دافغانستان د ادبیاتو ځلانده« غمي »

     څه موده مخ کی د انترنیټ له لاری د ښاغلی محمد عالم افـــتخار له ځینې لیکنو سره آشنا سوم، او په دې هم پوه سوم چې نوموړي ښاغلي غواړی خپل یو کتاب چې «ګوهر اصیل آدمی» نومېږی، چاپ ته وسپاری. ما څه ناڅه د دې کتاب په باب پــه انتر نیټ کې تر لاسه کړی وو،هغه لنډ معلومات د کتاب ځاي نشی نیولي، خو بیا هم دا راته جوته شوه چې کتاب باید خورا په زړه پوری مطالــب ولــری. زه د کــتاب د چمتو کېدو لپاره سترګې په لار وم چې ناببره دغه ځلانده «غمي» ماته راورسـید او هغه په دې توګه چې افتخار صاحب خپل کتاب ماته د ډالئ پــه څــېر راولـــېږه. زما لپاره کتاب ډېره ستره ډالئ بلل کېږی په همدی خاطر زه ډېر خوښ سوم او د افتخار صاحب له دې احسان څخه ډېـره مننه کوم.

     کله چې ما د کتاب په لوستلو پیل وکړ، « داسې ئې پسې واخیستم چې د کتاب تر پایه و نه درېدم»، دا په دې مانا چې دکتاب مطالب دومــره  پــه زړه پـورې دی چې سړي نشی کولاي چې لوستل ودروی اوځینې نور کارونه، او حتی ضروری کارونو ته زړه ښه کړی. زه دکــتاب لــه لـوستلو سره ډېره مینه لرم، او حتی ویلي سم چې د لوستلو ډیر حریص هم یم، هر راز لیکنه چې په لاس راشی مــــخ ترې نه اړوم، خو په لیکلو کې مې مزه نشته. د ښاغلی افتخار «ګوهر اصیل آدمی» یو ژور او په زړه پوری علمی – فلسفی اثر دي چي د افغانی ادبیاتو په آسمان کې د یوه ځلانده ستوری په شان را څرګند شو. د کتاب له متن څخه داسې څرګــندېــږی چې افتخار صاحب د لوړ استعداد او ذکاوت خــاونــد دي او ســـتره علمی ذخیره له ځانه سره لری. هغه د ساینس او تکنولوژۍ په باب معلومات لــری او د ښه قلم خاوند هم دي. هم دادي چې پخپل کــتاب کې ئې د اجتماعی ژونــد او ســړیتوب پـټ رازونه راسپېړلی دی او تر وسه وسه ئې د علاج وسایل هم په ګوته کړی دی. ښــاغلی افتخار زما د نهاد، زما د معنوی عالم په دننه کې هغه غوټه خلاصه کړه چې مـــا ئــې د خـــلاصــولو توان نه درلود. زما او دملیونونو انسانانو پیام، فریاد او آرمان ئې د کاغذ په مخ انځــور کړو او بشریت ته ئې وړاندې کړ. اوس نو د هر رسالت مند انسان دنده ده چې د ریښتینی انسان د روزلو لــــپاره هڅې پیل کړی او د «ګوهر اصیل آدمی» سپارښتنې په عمل کې پیاده کړی.

     هغه څوک چې په انسان پسې ګرځی او خپله ټوله پوهه او ځواک او ښکلي قلم د ریښتینی انسان د جوړولو او روزلو په لار کې په کار اچوی؛ ژبه، قوم، قبیله، لوري او ځاي ته اهمیت نه ورکوی، په  رښتیا سره انسان دي، ښاغلي افـــتخار همداسې یو شخصیت دي او دهمداسې خلکو په کتار کې ولاړ دي او په انسانیت ئې اړخ لــګولي دي. نوموړي کتاب ځینې ځانګړتیاوې لری چې په نورو کتابو کې لــږ او یــا هېڅ نه لیدل کېږی، کیداي شی چې، د مثال په توګه، ځینې ځانګړتیاوې داسې بیان شی:

ــ کله چې سړي دکتاب په لوستلو پیل کوی، داسې یوفکر ورته پیداکېږی چـې په دې اثر کې آفاقی معلومات راټول شوی او په څنګ کې ئې د افغانی ټولنې ناخــــوالې هم بیان شوی دی، خو کله چې « زینو » ته رسېږی لمړي برداشت ړنګېږی او داســـی احساس منځ ته راځیچې « ګوهر اصیل آدمی» یواوتوبیوګرافیک اثردی او لیکونکی دهغه په ترځ کې خپل نظریات هم بیان کړی دی. کله چې لوستونکي د «زینو» منځ ته رسېږی پورتني احساس هم بی بنتسټه کېـږی او حقیقت بلــه بڼــه اخلی او بالاخره پوهېږی چې د «زینو» داستان یوه علمی – فانتزی کــیسه ده چــې لـــیکونکی جوړه کړې او لوبغاړی ئې هم پخپله خلق کړی دی، تر څو وکړاي شی چــې لوستونکي په مشکلو علمی مطالبو په آساني سره پوه کړی او هغه وهڅوی چې په مینه او خوشالۍ سره کتاب ترپایه ولولی. که چېرې د ښاغلی افتخار نومـــوړي اثــر لــه یوه بل کتاب سره چې « دسوفیا نړۍ، دفلسفې د تاریخ په باب داستان» نومېږی او مـــــولف ئې ښاغلي یوستین ګوردیر دي، مقایسه شی، د سبک او هدف له لحاظه ډېر ورته دی او مشابهت سره لری. د افتخار صاحب اثر یو علمی ــ فلسفی داستان دي او د ښــــاغلی یوستین ګوردیر اثر هم فلسفی داستان دي، خو ددې دواړو کتابونو په منځ کی تــوپیر شته ، اوهغه هم دادي چې ګوردیر یواځې د فسلفې تاریخ بیانوی، خو افتخارصــاحب د ریښتینی انسان په لټه کې دي او«ډیوه» پر لاس په افغانستان او نورو هېوادو کــې ګرځی تر څو خپل پاک او انسانی هدف ته ورسېږی .

ــ د ښاغلی افتخار د اثر بل خصوصیت په دې کې دي چې کتاب په سلیسې او روانې دری ژبې لیکل شــوي، هـــغه خـــوږه دری ژبه چې په افغانستان کې مروجه ده، له پېچلواو نامانوسو او پردیو لغاتونو  او اصطلاحاتو نه ډډه شوې ده اوله هغو سوچـــه دافغانی ټولنې اصطلاحاتو څخه، چـې زمونږ ښه اېسېږی او خوښېږی، استفاده شوې ده، په همدې خاطر افغانی لوستونکی د کتاب په لوستلوکې له ستونزو سره نه مخامخ کېږی او په مینه ئې لولی. ځینې کسان له پردیو اصطلاحاتو نــه ددې لــپاره استــفاده کوی چې نورو داسې تفهیم کړی چې: « زه له تاسې نه ډېر پوهېږم ». خو دا سمـــه نه ده، خپله پوهه په نورو باندی پاسلل، ګمراهی ده . حقیقت دادي چې پوهـــه «ساده نویسی » ده ، «ګوهر اصیل آدمی» چې هر باسواده انسان ته په لاس ورشــــــی، په لوستلوکې له زیاتو ستونزو سره نه مخامخ کېږی او ګڼ شمېر لوستونکی لری. هــغه سړي پوه دی چې بل په آساني سره وپوهوی.

ــ رسم داسې دي چې پایلیزه(پس ګفتار) د کتاب په پاي کې لیکل کېږی، خــو ښاغلی افتخار یو سلسله مطالب(پرتوی بر هدف ...) د کتاب په سرکې لیکلی دی چې هماغه پایلیزه(پس ګفتار) بلل کېداي شی. داهم د کــــــــتاب یوه ځانګړتیاده چې بل چېرته لږ لیدل کېږی. زما په نظر، داراز اړونه(پای سرته راوستل) ګټوردی، ددې لـــپاره چې لوستونکی، د کار په پیل کې، د کتاب اساسی مطالبو ته متوجه کوی او اړ ئې باســی چې اساسی مطالبو ته زیاته توجه وکړی.

     په پاي کې باید ووایم چې «ګوهر اصیل آدمی» داســې یــو کــتاب دي چــــې په لوستلو سره ئې انسان له هرراز سټیریو ټیپونو او شابلونی افکارو څخه خلاصـــېږی او په ټولو ضد انسانی او ضد ملی کړو وړو باندې چلیپا باسی.

                                           

                                              غلام نبی اوسپرین ــ یورش   

    

 


بالا
 
بازگشت