څېړونکی

 

دا پلا  به په افغانستان  او پاکستان کې د بخت باز د چا پر سر ور کښېني ؟!!

                                                  

له څه باندې نیمې پېړۍ را په د ېخوا د آسیا وچې د زړه ( افغانستان ) تر څنګ  د یوداسې هېواد نوم د ځمکې پر مخ را څرګند شو چې د مخه یې چا نه په خوب ـ او نه په کوم قاموس کې نوم  اورېدلی ؤ . دغه نوزاد هېواد پاکستان نومول شوی ، چې اداري او سیاسي تشکیل یې د (انګلیس ) په  شاهي دفتر کې  د هغه علي جناح تر مشرۍ لاندې ورته جوړ کړ چې پخوا له عیسوي مذهبه هندي توکم نه انګلیس ته وړل شوی  او (۳۶) کاله یې په انګلیستان کې تېر کړي وو . انګرېزانو په آسیا کې د افغانستان ـ هندوستان او ایران  تر منځ د خپل غچ  اخیستو له پاره دا کار وکړ ، ځکه چې په یا د و هېوادو کې د پاندوچرې د کمپنۍ اقتصادي ښېرازه پرې را تنګه ـ او د انګلیسانو ځبېښا کګره خوا پرې سړه  نه شوه . پر هندوستان باندې یې د مسلمان اقلیت او هندو اکثریت ګوزار وکړ ، ختیځ  او شمال لوېدیځ خواوو ته یې  د غربي او شرقي پاکستان په نامه یو داسې دوې ټوټې دولت تشکیل کړ چې هېڅکله هم یو د بل د خاورې جز نه شوی بلل کېدی . ځکه بنګال بېل ـ او غربي پاکستان بېل جغرافیوي موقعیت درلود . خو د دې له پاره چې د انګلیسي امپراطورۍ له تزاري روسیې سره ټکر را نه شي ـ د افغانستان ـ ایران او هندوستان خاورې یې هم پر پاکستان ور ګډې کړې . له هند سره یې د کشمیر ـ له افغانستان سره یې د پښتونستان ـ او له ایران سره یې د تفتان او بلوچستان عایْقې او متنازع فیه سیمې تر شا همداسې ککړې پرېښودې ، او ددې هرې سیمې توکمونه یې پر سینه باندې داسې سره بېل کړي چې د دوی پښو سپکېدو سره سم  په دې سیمو کې زوی په پاکستان کې ـ او پلار په افغانستان ـ اېران او هندوستان کې تر نن ورځې پورې پاته شول. اوس پاکستان د خپل  تاریخ په اوږدو کې همدغه عایْقې سیمې  په پټه پرته له څه سند څخه  داسې د ځان بولي چې د پو ځي استخباراتو اداره یې په سیمه کې د دری واړو هېوادونو په وړاندې د خپل پراختیایي عُمق  سترا تیژي  د (انګلیس ) په مستقیم ملاتړ او مشورو پر مخ بیایي . له همدې امله تر نن پورې له هند سره د کشمیر ـ له افغانستان سره د پښتونستان ـ او له ایران سره  د بلوچستان او تفتان سیمې ځکه لا ینحلې پاتې دي  چې استعمار په دری واړو هېوادو کې د تاریخ په هره مقطع کې داسې څېرې په تېره په افغانستان کې د واک پر ګدۍ ور کښېنولې چې یواځې یې د خپل بادار ـ او خپلې ګټې ساتلې ، خپل ملتونه یې ور باندې ټکولي ، او په خلکو کې یې د خود ارادیت او قربانۍ حس ور وژلی دﺉ .

هندوستان او ایران خو تر یوې کچې په ظاهره خپل ځانونه لږ خپلواک کړي ، خو افغانستان او پاکستان تر نن پورې د استعمار په لومه کې بند پاته دي . ځکه ددغو دواړو هېوادونو د چارواکو عزل او نصب د خپلو ملتونو له متن او بطن څخه نه ـ بلکي له بهره دﺉ . د پاکستان د کلیدي پوستونو ټول  چارواکي په بهرنیو استخباراتي ایجنسیو کې ټاکل کېږي . خو په افغانستان او سیمه کې یې داسې لوبه پرې روانه ساتلې ـ  چې ټوله نړۍ یې پرې نا آرامه کړې ده .

 پخوا هم پاکستان په افغانستان کې پوځي او سیاسي ګوتې وهلې ، خو په (۱۳۵۳) هجري لمریز کال کې یې  داسې لاس وهنې په کې پیل کړې چې کودتایي بڼه یې لرله . کله چې په (۱۳۵۷) هجري لمریز کال کې روسانو پر داؤد خان باندې  د غوایي پر(۷مه ) کمونېستي کودتا وکړه ، هغه یې سره له ټولې کورنۍ وواژه . د یحیی د کورنې (۵۰ ) کلنې واکمنۍ ته یې د پای ټکی کېښود . خو په افغانستان کې تر امیر عبدالرحمن خان راوروسته  په انارشۍ کې  یو ځل بیا  ډله ییزې وژنې  او هجرتونه پیل شول . د (۱۳۵۸ ) هجري لمریز کال د جدی په شپږمه  شپه د وخت د شوروي اتحاد د مشر برېژنېف په قومانده  پر افغانستان باندې د (۵۰۰) الوتکو ، (۴۰۰۰) ټانګونو او (۱۲۰۰۰۰) روسي پوځ  په ملاتړ ځمکنۍ او هوایي حمله وشوه . ببرک کارمل له دوشنبې نه بیانیه ورکړه ، او حفیظ الله امین یې چې د امریکې فارغ ـ او روسي چارواکي ور باندې بې باوره وو ـ په دارالامان قصر کې سره له خپلو ملګر مړ کړ . روسي پوځونه د ډېورنډ پر کرښه  له پاکستان سره ښکر په ښکر شول ، خو پاکستان د ( انګلیس )  له چل ول نه کار واخیست ، افغان مجاهدین یې په خوله کې ور کړل ، مرګ ژوبلې خپله افغانانو او روسي پو ځونو ته واوښتې ـ خو پاکستان هم خپله خاوره ـ او هم خپل پوځ له روسانو پرې بچ کړل . که نه خو هغه مهال پاکستاني پو ځ دومره وړتیا نه لرله چې د روسي لښکرو په وړاندې دې ټینګ شي ، ځکه په  پاکستاني چارواکو کې د خود ارادیت او سر ښندنې حس له سره موجود نه ؤ . کېدی شوای چې په درېیمه ورځ آن په کراچۍ کې د روسي  ټانکونوغوبل جوړ شوی وای . خو پاکستان په خپل دغه پوځي  بېزنېس کې  ځان پرې د اتوم څښتن کړ.

پاکستان پوره لس کاله افغانان د روسي پو ځ په وړاندې د خپلو ګټو له پاره  د جهاد تر شعار لاندې  سره وجنګول .  له روسانو سره یې پرته له مجاهدینو خپله ناروا معامله وکړه . شووارناتزې چې مجاهینو نیولی ؤ ، هغه یې په زوره له مجاهینو یووړ ـ او روسانو ته یې د یوې پټې معاملې په بدل کې ور تسلیم کړ . (۱۴) کاله یې د افغانستان ؤلسونه په خپلو کې سره وجنګول . مجاهدین یې په خپلو کې سره اخته کړل . تنظیمي جګړې یې پیل کړې ، د اسلام  او جهاد سپېڅلی نوم یې پرې بدنام کړ . اسلامي تنظیمونه یې د سمت ـ ژبې ـ مذهب او توکم په نامه سره وجنګول . د مجاهدینو په لاس ورغلې وسلې یې څه یو پر بل پرې استعمال کړې ، او څه دوی د مجاهد نما غلو په لاس پر هغو ګیسي ماشینونو له منځه یووړې چې ( آی اس آی ) ور کړي وو . د جهاد قومانده یې ټوټې ټوټې کړه . له روسانو سره پر توافق یې شمالي ټلواله په لوی لاس د واک پر ګدۍ کښېنوله ، له یوې خوایې  د هر تنظیم مشران د بېلابېلو توطیْوعملي کېدو  له پاره  ور غوښتل . او له بله اړخه یې د مجاهدینو وسلې ـ مهمات او نورې مالي مرستې په خپله بډه وهلې . چې ښکاره بېلګې یې د مجاهدینو د راؤلپېنډۍ  څلور پوړیزه ډیپو  د ( آی اس آی ) له خوا سوځول وو ، چې په هغې کې (۱۰۰۰ ) پایې امریکایي سټېنګر توغندي او لانچرې یې لومړی پاکستان غلا کړې . او بیا یې اور ور واچا وه چې ګواکي د مجاهدینو وسلې او سټېنګرتوغندي او  لانچرې ټول وسوځېد ل . وروسته یې د افغان مجاهدینو روسۍ وسلې یو پر بل پسې څه د جګړو د اور خوراک کړې ـ څه یې  د قاچاقچیانو په لاس وپلورلې . او پاتې یې پر طالبانو باندې ټولې کړې ، پښتون قام یې په عام ډول بې وسلې کړ . خو په دې جنایت کې امریکایي او انګلیسي استخبارات هم ور سره وو . ځکه چې طالبان په لومړي سر کې د هغوی په اشاره جوړ شول ، کرنیل امام ( محمد امیر ) یې ور ته مشر کړ ، د طالبانو په ږیرو او لنګوټو کې به د مدرسو د طالبانو په شکل  د ( آی اس آی ) کسان را تلل ،ټرېنېنګونه به یې افغان طالبانو ته ور کول . افغان طالبان استعمال شول . کله یې چې ښه زور ونیو . د افغانستان شرقي ، جنوبي او لوېدیځې خواوې یې ونیولې . د افغانستان شمال ته یې  د سالنګ او بالا مُرغا ب  له لارو مخه کړه ، د حیرتانو پر پُل یې ها بله غاړه پوستې روسانو ته جوړې کړې . په کندز کې یې کلک سنګر او مرکز تشکیل کړ ، لومړی پاکستاني جنرالانو ښې غلاوې وکړې . نصیر الله بابر خو آن په خپل کور کې د افغانستان له لرغونو آثارو موزیم جوړ کړی ؤ ، نو بیا یې په لوی لاس همغه طالبان له واکه هم په زور له زرګونو قربانیو ورکولو سره  وایستل .  که طالبان پر دې باندې نه وي خبر ـ نو دوی دې په بلوچستان تفتان دښته کې د هغو درېیو وړو چریکي هوایي اډو پوښتنه وکړي چې د امریکایي دالتون کمپنۍ له خوا د طالبانو د واکمنۍ پر مهال جوړ ـ او پر خوست ـ کندهار او توره بوړه باندې یې خپل شنډ توغندي را وشړل . طالبان دې پو ښتنه وکړي چې د هغو وړو چریکي هوایي ډګرونو اجازه د کوم پروتوکول له مخې پاکستان  امریکې ته ور کړې وه  چې توغندي یې پر افغان خاوره را وشړل ؟ طالبانو به چې کوم ځای عملیات کول ـ تر هغو به یې عملیات نه پیلول ـ تر څو به چې پنجابي جنرالان نه وو را رسېدلي . چې له هغو نه یو ما په خپلو سترګو ولید چې بګرام ته نږدې له کوتل سره په ګېډه کې سخت ټپي شوی ؤ ، وزیر محمد اکبر خان روغتون ته یې راؤړ، او عاجل یې په هلیکوپتره کې پاکستان ته مازدیګر مهال وېوړ . دا پېښه د طالبانو له سقوط نه یو نیم کل وړاندې د مني په موسم کې وشوه . په اسلام آباد کې د امریکې سفیر پیتر تامسن هم څه کمی و نه کړ ، او آن تر بلوچستان پورې یې د توطیْو لړۍ غځېدلې وه .

خو کله چې د طالبانو د ایستلو خبره را نږدې شوه ـ لومړی له پاکستاني چارواکو سره  پرې مشوره وشوه ، خو تر څنګ یې متقاعد جنرال حمید ګل ویل چې موږ باید په خپل ګاونډ سرحدي  قبایْلي سیمو کې  افغان طالبان ولرو . خو ددې کار له پاره پاکستاني څارګرې ادارې دا پلان لا له وړاندې جوړ کړی ؤ چې باید هم پر طالبانو القاعده ډله ور وتپي او هم  په افغانستان کې یوه جنګي ډله پرې د ځان کړي . هغه پلان داؤ چې پاکستان د  سپتمبر په نهمه د دوو عربو ژورنالېستانو په څېره کې د مصاحبې په پلمه انجینیر احمدشاه مسعود ترور کړ . د شورای نظار دوښمني یې  له طالبانو سره پرې  دوه چنده کړه . ور پسې د سپتمبر د (۱۱مې) نېټې پېښه وشوه . اونړیوال په دې فکر کې شول چې باید له القاعده نه غچ واخلي ـ ځکه چې په دغو پېښو کې القاعده تنظیم تورن ګڼل شوی ؤ، او له طالبانو نه یې وغوښتل تر څو ور ته اسامه تسلیم کړي ـ خو پاکستان د خپلو استخباراتي مذهبي ډلو په خوله طالبان کلک کړل چې القاعده ستاسو مېلمانه دي ، په پښتو او اسلام کې دا بده ده چې مېلمه څوک د چا له کوره باسي . او امریکې ته یې ویل چې طالبا\نو هوډ کړی چې اسامه بن لادن به ور تسلیم نه کړي ـ که څه هم طالب رژیم په کې له منځه لاړ شي . پاکستان امریکې ته په شمسۍ ـ ډال بندین او پېښور کې  رسمي ‎پوځي اډې ورکړې ، ناټو له پاکستان سره د یوه پروتوکول له مخې د پاکستان له لارې افغانستان ته راغله . پر طالب رژیم یې په شمال ـ او کابل کې بریدونه پیل کړل ، د کندز کلک سنګر یې ور و نړاوه . د پنځو زرو په شاوخوا کې اسیر طالبان په کې ووژل شول . پر کابل یې برید وکړ . د القاعده مشران تورې بوړې ته وتښتېدل ، د عربو فامیلونه او مشران پاکستان ته ولاړل . د پاکستان سرحد یې پر مخ خلاص ؤ ، د تاڼو له څنګه به تېرېدل ـ خو پاکستان  به یې په اړه هېڅ نه ویل او نه به یې کول . آن تر دې چې په تور موټر کې یې اسا مه بن لادن اېبټ آباد ته وېوړ . د حاجي ظاهر قدیر ـ حضرت علي او حاجي زمان له منځ نه اسامه بن لادن  (آی اس آی ) و تښتاوه . هغوی اوس هم پرې شاهدان دي . .

پاکستان له ترورېزم سره په مبارزه کې له پېله دوه مخې تګلاره خپله کړې وه . امریکې  د القاعده په مشر پسې هڅه کوله ـ خو پاکستان به د القاعده څلورم او پنځم لمبر غړي د پیسو په بدل کې پر امریکې باندې پلورل . آخرامریکه پر پاکستان  بې باوره شوه ، خپله یې د څارګرې ادارې مأمورین په ټول پاکستان کې تیت کړل ، د سپینې شګې له لارې  (۴۰۰ ) امریکایي ډګروالان او څو تنه جنرالان د افغانستان پر قبایْلي غرنیو سیمو کې پلي شو ل ، او (۴۰ ) تنه امریکایي پوځیان په اسلام آباد کې د اتومي پروګرام څارلو په پلمه تم شول . په اېبټ آباد کې یې اسامه بن لادن کشف  او هلته یې  وواژه .چې  د پاکستان حکومت  د امریکې په وړاندې ډېر بې باوره شو . بل لور ته پاکستاني پوځي استخباراتي چارواکو پر افغان طالبانو باندې هم خپل بېزنېس داسې په دوه مخۍ کې جاري ساتلی چې د طالبانو لومړی لمبر ټېم خلک یې له ځانه سره ساتلي وو . کېدی شي دا به ددې له وجهې وو چې د ملا محمد عمر آخند اخشی طیېب آغا له امریکې سره په مذاکراتو کې ډېر فعال ؤ نږدې ؤ . (آی اس آی ) ګام په ګام له امریکایي ګوزارونو څخه تر ننه پورې بچ ساتلې . خو د طالبانو دوهمه ډله چې د ملا عبدالغني برادر تر مشرۍ لاندې وه  ـ او غوښتل یې چې د کابل له حکومت سره روغې ته کښېني ـ هغه یې  د کوټې له شورا نه بېل او کراچۍ ته یې د امریکایانو د حملو په پلمه یووړل ، چې بیا یې په خپله ونیول او تر نن پورې له پاکستان سره بند ساتل شوي . دا ځکه چې پاکستان پر دې سره د افغانستان د حکومت د سولې پروسه ناکامه کړه . درېیمه کته ګوري د ډاکتر بهیر غیرت ـ ملاکبیر او سراج الدین حقاني ډله وه چې څو څو ځلې په چورلکو کې کابل ته راوړل شوي  ، او په کابل ـ سېرینا هوټل کې یې له افغان دولت او امریکایانو سره کتلي . څلورمه ډله د طالبانو هغه جګپوړي قوماندانان او والیان دي چې همدا اوس یې کورنیو ته په لاهور او سند صوبې کې فامیل بست کورونه ور ته نیولي ، اود (آی اس آی ) له خوا  دوی ته ویل شوي چې که په افغانستان کې جګړه ونه کړۍ ـ ددوی کورونه او دوی به امریکایانو ته په لاس ور کړي . پنځمه کته ګوري هغه طالبان وو چې د مخه پاکستان ونیول ، او یا یې لکه ملا عبیدالله ـ ملا منصور دادالله ، خپله ملا دادالله ـ ملا فاضل ـ ملا عبدالحی ـ ملا مشر ـ ملا برجان ـ ملارباني ( حاجي معاون ) ـ ملاضعیف ـ ملا متوکل ـ یاسر (زمرک) او نور چې څه یې خپله ونیول او امریکایانو ته یې ور تسلیم کړل ، او څه یې پر امریکایانو ووژل .

 خو تر څنک یې د طالبانو یو بل کس د ملا قسیم په نامه تېره اوونۍ بی بی سي ته وویل چې ما په خپلو ستر ګو لیدلي چې په قبایلي سیمه کې د پاکستان آی اس آی افغان طالبانو ته د روزنې کمپونه جوړ کړل ، د طالب په لنګوټو ـ جامو او ږیرو کې به  د  پاکستاني  استخباراتو صاحب منصبان را تلل ـ او طالبانو ته به یې پوځي ټرېنېنګونه ور کول . او دا لړۍ تر ننه پورې همداسې روانه ساتل شوې ده .

څو میاشتې  وړاندې ځینو پاکستاني سر چینو له دې خبرې پرده  پورته کړه چې  جنرال حمید ګل  د طالبانو مشر ملا محمد عمر آخند ته لیک استولی او په کې لیکلي یې وو چې (( نور موږ تا دغلته نه شو ساتلی ، امریکایان در پسې ګرځي ، موږ باید تا د یو څه مودې له پاره افغانستان ته ولېږو . ملا محمد عمر چې د کوېټې په خروټ آباد سیمه کې اوسېده ، لومړی قلعه ْعبدالله ته راوړل شو ، بیا له هغه ځایه هلمند ته ولېږل شو ، دوې شپې هلته ؤ ، بیا د پاکستاني طالبانو په نوم دوه کسه ور ته را غلل ، او ور ته ویل یې چې موږ تا باید پرته له نورو کسانو یواځې کراچۍ ته له ځانه سره بوځو ، تر دې پېښې وروسته ملا محمد عمر ورک شو . بیا د انګرېزانو له خوا آوازه خپره شوه چې نوموړی د شمالي او جنوبي وزیرستان تر منځ په داسې حال کې د سراج الدین حقاني د کسانو له خوا ووژل شو چې دده موټر یې وویشت ـ او د جنرال حمید ګل موټر ترې بچ پاتې شو . خو اوس په دې آخرو کې د ملا عمر فرمانونه خپاره شول . او امریکایي رسنیو دا خبره افشأ کړه چې ګواکي دوی له تېرو لسو میاشتو را هیسې له طالبانو سره په درېیو ځایو کې پټې خبرې تر سره کړې دي ، او اوس مهال دا خبرې یوه برخلیک ټاکونکي حالت ته رسېدلې دي ، او هم یې زیاته کړه چې امریکې طالبانو ته په قطر کې یو سیاسي دفتر خلاص کړی . خو کرزي د امریکایانو ددې کار په غبرګون  کې د احتجاج په توګه خپل سفیر له قطر نه را وغوښت .

تر دې څو میاشتې د مخه  د غرب له خوا دا خبرې په رسنیو کې زمزمه کېدلې چې سږ کال به په افغانستان کې لوړ پوړي چارواکي په نښه شي . څه موده وروسته په افغانستان کې  ځنځیري  قتلونه پیل شول . او د حکومت ډیر مخورکلیدي کسان په کې له منځه لاړل ، تر هغه وروسته بیا خپله د کرزي ورور د امرکایانو د پوستو تر څنګ ووژل شو ، خو د قتل پېښه یې سمه رڼه نه شوه . بیا په کابل کې د امریکې پر سفارت د سپکو او درنو وسلو مجهول برید وشو . د سولې مشر استاد برهان الدین رباني ووژل شو . طالبانو وویل چې دا کار دوی نه دﺉ کړی ،  امریکې او افغان دولت یې پړه پر پاکستان ور واچوله چې دا کار په کوېټه کې پلان شوی ؤ . او پاکستان یې اوس هم نه مني .

له دې وروسته پاکستان د کونړ ـ نورستان او ننګرهار پر ځینو سرحدي برخو بریدونه وکړل . ډېر خلک یې شهیدان او په هجرت کولو مجبور کړل ، کلي یې ور ونړول . بیا افغان او امریکایي ځواکونو په ګډه پر پاکستاني پوستو حمله وکړه او (۲۴) تنه پاکستاني پو ځیان په کې ووژل شول . پاکستان پر دې سره احتجاج وکړ ، د ناټو اکمالاتي کتارونه یې د فشار راوستو له پاره ایسار او وسوځول . خپل پو ځونه یې سلامي کړل . او له امریکې یې امتیازات غوښتل . خو امریکا اوس هم وایي چې دوی بهرني اورپکي وژلي دي ، نه پاکستاني پوځیان . بل لور ته د پاکستان په داخل کې هم وضعیت  ډېرخراب دﺉ ، انګلیستان غواړي چې عمران خان را وړاندې کړي ، زرداري په اسلام آباد کې دﺉ ، د صدراعظم یوسف رضأ ګیلاني او پوځ تر منځ ناندرۍ را منځته شوې ـ او صدر اعظم ویلي چې په پاکستان کې بل حکومت نه شي منلی . خو داسې مالو میږي چې د پیپلز واکمن ګوند څنډې ته شوی . او نور احزاب په ډېره چټکۍ سره د آی اس آی  په دستور د توپ دنډې پر کېپتان عمران خان باندې را ټولېږي . دا چې د عمران خان مخکیني او اوسنمي شعار به د قدرت پر مهال څومره ریښتینې بڼه خپله کړي ـ دا به وخت ته پرېږدو .

خو په افغانستان کې هم د واک مّهره پر اوښتو ده . ځکه چې امریکا نور د کرزي د دغه فاسدې ادارې ننګه نه کوي . کېدی شي چې د کرزي د واک تر ختمېدو مخکې  واک یوې عبوري ادارې ته وسپارل شي ، چې په سر کې به یې تېکنوکراتان وي ، ترې لاندې به دا نور احزاب ـ جنګیالي او د حکومت ځینې اوسني  او مخکیني وزیران  هم وي  ـ تر څو هغه بیا د قانوني انتخاباتو له پاره یوه قانوني حکومت جوړولو ته لاره هواره کړي . خو د هزاره ګانو او شمالي اېتلافونو او ټلوالو  کیسه ځکه مُفته ده  چې هغوی به دا پلا منحنۍ آسیا ته د ترورېزم او القاعده په نامه ور ټېل وهل کېږي . او له شانه به امریکه ور پسې وي . تر څو خپل اهداف لاسته پرې راوړي . خو نور افغانستان به ددوی د تېرو جنایتونو له امله ددوی هېڅ ډول ننګه ونه کړي . اوس به مالومه شي چې په افغانستان او پاکستان کې د بخت باز د کومو واکمنو پر سر ور کښېني ؟ !!!      

 

 

 


بالا
 
بازگشت