رحمت اله روان

 

امریکا خپل پوځي رول ته ډیر ژر په افغانستان کی خاتمه ورکوې

 

تر اوسه دا خبره کیده چې بهرني ځواکونه به د دوه زره څوارلسم کال تر پایه د افغانستان امنیتي چارې افغان ځواکونو ته سپاري دغه پریکړه دوه کاله مخکی دناټو دمشرانو په غونډه کی په لیزبن کی شوی وه،ولی اوس د ناټو د غړو هېوادونو د دفاع وزیرانو غونډه چی د بلجیم په پلازمېنه بروکسل کې  د۲۰۱۲ م کال دنوامبر دمیاشتی په دوهمه نیټه جوړه شوی وو هغوی په دغه دوه ورځنۍ غونډه کې هیله وښوده چې افغان ځواکونه به په راتلونکي ۲۰۱۳ کال کې په افغانستان کې د پوځي عملیاتو مشري په غاړه واخلي،دا په داسی حال کی  چی د امریکا دفاع وزیر لېون پنېتا بروکسل ته له روانېدو مخکې ویلي و چې، په افغانستان کې دېره امریکايي ځواکونه به د ۲۰۱۳ کال له نیمايي وروسته محاربوي عملیات افغان ځواکونو ته وسپاري او دوی به د همکارۍ او مشورې ونډه ترسره کوي.تر دې مخکې د افغانستان ولسمشر حامد کرزي د فرانسې له ولسمشر نیکولا سرکوزي سره په کتنه کې  ویلي و چې افغانستان تر ۲۰۱۴ م کال یو کال مخکې له نړیوالو ځواکونو څخه د خپل هیواد د امنیتي چارو مسوولیتونه په خپله غاړه اخلي،دغه پریګړه په داسې حال کې نیول کیږي چې دمګړۍ له افغانستان څخه دبهرنیو ځواکونو په ځانګړي توګه امریکایې ځواکونو وتل روان دي او ویل کیږي چې امریکا اوس په افغانستان کې۹۰ زره ځواکونه لري چې ۲۲ زره به یې د ۲۰۱۲ کال تر وروستیو ووځی خو د ۶۸ زره نورو چې پاتیږي دهغوی د وتلو په اړه لا تردې مهاله څرګند معلومات نشته،که څه هم امریکا دفاع وزیر لیون پنیتا له یوې خوا له افغانستان څخه د ځواکونو وتلو او همداراز راتلونکې ۲۰۱۳ کال په منځنیو وختونو کې د پوځي ماموریت د کمولو او د روزنیز ماموریت د کړندي کولو خبرې کوي خو له بلې خوا وایې چې سختې او جدي جګړې هم په مخ کې لري

  په بروکسل کې د ناټو د دفاع د وزیرانو د غونډې په لومړۍ ورځ ښاغلي پنېتا د خپلو څرګندونو د اصلاح هڅه وکړه، ویې ویل، موږ باید محاربې ته چمتو واوسو، او حتی که مسوولیت افغان ځواکونو ته سپارل شوی هم وي باید د اړتیا په صورت کې جګړې ته تیار واوسو،پنېتا وویل چې افغان ځواکونه باید په ۲۰۱۳ کال کې د پوځي عملیاتو د مشرتابه منلو ته چمتو وي خو زیاته یې کړه چې په عین حال کې د روان کال په مې میاشت کې به په شیکاګو کې د ناټو په سرمشریزه کې د وروستي پلان په اړه وروستۍ پرېکړه وشي،خو دفاع وزیرانو په عین حال کې پر دې خبره هم ټینګار وکړ چې د ناټو په پلان کې بدلون نه دی راغلی او د امنیتي چارو مسوولیتونه به هسې چې مخکې توافق شوی و، د ۲۰۱۴ کال په پای کې افغانانو ته وسپارل شي او ترهغه وخته به نړیوال ځواکونه په پوځي عملیاتو کې ګډون کوي،

د ناټو عمومي منشي اندرېس فوګ رسموسېن له غونډې وروسته په یوه مطبوعاتي کنفرانس کې ویلی دی چی،د دې لپاره چې د انتقال بهیر په ۲۰۱۴ کال کې بشپړ شي نو طبعاً افغانانو ته د مسوولیتونو او مشرتابه سپارل باید څه وخت مخکې پیل کړو، نوموړی ویلی دی خو دا چې دقیقاً څه وخت، په دې لا موږ نه پوهېږو،د ناټو عمومي منشي یوځل بیا ټینګار وکړ چې د انتقال د بهیر پای ته رسېدل په افغانستان کې د ناټو د ماموریت د ختم په معنا نه دي او د ناټو غړي به افغانستان یوازې پرې نه ږدي.

د اوباما اداري هم سم دستی د دغه هیواد د دفاع د وزیر هغه خبري چي ویلي ئې وو امریکا کیدای شي په ۲۰۱۳ کال کي په افغانستان کي خپل جنگي نقش پای ته ورسوي رد کړي دي.دغه راز دامریکا دجمهوری ریاست د   دفتر له لوری ویل شوی دې ،  چې ددغې موضوع په  اړه به  ولسمشر اوباما  هم د امريکا په شيکاګو ښار کې د ناټو د غړيو هېوادونو د مشرانو په راتلونکې غونډه کې ، چې په مۍ مياشت کې ترسره کېږي ، خبرې وکړي

 د پنیټا دغو خبرو په کابل، اروپا او واشنگټن کي د ناټو متحدین حیران کړي دي،امریکايي چارواکو د پنیټا خبري رد کړي دي او ویلي ئې دي چي امریکا به په افغانستان کي د ناټو د مخکیني پلان له مخي عمل وکړي. په پلان کي ده چي ناټو د ۲۰۱۴ کال تر پايه پوري له افغانستان څخه خپل ټول جنگي ځواکونه راوباسي او د دغه هیواد ټول امنیتي مسئولیتونه افغان ځواکونو ته وسپاري. د پلان له مخي به ناټو له ۲۰۱۴ کال وروسته په جنگي عملیاتو کي ونډه و نه لري او پر ځای به ئې د افغان ځواکونو روزني او د هغوی تجهیز ته ډیر پام واړوي،د سپیني ماڼۍ ویاند جي کارني، ویلي دي چي امریکا به د ناټو د پلان له مخي پر مخ ولاړه شي. هغه زیاته کړې ده چي د پنیټا د خبرو معنی دا وه چي که شرایط اجازه ورکړي نو کیدای شي چي د ناټو د پلان په چوکاټ کي امریکا وختي خپل نقش ته بدلون ورکړي کارني زیاته کړې ده چي د ناټو د پلان له مخي به د ۲۰۱۴ کال تر پایه پوري د افغانستان ټول امنیتي مسئولیتونه افغان ځواکونو ته وسپارل شي، خو د هغه په خبره که د عمل د ډگر شرایط اجازه ورکړي نو کیدای شي تر دغي نيټې مخکي افغانانو ته مسئولیتونه وسپارل شي، نو دا له امکانه څخه لیري نه ده چي د امنیت د لیږد بهیر د ناټو د پلان په چوکات کي مخکي له وخته پیل شي،د لیون پنیټا دغو خبرو نه یوازي په کابل او اروپا کي د امریکا متحدین حیران کړل بلکي په امریکا کي هم د سنا غړو د دغه خبرو په هکله خپله حیرانتیا څرگنده کړه.

د امریکا د سنا د امنیتي کمیټي مشر مایک راجرز، ویلي دي چي هغه دې خبرو سخت حیران کړی دئ. هغه زیاته کړې ده چي ځینو امریکایي چارواکو ورته دا خبره هم کړې ده چي د پنیټا په خبرو کي حقیقت نغښتی دئ.

په همدي حال کي د متحده ایالاتو د استخباراي اداري مشر دیوید پیتریوس، هم ویلي دي چي امریکا به د پخواني پلان له مخي په افغانستان کي د مسئولیتونو د سپارلو لړۍ عملي کړي پیتریوس ویلي دي چي که پلان دا هم وي چي د ۲۰۱۴ کال تر پایه پوري باید ټول امنیتي مسئولیتونه افغانانو ته وسپارل شي نو باید دغه بهیر په ۲۰۱۳ کال کي ډیر مخکي تللی وي. د هغه په خبره امنیتي مسئولیتونه باید په تدریجي ډول افغانانو ته وسپارل شي،پیتریوس ویلي دي چي د پنیټا خبري په بل ډول تعبیر شوي دي. په همدي حال کي د امریکا د دفاع وزارت هم اعلان کړی ئ چي د پنیټا خبري د متحده ایالاتو په پالیسي کي بدلون نه ښيي. پنتاگون ویلي دي چي د امریکا متحده ایالات اوس هم د افغانستان په وړاندي تعهد لري

دا چی امریکا غواړی خپل پوځې رول ته تر ټاکلی نیټی مخکی خاتمه ور کوی اوس هم لا وخت شته چې افغان ځواکونه د کیفیت له پلوه هم په پښو ودریږي. دسیاسی چاروشنونکي  وایې چې افغان ځواکونه لاهم د سترو عملیاتو د ترسره کولو توان نه لري نو باید ډیر کوښښ وشي چې د تجهیزاتو ترڅنګ دوی په پوځي برخه کې ښه وروزل شي، ځیني پوځي شنونکې په دې اند دي چې افغانستان امنیتي ځواکونه لا ددې جوګه شوي نه دي چې ټول امنیتي مسولیتونه پرغاړه واخلي له یوې خوا دوی ډیر مسلکي روزل شوي نه دي ، له بلې خوا پوره تجهیزات په لاس کې نه لري او له بل پلوه دغه ځواکونه د وطن دوستۍ انګیزه هم په کې کمه ده او دا یوه معاش خوره ځواک ګڼي. دغه ځواکونه په شته سیمه ایزو دښمنانو کې چې د پیداښت له مهاله یې دافغانستان دخرابیدو ملاتړ او دلته یې د یوه ښه او با ثباته نظام له راتلو سره مخالفت کړی نشي کولای د افغانستان له اراضي څخه په سمه توګه دفاع وکړي،دغه شنونکي تر ټولو مهمه ستونزه دا بولي چې په افغان حکومت کې اداري فساد ، دښې حکومت دارۍ نشتوالی، د ولس او حکومت ترمنځ واټن هم هغه ستونزې دي چې افغان امنیتي ځواکونه به په اوسنیو شرایطو کې ددې جوګه نکړي چې بشپړ امنیتي مسولیت پرغاړه واخلي.

 

پای

رحمت اله روان  

 

 

 


بالا
 
بازگشت