څېړونکی

افغانستان د پاکستان  نه بيليدونکې برخه ده

 څه موده وړاندې د شمال ټلوالې مشرانو ( ډاکټر عبدالله عبدالله ـ احمد ضیأ مسعود ـ محمد محقق او عبدالرشید دوستم ) په خپلو کې د یوه اېتلاف – او د افغانستان د فدرالی کېدو خبره اعلان کړه . خو د خپلمنځي او بهرنیو اختلافاتو له امله له یادو کسانو څخه نور پر ځای کښېناستل ـ او یواځې ډاکټرعبدالله عبدالله پر میدان پاتې شو ، چې تېره اوونۍ  نوموړي یو ځل بیا د خپل خصلت او د ستور له مخې د تغییرو اُمید  نوم وروسته له هغه په جبههْ ملي باندې واړا وه  چې کله احمد ضیأ مسعود ده ته شا ور واړوله . اوس  دغه دوه دری تنو سیاسي بېزنېس مینانو  د پخوانۍ بازي کلوخک  پر بنسټ  خپلو ناکامو آزمویل شوو هڅو ته  په داسې حال کې هسې  خوشې هوا ور کړه  چې له یوې خوا امریکې په قطر کې طالبانو ته سیاسي دقتر پرانستی ، او د کابل ادارې هم په رسمي ډول ددغه دفتر پرانستل په خپلو (۱۱) ما د و وړاندې کولو کې منلی ، بل لور ته د (اف بي آی ) له خوا د ملا محمد عمر آخند نوم هم  لومړی  له تور لست څخه لرې کړی شوی اعلان شو  ـ خو بیا وروسته د امریکې سفارت وویل چې د نوموړي نوم په تور لست کې لا پر ځای پاته دﺉ . خو تر څنګ یې بیا د تېرې ورځې په آرمان ملي اخبار کې لیکل شوي وو چې . حزب اسلامي ، افغان ملت او حزب حق و عدالت ( د پخوانیو پر چمیانو حزب ) په خپلو کې اېتلاف سره کړی . او ؤلسمشر کرزی به مُصطفی ظاهر د خپل ځان ځای ناستی  داسې وټاکي چې د ؤلسمشر دوه مرستیالان ( محمد قسیم فهیم  او محمد کریم خلیلي ) به یې مرستیالان ، اود افغانستان  نظام به ریاستي وي . خو خپله کرزي ته به په ارګ کې یو اعزازي پُست ور کول کېږي .  خو بل لور ته د لوی ننګر هار خلکو تېر ماښام د آزادۍ رادیو له لارې اعلان وکړ چې موږ طالبانو او حزب اسلامي ته د رسمي دفتر پرانستو اجازه په خپله سیمه کې ور کوو ـ تر څو دسولې پروسه په اصطلاح په بشپړه توګه افغاني شي . دا چې دا وړۍ به څه وخت شړۍ شي ؛ لوستونکي دې څو لاندې ټکو ته ځیر شي :

درنو افغان  لوستونکو !

موږ مسلمان ځپل شوي افغانان  دا د ځان فرض ګڼو چې با ید هرو مرو  د خپل ګران پیغمبر حضرت مُحمّد مُصطفی (ص) هغه حدیث پر ځان عملي کړو ـ کوم چې د موالاتو او دوستۍ په اړه یې خپل اُمت ته په ټینګه نصیحت په کې کړی دﺉ .

رسول الله (ص) فرمایلي دي : کله چې له چا سره دوستي او موالات کوۍ ، نو په درېیو شرطونو هغه وآزمویۍ ؛

لومړی : له هغه سره اوږده انډیوالي وکړۍ ، تر څو د هغه ټول پټ خصلتونه تاسو ته څر ګند شي چې له تاسې نه یې د لیدو کتو او خطابو پر مهال پټوي، او ځان درته سپین باز جوړ کړي .

دوهم : که پر لومړي شرط ونه توانېدۍ ـ او هغه کوم غټ سړی ؤ ـ نو له هغه سره اوږده مسافري وکړۍ ـ ځکه په مسافرۍ کې هم شپه ورځ هغه خپل ځان نه شي کنټرولولی ، او خامخا خپل منفي یا مثبت عادت سر ترې وهي .

درېیم : که پر دوهم شرط کې هم ناکام شوۍ ـ نو ملګري یې وګورۍ ـ چې له هر ډول خلکو سره یې ناسته پاسته ډېره وه ـ نوموړی هم ( فهُو منهُم ) دﺉ . چې درېیم شرط پر ځای کول د هر چا پر وس پوره دي . او هر څوک له خپل وس سره سم پړ بلل کېږي .

اوس چې افغانان له یوې خوا د خپل خدای په وړاندې ـ او له بل پلوه د خپل ځان  اونورو افغانانو په وړاندې ځانګړي او ټو لنیز مسؤلیتونه لري ـ افغانان با ید په دوستۍ او موالاتو کې له ډېر دقت او احتیاطه کار واخلي . ځکه چې په موالاتو کې ځانګړې او ټولنیزې ګټې دواړه نغښتې دي . چېرې نه چې د تېر په څېر پر دوی ـ او د دوی پر برخلیک  باندې سودا بازي وشي . په افغانستان کې ډېر داسې خلک او قامونه شته چې پر دې خاوره ـ او ددې خاورې پر بچیانو یې له پردو سره د هغوی د ګټو خوندي کولو له پاره  هر ډول ناروا معاملې کړې ـ او کوي یې . چې موږ یې ژوندۍ بېلګې د شاه شجاع ـ دوست محمد ـ  عبدالرحمن ـ شېرعلي ـ صالح محمد ـ  ببرک کارمل ـ او ځینو روسي پلوه  او جهادي قوماندانانو په څېرو کې همدا اوس سره له کره شواهدو او اسنادو  په خپلو سترګو وینو .

اوس چې افغانستان په نړیوال سیاسي او پوځي حلاجي کې پروت دﺉ . تېل یې په پردیو ظرفونو کې تویْېږي . خو توپالې او کنجاړې یې د ګا ونډ یانو او د سیمې د نورو ذ‌ي دخلو هېوادو په سیمو کې تیت پرک پرتې دي . علت یې دادﺉ چې د کورنیو او بهرنیو ګټو له پاره په افغانستان او سیمه کې افغان چارواکي ـ ملت او نړیوال په خپلو کې مشترکه ژبه او ګډ عمل نه لري .پاکستان او ایران  داسې فکر کوي چې افغانستان نور مړ ـ  او یو بې روحه کالبوت دﺉ ـ چې میراث یې هم یواځې پر دوی پورې اړه لري . ځکه د پاکستان یوه پخواني استخباراتي چارواکي  زاهد حامد ویلي چې (( له تاریخي نظره افغانستان د پاکستان یوه نه بېلېدونکې برخه ده . نوموږي زیاته کړې  چې ؛ له ( ۱۹۵۷ ) میلادي کال را هیسې افغانستان ته د پخواني شوروي اتحاد له راتلو مخکې  د پاکستان آی اس آی په افغانستان کې فعال ؤ . دی وایي ؛ افغانستان یواځې لېتیم نه ـ بلکي نور ډېرقېمتي شیان لري . بدخشان یې له لعلونو ډک دﺉ ، پنجشېر له زمرودو شبرغان ګاز لري ، سره زرـ او د نورو ډېرو قېمتي موادو خزانې لري ـ چې ترېلیونه ډالره ارزښت لري . زاهد حامد زیاته کړې : افغانستان یو مهم جغرافیوي مو قعیت لري . روسان هم افغانستان ته ددغو خزانو د ايستلو او سترا تیژیک موقعیت له پاره را غلل . زاهد حامد ویلي ؛ امریکا هم د همدغو سترا تېژیکو اهدافو له پاره راغلې ده ، نو پاکستان خو باید د افغانستان برخلیک په خپل لاس کې واخلي . ځکه موږ شوروي اتحاد ته ماتې ورکړه . نو امریکایان هم ماتولی شو .ځکه اکمالاتي لاره یې پر موږ سپره ده ، که د چا خوښه وي ـ یا نه وي  د پاکستان لاس به خامخا په افغانستان کې وي . زاهد حامد د چین ـ روسیې او امرکې تر منځ  پر ګرمو اوبو د تسلط  خبرې ته هم اشاره وکړه . او زیاته یې کړه چې : پاکستاني طالبان بد ـ او افغاني طالبان ښه دي ځکه چې پاکستاني طالبان د هند د استخباراتو له خوا په پاکستان کې جنګېږي ، او افغاني طالبان زموږ په قومانده په افغانستان کې د پاکستان د ګټو له پاره جنګېږي .امریکا موږ له افغاني طالبانو سره جنګول غواړي ، خو پاکستان دا قومانده نه مني . پاکستان په افغانستان کې پانګونه کوي ، او شمالي تلواله ایرا ته ور نږدې ده . چې موجودیت یې تر ټولو ښه بېلګه کېدی شي . امریکا چې ایران او پاکستان دواړو ته یو تهدید دﺉ ، باید دوی دواړه سره نږدې شي .امریکا دې له افغانستانه ووځي ـ که نه د انګرېز ډاکټر برایدن په څېر به یې یواځې یو کس له پوځ نه ژوندی پاتې شي او بس . ))  

اوس چې پاکستان له تېرو (۵۵ ) کالو را په  د ېخوا  په افغانستان کې پوځي استخباراتي ګوتې وهلې دي ـ اوپه خپله خوله یې چارواکي وایي چې د افغانستان خپل ستراتیژیک موقعیت او سر شارو طبیعي سترو ارځښتناکو زېرمو د پاکستاني چارواکو خوب له سترګو وړی دﺉ . ځکه  څه وخت چې پاکستان جوړ شو ـ هغه مهال استعمار د پاکستان له ټولو شارګونو د حیات زېرمه ییزه وینه ایستلې وه ، او پر مصنوعي تنفس یې د سیاسي پایْپ لاین له لارې  خپل ژوند له سره پیل کړی ؤ . د سیمې زیرمې یې انګرېزانو په خپل اوږده شتون کې ور لوټ کړې . په نړۍ کې یې د غُربت رسمي مُفلس خط درلود . له لوږې به یې ګېډه پر لنګ تړلې وه . خو نن ورځ  یې په هغه لس زره کلن لر غوني هېواد  کې  خپلې ستر وږې سترګې ښخې کړې چې  نړۍ یې له باتورۍ او شتون نه سترګې نه شي پټولی . زه نه پو هېږم چې پاکستان په خپل تیرایي اتوم  باندې نازېږي چې همدا اوس د سي آی اې په چهل کاف کې پروت دﺉ ـ یا دا چې په (۹۴) هغو کورنیو یې زړه تکیه دﺉ کومې چې له پېله تر ننه پورې د سترو پاکستاني چارواکو عزل او نصب هم  په خارج کې له همغو کورنیو څخه په میراثي ډول صورت نیسي . په داسې حال کې چې همدا اوس د  پاکستان  په څلورو صوبو کې د نفاق اورونه بل دي . په انګلیستان کې پروت  د مهاجر قومي مومېنټ  مشر الطاف حسین په سند او کراچۍ کې ـ د آزادي غوښتونکو بلو څانو مشران په صوبه بلو چستان کې ، او د خیبر پښتونخواه مشران په ټوله پښتونخواه کې د پنجابي واکمنو حکومت نه غواړي . دا خبره هم اوس ښه واضېح ده چې پاکستاني واکمنو تل د خپل هوبت د موجودیت له پاره  د زبر ځواکونو د مؤقتي شتون او امکاناتو څخه په خپل  ټول وس سره  ناوړه ګټه پورته کړې . او د ډېورنډ له کرښې یې د یأ جوجو او مأ جوجو په څېر کار اخیستی ، خو خبر نه دي چې د تاریخ په هر پړاو کې  افغانستان له ذ‌القرنینو ډک دﺉ ، یوه ورځ کېدی شي چې د تور لنګیو دغه یأ جوج او مأ جوج  د سد سکندر په اوسپنیز دېوال سره آن په جیلم کې د تل له پاره بند پاته شي . هو !  ددوی په وړاندې به د تاریخ حُکم همدغه وي ، چې آخر به په نړۍ کې افغانستان تل پر مخ تللی ـ  آزاد ـ سر لوړی او پر خپلو پښو ولاړ یو هېواد وي . او پاکستان به  د خپل سیمه ییز او نړیوال فساد او وراني په وجهه د ځمکې له مخ نه ورکېږي . ځکه ګاونډیان او نړۍ نور په سیمه کې د اوس په څېر پاکستان نه شي زغملی او نه یې غواړي .   

 

 

 


بالا
 
بازگشت