پاکستان په افغانستان کې د سولې شنډولو تصمیم نیولی

  ابو دانیال

کله چې ؤلسمشر حامد کرزی په قانوني بڼه د افغانستان ؤلسمشر وټاکل شو ترهغو پورې په افغانستان کې نسبي آرامي وه . خو پاکستان د همدغې امریکا په ملګرتیا په افغانستان کې د ړنګ کړي طالب رژیم پاتې شوني بېرته په پاکستان کې سره را ټول ، منظم ، ترېنېنګ ، تمویل او تجهیز کړل .

ځانمرګي یې په واسکټو سمبال افغانستان ته را ولېږل . پاکستان له یوې خوا په خپل ټاټوبي کې د ناټو ځواکونو په لاس د ترهګرو په نامه ، او د طالبانو په لاس یې پر ناټو ځواکونو د بریدونو په پلمه ډېر بېګناه مسلمان افغانان شهیدان کړل . او دا لړۍ تر ننه پورې په پر له پسې ډول داسې روانه ساتل شوې چې ځنځیري او ډله ییزې وژنې هم په کې راغلې .

افغان ؤلسمشر د کورني او بهرني فشار له امله دېته اړشو چې په افغانستان کې د نا امنیو عامل او لامل مالوم کړي . له همدې امله یې په وار وار پر افغان طالب مشرانو غږ وکړ چې (( طالب جانه ! وروره ! راشه ! له ما سره کښېنه ! که ته پړ شوې زه تر هر څه در تېریم ، او که زه پړشوم ستا هر پور ته تیار یم .)) بیا یې وویل چې : (( ملا محمد عمر آخند دې ځان وښیي ، که چېرې دی په دې بریدونو کې لاس لري هم دې ووایي چې زه یم  . که په افغانستان کې دوی دا ځانمرګي بریدونه کوي هم دې ځان وښیي چې زه دا کار کوم . نو زه به یې ضمانت وکړم ، امریکایانو او ناټو ته به ووایم چې له تور لست څخه یې وباسي . او که بل څوک دا کار کوي ، نو موږ ته به خپل دښمن مالوم شي . )) پاکستان په وار وار په خپله دیپلوماتیکه ژبه دا خبره کړې چې : (( موږ په سیمه کې یو باثباته او با امنه افغانستان غواړو. خو وروسته یې خپله لاره په عمل کې ځکه  بدله کړې چې له یوې خوا د ملکي حکومت پر نظامي حکومت زور نه رسېږي ، او (آی اس آی ) په افغانستان کې خپل ستراتیژیک عمق ته ځان رسول غواړي ، او له بل پلوه پاکستان په ټولیزه توګه خپل موجودیت د سیمې په ناامیوکې لټوي . ))

ؤلسمشر له ځینوحکومتي چارواکو او د سیمې له مُتنفذینو څخه د سولې یو پلاوی د پیر سید احمد ګیلاني تر مشرۍ لاندې وټاکه . خو په هغوی کې دا وړتیا نه وه چې د افغان رژیم وسله وال مخالفین او ملاتړی  او پاکستا ن د سولې پر بهیر را ګډ کړي .

بیا د سولې مشري ډبل  ډاکټر عبدالله ته ور کړی شوه .خو هغه هم له پاکستاني چارواکو سره د افغانستان د جنوبي برخې (ډېورنډ ) پر کرښه پاکستان ته شین څراغ ورکړ ، او زیاته یې کړه چې : (( که زه د افغانستان جمهور رییس شوم د ډېورنډ کرښه به د پاکستان په ګټه په رسمیت وپېژنم . )) بله لور ته یونس قانوني ته پاکستان هغه مهال ( دری سوه مېلیون ډالره ) پیسې ورکړې وې کله چې نوموړی د ؤلسي جرګې رییس ؤ ، او ور ته ویلي یې وو چې (( که په پارلمان کې د ډېورنډ کرښې په اړه څه خبره را پورته کېدله ، ته به یې مخالفت کوې .)) بلخوا هغه مهال چې ډبل ډاکټر عبدالله د بهرنیو او یو نس قانوني د کورنیو چارو وزیران وو ، (( دوی دواړو له امریکې سره داسې پټ سترا تیژیک سند لاسلیک کړی چې په هغه کې د شپې له خوا پرافغان سیمو باندې پرعملیاتو ټینګار شوی . تر څو یواځې پښتانه په کې د ترورېزم په نامه بدنام ، سره تیت پرک او له سیمې فرار شي ، او دوی ته د حکومت کولو له پاره د فرما یشي رأیو تر لاسه کولو زمینې برابرې شي . ))

بیا ؤلسمشر حامد کرزي هغه استاد برهان الدین رباني د سولې مشر وټاکه چې له پخوا نه  د طالبانو سره د جګړې لامل پېژندل شوی ؤ . خو هغه هم  سوله سرته ونه رسوله ، افغانستان اعلان وکړ ؛ موږ به له ځینو هغو منځمهاله طالبانو سره د سولې خبرې پیل کړو چې سوله غواړي او د افغانستان قانون مني . ملا برادر او ډلې یې د طالبانو د دفاع د پخولاني وزیر ملا عبیدالله آخند لاره خپله ، او له افغان حکومت سره یې د خبروکولو تابیه ونیوله ، خو پاکستان د کوټې له شورا نه د ملا برادر ډله بېله او په کراچۍ کې یې ټول ونیول . خو ملا عبید الله آخند یې ډېر وړاندې ځکه نیولی ؤ چې نوموړي له افغان حکومت سره د سولې پروګرام پیلاوه . خو متأ سفانه چې ملا عبیدالله آخند د ډېرو سکنجو له لاسه  لومړی د ستر ګو دید هم له لاسه ور کړ ، او بیا یې دوه کاله وړاندې په زندان کې په داسې مرموزه توګه وواژه چې خپله کورنۍ او خپل ملګري یې هم پرې خبر نه کړل . خو کله چې له افغان حکومت سره د طالبانو د سولې خبره را پورته شوه نو بیا پاکستان د ملا عبیدالله آخند مړینه اعلان کړه . ترڅو پاکستان په طالبانو کې د دغه فشار له مخې درځونه را پیدا کړي ، او طالبان وډاروي چې نورطالب بندیان هم درنیولی او وژلی شو . د ملا محمد عمر آخند  په اړه یې یو ځل د یوې پاکستانۍ ورځپاڼې په خوله وویل چې د څه وخت له پاره افغانستان ته ولاړ شه ، ځکه دلته امریکایان تا پسې ګرځي . خو څه وخت چې حالات سم شول  بیا به بېرته را شې . تر دې د مخه یې په کراچۍ کې د نوموړي د زړه د ناروغۍ تداوي وکړه . خو څه وخت چې ملا محمد عمر آخند له کوېټې څخه قلعه عبدالله ته ولاړ ، بیا انګرېزانو اعلان وکړ چې ملا محمد عمر آخند هلمند ته را غلی ، او هلته یې دوې شپې وکړې ، وروسته دوه تنه پاکستاني طالبان ور ته راغلل ، چې تا موږ کراچۍ ته له ځانه سره وړو . بیا له همدې ځایه ملا محمد عمر آخند داسې ورک شو او یوه ورځ یې اعلان وکړ چې ملا محمد عمر آخند له جنرال حمید ګل سره یو ځای شمالي ویزستان ته روان ؤ چې د جنوبي او شمالي وزیرستان تر منځ سیمه کې د سراج الدین حقاني د کسانو له خوا د ملا محمد عمر آخند موټر وویشتل شو ، او جنرال حمید ګل بچ پاتې شو . ))  ولې بیا دا خبره سړه شوه . خو د افغانستان له خوا د سولې مشر استاد رباني آخر د داسې مرموز ترور خوراک شو چې دوسیه یې تر ننه پورې د افغانستان ، پاکستان او نړیوالو ځواکونو تر منځ لاینحله پرته ده . طالبانو یې ترور رد کړ ، خو د شمال ټلوالې ځینو مشرانو د استاد رباني د ترور پړه پر طالبانو او پاکستان ور واچوله . په هغه ورځ د پاکستان صدراعظم یوسف رضا ګیلاني هم کابل ته راغلی ؤ ، خو په تېښته وتښتېد ، ولې د افغانستان امنیتي چارواکو د نوموړي استاد د ترور کره اسناد له کوېتې شورا سره تړلي و بلل . پاکستان د همکارۍ ژمنه کړه ، خو کله چې افغان پلاوی پاکستان ته ورغۍ ، بیا یې دغه اسناد هم ونه منل .   

په دې وروستیو کې چې کله له امریکایي چارواکو سره د طالبانو د ملا عمر د ډلې د نږدې کسانو خبره افشا شوه ، په قطر کې یې دفتر ورته پرانیست ، دری سوه مېلیون ډالره مرسته یې ورکړه ، ؤلسمشر حامد کرزی یې مخالفت وکړ ، او زیاته یې کړه چې مخالفین باید خبرې له افغان حکومت سره وکړي .، خپل سفیر یې له قطر څخه را وغوښت ، خو بیا یې وویل : موږ د طالبانو دغه دفتر په دې شرط منو چې آدرس یې مالوم  او افغان حکومت باید د خبرو مشري پرغاړه ولري . طالبانو له ګوانتانامو زندان څخه د خپلو ځینو بندیانو چې لا هم نه دي خلاص شوي ، د خپلو کورنیو د انتقال ، او له کابل له حکومت سره د خبرو نه کولو شرطونه وړاندې کړل . په دې لوبه  کې د پاکستان صدر اعظم قطر ته ولاړ، هلته یې د طالب مشرانو سره پټې خبرې وکړې . خو افغانستان ته یې حنا رباني کر را ولېږله  چې آغلې کر له یوې خوا افغان ؤلسمشر ته دعوت ورکړ ، او له بل پلوه یې د افغان حکومت د اپوزیسیون له مشرانو سره پټې خبرې وکړې ، او ډاکتر عبدالله ته یې دعوت ور کړ چې پاکستان ته ور شي ، خو بیا د شمال ټلوالې مشرانو دا خبره پټه کړه .

پاکستان ځکه د افغانستان او ایران ؤلسمشرانو ته  په اسلام آباد کې په  دری اړخیزه خبرو کې  د ګډون له پاره  بلنه ورکړه چې هلته د امریکې په کانګرس کې د هېوادونو د ټوټې کولو متخصصو سناتورانو د هغه  بلوچستان د خپلواکۍ تقسیم اوقات جوړ کړی او اعلان کړی دﺉ چې په همدغه دری واړو هېوادو ( پاکستان ، ایران او افغانستان ) کې بلوڅان پراته دي . ځکه پاکستان وېره لري چې که بلوچستان له پاکستانه د امریکې په ملاتړ بېل شي ، کېدی شي چې سند او کراچۍ هم له پنجاب حکومت څخه  تر جمو او کشمیر پورې ځانونه په پرله پسې ډول آزاد کړي ، نوخیبر پښتونخوا ایالت بیا چېرې ور سره پاتې کېدی شي .

په دې غوڼده کې افغان ؤلسمشر حامد کرزي د پاکستان ؤلسمشر آصف علي ېزرداري ته په ټینګه ځغردې  په ډانګ پېیلې داسې خبرې وکړې چې آخر غونډه ودرېدله ، او ؤلسمشر حامد کرزی له غونډې را ولاړ شو . خو د پاکستان صدر اعظم بېرته د بلې جلسې له پاره  ستون کړ.

کله چې پاکستاني چارواکو د افغان ؤلسمشر دا خبرې واورېدې ، د پاکستان د کورنیو چارو وزیر رحمان ملک یې په ځواب کې وویل چې موږ طالب مشران له افغان حکومت سره نه شو کښېنولی او نه یې نیولی شو . له دې سره جوخت حنا رباني کر بل کنفرانس ته په وینا کې وویل : (( څوک چې له موږ څخه د ملا محمد عمر او د طالبانو د مشرانو غوښتنه کوي  دا یوه ډېره احقانه خبره ده .))

بل لور ته امریکایانو هم ویلي چې د حامد کرزي دا خبرې له پاکستان سره هېڅ ګټه نه لري . ځکه افغانستان له پاکستان سره په ډېرو اړخونو کې ستونځې لري .

لنډه داچې پاکستان غواړي  په سعودي کې ناست ملا معصوم دا ځل د طالبانو مشر وټاکي . ځکه د طالبانو په هغې مخکینۍ شورا باندې بې باوره دﺉ  چې ځینې مشرانو یې له افغان دولت ، او ځینو نورو یې له امریکایانو سره پټ تماسونه نیولي دي . له افغان دولت سره د خبرو او سولې پلوه  طالب چارواکي خو پاکستان ونیول او ویې وژل . خو د امریکا پلوه طالب مشران امریکې قطر ته سره له کډو ترې وتښتول . ولې بیا هم د پاکستان صدر اعظم قطر ته ور پسې ورغۍ ، خو له افغان چارواکو سره تش د خبرو کولو وړاندیز هم نه مني . همدلته شک دﺉ چې پاکستان به د طالب مشر تابه په ټوټې کولو او نورو ټولو مصلحتونو کې له امریکې سره یوه خوله وي . پر همدې اساس موږ ویلی شو چې پاکستان په افغانستان کې د سولې شنډوبلو تصمیم نیولی ، د حقاني ډله یې پر افغانستان باندې د نظامي فشار راوړو له پاره ساتلې ده  ، اود افغان ؤلسمشر ورتګ پاکستان ته څه ګټه نه لري .

افغان ؤلسمشر چې له یوې خوا د خپل کورني اخ وډب ، نا امنیو ، اداري او مالي فساد ، د مخدرو موادو قاچاق ، مافیایي ډلو او په هېواد کې د ننه ، او له هېواده بهر له ډول ډول مخالفتونو سره لاس او ګرېوان دﺉ ، او همدا اوس د افغانستان او سیمې په روانو حالاتو کې خپل ځان په ضلعه اوحاشیه کې ویني ، وېره لري چې تر (۲۰۱۴ ) کال پورې به هم څوک وخت ور نه کړي . کېدی شي  په افغانستان کې یو بل بهار را وټوکېږي . او د دوی پسرلی به ور نیمه خوا کړي . چې بیا به د تېر لس کلن واک ټول حساب کتاب ور سره کېږي .

 

  

 


بالا
 
بازگشت