څېړونکې

 

د افغانستان د راتلونکي واک پر سر کورنۍ او بهرنۍ معاملې روانې دي

                                                       

په داسې حال کې چې په افغانستان کې  د امریکې په مشرۍ د شمالي اتلانتیک ( ناټو ) ټلوالې ( لس )کاله تر دې شعار لاندې تېر شول چې په دې هېواد کې به سالمه قانوني حکومتداري ـ ملي امنیت ـ  پیاوړی اقتصادي سیستم ـ او رغنده دیمو کراسي راولي ، خو په افغانستان کې د دې شعار پلي کېدو له پاره د نړیوالې ټولنې اجتهاد ناسم ـ او له زیانونو سره ځکه مل ؤ چې افغان اداره په اداري فساد ککړه شوه ، امنیت ورځ تر بلې خراب شو ، اقتصادي رغنده بنسټیز سیستمونه په ملي کچه اصلاً له سره  ونه رغېدل ، او په دیمو کراسۍ کې خو  د یو څو کسانو د خوا سړولو له پاره  د خاموش اکثریت ـ سر ـ  مال  او ناموس ټول لاړل ، او دا نخرې ټولې هغو افغان او سیمه ییزو چارواکو د افغانستان ملت او امریکې دواړو ته ور وکړې ـ چې په لومړي سر کې خپله امریکایانو دوی د واک پر ګدۍ ور کښېنولي وو ، هغوی د نړیوالو تر پوځي وزرو او حضور لاندې له واک نه پر ناوړه ګټې پورته کولو سره د افغانستان د ملت ـ حکومت او نړیوالو تر منځ نه جبیره کېدونکې فاصلې او بې باورۍ را وټوکولې . نړیوالو په افغانستان کې د خپل پوځي حضور ماشین د مرګ ژوبلو تر څنګ د سلګونو میلیاردو ډالرو پر لګولو سره  داسې  فعال ساتلی ؤ چې  تر ګټو یې ور ته د مرګ ژوبلو او بې باوریو بیې لوړې شوې . ( نه یې د افغانانو زړونه  او باور په لاس راوړل . او نه یې هغه مطلوبو ځایونو ته ځانونه پرې ورسول چې باید اوس مهال نړیوال پوځي حضور هلته شتون لرلی . دا په دې مانا چې نړیوالو په افغانستان او سیمه کې داسې خېټور پرازیت د واک پر ګدۍ کښېنولي وو چې د خپل هېواد او نړیوالو پر سوپرو او کاسو کې یې هر څه ترې وڅټل ، د خپلو او پردیو جیبونه یې لوټ کړل . د هېواد نظام ـ قانون ـ دیموکراسي ـ اقتصادي وده او آن چې د خپلې خاورې  تمامیت یې د خپلو  هر اړخیزه مافیایي سیستمونو په لاس  په کې په بډه ووهل . د افغانستان ملت او نړیوالې ټولنې ددغو مافیایي کړیو له لاسه نور د زغم وس له لاسه ور کړی . ځکه  اوس مهال افغان باتور ؤلس  په افغانستان کې ـ او نړیواله ټولنه په افغانستان او سیمه کې پر دې پوه شوي چې ددوی د پر مختګ د مخنیوي اصلي لامل خپله په سیستم کې د پخوانۍ شورای نظار  همدغه فاسد چارواکي دي ـ چې تل یې په لوی لاس د سولې په وړاندې خنډونه جوړ کړي ـ عام پښتانه یې د القاعده او ترورېزم په نامه امریکایانو ته ور پېژندلي او په لاس یې ور کړي .  له امریکایانو سره یې د پښتنو د ځپلو ـ وژلو او د شپې له خوا د هغوی پر کورونو باندې د چاپو اچولو ـ او له ځانه سره د اسیر نیولو ـ وړلو او آن د هغوی د بې عزته  کولو تړونونه  لاسلیک کړي . خو خایْن تل خایْف وي . او دغو خایْنانو هغه مهال د خپلو کړو خیانتونو له امله خپله وېره احساس کړه چې په پرله پسې ډول له دندو لرې کړی شول . ور سره جوخت یې لومړی د خپلو سیمو د خواخوږو په څېره کې خپله ځانونه  د سیمې له خلکو سره په هغه غم او درد کې شریک وګڼل چې اصلاً دوی ته رسېدلی دﺉ . ( یعنې د دوی له خپلې دندې د ګوښه کېدو غم .) چې هغه دوی په اصطلاح د ملت غم بولي . ور پسې یې د تغییر او امید سندرې پیل کړې . بیا یې د اپوزیسیون او ایتلاف غږونه اوچت کړل ، ور پسې یې اوس د جبهه ْ ملي پدر وطن  نوم پر ځان کېښود . خو په اصل کې دوی پرته له خپل ځانه  د سیمې دوهم کس هم پر ځان پسې نه لري . ځکه د سیمې خلک هم پر دغه ډول معزولو ـ رټل شویو او فساد پېشه خلکو نور پوه شوي  . دوی اوس هر چا  په تېره امریکې ښه پېژندلي دي . ځکه خو امریکې له همغه طالبانو سره د سولې  پټې او مر موزې داسې خبرې  پیل کړې چې تر اوسه یې په اړه خپله افغان دولت هم پر جزيْاتو خبر نه دﺉ . خو د فدرالي غوښتونکې ټلوالې مشران شک کوي چې کېدی شي امریکایان به هم د کرزي په موجودیت کې له طالبانو سره همغه ډول معامله وکړي ـ او کرزي ته به شا کړي ـ لکه موږ چې د مجاهدینو په استازیتوب د ډاکټر نجیب په موجودیت کې له روسانو سره د استاد رباني تر مشرۍ لاندې پټه معامله وکړه . هلته خو په هغه تېره معامله کې خپله ډاکټر نجیب او د کابل (۶۰۰۰۰ ) خلک قرباني شول ، خو په دې معامله کې لا تر اوسه پورې مالومه نه ده چې  څوک به قرباني کېږي . ولې یوه خبره چې د امریکایي رسنیو په حواله آزادۍ راډیو په خپله ماښامنۍ خپرونه کې  د روان لمریز کال د مرغومي په (۲۳مه ) نېټه  وکړه ـ  هغه د طالبانو خبره وه . آزادۍ راډیو د امریکایي سر چینو په حواله وویل چې : کله د افغانستان په شمال کندز ولایت کې د طالبانو تر ټولو پیاوړی سنګر (کندز ) د ناټو ځواکونو له خوا مات شو. تر (دوه ـ دوه نیم زره ) طالب جنګیاليو په خپله خوښه ناټو ته وسلې پر ځمکه کېښودې ، (یونیم زر) نور طالبان هم  په نورو سیمو کې تسلیم شول . هغوی اسیر او جنرال دوستم  او قو ماندان عطأ ته  وسپارل شول . چې تر (۲۵۰۰ ) طالبانو پورې جنرال دوستم په دشت لیلې کې تیر باران  او ووژل ، او پاتې (۱۵۰۰) نور طالبان  قوماندان عطأ په شولګره دښته کې قتل عام کړل . خو بیا یې پلمه وکړه چې دا طالب جنګیالي په بندو کانتینرو کې د هوا د نشتوالي له امله مړه شوي دي . اوس  د امریکې جمهور ریْس بارک او باما خپله ویلي چې د (۲۰۰۱ ) میلادي کال د دې پېښې د طالب قربانیانو پوښتنې او د کره شواهدو څېړنې روانې دي . او زیاته کړې یې ده ؛ که ثابته شوه چې له طالب قربانیانو سره دغه ډول چلن شوی ، نو د دوستم او د شمال د نورو هغو قوماندانانو محاکمه به هم  په دې اړه تر سره کېږي . ځکه دوی تسلیم شوي اسیر طالب جنګیالي په ډله ییزه توګه  د خپل شخصي تعصب له مخې  وژلي دي . اوباما د خپل مرستیال  جوبایډن په خوله دا هم ویلي چې  طالبان زموږ دوښمنان نه دي . بلکي زموږ دوښمنان القاعده او هغه څوک دي چې د القاعده مشران یې په خپله سیمه کې را ته ساتلي دي . په دې ځای کې د امریکایي چارواکو (اشاره پاکستان ته وه ) . او موږ یې دلته د ښکاره بېلګو ژوندي ثبوتونه  اسلام آباد ته نږدې په اېبټ آباد ښارګوټي کې د امریکیي د سپېشل فورس سمندري پوځ له خوا د اسامه بن لادن وژل کېدل ، او په نورو پاکستاني سیمو کې د القاعده د نورو مشرانو وژنې په ګوته کولی شو . او اوس  د پاکستان  لومړي وزیر سید یوسف رضأ ګیلاني خپله پر دې خبره اعتراف وکړ چې : (( موږ هک پک حیران یو چې پاکستاني پو ځ ولې شپږ کاله اسامه بن لادن پټ ساتلی ؤ ؟ )) ګیلاني زیاته کړه چې (( موږ په حکومت کې د ننه د پوځ بل حکومت هم نه منو . ))  له دغو دواړو روانو چارو نه داسې مالومېږي چې په افغانستان کې د ننه  جنایتکارو ډلو ټپلو د ملت په وړاندې یو نمایشي راډیکاله کاذب او ملي ضد شکل د خپلو تېرو جنایاتو پټولو له پاره  سره جوړ کړی ؤ . شل کاله یې غیر رسمي ـ او څورلس کاله یې رسمي  پر دې هېواد او هېواد والو باندې ملنډې وهلې دي . اوس یې داسې نامقدسو ایتلافونوته مخه کړې ، چې یواځې همغه زاړه جنایتکاران  د خپلې راتلونکې وېرې له امله په کې را ټول شوي ، تر څو د خپل هویت د ثبوت په زور له نړیوالې محاکمې نه ځانونه پرې وژغوري . د امریکایي چارواکو له خوا له طالبانو سره خبرو ـ  او په قطر کې د طالبانو له پاره د سیاسي دفتر پرانستو پر شمالي ټلوالې او ور سره نورو بړېڅو او ځینو هغو حکومتي کړیو چې له یادې ټلوالې سره  د خپل ځان د بقأ له پاره پټ سترګکونه وهي ـ زلزله ګډه کړې . ځینې خو داسې په بیړه له هېواده وتلي چې په پاسپورت ریاست کې یې د پاسپورټ کتابچې هم خلاصې کړې دي . ځکه دوی باوري دي چې ددوی ځای ناستي یو ځل بیا امریکا پلوه طالبان دي . که طالبان ناڅاپي پرې راوستل شي . دوی به اسیر ـ او د ټولو مرګ ژوبلو ـ  اختلاسونو ـ  رشوتونو او مافیایي کارونو حساب کتاب به ور سره وشي . ځکه یې سر له اوسه له افغانستانه  خپلې پښې سپکې کړې ـ  اوس کډې باسي . پخوایې د ریاست جمهورۍ څوکۍ نیولو  نارې وهلې ، خو نن سبا یې غوږونه مړه ـ  او هره لحظه یې  ملک الموت سترګو ته  درېږي . پخوا یې  بحراني کلیدي مدیر یتونه چلول . خو نن یې د خپل مرګ  خپسه پر سینه ور ناسته ده ـ او له ملي محاکمې وېرېږي . ځکه دوی ملي جنایتونه تر سره کړي دي . چینایي پلوه کمونېستانو ( ما ئویْستانو )  چې پخوا یې د ببرک کارمل په زمانه کې د خاد دندې تر سره کړې  ـ  او دا تېر لس کاله یې په افغانستان کې د بشر د حقونو په نامه کمېسیونونو کې ځالې جوړې کړې وې ، اوس د هغوی ځالې هم مخ پر ورانېدو دي . ځکه دوی له دې واک نه پر سؤ استفادې سره یوازې خپل پنډونه ددې له پاره اخیستل چې دولت او ملت  د پردیو استخباراتو په اشاره په خپلو کې سره اخته کړي ،  ملي ضد راپورونه به یې خپرول ،  ښځې به یې فحاشۍ او کورني تاو تریخوالي ته هڅولې ،  د بشر پر حقونو او د بیان پر آزادۍ یې خپل سوړ تجارت وکړ ، نور یې هېڅ هم د بشر د حقوقو په نامه  له خپلو هېواد والو سره نه دي کړي .

سر بېره پر دې د افغانستان ختیځ او لوېدیځ لور ته پرتو ګاونډیانو هم پر افغانستان او افغانانو باندې څه صرفه نه ده کړې . د سیمه ییز بحران له پیله یې پر افغانستان باندې هر اړخیز تېري کړ ي ، مرګ ژوبلې یې ور اړولې ، خو نن سبا چې د ایران پر اتومي تأسیساتو باندې د امریکې او اسرایْیلو له خوا د برید پلانونه جوړېږي . او پر پاکستان باندې د پوځ او ملکي حکومت تر منځ د واک  پر سر تبه را غلې ، دا دوې بېلې نړیوالې او سیمه ییزې را ټوکېدونکې پېښې دي چې اېران او پاکستان به هرو مرو ور سره مخ کېږي . ولې منځنۍ آسیا هم له دې نړیوالې پو ځي څپې خوندي نه ده . ځکه چې توني بلېیر ددې نړیوالې پروسې د بري له پاره همدا اوس په منځني ختیځ کې پر توطیؤ جوړولو لګیا دﺉ ، اوخپل مأ موریت پر مخ وړي . دا چې په سیمه کې به د ایران ـ پاکستان او منځنۍ آسیا د هېوادونو څه حال وي ، دا به د لېبیا ـ تونس ـ مصر ـ یمن او سوریې په څېر هېوادونو په هېندارو کې وڅارو ، او وبه ګورو چې د نیواک او ځبېښاک تلېسکوبي ګراف تر کومې سیمې پورې غځول کېږي ؟! خو افغانستان به په کې ثابت ـ او یواځې پر سیاسي مهرو او ممثلینو باندې به یې  د سطرنج د دانو په څېر قمارونه  وهل کېږي . هر چا چې په دې خاوره کې د بهرنیانو ګټې خوندي ساتلی شوی ، هغه به د واک پر ګدۍ ناست وي . امریکې او ور سره ټلوالې یې پر طالبانو پلمه جوړه کړه ، د کرزي په لس کلنه دوره کې یې خپل اکمالات وکړل ، اوس چې د کانونو را ایستو ته لږ وخت پاتې دﺉ ، نو په افغانستان او سیمه کې  داسې خلکو  ته واکونه  سپاري چې د دوی د اکمالاتي کتارونو ساتنه وکړي . چې د اوس مهال له پاره طالبان تر ټولو ښه بدیل دﺉ . او امریکا پر دې باندې ښه پوهېدلې چې په افغانستان کې د تېرې لس کالنې مودې چارواکو یواځې د خپلو جیبونو ډکولو له پاره د خپل ملت پر ضد  له دوی سره معاملې کړې دي . نور په کې هېڅ نه شته .  دوی خوشې په خوشې را وستل شوي ـ او خوشې په خوشې به بې واکه کېږي . ځکه دوی داسې خلک دي چې نه خپل ملت ته وفاداره دي ، نه روسانو ته وفاداره وو او نه هم امریکې ته سره له ډالري مرستو وفاداره شول . د وی د روسانو په شتون کې روسان تخریب کړي ، د مجاهدینو پر مهال یې جهاد او مجاهدین د جهاد په نوم شرمولي ، چور ـ غلاوې او وژنې یې کړې دي ، او هم یې نړیواله ټولنه د خپلو بډو ـ رشوتونو او اختلاسونو له امله وشرموله . دوی د واک پر سر آن د خپلې خاورې  او ناموس خرڅولو ته هم تیار دي . نو د امریکې سیمه ییزې ګټې به څنګه ور سره خوندي شي . ځکه خو د افغانستان د راتلونکي د واک پر سر کورنۍ او بهرنۍ معاملې روانې دي .

 

 

 


بالا
 
بازگشت