عمر ننګیار

 

رنګين ژوند

 

ليكوال عمرننګيار-مسكو

 

دده ژوند درنګونوژونددى،دي خپل ذاتي رنګ نلري نوځكه خودهررنګ سره دي رنګ وې اوهرخوند سره دې خوند.

ده ځان په څواړخوويشلي دى اوهراړخ يي په يورنګ رنګ كړى نوځكه خوچاپيريال ورته ښاغلي رنګين وايي.

دده په باور،دارنګونه دي چې سړي ته رنګ اوخوندوربخښي كه دتورسره ته تورنشى اودسپين سره ته سپين ،هيڅكله به په دى لالهانده ژوندكي آرام ونه مومى اوددى رنګيني دنياګۍ دخوندونونه به خوند وانخلى.

دى وايي:

په چايي څه؟!چې يوساعت توريم بل ساعت سپين ياسوريم كله هم شين،رنګونه اوبورسونه مې خپل دى اړخونه مې هم خپل،دهرغوړرنګ مخى ته چې ورشم تكليف دپرديتوب نلرم دسترګى په رپ كي خپل هغه اړخ چې ددى غوړرنګ سره نژدي دى تازه كوم،نورنود هغي يم اوهغه ځما

 

دلته دى خوندونه

 

 


بالا
 
بازگشت