د (آی .اس .آی .) ترورېستي پرده  پروېزمشرف څیرې کړه

    څېړونکی

داخو ټولو ته مالومه ده چې د هرې توطیْې تر شا د درواغجنو فتنه جوړوونکو لاس وي . فتنې ته  قرآن په خپله ژبه  د ( اشد من القتل ) کلمې کارولې دي . پر درواغجنو باندې خدای تعالی لعنت ویلی دﺉ ، او نه یې بښي . ځکه چې کذاب د خپل شیطاني خصلت او مسلک له مخې تل درواغ جوړوي ـ منافق یې په خلکو کې پخش او نشر ته سپاري ـ او عوام باور ور باندې کوي .له همدې کبله خدای تعالی پر خپلو مؤمنو بنده ګانو امر کړی چې تاسو د هر قسم خواره خبره مه منۍ ! ځکه هغوی د خپل شیطاني سپک مهارت له مخې د نورو د ګټو خلاف  د خپلې د سیسې پټولو ـ او ستاسو د باور تر لاسه کولو په موخه تاسو ته په خپلو خبرو کې قرآن او د خدای پاک نوم سپر جوړوي . همدلته ده چې د حق او باطل تر منځ ټکر او تصادم منځته را ځي ـ حق الله او حقوق العباد دواړه د ذاتي او فطري غوښتنو خلاف په بډه په کې وهل کېږي ، انساني نظام او معاشره په کې ورانېږي ، او د سیمې او نړۍ په کچه نه جبیره کېدونکې پېښې ـ  سیمه ییز او نړیوال بشري ناورینونه زیږوي .

د پاکستان پو ځي استخباراتي شیطاني اداره  چې زموږ په ګاونډ کې له همدغه ډول ادارو یوه ده ـ او د پاکستان  پوځي ادارې په افغانستان کې د خپل سترا تیژیک عمق عملي کېدو ـ او په سیمه کې  د هند د نفوذ د مخنیوي له پاره جوړه کړې ـ غواړي چې پر مټ یې خپل شرقي او غربي ګاونډیان بې ثباته کړي . ځکه یې د پخواني شوروي اتحاد د یر غل پر وخت لومړی په خیبر پښتونخواه او بلو چستان ایالتونو کې افغانانو ته  په ډېر مهارت او چل ول د هم عقیدې وروڼو په پلمه  پناه ورکړه ـ بیا یې افغانان په خپلو کې پر قومي ـ سمتي او ژبني  توپیرونو سره ووېشل ، ډلې ټپلې او غدۍ یې په کې تشکیل کړې ، د بر حق جهاد پوځي قو مانده ـ او سیاسي ژبه یې پر څو ټوټو سره ووېشله . د مرستو بهیر یې ور ټکنی ـ او په خپله یې ځان ور باندې تمویل او اکمال کړ . او اېران خو مجبورافغانان آن پر مذهبي ډانګ سره بېل کړل . له همدې ځایه په افغانستان کې د پاکستاني استخباراتي چارواکو له پاره د لاسوهنې زمینه برابره شوه . څه وخت چې په (۱۳۵۴) هجري لمریز کال کې کله چې جوانان مسلمان د انجینیر ګلبدین حکمتیار او استاد برهان الدین رباني تر منځ د حزب اسلامي ـ او جمعیت اسلامي افغانستان په نومونو سره ووېشل شول ـ مولوي جلال الدین حقاني د حکمتیار له خوا د پکتیا قوماندان وټاکل شو . حکمتیار ته ذوالفقار علي بوټو (۱۲۰۰) میله امریکایي شل ډزي ور کړل ـ چې (۶۰۰) میله یې جلال الدین حقاني پکتیا ته ـ او (۶۰۰) میله نور یې کشمیر خان کونړ ته  د سر دار محمد داؤد خان د حکومت پر ضد د پاڅون له پاره وېوړل . خو پاکستان له وړاندې نه په (۱۳۵۷) هجري لمریز کال کې د خپلو استخباراتو له منځ نه د افغانانو د ترور له پاره  یوه  ترورېست  ګروپ ته د حقاني نومي پاکستاني جاسوس تر مشرۍ لاندې دنده سپارلې وه  تر څو پېژندل شوي داسې افغانان  پرې ترور کړي ـ چې پر سر یې د افغان تنظیمونو ترمنځ په خپلو کې ټکر پرې را تلی شي . خو افغان حکومت او امریکا یي چارواکي باید د پاکستان پر دغه له مخکې جوړه کړې  دسیسه ځانونه پوه ـ او ددغو دوو ډبل حقانیانو تر منځ توپیر وکړي . زه د جلال الدین حقاني ننګه نه کوم . او نه یې پر پاکوالي شرط تړم چې هغه به ګني داسې سپین باز وي . او هېڅ به یې نه وي کړي ، خو جاسوس حقاني په خټه پاکستانی ـ او په  افغانستان او قبایْلي سیمو کې  د ( آی. اس. آی. ) د جاسوسي ادارې د ترورېست  ګروپ مشري په غاړه لري . نوموړی یې په سیمه کې د افغاني جلال الدین حقاني د حضور تر سیوري لاندې پټ کړی ، تر څو افغانان او نړۍ ور باندې وغولوي . د آی اس آی  اړوند  دغه پاکستاني حقاني په (۱۳۵۷ ) هجري لمریز کال کې استاد عبدالله په مټا سنګر قبایْلي سیمه کې د چیکړ منګل په لاس د دې له پاره په شهادت ورساوه چې د حزب اسلامي او جمعیت اسلامي تر منځ تنظیمي شخړې پرې را ولاړې کړي ، چې همداسې هم وشول . پر دې پسې یې د حضرت صبغت الله مجددي زوی ځکه ترور کړ چې په افغانستان کې د پیرانو د مریدانو او حزبیانو تر منځ عقید ه تي  اورونه  پرې  بل  کړي ـ او آوازه یې واچوله چې دا کار حزب اسلامي کړی دﺉ ،  لږه  موده وروسته یې بیا د پېښور په پاوکه کې د افغان ملت د ګوند یو مشر شېرزی په نښه  او مړ کړ ، آی اس آی غوښتل پر دې سره د  ملي ګرایانو او حزب اسلامي تر منځ در ګیري را منځته کړي . له دېنه وروسته یې ډاکټر بهاؤ الدین مجروح له سپین جومات سره په خپل کور کې ترور کړ . تر څو د لوی ننګر هار او اهل قلم خلکو احساسات د حزب اسلامي  پر ضد را وپاروي ، خو په دې کې هم ناکام شول . بیا یې د مجاهدینو د ا تحاد له پاره د میا ګل جان آغا هڅې له ناکامۍ سره مخ کړې ، او میا ګل جان آغا یې  مکې معظمې ته په هجرت کولو اړ کړ . د افغان سپېڅلي جهاد نظامي ـ  سیاسي  او اقتصادي واحده قو مانده یې پر دوو کته ګوریو د ( بنیاد ګراْیانو او ملي ګرا ْیانو ) په نومونو د خپل منافقت له امله په خپلو کې سره ووېشله . د افغان جهاد مشران یې یرغمل کړي وو ، له بهر نه به چې کومې پو ځي او مالي مرستې د افغان مجاهدینو په نامه راغلې ـ هغه به پاکستان په خپله په خپل پوځ ـ  پوځي ګودامونو او بانکونو کې واچولې ـ او پر ځای به یې له خپلو وسله تونونو او ګودامونو څخه له کاره لوېدلې وسلې ـ مهمات او نور وراسته مواد افغان مجاهدینو ته ور کول . چې په ډېر کم وخت کې پاکستان د امریکایي سټېنګر لانچرو او توغندیو څښتن هم شو . او جنرالانو یې د آی اس آی په مشرۍ داسې دوه مخې پالېسي پر مخ وړله چې کله به د هند تر فشار لاندې راغۍ ـ بیا به یې د مجاهدینو پر ضد  له افغان شوروي پلوه حکومت سره په نرمه غاړه معامله وکړه ـ او کله به چې د افغان شوروي پلوه  حکومت تر فشار لاندې را غۍ ـ نو بیا به یې له هند سره د کشمیریانو پرضد معامله وکړه ، چې لا تر ننه پورې هم د پاکستان دغه حرفوي  جګړه ییز سیاسي بېزنېس دواړو خواوو ته روان دﺉ .

د پاکستان د استخباراتي ادارې مقاماتو ددې تر څنګ بل کار هم وکړ ، او هغه دا چې د افغان مجاهدینو قوماندانان یې له افغان مشرانوڅخه د پیسو او (۴ بای ۴ ) ډاټسنو په زور واخیستل ، هغوی ته یې د ند ې وسپارلې چې د افغانستان د سرحدي سیمو نه د ډېورنډ کرښې هغه نړیوالې نقشې دې دوی ته ور وسپاري ـ کومې چې پخوا له هوا نه اخیستل شوې ، او د کرښې بریدونه په کې ښکاري ، او زه یې دلته یوه بېلګه چې ما په خپلو ستر ګو لیدلې ـ ګرانو هېواد والو ته ور یادوم : د استاد سیاف په  دفتر پبو (جلو زو) کې ظابط موسی خان چې د استاد سیاف له خوا مقاماتو ته ور پېژندل شوی ؤ ، یو سهار دفتر ته ورغلم ، ور سره ومې لیدل  چې د پکتیکا ولایت د ټولو هغو سرحدي کرښو همغه هوایي نقشې یې سره تاو کړې وې ، کومې چې له توبې سیمې نیولې ـ بیا آن تر ببرک تاڼې پورې ټوله د زابل ـ پکتیکا او خوست سرحدي سیمه په کې غکاسي شوې وه . ما ورته وویل چې موسی خانه پر دې نقشو څه کوې ؟ هغه را ته وویل چې دا نقشې مقاماتو را څخه  غوښتې دي . ما ور ته وویل چې مقامات دا نقشې څه کوي ـ دا خو د افغانستان د ډېرنډ د کرښې نقشې دي ، هغه را ته وویل چې که دا نقشې ور نه کړم ، موږ ته پیسې او وسلې نه را کوي . ما ور ته وویل چې دا خو ملي خیانت دﺉ ، ته وجذدان لرې که نه ؟ مه یې ور وړه . هغه په قهر او غُصّه را څخه و ؤت او پر خپله مخه ولاړ . موسې خان د حربي ښوونځۍ له دوولسم ټولګي څخه هندوستان ته د تحصیل له پاره افغان حکومت لېږلی ؤ ، په هند کې یې  پو ځي زده کړې ، او په قوم احمد زی دﺉ . له دې وروسته کله چې بېنن سېوان په کابل کې د ملګرو ملتو سیاسي استازی ؤ ـ پاکستان پرته له افغان مجاهدینو په خپله خوښه په ژینېو کې د افغان مجاهدینو پر خلاف له روسانو سره  پنځه فقره ییز نا مقدس تړون لاسلیک کړ ـ چې له کبله یې  په افغانستان کې خبلمنځي جګړې پیل ـ (۶۰۰۰۰ ) کابلیان په خپلو کورونو کې ووژل شول ، هر کور حضیره جوړه شوه . (۵۰۰۰۰ ) افغان خادستانو ته یې د اسلام آباد له لارې اتومات ویزې ور کړې ، اوغرب د همدغو نننیو خونړیو پېښو د را ټوکولو له پاره  د سپېشلېستانو او متخصصینو په نامه همغه خادستان غربیانو لومړی وروزل ـ او بیا یې افغانستان ته  د تخریب له پاره را استخدام کړل ، ملي اردو ـ ملي تأ سیسات یې ور باندې ونړول . له افغان لرغونو  آثارو خو آن پاکستاني متقاعدو حنرالانو لکه نصیر الله بابر په خپلو کورونو کې شخصي موزیمونه جوړ کړل .(۵۰۰ ) چورلکې او جنګي الوتکې . او ( ۴۰۰۰ ) فعال ټانکونه او په میلیاردونو مهمات او لوزیستیکي مواد د پاکستان استخباراتي ادارې د پلورل شویو افغانانو په مرسته تباه او بر باد کړل . (۶۰ ) عرادې لرې ویشتونکي کمپیو ټري پر مختللي هغه ټانکونه چې په شینډنډ کې روسانو ځای پر ځای کړي وو ـ هغه هم د سپین بولدک له لارې پاکستانیانو د طالبانو پر مهال یووړل . او د جنرال حمید ګل تر مشر تابه لاندې یې کرنیل امام  او پاشا ته دندې وسپارلې چې په افغانستان کې د طالبانو مشري وکړي . افغانستان یې په مذهبي ،  توکمي ـ سمتي او ژبني ټوټو سره ووېشه . پردۍ ملېشې یې د القاعده تر مشرۍ لاندې سره را ټولې ـ او په افغانستان کې یې د وینو سېلابونه روان کړل . خو د( آی اس آی ) د استخباراتي شبکې د دغه مشر(حقاني ) دنده لا پای ته ونه رسېدله ، او په کوېټه کې یې د حامد کرزي پلار عبدا لاحد کرزی او سر کاتب عطا محمد په نښه کړل ، عبدالا حد کرزی یې مړ او سر کاتب عطامحمد یې ټپي کړ ، سر کاتب عطا محمد ددې شبکې دوه تنه ژوندي ونیول او په خپله خوله یې اقرار وکړ چې موږ د پاکستان د استخباراتو د پاکستاني حقاني شبکې غړي یو . موږ ته دنده سپارل شوې چې مخور افغان مجاهدین په نښه کړو . او آن لا له وړاندې  موږ دا ترورونه کړي دي . بیا د پاکستان حکومت پر افغان مشرانو زور را ؤړ ـ او دا پېښې یې تر ګونډو لاندې کړې . اوس همدغه شبکه بیا فعاله شوې او د کرزي په حکومت کې د ننه دغه ډول عملیات کوي ، او پړه یې پر ځدراڼ حقاني ور غورځوي . په داسې حال کې چې دا کار خپله د پاکستاني حقاني شبکې دﺉ . او ځان یې د جلال الدین حقاني په نامه کې پټ کړی دﺉ . جلال الدین حقاني هم تر یوې کچې په دې عملیاتو کې ښکېل دﺉ ، خو دومره نه لکه څومره چې تبلیغ ور ته کېږي ، ځکه تبلیغ یې د راتلونکې له پاره څو سیاسي اړخونه  لري . کېدای شي د استاد بر هان الدین رباني ترور هم د پاکستاني استخباراتي شبکې اړوند حقاني ډلې کړی وي . او کېدی شي امریکه پر دې راز خبره وي ، ځکه چې له یوې خوا د جلال الدین حقاني له زامنو سره پټې خبرې کوي ـ او له بله اړخه بیا د ځدراڼ حقاني شبکه له القاعده سره یو ځای په ټولو پېښو کې لتاړ بولي . خو د پاکستاني حقاني نوم په خوله نه راوړي ، ځکه چې په دې راز کې د امریکې پخونی سفیر پیتر ټامسن هم  ککړبلل شوی دﺉ . دوی یواځې په قبایْلي سیمو کې د پاکستان د پو ځ له خولې (۵۰۰۰) قومي مشران وژلي . پاکستان همدغه طالبان پر القاعده بدنام کړل ـ له امریکې سره یې د طالبانو پر ضد لاس یو کړ ، پروېز مشرف یې امریکې ته ور وغوښت . پر افغانستان باندې د حملې پر پلان یې خبرې ور سره وکړې ، مشرف همغه وخت له امریکې سره پر طالب رژیم  معامله وکړه . د سپتمبر له (۱۱مې ) وروسته یې طالب رژیم د باج اخیستو په بدل کې پرې ړنګ کړ . په زرګونو طالبان یې په شولګره او دشت لیلې کې پر شمال ټلواله له منځه یووړل . جګړه یې له خپل پو ځي تقسیم اوقات سره سمه د افغانستان جنوب ته د پښتون قام د ځپلو په موخه وغځوله ، (لس ) کاله یې پښتون قام د ډېورنډ کرښې دواړو غاړو ته د امریکې ـ انګلیس ـ شمالي ټلوالې او پاکستان په خوښه وځاپه .  اوس چې امریکه پوه شوه چې پښتون قام پر پو ځي زور نه ورکېږي . نو یې اوس بلې خوا ته د خپلو ګټو له پاره مخ اړولی . امریکه او ناټو غواړي چې په دغه نړیواله  پو ځي ـ سیاسي او اقتصادي لوبه کې د افغانستان د قرباني کېدو په بدل کې تر وخت را رسېدو پورې  پاکستان له ځان سره وساتي ، ځکه په سیمه کې دوه ځایه ځان نه شي مصروفولی . خو بل لور ته د پاکستان تش په نامه ؤلسمشر آصف علي زرداري د ترکیې په استامبول غونډه کې ویلي چې پاکستان له ترورېزم سره په جګړه کې (۷۰) میلیارده ډالره تاوان ګاللی . خو دا یې نه دي ویلي چې د پاکستان په لاس افغانستان ته  دا په زرګونو میلیارده ډالره تاوان چا ور واړاوه ؟ !  پاکستان که بل چا ؟ خو د لس زره کلن آزمویل شوي تاریخي خپلواک هېواد افغانستان پر برخلیک  باندې د ریښتینې ملي مشر تابه له نشتوالي نن ورځ ماشوم پاکستان هم ملنډې وهي ، او له نورو سره پر ستراتیژیکو تړونونو ورته په برګو برګو ګوري . خو ځانته هېڅ نه وایي چې په ډېره بې شرمۍ یې د افغانستان پر سر له نورو سره له هېڅ ډول ناروا معاملو او زدو بندونو ډډه ونه کړه ـ اوس لګیا دي له عایْقو سیمو هم په لسګونو کیلو متره را تېر شوي ـ او د افغانستان له کرښې دې غاړې ته ستراتیژیکې سیمې تر پوځي  اهدافو لاندې نیسي ، افغانان وژني ، او د سرحدي کليو خلک هجرت کولو ته اړ باسي ، تر څو خپل ستراتیژیک عمق ته په افغانستان کې په خپله خوښه  ددوی په نظر ځانونه ورسوي . د پاکستان پخوانی ؤلسمشر پروېز مشرف چې دا مهال په لندن کې ناست ـ او له ځانه یې د ( آی اس آی ) لود سپیکر جوړ کړی ـ غواړي پر دې سره یو ځل بیا د پاکستان د خلکو ملاتړ د ځان کړي ـ او د خپلو تېرو پټو او ښکاره خیانتونو له امله د خپلې محاکمې مخه پرې ډپ کړي . نو اوس تر خپل عزل څه د پاسه دوه کاله وروسته  وایي چې جلال الدین حقاني یو پنجابی ـ او د آی اس آی په لار ښوونه  یوه ستره ترورېستي شبکه رهبري کوي . خو مشرف د خپل قدرت پر مهال پټه خوله پرې نیولې وه . په داسې حال کې چې خپله ښه ور باندې خبر ؤ . اوس چې له قدرته لرې شوی ـ نو دا یې د خپل ؤلس د تېر ایستلو له پاره یوه وسیله جوړه کړې ـ او له آی اس آی نه یې وروسته له څو لسیزو دغه توره پرده لرې کړه ، اوپه سیمه کې یې د پاکستان د څارګرې ادارې (آی اس آی) پټ رازونه افشا کړل .    

 

 


بالا
 
بازگشت