رحمت اله روان

 

له بلوچستان نه پرته به د پاکستان وجود نیمګړی وي

د پاکستان مرکزي حکومت دې داسې نه انګیري چې بلوچستان یوه کم نفوسه صوبه ده ، خو دا دې هم په پام کې لري چې د بلوچستان صوبه د پاکستان د ټولې مځکې په سلو کې څلور څلویښت  برخه تشکیلوي ، طبعي زیرمې او ساحل لري ، ښايي بلوچستان به د پاکستان نه بغیر دوام وکړی شي خو له بلوچستان نه پرته به د پاکستان وجود نیمګړی وي،بلوچستان دايران او پاکستان له ځینو برخو رامنځته شوی دی او د بېلتون خبره له ډيره پخوا راهسې رامنځته شوې ده ،چې له ایراني او پاکستاني نیواک ( استعمار) څخه ځان وژغوري،د پاکستان په بلوچستان کې له ډیری پخوا راهیسې شخړې روانې دي دغه سیمه چی دطبیعی زیرمو له خوا بډایه ده ملتپالی ډلی له لویه سره داسلام اباد دواکمنو سره نه وی جوړی،په  بلوچستان کي په سلونو تنه د پاکستان د پوځي او استخباراتي ادارو په لاس ورک شوي، بندي شوي او یا هم وژل شوي دي،خو دا خرابې اړيکي هغه وخت ښه پر بدو واوښتې چې په ۲۰۰۶ ميلادي کال کې د اسلام اباد پوځي واکمن پروېز مشرف په بلوچستان کې د پوځي عملياتو امر وکړ،په دغه جنګ کې د بلوڅو پېژندلی مشر نواب اکبر بوگټي د خپلو ۳۵ ساتونکو سره يو ځای پاکستاني لښکرو وواژه،وروسته د تايدو شويو راپورونو له مخي په دغه ايالت کې تر درې نيم سوه زيات يوازي سياسي فعالين نيول شوي او وروسته يې مړي ميندل شوي دي ددغو ټولو نیونو تور په پاکستانی فوځ او دنوموړی هیواد په استخباراتی اداری(ای،ایس،ای) لګیدلی دې،د امریکا د گانگرس غړي دينا روباکر په دی ور ځوکی دبلوچستان دوضعی دکتو په اساس، ویلي دي چي په پاکستان کي د بلوڅانو پر وړاندې له تاوتریخوالي څخه کار اخیستل کیږي او د محکمې له حکم څخه پرته د هغوی د وژلو لړۍ دوام لري او دنوموړی په غوښتنه،د امريکې د کانګرس په بهرنيو چارو کمېټه کې د پاکستان د بلوچستان ايالت حالات وڅېړل شول، د کمېټې مشر (ډانا رورا باکر) کانګرس ته داسې لايحه وړاندې کړه، چې له مخې يې بايد بلوچستان ته خپلواکي او د خپل برخليک د ټاکلو واک ورکړل شي. په دغه لايحه کې  چې همداراز د دوو نورو کانګرسمينانو (لويي ګومېرټ او سڼيو کېنګ) په مرسته چمتو شوې ده، ويل شوي چې بلوچستان پرېمانه طبيعي زېرمې لري خو د پاکستان او يران  تر منځ وېشل شوی او له خپلو حقونو څخه بې برخې شوی او تر ټولو بېوزلې سيمه ده. د لايحې په متن کې راغلي چې په 1958، 1973او 2005 کلونو قيامونه دا جوتوي چې د بلوچستان خلک د پاکستان له ظلمونو او تېري څخه په تنګ دي، خو د امريکې دولت بيا هم له اسلام آباد سره د وسلو او پيسو مرسته کوي. په لايحه کې راغلي چې د ايران په سيستان بلوچستان ايالت کې هم قيامونه کېږي، چې هلته بيا د ايران د حکومت له لوري ځپل کېږي سرکښي په اسلام اباد کې له مرکزي حکومت څخه ده اودا په 1947 ز کې دپاکستان له جوړیدو سره سمه پیل شوې ده او نن ورځ یو شمېر ملي او بېل غوښتونکې ډلې شته ، چې دپاکستاني حکومت پر ضد جنګیږي په اسلام اباد کې له پرله پسې حکومتونو څخه دبلوچانو زړه تورې ډیر پیچلې دی . له یوې خوا دبلوچو ځینې قبایلي مشران دا نه غواړي ،چې حکومت دې ددوی په چارو کې لاسوهنه وکړي که څه هم دا لاسوهنه دپرمختګ او پرمختیايي پروژو په برخه کې وي ددې ترڅنګ یو شمېر بلوچ هېوادپال داسلام اباد له سیاسي او اقتصادي دریځ نه خوښوي پردې سربېره له حساسیته ډکه موضوع دبلوچستان دګاز دویش جنجالي موضوع ده ،چې نږدې ګردبلوچان په دې باور دي ، چې په دې برخه کې له انصاف ( عدل ) کار نه دې اخستل شوې . دجنرال مشرف دنظامي واکمنۍ پر مهال نشنلسټ بلوچان سخت وځپل شول داصف زرداري دملکي حکومت پر مهال دا هیلې راوټوکېدی ،چې یو څه نسبي پرمختګ به رامنځته شي او خپله زرداري وتوانیده ،چې بلوچان دېته رامات کړي ،چې اوربند ومني ... خو دوام ېې ونه موند اونه حکومت دومره وخت تر لاسه کړ ،چې درغنده خبرو لپاره بسنه وکړي،مشهور لیکوال احمدرشید په نیویارک ټایمز کې یووخت لیکلی وو چی : له ډېرو سره دا اندېښنه ده ،چې پاکستان پر ناکام هېواد بدل نشي ، سره له دې که چیرې دا ناشونی او لیری احتمال وي دا به بیا هم دطالبانو له کبله نه وي ، بلکې دا به دهغه کړکیچ له کبله وي ، چې لویدیز له پامه غورځولې دی دا په بلوچستان کې دبېل غوښتونکو خوځښت دی . پردې سربېره احمد رشید دبلوچستان له پامه غورځونې په اړه دچارواکو له غوږه داخبره ورتېره کړې ده ، چې له توپان وړاندې چوپتیا ده ورته حالت دی .دا چی دپاکستان حکومت په بلوچستان کې دطالب جنګیالیو له ګواښ سره وړ چلند ونه کړ رشید په دې برخه کې پر حکومت سختې نیوکې کړی وی،په بلوچستان کې دافغان طالبانو دشتون په اړه دحکومت دا منفي دریځ ،چې ولې ېې پر وړاندې کوم ګام پورته نه کړ څو خبرې کېدای شي،لومړی : دپاکستان دپوځ مشران له ډيره پخوا په دې باور - نن ورځ هم پردې باور دي - کېدای شي یوه ورځ له طالبانو څخه دهندوستان په جګړه کې دمرستندویه وسیلې کار واخلي له بل پلوه دا ويره او اندېښنه شته که چیرې پاکستان په بلوچستان کې دطالبانو پر وړاندې ودریږي دا به په ناڅاپي توګه بلوچ ملتپاله ډلې او وسله وال پښتانه اړ باسي ،چې په ناڅاپي توګه سره يوه ډله رامنځته نه کړي . اوس ، چې دطالبانو مشرتابه دپاکستان تر کنترول لاندې سیمو کې نظامي فعالیت او دپاکستان پرضد جګړه نه کوي نو په پلازمینه اسلام اباد کې حکومت داسې نه انګیري ،چې دا به ورته ستونزې راوپا ځوی، دپاکستان فو ځ دبلوچ مبارزینو دډاره په هیځ وچه حاضیر نه دې چی په صوبه بلوچستان کی دی د طالبانو دکویټه دشورا په وړاندی کوم عمل اجرا کړی  دهمدغه علت په اساس دفبروری دمیاشتی په ۱۷ نيټه دولسمشر کرزی او دپاکستان دچارواکو تر منځ ددری اړخیزی ناست په جریان کی هغه وخت دلفظی شخړو توند والی رامنځ ته شو کله چې  ولسمشر کرزي له پاکستانه وغوښتل چې ملا عمر او نور د خبرو لپاره ورته حاضر کړي،  د ځینو  راپورونو له مخې،  د دواړو خواوو خبرې تر دې حده توندې شوې چې کرزی له غونډې ووت او غوښتل یې چې له پاکستانه ووځي خو صدراعظم یوسف رضا ګیلاني ترې هیله وکړه چې پاتې شي او د جمعې د ورځې په درې اړخیزه غونډه کې هم ګډون وکړي،د رویټرز خبري اژانس د راپور له مخې دپاکستان دخارجه چارو وزیری  حنارباني کهر دولسمشر کرزی دغو ښتنو په هکله ویلی دی ، که دافغانستان غوښتنه د طالبانو د مشر ملامحمدعمر سپارل وي، بیا نو ښکاري چې حقایق سم نه دي انګېرل شوي او دا ډول غوښتنې نه یوازې دا چې معقولې نه دي بلکې حتی خندوونکې هم دي

،د امريکا په کانګرس کې د خپلواک بلوچستان لپاره وړاندې شوي قرارداد د پاکستان حکومت سخت غوسه کړى او دغه قرارداد يې په کلکه غندلى دى، خو بل لور ته د بلوچستان زیاترو بلوڅو ملتپالو پر دې قرارداد خوښي څرګنده کړې او دا قرارداد يې پر واقعيت ولاړ ګڼلى دى،د بلوچستان نېشنل ګوند مشر سردار اختر مېنګل، د نواب اکبر بګټي زوى جميل بګټي، د پخواني کلات رياست خان سليمان داود او ځينو نورو ملتپالو بلوڅو په امريکايي کانګرس کې د بلوچستان په اړه وړاندې شوى قرارداد- چې پکې بلوڅانو ته د خپلواک بلوچستان د جوړولو د حق غوښتنه شوې- پر واقعيت ولاړ بللى او ويلي يې دي چې له پاکستان سره د بلوچستان د ستونځو يواځينۍ لاره دا ده چې ملګري ملتونه په بلوڅو کې يو ټولپوښتنه تر سره کړي،د نواب اکبر بګټي زوى جميل بګټي رسنيو ته ويلي هغه کسان چې د امريکا د کانګرس قرارداد د پاکستان په کورنيو چارو کې لاسوهنه ګڼي، ولې يې دا هېر کړل چې امريکا له ١٩٥٢م کاله راهيسې تر نن ورځې د پاکستان په هره چاره کې مداخله کوي، وايي پر دې قرارداد قهرېدليو خلکو ولې په بلوچستان کې پر بلوڅانو باندې د کېدونکې ظلم او وژنو په پټه خوله ننداره کوله، دى زياتوي چې د پاکستان واکمنو تل بلوچستان خپله نيول شوې کالوني او بلوڅان تل خپل غلامان ګڼلي دي،د دې تر څنګ د فېسبوک او ټويټر په نامه د عامه اړيکو پر ويبپاڼو باندې په سلګونو بلوڅو ځوانانو د بلوچستان د خپلواکۍ لپاره وړاندې شوى قرارداد ستايلى او د جمهوري غوښتونکې غړي ډينا روهرابکر پر فېسبوک پاڼه يې د هغه مننه کړې چې وايي د بلوڅانو د ږغ په اوچتولو سره يې ثابته کړه چې امريکايان د انسانانو پر ازادۍ باور لري

په سويزرلنډ کې د بلوڅو جلاوطنه مشر برهمداغ بګټي د امريکا په کانګرس کې د خپلواک بلوچستان د پرېکړه ليک ملاتړ کړى او له امريکا او ناټو ځواکونو يې بلوچستان ته د ورتګ او له پاکستانه د خپلواکۍ په اخيستلو کې د مرستې غوښتنه کړې ده،او ويلي يې دي چي د پاکستان حکومت او اپوزيسون ګوندونو مشرانو چي د دې قرارداد غندنه کړې، دوى په اصل کې پنجاب په خطر کې ويني،برهمداغ بګټي د بلوچستان له اعلى وزير او والي څخه غوښتنه کړې چي له خپلو منصبونو دي استعفى وکړي او د بلوڅو په قومي غورځنګ کې دي شامل شي،د امريکا د کانګرس د غړيو له خوا د فبرورۍ پر اتمه نېټه د بلوچستان په اړه ځانګړې غونډه او پر ١٧ نېټه د کانګرس غونډې ته د خپلواک بلوچستان په اړه وړاندې شوى قرارداد د پاکستان د حکومت، ځينو ګوندونو او په امريکا کې د پاکستان د سفارت له خوا په کلکه وغندل شو او دا يې د پاکستان په کورنيو چارو کې لاسوهنه وبلله، خو د بلوڅو خپلواکي غوښتونکي مشر برهمداغ بګټي وويل پاکستاني چارواکي په اصل کې د بلوچستان نه، بلکې د پنجاب د راتلونکي په اړه اندېښمن دي،

د پاکستان حکومت او ځينو اپوزيسون ګوندونو اعلان کړى چي د روانې فبرورۍ د مياشتې په پاى کې به په کوټه کې د بلوچستان د خرابو حالاتو او په کانګرس کې د وړاندې شوي قرارداد په اړه د ټولو ګوندونو يو ګډ کنفرانس را غواړي. برهمداغ بګټى وايي د بلوچستان ستونځه اوس تر کنفرانسونو تېره شوې ده،دنوموړی کنفرانس په هکله چی دپاکستان حکومت یی وړاندیز کړی دی،د پښتونخوا ملي عوامي ګوند مشر محمودخان اڅکزيپه دی ورستیو کی له يوه پاکستاني ټلويزون سره په مرکه کې ویلی دی چي بلوڅ ملتپال ګوندونه په دې کنفرانس کې برخه نه اخلي، نو دوى هم پکې برخه اخيستل بې ګټې بولي، هلته په لندن کې میشت د پاکستان د متحده قومي غورځنګ مشر الطاف حسين هم ويلي دی چي بلوچستان ته بايد توجه وشي، خو اوس چي خبره سخته شوی ده  د ټولو ګوندونو ګډ کنفرانس به يې د ستونځو په هوارولو کې هيڅ نتيجه ور نه کړي

 

پای

رحمت اله روان  

 

 

 


بالا
 
بازگشت