رحمت اله روان

 

په قطر کی دازاد بلوچستان لپاره سیاسی دفتر خلاصیږی

بلوچستان د مساحت له مخې د پاكستان تر ټولو لوى ايالت دى؛ خو د اقتصادي پرمختګ، تعليم، فرهنګي ودې، رغاونې او نورو له اړخه تر ټولو وروسته پاتې ايالت دى،بلوڅان له ډېره وخته د پاکستان او ايران  له لوري تر سختو ظلمونو لاندې دي . همدارنګه پاکستان اوایران هڅه کوي چې له بلوچو سیمو څخه درسنيو د فعاليت مخه ونيسي او نه پرېږدي چې له دې سيمو څخه رسنۍ په واقعي او حقيقي ډول خبرونه او رپوټونه خپاره کړي او له همدې امله ډېر خبريالان په تیرو څو کلونو کې يا ووژل سول او يا تر ننه تري تم دي،په  بلوچستان کې چې له کلونو راهیسې په کې د ملتپالو او ازادي غوښتونکو بلوڅو او پاکستاني حکومت تر منځ شخړې دوام لري، په دې وروستیو کې د بلوچستان بیلتون غوښتونکو وسله والو د پاکستان د حکومت پر ملاتړو او د دې هیواد پر پوځیانو بريدونه زيات کړي دی،پاکستان غواړي چې د خپل ځان دفاع د همدې سيمې په ناکراره کولو سره وکړي او له دې سيمې څخه سياسي ګټه پورته کړي او په همدې دليل يې د ګوادر بندر، چې په سيمه کې يو تر ټولو ستر بندر ګڼل کیږي، چې په سمندر کې ترې د هند او حتى امريکا ګټې تر ګواښ لاندې راځي، چين ته ورکړ او هغه هیواد پرې پانګونه وکړه

وروسته له هغه چی د ۲۰۱۲ م کال دفبروری په ۱۷ نیټه  دآمریکا دکانګرس د نړیوالو چارو د کمیسون مشر له لوری(ډانا روهرابکر) یو وړاندیز لیک یا ځانګړی لایحه چی  په کی د خپلواک بلوچستان غو ښتنه شوی ده دآمریکا وکانګریس ته تصویب پخاطر وړاندی کړه نوموړی نیک اقدام په رسنیو کی بیل بیل غبرګونونه را و

پاره ول ،خپلواکی غو ښتونکو بلوچ مشرانو دامریکا ودغه اقدام ته په داخل او خارج کی هر کلی ویلی دې او دبلو چستان خپلواکی یی دخپل ځان حق ګڼلی ده، په اروپا کي دبلوچو مبارزینو سیاسي استازي میر حیربیار مری دسویس په هیواد کي د رژن بلوچی ټیلویژیون ته په مرکه کي ویلی دی ،چي دمارچ په میاشت کی  موږته په قطر هیواد کي دازادبلوچستان لپاره سیاسي دفتر خلاصیږي، او په ده اړه موږدامریکا اوقطر مشرانو سره له ډیر وخته خبره کړي وې، خو اوس دامریکا او دقطر مشرانو هو کړه  راسره وکړه او دامهال زموږ ځيني مشران لکه ،سردار اخترجان مينگل،خان قلات ، میر براهمدغ بګټي او ثنا بلوچ  هم په قطر کي دي،د امريکا د سنا جرګې د بهرنيو چارو کمیټې دبلوچستان د وروستي خراب امنيتي وضعيت، او د بلوچستان کې د بشري ضد اعمالو، د بلوڅو ملتپالو پر وسله وال مقاومت او د بلوچستان د خپلواکۍ غوښتنې د هڅو په اړه يوه غونډه وکړه. په دې غونډه کې د امريکا د کانګرس ګڼ شمیر غړو، پاليسي جوړوونکو. او دمرکز بلوچستان.غربی بلوچستان.شمالی بلوچستان مشرانو هم برخه اخستې وه او دغه کار بلوڅان هيله من کړي چې اوس يې د خپلې ازادۍ لپاره د نړيوالو پام هم را اړولى دى،د امريکا اوسنۍ ناسته که څه هم هيلې ورکوونکې ده؛ خو بس نه ده، دلته د نړيوالې ټولنې په ځانګړي ډول د امريکا او ملګرو ملتونو مستقيمې مداخلې ته اړتيا سته؛ څو د بلوڅانو حقونه خوندي سي، مرموزې وژنې پاى ته ورسیږي او بشري حقونه تامين سي او که دا کار وسي؛ نو په سيمه کې به هم ثبات راسي،بلوچستان به بيا د يوه ازاد، ارام او معتدله هیواد په توګه په سيمه کې موجود وي چې منځني ختيز ته به يوه ښه بحري لاره وي او په دغه کار سره به د امريکا او نړۍ ستراتیژيکې ګټې هم خوندي سي،نو په کار ده، چې امريکا او نړيواله ټولنه په دې برخه کې جدي و اوسي او مستقيمه مداخله وکړي او پرې نږدي، چې پاکستان ایران پر بلوڅانو خپلو نادودو او ظلمونو ته دوام ورکړي

 پاکستانی چارواکو دامریکا دکانګریس دنړیوالو چارو دکمیسون وناستی ته  د پا کستان په کورنیو چارو کی دآمریکا لاس وهنه ګڼلی ده له هغی جملی څخه، د پنجاب اعلی وزير شهباز شريف په دی ورستیو کی د پنجاب اسمبلۍ ته په وينا کې ویلی دی، چې بلوچستان د پاکستان پر وجود يولوی زخم دی او وينې ترې بهېږي. ده داهم ویلی دی چې که پر وخت ښه دوا او انټي بيوتيک ورنه کړل شي نو د هر څه پېښېدو امکان شته او له همدې امله نور بايد وخت ضايع نه کړو او بلوچستان ته  د پوره پاملرنې لپاره په ټول ځواک غږ پورته کړو. شهباز شریف ویلی دی ده  چې که اکبر بګتي له دليل پرته وژل کېږي، نو دا مسأله يوازې په خبرو او ويناوو نه حل کېږي بلکې بايد له بلوڅانو سره له عدالت څخه کار واخېستل وشي چې موږ بايد د ختيځ پاکستان ( بنګله دېش) له بېلتون څخه سبق واخلو او بلوچستان ته پوره پاملرنه وکړو. شهباز شريف وړانديز کړی دی، چې د اسمبلۍ د رييس او د قانون د وزير په مشرۍ دې يوپلاوی وټاکل شي او دبلوچستان په اړه دې يوه نوې لايحه چمتو کړي. ده ژمنه کړی ده چې تر څو له بلوچستان سره له عدالته کار وانه خېستل شي او د بلوڅانوګېلې مانې لرې نه شي د پنجاب خلک به آرام ونه کړي

بلوڅان تر اوسه د پاكستان پوځ له څلور ځلې بريدونو سره مخ سوي دي او ګڼ تلفات يې وركړي دي، كه له پاكستان سره د بلوچستان د ادغام خبره په پام كې ونيول سي، نو تاريخ شاهید  دى چې دا كار په زور سره وسو. همدا لامل دى چې بلوڅان له همغې ورځې تر اوسه خپله خاوره د پاكستان يوه مستعمره ګڼي، او دخپل استقلال فكر ورسره دى. همدا راز پاكستان هم د بلوچستان د طبيعي زيرمو په لوټلو او بيا بلوچانو ته د سياسي اقتصادي او مدني حقوقو نه وركولو، بلوڅان د پاكستان پر واكمنانو لاپسې شكمن كړل،که پاكستان تاريخ وكتل سي نوله ، بلوڅو او همدا رازپښتنوسره يې د ميرې مور سلوك كړى دى، د هغوى مشرانو د خپلو روا حقونو د غوښتنې په ګناه كلونه كلونه په زندانونو كې تيركړي دي، او انتهايي غير انساني چلند ورسره سوى دى، او پر دې سربيره يو شمير ترور سوي هم دي، همدا اوس د بلوڅو په ځوانان او مشران د پاكستان استخباراتو په زندانونو كې  شپې تيروي ، او ان چې خپلې كورنۍ يې هم له مرګ و ژوند نه خبرې نه دي، او دا لړۍ لا روانه ده.

په دی ورستیو کی په کوټه کې د دفاع پاکستان په نامه د ګڼو ګوندونو او مذهبي تنظيمونو د يوۀ نوي ايتلاف له خوا د بلوچستان د ستونځو په اړه يو ورځنى کنفرانس دای،ایس،ای دپخوانی مشر جنرال حمید ګل په ګډون جوړ  شوى وو،په کنفرانس کې له حکومته غوښتنه شوې، چې په بلوچستان کې دي پوځي عمليات ودروي، ورک بلوڅان دي خوشې کړي،په کنفرانس کې د بلوچستان پر ستونځو خبرې وشوې او په امريکايي کانګرس کې د خپلواک بلوچستان لپاره وړاندې شوى قرارداد غندل شوي دی. د کنفرانس برخوالو وويل چې د مرورو بلوڅو او حکومت تر منځ بايد ژر تر ژره مذاکراتو ته لاره هواره شي،په دفاع پاکستان شورا کې شامل د پاکستان د استخباراتي ادارې آى اس آى پخوانى مشر حميدګل هم په کنفرانس کې برخه لرله، نوموړي وويل په بلوچستان کې که بلوڅان وژل کېږي او که د نورو ايالتونو خلک چې دلته مېشت دي، وژنه په کلکه غندي. دۀ وويل د بلوچستان په ناامنۍ کې بهرني لاسونه لاس لري نوموړی ویلی دی چی،ريښتيا خبره دا ده چې دلته يو ډول ناهيلي موجوده ده، موږ غواړو هسې نه چې دلته د بلوچستان د خپلواکۍ پر ځاى کورنيو جګړې پيل شي، خو خداى دي داسې ونه کړي، ځکه پاکستان يې توان نه لري، حکومت چې څه ډول تګلاره خپله کړې دا هم ډېره غلطه ده، د ترهګرۍ تر څنګ حکومتي ترهګري نه چلېږي، د بلوڅان وژل او بلوڅان چې د بهرنيو قوتونو په وينا دلته خلک وژني دا هم ډېره غلطه لاره ده"

خو بل لور ته په کنفرانس کې د بلوچستان د بلوڅو او پښتنو ملتپالو هيڅ يوه ګوند يا ډلې هم برخه نه وه اخيستې، ملتپال ګوندونه وايي دفاع پاکستان هغه ډله ده چې غيرقانوني ډلې هم پکې شاملې دي او د پاکستان د استخباراتي ادارې آى اس آى له خوا حمايه کېږي، او ویلی یی دی چې دا ايتلاف د استخباراتي ادارې اى اس اى له خوا جوړ شوى دى،یوه اوونی وړاندی  په اسلام اباد کې د بلوچستان لپاره د حقوقو د ځانګړې بوديجې- چي اعلان يې د ٢٠٠٩م کال په نومبر کې شوى وو- د اجرا لپاره غونډه وشوه، د پاکستان د کورنيو چارو وزير رحمن ملک تر دې غونډې وروسته له خبريالانو سره په خبرو کې وويل چي حکومت به يې د بلوچستان پينځلس زره ځوانانو ته د کارزدکړې زمينه برابروي او دوى ته به هره مياشت پينځلس زره کالدارې هم ورکوي،رحمن ملک اعلان وکړ چي په بهرنيو هېوادونو کې د مېشتو بلوڅو سياسي مشرانو په خلاف به په پاکستان کې ټولې قضيې ختمې کړي. دۀ وويل چي که جلاوطنه بلوڅ وروڼه خپل هېواد ته را ستانه شي، دى به يې پخپله هرکلى وکړي رحمن ملک  ویلی دی چی،تر کومه ځايه چي د برهمداغ بګټي خبره ده زه د هغه د ټولو دوسيو د ختمولو اعلان کوم، زه د حيربيار په خلاف ټولې قضيې ختموم، چي هر څومره جلاوطنه بلوڅ مشران دي هغوى دي خپل هېواد ته را ستانه شي زه به يې هرکلي ته ورځم،رحمن ملک ویلی دی که د بلوچستان اعلى محکمه يا ايالتي حکومت دۀ ته ووايي نو دى به له هېواده بهر د پخواني پوځي واکمن پروېز مشرف د نيولو امر صادر کړي.رحمن ملک وويل چي له دې وروسته به ملېشه ځواکونه په هيڅ يوه بلوڅي سيمه کې پخپل سر پوځي عمليات نه کوي او د اړتيا له مخې چي په هره سيمه کې کله عمليات کوي نو د هغې سيمې له انتظامي مشره به اجازه اخلي:

"اوس مو دا پرېکړه کړې چي ملېشه ځواکونه که هر ډول پوځي عمليات کول وغواړي نو دوى به له ايالتي حکومته او د هرې سيمې له مسوول چارواکي اجازه اخلي او اعلى وزير به مکلف وي که په بلوچستان کې هر ډول ناکراري وي دى به موږ خبروي، موږ به اقدام کوو"

د بلوچستان نېشنل ګوند عوامي څانګې يوۀ مرکزي وزير اسرارالله زهري د رحمن ملک خبرې بې باوره ګڼلې دي او ويلي يې دي چي هغه د بلوچستان د اوتل سيمې امنيتي پوسته نه شي ختمولاى، د بلوڅو مشرانو قضيې به څنګه ختم کړي، وايي شپږ مياشتې وروسته به رحمن ملک پخپله په لندن کې د پناه اخيستو په لټه کې وي پاکستانی چارواکی اوس د آمریکا له  ویری دبلوچو دحقوقو دتامینولو خبری کوی..

  

پای

رحمت اله روان  

 

 

 


بالا
 
بازگشت