز الوتنه به د الوتکې د را غورځیدو سبب شي، یوه امریکایي چارواکي د بهرنیو چارو د دوو وزیرانو تر منځ د الفاظو دا تبادله په دې وروستیو میاشتو کې د امریکا او پاکستان د جګ پوړو حکومتي چارواکو تر منځ لومړنۍ سخته لهجه ګڼلی ده، په دی هکله یو جګ پوړی پاکستاني پوځي وایلی دی چی، پاکستان او امریکا یو وخت ډېرې ښې او پراخې اړیکې درلودلې. د ده مقصد د القاعده او طالب وسله والو پر ضد جګړې کې ملګرتیا ده،خو دا پوځي وایي، د ۲۴ پاکستاني عسکرو وژنه هم په اسانۍ د دوی له یاده نه وځي. دا پاکستاني پوځي دغه رازو وایي، د امریکا د استخباراتو د مرکزي ادارې (سي. آی. اې) د یوه مامور له خوا په لاهور کې د دوو پاکستانیانو وژنه او د امریکا د خاصو ځواکونو له خوا د ۲۰۱۱ کال په می میاشت کې په ایبټ آباد کې د القاعده شبکې د مشر اسامه بن لادن وژنه د پاکستان لپاره ستر توهین وو.

د امریکا جمهور رییس بارک اوباما په داخل کې تر سخت سیاسي فشار لاندې دی چې اسلام آباد ته باید وښیي، څوک په نړۍ کې واکمن او مشر دی،امریکا غواړي، د افغانستان جګړه ختمه کړي، خو د پاکستان د نه همکارۍ او دوه مخې سیاست له وجې یې حوصله سرته رسیدلې ده. امریکایي چارواکي په دې باور دي، چې د پاکستان له وجې له افغانستان څخه د دوی د عسکرو د ایستلو کار په سرعت سره پر مخ نه ځي په دی باب امریکادافغانستان او پاکستان ته د امریکا له خاص استازي ″مارک ګروسمن″ څخه حکومت وغوښتل، چې سیمې ته د سفر پر مهال دې اسلام آباد ته هم لاړ شي، خو پاکستاني چارواکو په ځواب کې وویل، دوی د نوموړي په سفر خوښ نه دي،د امریکا د بهرنیو چارو وزارت تایید کړه چې د افغانستان او پاکستان لپاره د دغه هیواد خاص استازي مارک ګراسمن د اسلام اباد سفر د پاکستان په غوښتنه ځنډولی دی،د متحدو ایالتونو د بهرنیو چارو وزارت ویندوی مارک ټونر په یوه خبري غونډه کې د یوې پوښتنې په ځواب کې وویل چې د پاکستان حکومت فکر کوي چې تر هغو دې ګراسمن نه ورځي چې د پاکستان پارلماني کمېټې له امریکا سره د پاکستان د اړیکو په اړه خپلې سپارښتنې نه وي وړاندې کړي،پارلماني کمېټې تېره اوونۍ خپلې ځینې سپارښتنې حکومت ته وړاندې کړې.ویل کېږي چې دې کمېټې د ترانزیتي لار د ورکولو په بدل کې له ناټو څخه د مالیې د اخیستلو سپارښتنه کړې ده،د امریکا د بهرنیو چارو د وزارت له ویاند څخه وپوښتل شول چې د پاکستان پر سرحدي پوستې د حملې په خاطر له پاکستانه بخښنه غواړي؟ نو هغه د پاکستان د پارلماني کمېټې له لوري د سپارښتنو د مسلې یادونه وکړه، ویې ویل: تر کومه ځایه چې زه خبر یم، دا یوه تش په نومه پارلماني کمېټه ده چې غور کوي- زه په دې باب نور څه نه وایم.

یو شمیر لویدیځ څیړونکي وایي د پاکستان سیاسي کړکېچ ښایي د امریکا پر دې هڅو هم منفي اغیز وکړي چې دغه هیواد په افغانستان کې د جګړې په ختمیدو کې همکارۍ ته هڅوي خو،د طالبانو د وخت په اسلام اباد کی دافغانستان سفیر ملا عبدالسلام ضعیف په خپله یوه ورستنی مصاحبه کی چی دبی بی سی سره یی تر سره کړی  ده ټينگار کړی دی چې د افغانانو مخامخ خبرې، د دې پرتله چې گاونډيان په کې ښکېل وي، ژر بريالۍ کېدلى شي،نوموړی ویلی دی چی په تېر کې ثابته شوې چې گاونډيان، د ستونزې د حل پرځاى پر افغان موضوع په سيالۍ کښېوتي او اوس بيا دغه کار کېدلى شي.  ملا ضعیف  په خبرو کی دپاکستان درول  په هکله ویلی دی چې د پاکستان له ځانگړي دريځ سره سره هم بايد نه دغه هېواد او نه بل گاونډى د افغانانو د پخلاينې په چاره کې ونډه ولري،که چيرته د افغانستان د سولې په بهير کې د گاونډيانو پښه ورگډېږي، نو په خبره يې چې د گټې پر ځاى به يې تاوان ډېر وي.

 

  

پای

رحمت اله روان  

 

 

 


بالا
 
بازگشت