آیاسارا پيلن خپله وحشي ده ، که اصیل افغانان ؟!

   ابو دانیال

د انسان کلمه له اُنس او اُلفت څخه اخیستل شوې . ځکه بنيادمان ټول په خپلو کې د یوه وجود غړي دي  چې په روغتیا یي حالت کې ټول آرام ، او په ناروغ حالت کې د وجود ټول غړي ور سره نا آرامه او په درد اخته وي . او روغ عقل هم تل په روغ بدن کې وي . له همدې کبله روغ انسانان تل د خپل ځان او نورو په وړاندې د خپل وجدان او ضمیر له مخې روغې خبرې او روغې فیصلې کوي ، ولې له ناروغو انسانانو بیا هېڅکله هم د روغو خبرو او روغو پرېکړو تمه ځکه نه ده په کار چې هغوی اصلاً خپل وجدان ، ضمیر اوعقل نه لري . او خپله بې عقلي د خپل مخاطب په هېنداره کې ویني . ځکه یې فیصله هم نیمګړې او هېڅ نارمل او معقول انسان ته د منلو وړ نه ده . امریکایۍ سارا پېلن چې ټولو افغانانو ته د وحشي خطاب کړی . په اصل کې دا خپله ځناوره ده . ځکه چې د ځناورې ښځې وي همداسې ځناوره خبر . افغانان مسلمانان ، هوښیار ، عالم او ځیرک خلک دي . دوی هېڅکله هم داسې غلط کار ته ملا نه ده تړلې چې نړۍ او سیمه ور سره ناآرامه شوې وي . بلکې سیمه اونړۍ خو همدغو پرونیو او نننیو یرغلګرو او نیواکګرو د خپل اشغال په زور نا آرامه کړې وه  او نا آرامه کړې ده چې د نړۍ د زرګونو کیلو متره لیرې فاصلو څخه راغلي ، زموږ پلرنۍ مېنه او ټوله شتمني  یې په زور نیولې ، د خاورې تمامیت ، خپلواکي ، نظام ، عزت ، دیني او ملي روایات ، او ټول انسانی او ملي ارځښتونه یې تر پښو لاندې او په خطر کې اچولي دي . او دا خپله د نابرابریو او ظلمونو یوه داسې خطر ناکه سیمه ییزه او نړیواله روانه  لوبه ده  چې پر افغانانو سر بېره یې ټول بشریت هم نه شي منلی . ځکه په انساني قاموس کې اصلاً ظلم ځای نه لري . او ظلم د انسان کارنه دي . او نه خو انسان په ظلم کولو باندې مکلف دﺉ . بلکي د هر انسان انساني وجیبه او مکلفیت دادﺉ چې ځواکمن دې لوېدلی انسان را پورته  او د هغه مظلوم خوړلي حقوق دې  د ظالم له ستوني ورته را وکاږي ، د اسارت او برده ګۍ ژغ دې  د مظلوم له اوږو را ښکته او د یو داسې قانون تر سیوري لاندې دې خپل هوسا او بسیا ژوند پیل کړي چې پر شاه او ګدا ، بادار او غلام ،  عسکر او افسر ، نر او ښځه ، واړه او زاړه ، ظالم او مظلوم ، کورني او بهرني ، مسلمان او کافر ټولو باندې پرته له څه توپیره  یو شان د تعمیل وړ وي . نه دا چې مسلمانو افغانانو په اسلامي قانون کې  د تمویل او اصلاح په پلمه  امریکا ، انګلیس ، فرانسه او ایټالیه د افغانستان عدلي او قضأ یي ارګانونو ته لاره پیدا ، اوپه جزأ کې د شرعي حدودو د تطبیق بریدونه  له قانون څخه وباسي . 

هو ! افغانانو د همداسې یو نظام جوړېدو په هیله د خپلو مېلیونو ځاني او مالي قربانیو ور کولو په بدل کې  له پنځلسو ټوټوجوړه شوې سره امپراتوري ړنګه کړه . خو متأ سفانه چې تراوسه پورې افغانان په کې د سم نظام او ښې حکومتدارۍ څښتنان نه شول ، ځکه همدا اوس په افغانستان کې  د اداري اصلاحاتو تر نامه لاندې د اداري فساد ضد ادارې خپله د حج او اوقافو له وزارت څخه  (یو مېلیون) ډالره رشوت اخیستی . یاد وزارت د حاجیانو د حج د فریضې ادأ کولو پر مهال خوا وشا (۸) مېلیون ډالره اختلاس کړی ؤ ، ویل کېږي چې له هغو اختلاس شویو پیسو څخه یې ( یومېلیون ) ډالر خپله د اصلاحات اداري ریْیس ته ددې له پاره ور کړي چې دوی نور رسوا نه کړي ، دوه مېلیون ډالره یې څارنوالۍ ته ور کړي چې دا دوسیه نوره تر ګونډو لاندې کړي . ښاغلي عزیز الله لودین د مالیې وزارت په اړه خپله وویل چې د ګمرکاتو څخه ډېرې پیسې اختلاس شوې ، او د مالیې وزارت چارواکي یې له ځواب ویلو عاجز دي ، د بېلګې په توګه ؛ له نن څخه دوه کاله وړاندې د مالیې وزارت د ګمرکاتو آمر (سلطان عزیز) چې د یاد وزارت د معین له خوا په ثبت شویو مستندو اسنادو نیوبل شوی ؤ ، او بیا یې واسطه وکړه ، او تر اوسه په ګمرکاتو کې کار کوي ، نوموړي  په خپله خوله یوه ملګري ته د یوې پو ښتنې په ځواب کې ویلي چې دوه زامن مې په لندن کې په شخصي لګښت پوهنتونونه وایي ، او پیسې یې زه ور لېږم . دا په داسې حال کې ده چې سلطان عزیز د مخه په سپوره مړۍ او سوکړک نه ؤ موړ . همدا رنګه له نورو لوړپوړو چارواکو سره هم د اصلاحات اداري د رْییس ښاغلي عزیز الله لودین همدغه ډول بېزنېس روان دﺉ . ترهغو چې (۲۰۱۴ ) میلادي کال پای ته رسېږي د دوی حال به همدا وي . دا په دې مانا چې د هر اداري واحد مشرتابه باید د خپلې ادارې وچ او لانده ټول په خپله وخوري . تر څو خلک ګوښه کېدو ته اړ کړي ، مرګ ژوبلې غریب ملت ته ور واړوي . او ناروا تصرفات او امتیازات پرې د خپل ځان کړي . په دې وروستیو کې خوهره ورځ د رسنیو له خولې اورېدل کېږي چې د افغانستان د ځمکنيو او هوایي حریمونو له لارې په میلیاردونو ډالراو افغانۍ له بانکونو ایستل شوې او وړل شوې دي . چې په پیسو کې د دغه ناروا تصرفاتو پړه افغان چارواکي پربهرنیانو ، او بهرني دونران یې پر افغان چارواکو ور اچوي ، خو بهرنیان هم همدغه ډول چارواکي په افغانستان کې غواړي چې په پټه او ښکاره غلا کې ور سره لاس ولري . ولې د کورنیو او بهرنیوغلو ترمنځ اصلي غل له ځپل شویو افغانانو دا لس کاله پټ وساتل شو . خو افغانانو تر اوسه پورې نه د بشپړې خپلواکۍ مزه وڅکله ، او نه یې هم ځمکنی اوهوایي حریم خوندي پاتې شو. په خپل کورکې د ننه دوی ، او ددوی دیني مناسکو او مقدساتو ته په سپکه سترګه کتل کېږي . سر، مال اوناموس یې خوندي نه دﺉ . همدا نن ورځ چې د کب ( حوت ) میاشتې له پنځلسمې سره برابره ده  بي بي سي رادیو په خپله سهارنۍ خپرونه کې وویل چې لوی څارنوالۍ د حاجي قدیر د زوی د نیولو حکم صادر کړی ، پر نوموړي تور دﺉ چې په غلاوو ، سړي تښتونو ، قاچاق او نورو ډول ډول جنایاتو کې ښکېل دﺉ . د انساني قاچاق مشران خو آن په سنا مجلس کې له کرزي سر سایه غواړي ، او د کرزي تر حمایې لاندې سرې ستر ګې ګرځي . هغه وزیرن چې د مخه تېر پارلمان استیضاح کړي وو ، او تر اوسه پورې د سرپرستو وزیرانو په نامه پر خپلو دندو په غیر قانوني توګه ساتل شوي ، او دادي یو ځل بیا یې دغه آزمویل شوي بدنام وزیران دغې ؤلسي جرګې ته ور وپېزندل چې یوه په کې ازبکه  ثریا دلیل هم ده . پر آغلې ثریا دلیل داتور هم دﺉ چې نوموړې تر ښاغلي فاطمي هم ور آخوا ډېره ماهره غله  او له ازبکانو یې په وزارت کې خپل قومي ټیم جوړ کړی .آغلې دلیل همدا اوس د اعتما د د رأیې تر لاسه کولو له پاره تر اوسه له (۷۰ ) څخه زیاتو وکیلانو سره په خپل کور او افتر کې کتلي ،اود باور د رأیو ور کولو له پاره یې سقات هم  ور وېشلی دﺉ . یادو شوو وزیرانو دا ځل هم خپل ډېر ښه کاري پلانونه ؤلسي جرګې ته د خپل کمپاین په توګه  وړاندې کړل ، ولې د عملي کېدو یې هېڅ باور پرې نه شته . خو ځینې وزیران ، معینان ،  قوماندانان او والیان په ډاکه عیسویت ته کار کوي . او د ځوانې رهبرۍ تر نامه لاندې خپل پټ پلانونه او ور سپارل شوې جاسوسي دندې پر مخ وړي . چې په اړه یې د ملي امنیت ادارې څو ورځې وړاندې څلور تنه چارواکي بهرنیانو ته د چاسوسۍ کولو په تور هم افشا کړل . چې تر شایې د سیمه ییزو او نړیوالو جاسوسي کړیو حمایه وي او امنیتي کمربندونه هم فعال دي . غوث زلمی او ور سره ژباړونکې قاري هم بېرته را خوشې شول . پنجشېری عیسوي مذهبه عبدالرحمن ایټالیې ته وایستل شو . په بامیانو، غور ، جاغوریو، د کابل په برچي دښته ، کارته سه ، تایمنیو ، شهرنو او دایکنډیو کې خو کلیسا ګانې جوړې شوې دي . او حکومت یې هم په اړه ځکه  پټه خوله  نیولې چې که څه ووایي عیسوي مذهبه نړیوال عیسویان به یې له ملاتړه لاس واخلي . د امریکې په مشرۍ نړیوال ځواکونه  له یوې خوا وایي چې موږ افغانستان ته د امنیت راوستو ، دیمو کراسۍ غوړېدو ، ښې حکومتدارۍ ، او له افغانانو سره د مرستو له پاره د ترورېزم پر ضد راغلي یو ، خو بل لور ته چې ګورو ددوی په شتون کې د افغانانو امینت ورځ تر بلې خرابېږي ، ددیمو کراسۍ پر ځای زور واکي کلکېږي ، حکومت کاواکه کېږي فاسد ېږي ، د ګاونډیانو لاسوهنې په هېواد کې زیاتېږي ، دیني او ملي ارځښتونه  او مقد سات مو تر پښو لاندې کېږي . په حکومت کې د ننه دغه اوسنې کړکېچ ، پراخ  اداري فساد ، او د وسله والو مخالفینو او اپوزیسیون پټ ملاتړاو تمویل ټَول هغه څه دي چې په ژرنده یې له بهره اوبه ور زیاتېږي ، خو په اصل کې ددغو پټو معاملو اصلي قربانیان د وطن په کار پوه اصیل بچیان او دیني او ملي ارځښتونه دي . دا په داسې حال کې ده چې افغانان ځان وژني ، خو د خپلو دیني او ملي ارځښتونو سپکاوی نه خو منلی شي او نه یې زغملی شي .

اوس دې سارا پېلن  که چېرې وجدان او ضمیر لري خپله قضأوت وکړي چې آیا په ریښتیا افغانان حشي دي ، او که آغلې ساراپېلن خپله وحشي څېره د سپېڅلو افغانانو په پاکه هېنداره کې  لیدلې ده ؟ ځکه امریکایانو د خپلو شومو اهدافو تر لاسه کولو له پاره افغانستان اشغال کړی ، ددوی راتګ افغانستان ته د اشغال په مانا دﺉ . یواځې زه نه ، بلکي ټوله نړۍ تر امریکایانو پورې دا خبره کوي . څېؤونکي او کارپوهان وایي هغه (۵۰۰ ) مېلیارده ډالر مالي لګښتونه چې دوی پر خپل پوځ باندې په تېرو لسو کالو کې په افغانستان کې لګولي ، هغه یې یواځې د افغانانو پر وژلو او د افغانستان د ؤنګولو له پاره لګولي ، نه په بنسټیزوحیاتي پروژو جوړولو باندې . ښکاره بېلګې یې د افغانانو بې وسلې کول او سپکې او درنې روسي وسلې له منځه وړل دي چې ځای یې بې کیفیته امریکایي پپشواو د وېتنام د وخت زړو بې کیفیته ټانکونو نیولی . افغان حکومت  ته یې یواځې (۶۲ مېلیارده ) ډالر د خپلو اعتمادي کورنیو او بهرنیوغلو په لاس ور کړي ، چې څه یې په خپلو جیبونو کې اچولي ، او څه یې بېرته بهر ته ایستل شوې دي ، خو افغانانو ته یې هېڅ کار نه دﺉ ور باندې کړی . شنونکي وایي چې له دغو مرستو ډېره اعلان شوې او منل شوې برخه قطعاً افغانستان ته نه ده را غلې . سند یې په بهر کې لاسلیک شوی ، او مرستې ځای پر ځای په همغو بهرنیو بانکونو کې ځای پر ځای شوې دي . نو سارا پېلن د کوم سند او کره مالوماتو له مخې وایي چې افغانان وحشي دي ، او د امریکې ؤلسمشر بارک اوباما باید له وحشي افغانانو بښنه نه وای غوښتې .

وحشي خو سارا پېلن او ددې ملاتړي دي چې د ځان په څېر پراصیلو افغانانو باندې د زر ، زور او تزویر له لارې وحشي  او له فساده ډک عناصر ور تپل غواړي . ترڅو پر مټ یې د افغانانو ټولې ملي شتمنۍ او زېرمې د افغاني ، سیمه ییز او نړیوال اغفال په نتیجه کې پر خپلو وحشیانو لوټ کړي . خو دا باید په یاد ولري چې هوښیار افغانان به دوی ته هم د انګرېزانو او روسانو په څېر نه هېرېدونکي سبقونه ور کړي .

 

   

 


بالا
 
بازگشت