د دوهم بن مرستې چېرې لګېږي ؟ پر افغانستان ،که پر کومه بله پروژه ؟

 

  محمد انور ولید

له دری نیمو لسیزو را په دېخوا افغانستان ـ او د افغانستان ختیځ ګاونډ عایْقه سیمه د پوځي ستېج لوبې تر سره کېدو  له پاره د لوبغالو د تمثیل ځای جوړ شوی .  پر افغانستان  له هرې خوا تېري روان دي . جغرافیې ـ تاریخ ـ دین ـ فرهنګ ـ ملي نوامیسو ـ مقدساتو ـ قانون ـ خپلواکۍ ـ حکومت او خلکوته یې ځینو کورنیو او بهرنیو کسانو احترام  ونه کړ . او په افغانستان کې ددغه ډول  خلکو  مافیایي او له غرض او شومتیا نه ډک خپلسري مدیریتونه  ددې سبب شول  چې افغانستان بې ثباته ـ او سیمه او نړۍ ور سره  نا آرامه شول . د افغانستان له پاره په افغانستان کې د ګاونډیانو ستراتیژیکو عُمقونو نړیوال سترا تیژیک پلانونه  داسې  تر خپل سیوري لاندې را وستي چې  اوس یې د سیمه ییزو سیالو هېوادونو سره د نا مقدسو ایتلافونو په وجه  له نړیوالې سر مشریزې  هم  لاره او چاره ورکه کړې . څوک نه پو هېږي چې په دغه پردۍ نړیواله استخباراتي جګړه کې  څوک د چا دوست ـ او څوک یې دوښمن دﺉ . زموږ هېواد ـ او هېواد وال خو له دولته را نیولې ـ تر ملته پورې  د سر تر وېښتو په کورنیو او بهرنیو ستونځو کې ډوب دي . خو هغو نړیوالو هم ددې هېواد ـ او هېواد والو خیال نه دﺉ ساتلی چې په نړۍ کې ځانونه د نظام جوړونې علمبر داران بولي . تر کومه ځایه چې موږ ته را مالومه ده ـ  دغه نړیوال هم  د قصاب په څېر د ځانکندن پر مهال په غریب ـ کاواکه او لوېدلي افغانستان کې یواځې د خپلو ګټو له پاره تورې او سپینې غوښې لټوي . نور ددې هېواد د ښې راتلونکې  او برخلیک په اړه  کوم مثبت فکر ددوی په څېرو کې نه تر ستر ګو کېږي . نړیوال له یوې خوا  دا لس کاله وایي چې په افغانستان کې اداري فساد اوج ته رسېدلی ـ امنیت نه شته او قانون حاکمیت نه لري ، پړه یې هم پر افغان حکومت ور غورځوي . خو دایې نه دي ویلي چې افغانانو آن په لومړۍ پلا د دودیزې لویې جرګې له لارې ځان د ملي وثیقې ( اساسي قانون ) څښتن کړ . چې له مخې یې پرې ځانته ؤلسمشر او پارلمان وټاکل شول . ولې متأسفانه چې د تعمیل په اړه یې له افغان دولت سره  مرسته ونه شوه ـ او په وړاندې یې  په حکومت کې د ننه د مُتخصص په نامه ـ او له حکومت څخه  د باندې د مرستندویه مؤسسو په نامه  له افغان حکومت سره موازي بل ډول مافیایي حکومتونه  داسې تمویل او تجهیز شول چې د افغان حکومت حاکمیت یې تر سوال لاندې راؤستی ، او د دولت او ملت تر منځ یې  په لوی لاس  بې باوري او فاصله را منځته کړې ده . د افغانستان په اړه ډېرې نړیوالې او سیمه ییزې غونډې جوړې شوې ـ په لسګونو میلیارده ډالره  نړیوالې مرستې یې د افغانستان د دولتي او ملي ثبات ـ امنیت ـ  ارضي تمامیت ـ اقتصاد او دیمو کراتیک ټیکا و راوستو په پلمه را ټولې کړې ، او دولت چیغې وکړې چې دغه نړیوالې مرستې دې ددولت له خوا د افغانستان په اړوندو بنسټیزو پروژو ولګول شي ، خو بیا هم له دې مرستو څخه  دولت ته (۱۵٪)سلنه ور نه کړل شوې ، او کومې مرستې چې دولت ته ور کړل شوې له هغوڅخه (۱۳٪) سلنه یې مافیایي حرفوي متخصصینو په خپلو جیبونو کې د اداري فساد له لارې واچولې . (۲٪) سلنه یې پر بې ګټې پروژو ولګولې . او پاتې (۸۰٪) سلنه یې له دولت سره د موازي بل حکومت ((کورنیو او بهرنیو)) (ان . جي . او .) ګانو بېرته خپلو دونرانو ته داسې ور انتقال  کړې چې پر یوه برخه پیسو یې خپلو ځانونو ته په لوړو ډالري کراْیو کورونه را ونیول ، خپلو ځانونو ته یې لُکس دفترونه ـ موټرونه ـ پر اداري فساد سر بېره زبر ډبل معاشونه ـ  ډبلې سفریې او کرأیې او  دیکورېشنونه  او د عیاشۍ او فحاشۍ محفلونه جوړ کړل . افغانستان یې تر منځ تر ننه پورې له دغو شوو مرستو نه  همداسې وران ویجاړ  او بې برخې پاتې شو . پیسې هغوی وخوړلې او پړه یې پر افغان دولت ور واچول شوه ، اداري فساد او ناسمې ادارې  ته یې ګوته نیول کېږي . د اداري فساد ضد ادارې مشر خو یې د ؤلسمشر حامد کرزي د ورور محمود کرزي او د مارشال محمد قسیم فهیم د ورور نومونه هم په کې یاد کړل .  ؤلسمشر کرزي هم پر دې اقرار وکړ چې قدیر فطرت په امریکه کې ناست دﺉ . په اداري فساد ککړو افغانانو ته خپله غرب پناه ور کړې . نوموړي ډېرې پیسې غلا کړې ، له ترورېزم سره مرستې کوي ، او نړیواله ټولنه باید نوموړی افغان دولت ته وسپاري . خو په افغانستان کې د امریکې سفیر راین کراګر یې پر ضد بل ډول وویل چې افغانستان له امریکې سره د متهمو افغانانو د ور سپارلو قرارداد نه لري . او نه یې موږ ته تر اوسه کوم رسمي غوښتن لیک را سپارلی . خو دا یې ونه ویل چې (( ایدیما )) امریکې ولې له افغانستان څخه پرته له کوم قرارداد څخه له ځانه سره وېوړ . په داسې حال کې چې (( ایدیما)) په ناقانونه توګه په افغانستان کې شخصي زندان جوړ کړی ؤ . افغانان یې په کې بنديانول ، نوموړی افغان امنیتي ځواکونو ونیو . او اقرار یې وکړ چې د امریکایي پو ځیانو په دستور یې دا کار تر سره کړی ، او امریکایي پو ځیانو انکار کاوه . نو اوس پو ښتنه داده چې ښاغلی امریکایيُ الاصله  ایدیما   د کوم قرار داد له مخې امریکایانو له ځانه سره یووړ ؟ هغه خو هم امریکې ـ او هم افغانستان دواړو ته مجرم ؤ ؟ له دېنه دا څرګندېږي چې امریکه او ځینې نور غربي هېوادونه  په لوی لاس د افغانستان په کورنیو مافیا ډوله ستونځو او اداري فساد کې ښکېل دي . افغان ؤلسمشر دا هم وویل چې یو شمېر غربي  رسنیو  د افغانستان  د راتلونکي زعامت په اړه ناسم راپورونه خپاره کړي ، او ویلي یې دي چې ؤلسمشر تر (۲۰۱۴) میلادي کال وروسته یو ځل بیا ؤلسمشرۍ ته ځان کاندیدوي .هغه زیاته کړه چې زه ځان قانوناً نه کاندیدوم  . مګر طلوع نیوز په کنکاش پرو ګرام کې د خپلې مرکې له یوه مېلمه څخه په دې اړوند پو ښتنه وکړه چې : ((ؤلسمشر کرزي د شمالي ټلوالې له اړوندو چارواکو ( یونس قانوني ، ډاکټر عبدالله ـ محمد قسیم فهیم او احمد ضیأ مسعود سره پردې غږېدلی چې تاسو ماته دا ځل صدر اعظمي را کړۍ ، او زه به ریاست جمهوري تاسو ته وسپارم . )) دا چې دا خبرې تر کومې کچې ریښتیا دي ، دا به خپله (۲۰۱۴) میلادي کال ته پرېږدو . خو یواځې دومره ویلی شو چې  د شمالي ټلوالې په اړوندو تصویري او چاپي رسنیو کې د بن له دوهمې غونډې را په دېخوا نرمښت راغلی . د پاکستان او د سیمې د نورو هېوادو په اړه د ؤلسمشر  او شمالي ټلوالې دریځ یو خېل او مثبت  ښکاري .  او د ناټو په اړه بیا دواړه منفي نظر څر ګندوي . خو په پاریس او جرمني کې د شمالي ټلوالې د ځینو بېلتون پالو عناصرو غوښتنه او ترکیز د افغانستان د فدرالي کېدو پر ټکي سره  را ټول ؤ . چې بیا د بن په غونډه کې دا خبره له سره یاده نه شوه . د امریکې تر مشرۍ لاندې د شمالي اتلانتیک (ناټو ) ټلوالې بیا یواځې دا ویلي چې موږ به تر (۲۰۱۴) میلادي کال وروسته هم افغانستان یواځې نه پرېږدو . مرستې ور سره کوو ، خو دا مرستې شرطونه او غاښ لري . وروسته به مالومه شي چې افغانستان دا مشروطې مرستې هضمولی شي که څنګه ؟  ولې په جرمني کې جرمن خلکو له خپل حکومته وغوښتل چې ‍له افغانستانه دې خپل پو ځیان را وباسي . افغانان دې پرېږدي چې خپل برخلیک په خپله وټاکي . او د پوځ پر ځای دې ملکي مرستې ور سره وکړي .  اوس چې پاکستان  د سیمې د هېوادو په توشه او ملګرتیا له امریکې سره ظاهراً ښکر په ښکر دﺉ ، او امریکې هم له شمسۍ اډې څخه د خپلو پوځیانو د را وتلو ویلي . او زیاته کړې یې ده چې دا اډه به د امریکې پر عملیاتو څه اغېز ونه کړي ، او په افغانستان کې به دا اډه پولې ته نږدې جوړه کړي . خو پاکستان ویلي چې له افغانستان سره پر پوله به رادار ولګوو . بل لور ته روسیه ، ایران او پاکستان هم ځانته په ټولو اړوندو بین المللي مداخلو کې په افغانستان کې خپل حضور او له افغانستان سره  د امریکې د سترا تیژیک تړون نه لاسلیک کول غواړي . دا مالومه نه ده چې په افغانستان ـ او له افغانستانه بهر دغه جګړه  د  افغانستان او سیمې د ټیکاو راوستو  په نامه  څه تقدُس او سپېڅلتیا لري ؟ که ریښتیا دا جګړه برحق او مُقدسه وي  ـ نو دا لس کاله ولې یواځې  بېګناه افغانان په کې ووژل شول ؟ او ولې د ترورېزم د تمویل ، تجهیز ـ  ترېنېنګ او ساتلو پټن ځایونه تر اوسه نه په کې په نښه کېدل ؟ او له پاکستان سره ولې تر اوسه پورې مالي او تخنیکي مرستې کېدلې ؟ همدا اوس چې په کونړ ولایت کې د ننه  نه منل شوې ناولې کرښې ته نږدې د پاکستان پر ساخته ګي پوستو باندې د افغان پوځیانو او ناټو ګډ عملیات تر سره شول ، تاڼې یې ور ړنګې او د لغمان ولایت په کچه اشغال شوې افغان خاوره له ناولو پنجابیانو خلاصه شوه . نو د امریکې د بهرنیو چارو وزیرې هېلړي کلېنټن او د امریکې ؤلسمشر بارک اوباما له پاکساته په څو څو ځلې بښنه وغوښته . او پر افغان چارواکو یې زور راوړی چې د امریکې د ګټو له پاره دې دا قرباني ومني . او له پاکستان سره دې سړې اړیکې له سره تودې کړي . ځکه چې امریکه  له روسیې نه یو کانتینر په (۱۲۰۰۰ ) ډالرو ـ او له پاکستان څخه  له نیم نه هم په لږه بیه افغانستان ته را وړلی شي . د امریکې په آند خیر دﺉ چې تر منځ یې افغانستان قرباني شي . په داسې حال کې چې پاکستان د افغانستان او امریکې  دواړو د ګټو مخالف ـ او له پاکستاني طالبانو سره یې روغه هم وکړه . له دې وروسته به مالومه شي چې د دوهم بن مرستې چېرې او پر څه باندې لګول کېږي ؟پر افغانستان ـ او که پر کومه بله پروژه ؟ ځکه څېړونکي شکمن دي  چې دا مرستې به هم د تېر په څېر پر نورو داسې پروژو ولګول شي ، چې په راتلونکې کې به یې نړیوال د یوه فشار په توګه خپلو اهدافو ته د رسېدو په موخه  د افغان دولت پر ضد وکاروي . او افغانستان به بیا همداسې وران ویجاړ تر شا پرېږدي .

 

 


بالا
 
بازگشت