د امریکا دغه پوځي غوا به تر څو د آسیا او افریقا په وچو کې څري ؟!!!

 ابودانیال

له څه وخت نه چې د اسلامي نړۍ د واک جوړولو واګې د پردو په لاس کې لوېدلې ، بیا تر نن پورې دغه هېوادونو روغه ورځ ځکه نه ده لیدلې چې وار له مخه له دوی نه خپلمنځي صبر او زغم ، عدالت ، خیر او برکت ، حیأ ، سخا ، یو پر بل باور ، له لویو ګناهونو ځان ساتلو ، د قًرآن او نبوي احادیثوپه رڼا کې د امّت اجماع او قیاس د شریعت له چوکاټه  کډه کړې ، له دین نه یواځې رسم  او له اسلام نه یواځې نوم  ور پاتې دﺉ . خو پر ځای یې په روانو ملي ، سیمه ییزو او نړیوالو ورځنیو پېښو کې د کتاب الله او سُنت رسول الله (ص) د حکم خلاف یو پر بل سخت زړيتوب ته ځای ور کړی ، او له اسلام دښمنه عناصرو سره سترګکې وهي . کله چې د دوو مسلمانانو تر منځ څه لانجه را منځته شوې ، په علم لرلو  یا بې علمۍ سره یې د عدالت او قسط پر ځای ترمنځ د پرد یو اصطلاحي لېوانو (د بشري حقونو) په خوله د څنګلي ړندې فقې له مخې بې عدالتي کړې ( حق یې باطل ، او باطل یې حق بللي ) ، کله چې د واک او ځواک د هرم څوکې ( نبوغ ) ته رسېدلي ، بیا یې د تکبُر هغه لاره خپله کړې چې شیطان هم ترې عاجز دﺉ . د راوستل شوو حرفوي معامله ګرو چارواکو او ملتونو تر منځ یې ځکه فاصلې او بې باورۍ را منځته شوې چې بې کفایته چارواکي یې له اقتدار او واک سره ډېره بې کچې مینه لري ، خپلو ملتونو ته درواغ وایي  او ملتونه یې له ناسمو چارو تر سره کېدو ستړي شوي  او نه غواړي چې د پردو درواغجن مزدوران دې پر دوی واکمن وي . مسلمان ملتونه په خپلو هېوادونو کې پتمن ، هوسا او بسیا ژوند غواړي ، خو په اخلاقي او اداري فساد ککړ چارواکي یې بې دینیو او لادینیو ته ور ټېل وهي ، چې مسلمان ملتونه هېّکله هم داسې بې حیایۍ او حقوق تلف کېدل نه ور سره مني . چارواکي یې په لوی لاس د ملتونو اصیل بچیان په خپله او یا د پردو په لاس  وژني . خو ملتونه یې د خپل ځان او خپلو اولادونو د برخلیک  له پاره هېڅکله هم داسې شپانه نه غواړي چې تل له پردیو شرمښانو سره غاړه غړۍ وي آو خپله ملي رمه لکه د اوس په څېر په پردیو لېوانو باندې خوري . ځکه د اسلامي نړۍ ددغو حرفوي دلالانو نوم لړ هم د استکبار له خوا جوړېږي . او نصب او عزل یې هم د خپلې سیمه ییزې او نړیوالې ستراتیژۍ له  مخې له همغه ځایه دﺉ  چېرې یې چې د استخباراتي حیات اوبه څښلې دي .

کله چې نړیوال استکبار سر را اوچت او د عثماني امپراتورۍ د ړنګېدو په هڅه کې ولوېدل ، د ړنګېدو له پاره یې وسیلې برابرې  او له کاواکه او خورا ضعیفو نقطو یې کار ور باندې پیل کړ . د اسلامي ورورولۍ او یووالي اډاڼې ته یې د خپلمنځي اختلافاتو وایرسونه ورننه ایستل ، او په هغه کې یې په پېړیو پېړیو د ژبنیو ، توکمي ، سمتي ، مذهبي ، ځان پالنې او نفاق تخمونه د ړنګېدو او توکړې کېدو په موخه وکرل . دولتونه یې پر خپلو ملتونو ، او ملتونه یې پر خپلو دولتونو بې باوره کړل . حق الله او حق العبد دواړه د بې عدالتیو د سر صدقه شول . د د ین ، دولت او ملت دری واړو تر منځ د بې باوریو فاصلې را منځته شوې . د الهي توحید تر څنګ یې ملي او اسلامي وحدت ته زیان واړاوه . صلیبي جګړو ورځ تر بلې زور اخیستی ؤ . له چارواکو یې هر څه هېر، او د خپل ځان په ویر یې اخته کړل . د عثماني امپراتورۍ زور یې اوبه  ، او مرکزي سیاسي ، اقتصادي او نظامي واک یې له منځه وېوړ . د  هر اړخیزه تولید پر ځای یې پردي تورید ته مخه کړه . د مسلمانانو د استقرأ او اختراع مخه یې ونیوله . هغوی یې دغربت په سپېره ډاګ کښېنول . د سره بېل یې کړه ، اېل یې کړه تر استعماري چرچلي فورمول لاندې یې هره سیمه د کورنیو لاسپوڅو په مرسته پرڅو توکمي ، سمتي ، ژبنیو او مذهبي توکړو سره ووېشله . په ټولو سیمه ییزو اسلامي هېولادونو کې یې د سیمې پر تر ټولو شریفو او پوهو باضمیره او باوجدانه خلکو د خدای  ورکړي ژوندانه داسې ساحې او دایرې را تنګې کړې چې د ټولنو ترټولو رذ یل خلک یې پر تخت ، بخت او امکاناتو ور کښېنولي ، واک یې قصداً داسې ناخلفه کم وزنه او کم اصله بېسواده وږو خلکوته په هره سیمه کې سپارلی چې تر سلو کالو پورې یې سترګې مړې نه شوې ، دغه ډول چارواکو ته چې هر باشرفه مظلوم د خپل هر روا حاجت له پاره درېدلی ، کارخو یې نه دﺉ ور ته کړی ، بلکي په ډېر سپک وضعیت  بېرته  پرڅټ مأ یوس ترې وتلي  ، سپکې سپورې ور ته ویل شوې ، بندي شوي ، وژل شوي او تبعید ته اړشوي دي . تبعید هم داسې هېوادونو ته چې له ورغوښتل شوي مېلمه نه باج اخلي ، او هم یې پر خپلو بادارانو باندې پلوري . هو ! په افغانستان او پاکستان کې د غه د سترګو لیدلې پېښې  موږ په خپله ولیدلې . چې په اسلامي نړۍ کې ټول تبعید شوي خلک یې لومړی دعوت کړل ، بیا یې پاڅونونو ته وهڅول ، وروسته یې لکه څوک چې په کوم لوښي کې مچانو ته دوا اچوي په خپله مبارزه کې بیده کړل ، بیا یې په خپل استخباراتي جال کې سره را ونغاړل ، او مړي او ژوندي یې د پیسو په بدل کې دښمن ته په لاس ور کړل .

په لېبیا کې او مصر کې بیا قصه بل ډول وه ؛ او هغه داچې لومړی یې لېبیایي چارواکو ته څو کاله وخت ور کړ، تر څو لېبیایي ملت یې د خپل حکومت د غیر اخلاقي او غیر انساني دریځ په وړاندې په پېښو کې ښه پوخ کړ ، بیا یې پاڅون ته مخه کړه اود پاڅون  تر شا خپله د لېبیا دښمنان ودرېدل . معمرالقذافي چې له یوې خوایې نویو  اتومي پروګرامونو ته مخه کړې وه ، له بل پلوه یې له خپل درواغجن او معامله ګر زاړه دوست ( روسیې ) سره د وسلو او مهماتو یارانه چلوله ، خو بلخوا یې د افریقې د ګډ مالي صندوق او مارکېټ او واحدې پیسې د جوړېدو هڅه کوله ، بل لور ته یې تېل لرل ، چې دا یو هم غرب ته د منلو نه وو . او په ډېر مهارت یې د قذافي نظام را وپرځاوه ، خو د تېلو په تر لاسه کولو کې پاتې را غلل ، نو ځکه یې اوس په هغه هېواد کې خپلمنځي جګړو تازه کولو ته زور ورکړی . مصر، یمن ، فلسطین او سوریه یې هم په ډېر لږ تفاؤت له دغه ډول برخلیک سره څکه  مخ کړي چې دغه حکومتونه یې پر خپلو ؤلسونو وځپل . اوس غواړي چې په یادو هېوادونو کې د خلکو د خپلې خوښې حکومتونه را نه شي .

افغانستان اوعراق خو یې لا د مخه په نړیوال حشر کې د خپلو غدیو پر مټ تر نیواک او ځبېښاک لاندې داسې نیولي چې منقولې او غیر منقولې ترځکمه لاندې او باندې ټولې شتمنۍ یې ترې وېوړې . دیني او ملي فرهنګ یې ور خراب کړ . تر مینالوژۍ ته یې په سپکه سترګه وکتل . په افغانستان کې یې تربور په تربره باندې په خپله ملګرتیا کې مات کړ. خپلمنځي جګړې یې په کې پیل ، او ګوندونه ، قومونه او مذهبونه یې سره وجنګول . نظامونه یې یو پر بل ړنګ کړل ، (شل مېلیونه ) پر وسلو او مهماتو سمبال ملت یې د ټوپک سالار ، جنګسالار ، او ترورېست په نومونو بې وسلې کړ . ځینې مشران یې په خپله ور مړه کړل ، او ځینې نور یې د تور لست له مخې په نامالومو مغارو کې شپې ورځې او د ژوند پاتې شېبې شمېري . خو په عراق کې یې بیا سُّني مذهب پر شیعه مذهب باندې وځاپه . شیعه مذهب یې په څنګ کې ور ته ونیو. او نور کوردان او سنیان یې پرې د ډېر وخت له پاره مات کړل .

اوس د نړیوالې نیواکګرې او ځبېښاکګرې ستراتیژۍ له مخې د هغوبلوڅانو وار را رسېدلی چې څو لسیزې وړاندې یې پرعراق باندې د لومړي برید پر مهال (۳۰۰) بلوڅ ځوانان خپلو سمندري هډوته د پوځي ترېنېنګ له پاره وېوړل ، او هلته ترېنېنګونه ور کړل شول ، خو د وخت د پاکستاني حکومت په اړه څه ونه ویل شول چې آیا د هغوی په کې خوښه وه ، که څنګه ؟ 

په همدې خبر کې د بلوچستان په تفتان دښته کې د( دالتون ) په نامه یوه امریکایي شرکت درې واړه واړه چرېکي پوځي هوایي میدانونه جوړ کړي وو چې د هغو اثرات موږ د طالبانو د واکمنۍ پر مهال د افغانستان په خوست ، ننګرهار او کندهار ولایتونو کې په توغندیزو بریدونو کې ولیدل ، اوهېڅ مرګ ژوبلې یې هم  نه لرلې . چې کېدای شي امریکایانو به د خپلو توغندیو فاصلې پرې آزمویلې . ځکه هغه توغندي له همغو چریکي میدانونو توغول شوي وو .

خو اوس امریکایي هغو سناتورانوچې په امریکایي نړیواله ستراتیژۍ باندې کار کوي وویل چې پر بلوڅانو باندې ډېر ظلم او تېری دﺉ . بلوچستان د پاکستان برخه نه ده . په غبرګون کې یې پاکستاني چارواکو وویل چې بلوچستان د پاکستان لا یتجزأ برخه ده . او له دې وړاندې پاکستان پر چین باندې د ګوادر بندر جوړ کړی ، هلته چین زیاته سر مایه ګزاري کړېده ، پوځونه یې هم د سترا تیژیک تړون له مخې هلته وړي دي . خو امریکا هلته چېرې هم دغه نړیوال پو ځي او اقتصادي سیال په هغه سیمه کې نه مني چې د ځبېښاک او سترا تیژیک موقعیت له مخې یې خپل  پوځي ماشین ورته درولی دﺉ .

له دې وړاندې یې د بن ددغې وروستۍغونډې پرمهال په افغانستان کې په پټه او ښکاره د شمال ټلواله  د فدرالېزم په نامه د افغانستان د وېشلو له پاره جرمني ته ورغوښتې او امریکایي سناتورانو او جرمن  سیاسي جریانونو هم په کې فعاله ونډه لرله . چې په ظاهره له سختو ننګونو سره مخ شول . ولې په پټه اوس هم کار پرې روان دﺉ . او داخیانت امریکې او غربیانو د افغانستان له ملت او نظام سره  له پېله  په دوستۍ کې پیل کړی ؤ . ځکه غربیانو افغانانو ته داسې نظام پر پښو ونه دراوه چې ژمنې یې په اړه ور سره کړې وې .غربیانو له اول سر نه په افغانستان کې یو مجهول الهویه ، په اداري او اخلاقي فساد ککړ ملي ضد داسې حکومت جوړ کړ چې همدا اوس په دې هېواد کې د (۶۰ ) په خواوشا کې یواځې د افغان ؤلسمشر بې مانا مشاورین دي ، چې تقریباً د ټولې دنیا ریکارډ یې مات کړی . اداري فساد تر دې کچې په افغانستان کې روان دﺉ چې غټ چارواکي یواځې خپل زامن او خپل خپلوان په بهر کې د لویو سفیرانو او شارزدافیزرانو په توګه پردندو ګوماري . دا حق ځکه دوی ځانونو ته ور کړی چې په ټول عمر یې یواځې د اداري او اخلاقي فساد جوړولو له پاره استعمار پلوه ملي ضد له توطیؤ ډ که مبارزه کړېده . اوس یې شعار دادﺉ چې : (( آسپه دې خپله ، لښته له ځنګله ، نن یې نه وهې نو کله . ))

خو بل لور ته چې ګورو امریکایانو هم څه کمی نه دﺉ کړی ، او په افغانستان کې یې یواځې د ارګ پر بهرنیو ګاردانو (۸) میلیارده ډالره لګولي ، دا ولې ؟؟؟!!!

وزیر، والي ، ریْس او د شعبې مشرترستوني پورې په اداري او اخلاقي فساد کې اخته وي ، خو یو یې هم نه محاکمه کېږي ، او نه حساب کتاب ور سره کېږي . دا ځکه چې د ا حکومت د پټو معاملو او ونډو نه جوړحکومت دﺉ . ؤلسمشر په ظاهره پښتون دﺉ ، خو په اصل کې د شمالي ټلوالې او هزاره ګانو ملاتړی دﺉ . په نظام کې د ننه  داسې کړۍ شته چې له خوا یې تر پیاده پورې یواځې پښتون ځپل کېږي ، له دندو لرې کېږي . او د کرسۍ ، سوپر سکېل معاشونو او نورو ټولو امتیازاتو او امکاناتو د کلي واک له شمالي ټلوالې او هزاره ګانو سره دﺉ .

مګر موږ چې په سیمه کې د امریکایي پوځي ماشین غلچکي خوځښت ته ګورو داسې ښکاري چې په افریقا کې ځمکنی وېش له سوډان نه پیل  اوپه آسیا کې پر بلوچستان ولاړدﺉ . خو افغانستان ، د پاکستان او ایران نورې برخې او همدا راز د منځنۍ آسیا هېوادونه هم له دغه ډول وېش نه بچ نه دي . دوی به هم په خپلو کې سره وېشي ، او تر هغو به په آسیا او افریقا کې د امریکې دغه پوځي غواګۍ څري  چې تر څو یې خېټه پر شا نه وي ور اوښتې . مسلمانې نړۍ ته په کار ده چې لومړې له خپلو مزدورانو ځانونه خلاص کړي ، او ور پسې په ګډه ددغې خپلسرې غوا پړی پر شا ور واچوي ، او د شمالي قطب  پر اوږه (اطلس او قیانوس) یې ها بلې خواته ور واړوي . تر څو بله ورځ دېخوا را ونه ګوري .    

 

 

 


بالا
 
بازگشت