آیا انګلیسان له افغانستانه خپل هېواد ته ځي که منځنۍ آسیا ته ؟؟؟!

     ابو دانیال

د روان هجري لمریز کال د کب په لسمه نېټه مې د آشنا ، آزادۍ او بي بی سي  راډیو ګانو په سهارنۍ خپرونه کې واورېدل چې انګرېزانو له افغانستانه د خپلو (۱۱۰۰۰) کانتینرونو او (۳۵۰۰) محاربوي ټانکونو د ایستلو تصمیم نیولی ، خو دا چې دوی به دا ځل خپل دغه پوځي ماشین پرکومه لاره له افغانستانه باسي ، او چېرې به یې وړي ، دا به وروسته مالومه شي . کېدی شي دوی به په افغانستان کې له خپلو اسلافو څخه په درس اخیستو سره وار له مخه دا کار تر سره کوي ، او آند به یې داوي چې هغه بله پلا خو له (شل زره ) برتانوي پوځ څخه یواځې یو ډاکټر برایدن نیم ژواندی له افغانستان را وؤت ، خو دا ځل ددې اټکل هم ور سره شته چې یو به یې هم ژوندی پاتې نه شي . ځینو کارپو هانو خو لا دا هم ورته وویل چې انګرېزان دې دغه پوځي مهمات او زغره وال ټانکونه خپله افغانانو ته پرېږدي ، ځکه چې د افغانستان پوځ همدا اوس وسلو او مهماتو ته اړتیا لري . او بل دا چې که چېرې دوی دغه پوځي ماشین آلات له افغانستانه باسي ، ترهغو چې برېتانیې ته یې رسوي په ډېره زیاته بیه ورته تمامېږي . افغانستان ته اېتلافي ځواکونو د راتلو پر مهال خو پاکستان خپله خاوره او خپل پوځ دواړه ددوی په واک کې ورکړي وو . خو اوس په ظاهره پاکستان له امریکې سره د اسامه بن لادن ،  په لاهور ښارکې ددوو پاکستانیانو او د افغانستان په خاوره کې د امریکایانو له خوا د (۲۴) پاکستاني پوځیانو د وژل کېدو پر سر خپلې اړیکې خرابې اعلان کړې ، پاکستان د ناټو اکمالاتي لاره پرې وتړله ، او پاکستان د روسي قلمرو په څېر د (۱۲۰۰۰) ډالرو پرځای (۹۴۰۰۰) ډالرد یوه کا نتینر د رسېدو پر سر ترې غواړي ، خو امریکا یې نه ور کوي .

بل لور ته امریکې د خپلو سناتورانو او حکومت په رسمي ژبه د بلوچستان د آزادۍ خبره پر پاکستان باندې د فشار راوستو له پاره د مېډیا خولې ته ورکړې ده ، او د بلوڅانو یوه مشر برامداغ بُکټي یې له سوېس څخه هرکلی وکړ ، او پربلوڅ حکومتي چارواکو یې د خپلو دندو خوشې کولو ، او له بلوڅ آزادي غوښتونکي ملتپال غورځنګ سره یې د یو ځای کېدو غږ وکړ . د پاکستان د حکومتي اپوزیسیون مشرانو لکه نواز شریف او نورو هم د بلوچستان صوبې ته مخه کړې ، او د بلوچشتان او پاکستان د خطر زنګونه ورته کړنګوي ، اووایي چې د یو واحد پاکستان له پاره سره یو شۍ !

 افغان حکومت په وار وار له پاکستان څخه غوښتنه کړې چې له طالبانو سره د سولې په برخه کې دې ور سره مرسته وکړي ، خو پاکستان د افغانستان دې غوښتنې ته هېڅکله هم مثبت ځواب نه دﺉ ور کړی ، او نه به یې ورکړي . ولې د پاکستان حکومت د افغانستان او ایران ؤلسمشرانو ته په اسلام آباد کې ددغې مثلث ډوله سر مشریزې د ګډون له پاره ځکه بلنه ورکړه  چې ګواکي امریکا غواړي له پاکستان ، ایران او افغانستان څخه بلوڅ مېشتې برخې بېلې ، او د یو آزاد بلوچستان په نامه یو بېل هېواد تشکیل کړي . خو برمداغ بُکټي یې په اړه زیاته کړه چې موږ لومړی د بلوچستان د آزادولو په هڅه کې یو ، او د سیمې په هېوادوکې د خورو ورو بلوڅانو په اړه به عمومي رېفرېنډم کېږي ، بیا دهغوی خپله خوښه ده چې په خپلو سیموکې اوسېږي ، یا له آزاد بلوچستان سره یو ځای کېږي . او پاکستان اوس دهمدغې نړیوالې سترا تیژیکې ښاروالۍ له نقشې څخه د بچ پاتې کېدو له وېرې پر افغانستان او ایران باندې غږ کړی ، خو هغه متل دﺉ چې وایي : ( نیت بد قضأی سر)  او (کوږ بار تر مزله نه رسېږي ) . په دغه غوڼده کې دری واړو مشرانو یو بل ته سپینې خبرې هم سره کړې دي چې د پاکستان د بهرنیو چارو وزیرې حنا رباني کهر په پاکستان کې د ؤلسمشر حامد کرزي دا غوښتنې ناشونې او نظر یې بې ځایه وباله چې ګواکي پاکستان دې طالب بندیان او ملا عمر افغانستان ته ور حواله کړي ، خو په غبرګون کې یې کرزی له غونډې را وؤت ، افغان ؤلسمشر له غونډې وروسته  بیا هم پاکستان ته خپل سفر ګټور وباله ، او زیاته یې کړه چې موږ په پټه کې له یوبل سره توافق ته رسېدلي یو . داچې ددې پټو خبرو تر شا به څه پراته وي ، په اړه یې ځینې شنونکي وایي :

د امریکې په مشرۍ ناټو ټلواله په ټوله مانا له افغانستانه نه ځي . ځکه چې افغانستان خپل سترا تیژیک تړون د شمالي اتلانتیک له ځینو مهمو غړو لکه ایټالیې ، انګلیستان او فرانسې سره لاسلیک کړی ، له امریکې سره د لاسلیک کېدو په حال کې دﺉ ، له جرمني سره یې دیپلو ماتیکې اړیکې ورځ تر بلې پیاوړې کېږي . ولې سوال دادﺉ چې په افغانستان کې د ښاغلي کرزي د واک موده دا ځل قانوناً پای ته رسېږي ، اوویل کېږي چې خپل ځای ناستی او بدیل یې هم خپل ورور قیوم کرزی په پټه کې په ګوته کړی ، له پاکستاني چارواکو سره یې هم ښایي پرې خبرې کړې وي ، ولې پاکستان ته به ښایي په افغانستان کې دا پلا لومړی ملا عمر آخوند د ؤلسمشر پر پست ، او حکمتیار د صدر اعظمۍ له پاره غوره وي ، ځکه خو یې پاکستاني چارواکو د سولې په خبرو کې پر ور ګډېدو ټینګار کاوه . چې ایران او شمالي ټلواله  د هزاره ګانو او کرزي په شمول دغه دواړه بیا نه غواړي . او د ښاغلي حامد کرزي تر ټولو خپل ورور قیوم کرزی بیا خوښ دﺉ .ولې پاکستان بیا شمالي تلواله او د کرزي ورور نه غواړي . ښایي یو د اختلاف ټکې یې همدغه هم وي . هندوستان چې په سیمه کې له امریکې سره خپله اقتصادي سترا تیژیکه دوستي پیل کړې ، له افغانستان او تاجیکستان سره یې هم سترا تیژیک پوځي ، تعلیمي او اقتصادي تړونونه لاسلیک کړل ، چې پرمټ یې تاجیکستان هندوستان ته پوځي هډه هم ور کړه ، خو له بلې خوا پاکستان هم له روسیې ، چین او ایران سره خپل پټ سترا تیژیک تړونونه لاسلیک کړي ، او چین ته خو یې آن په ګوادر بندرکې د پانګې اچونې او پوځي هډې اجازه ورکړې ده . ترڅو په افغانستان او سیمه کې د خپل اتوم لرونکي سیال هند د نفوذ مخه پرې ونیسي . امریکا د پاکستان ، ایران او افغانستان خپلمنځي غونډې شکمنه کړې ده ، انګلیس د خپل پوځي تاکتیک او ستراتیژۍ له مخې اعلان وکړ چې موږ خپل (۱۱۰۰۰ ) د مهماتو ډک کانتینرونه او (۳۵۰۰) ځغره وال ګاډي له افغانستانه باسو . نو اوس مالومه نه ده چې آیا ریښتیا هم انګلیسان له افغانستانه خپلې پوځي پښې سپکوي که څه ؟ دا په داسې حال کې ده چې امریکایانو څه موده وړاندې د رسنیو له لارې اعلان وکړچې امریکې خپلې مهمې پوځي پرمختللې درنې وسلې له افغانستانه اسراییْلو ته انتقال کړې . خو اوس چې د لېبیا ، مصر  او یمن ډرامه مخ پر سړېدو ، او د سوریې کورنۍ جګړه په ګرمېد و ده ، له روسانو سره هم دا اندېښنه ده چېرې نه چې بله ورځ د ناټو دغه پوځي ماشین انګرېزي او امریکایي  پوځي ډ رېوران د بالتیک له لارې څخه خپلو هېوادونو ته د انتقال په پلمه ددوی د پوځي پېش قراول ترمخ ورته ودروي ، ددوی په وړاندې به خپلې نظامي هډې د ترورېزم د ځپلو ترنامه لاندې ورته جوړې کړي . آخوا امریکې د تېبت مذهبي مشر( د لیلاما ) د تېبت د بېلولو او په چین کې د ګډوډۍ راستو له پاره چین ته ساتلی ، تر څو له دې لارې لومړی چین په اقتصادي لحاظ له پښو ور باندې وغورځوي ، او بیا یې د توکړې کېدو پلانونه په کې عملي کړي . اوس مهال روسیې او چین دواړو له همدې امله په سوریه کې د بشارالاسد د رژیم په ملاتړد امریکې او غرب لاسوهنې غندلې ،ځکه امریکې ویلي : اوس ددې وخت را رسېدلی چې باید په سوریه کې د بشار الاسد له مخالفینو سره پوځي مرستې وشي . ترڅو یو وخت بشارالاسد محاکمې ته را کش کاږي . خو چین او روسیې خبر داری ور کړ چې که امریکا پر سوریې باندې د برید تکل وکړي ، نو دوی به یې په وړاندې سخت غبرګون وښیي . ځکه همدااوس د ایران ، روسیې او چین چنګي بېړی سیمې ته رسېدلې دي .  له همدې امله امریکا غواړي له دې لارې پر روس او چین دواړو باندې فشار راوړي ، په خپل ویر یې اخته کړي ، ترڅو د سوریې ، ایران او پاکستان له پردي ملاتړه یې را ا یسار کړي .

امریکې د مخه دا پلان درلود چې لومړی سوریه ختمه کړي ، بیا به پر ایران باندې حمله وکړي . اوس چې په سیمه کې د امریکې او ناټو پوځي ماشین ته نورسیال  پوځي خنډونه را ولاړ شول ، امریکا او انګلیس دواړه دېته اړ شول چې باید د خپلو ځواکونو مخ له افغانستانه د وتلو په پلمه د مرکزي آسیا هېوادو ته ور واړوي . ترڅو وکولی شي له دې لارې په منځنۍ آسیا هېوادونو کې د چین او روسیې دواړو د نفوذ مخه  ډپ کړي . او خپله د کسپین له سمندرګي او تورې بحیرې را نیولې  بیا آن تر قفقاذ او کروشیا پورې دمڼځنۍ آسیا په زېرمو او خامو تېلو کې د خپل ځبښاک نېښونه او بمبې ښخې کړي ، تر څو ټوله سیمه ییزه بډایه حوزه لوټ ، افغانستان  او د منځنۍ آسیا هېوادونه د پولۍ ټک ته کښېنوي . خو که د تېلو ددغې بډایې سیمې په جګړه کې نورې خواوې ورسره ښکېل شې ، د افغانستان په ګډون به نیمه اروپا او ټوله آسیا د اتومي لمبو خوراک شي . ځکه چې  روسانو همدا اوس په خپلو دفاعي سنګرونو کې د خپلو اتومي بالاستیکي لانچرو خولې د ناټو پر خوا ور اړولې دي . که چېرې داځل په سیمه کې درېیمه نړیواله اتومي جګړه ونښته ، له ختمېدو سره سم به د ځمکې په ډېرو سیموکې د ژوند امکانات هم ور سره ختم شي . زما د ټولې نړۍ له ؤلسونو دا غوښتنه ده چې پر خپلو چارواکو زور راوړي ، ترڅو له جګړه ییزې غلطې زورواکې پره بازې لارې یې پام د انسان او انسانیت د بقأ له پاره د نړیوال سوله ییز او له عاطفو ډک ژوندانه خواته  ور واړوي . ځکه خوند په ښه انساني ژوند تېرولو کې دﺉ ، نه په ورانیو بر باد یو کې .

 

 


بالا
 
بازگشت