عبدالبا ری عارض

   

دښځو حقوق؟؟؟

 

افغان ولس د تاریخ په اوږدو کی د لویو قدرتونو له خوا ځورول کیږی کله د انګلیسی ښکیلاک لخوا کله هم د سرو لښکرو له خوا او اوس هم دغربی قدرتونو لخوا .

مهمه داچی په هر دور کی  د یو عده ضعیف النفسه افغانانو لخوا د ولس پرضد هغوی ته هر کلی ویل سوی او حتی د متجاوزینو څخه د دفاع په سنګر کی یی د خولی ناړی وچی او ستونی یی څیری کړل .

ړانده سۍ! ولی حقیقت ته په خلاصو سترګو نه ګوری . یو سل یا کمتر تر هغه ښځی په کابل کی د شورا ؛ دښځو وزارت او په اصطلاح د حقوق بشر په محدوده کی شتون لری چی فرانسوی سنټونه او انګلیسی پودر او لبسرینونه په افراط استعمالوی او په بهرنی سفرونو او داخلی محافلو کی د افغان ښځو د حقوقو ناری سوری وهی . که دا ښځی په کلیو او بانډوکی د ولس ښځو ته ور ښکاره کړی هغوی یی انګریزانی بولی او کافرانی ورته وای .خو د افغان ولس لوی اکثریت ښځی دا دری لسیزی کیږی چی ګاهی دمیړه په مړینه او ګاهی دزوی ؛ ورور او پلار په مړینه ژاړی . څوک پیدا نه سول چی اوښکی یی ور پاکی کړی . ډیر شاقه کارونه کوی د غره څخه لرګی را کښته کوی ؛حیوانات پالی ؛وږی دی  خو بیاهم دروژی په میاشت روژه نیسی؛ کالی نه لری ؛ جونګړی یی بمبارد سو ه ؛ ډاکتر او دوا نلری ؛ هره ورځ ناروغه دی ؛لاسونه یی تڼاکی دی ؛ تعلیم او تربیه څوک نه پر لوروی ؛ ددی سره سره بهرنی عسکر وکورو ته د تندر په شان ورځی په سپو یی داړی او با عفته جسم یی دلاسونو په کشولو تلاشی کوی. د باروتو تر لوګی  او بمبارد لاندی احمد خان ؛ میرویس؛اکبرخان؛ایوب خان؛ ملاله او زرغونه زیږوی . اوکه پوښتنه ځنی وکړی چی نوم دی څه پر ایښی دی . نو پلو راپورته کړی اوښکی پاکی کړی او وای : موږ ښځو په کلی کی فیصله کړیده چی نور د ټولو نوم یو شان (مرګ ) ایږدو ؛ هغوی حتما وژنی .!!!

دادی د افغان ښځودهمت او غیرت مثال!! کله چی کوچنی یی په اوڼی کی وژاړی ؛ نو مور یی د شیدو په بڼه د غیرت او ایمانداری روح په خوله کی ورکړی  هغه مست سی وینه یی په زانګو کی په جوش سی او بیا ژاړی مور یی خیال کوی چی هلک بیا هم وږی دی بیا شیدی په خوله کی ورکړی خو هغه نور شیدی نه غواړی بلکه ژاړی او توره(شمشیر) غواړی .

دا کوچنی چی د ۱۳ کالو سی  نو سنګر یی دخپلواکی  په غره کی  معلوم وی . که څوک  د سولی  او تعلیم خبره ورته وکړی هغه لکه شراب چی خوړلی وی مست سی سترګی یی و ککری ته ولاړی سی او وای ( نه؛ نور وخت نسته پلارمی د نړی لوی طاقتونه  مات کړی دی خو زما مور نه ارامیږی او اوس هم ژړول کیږی نو ځکه زه اوس نړی ما توم او د خپلی مور حقوق ترلاسه کوم .مورمی دشپی په ځای کی د ازادی نقلونه راته کول د پلار کارنامی یی راته لوستلی . زه اوس هغه څه کوم چی د پلار روح می په قبرکی ارام سی . زه مورته د هغو مرمیو د پچکونو څخه امیل جوړوم چی د انسانیت او بشردښمنان می په وژلی وی).

په اصطلاح دا د اوسنی سیاسی  او مدنی ټولونو او کلپونوسینټ والا  پوډریانی ښځی باید د هغه لوی اکثریت د کلیو او بانډو ښځو په وړاندی پر ګونډو سی او د زنانه رسالت درس   ځنی زده کړی . هغه نرښځیان   چی د ښځو د حقوقو  دروغجنی  ناری سوری وهی  او ډالرو یی سترګی ور ړندی کړی دی باید خجالت وباسی.

خدای او اخرت در پیاد کړی افغان او افغانیت ته مخه کړۍ.هغوی به ستاسو ګریوانو ته لاس درواچوی . هیڅ استعمار دایمی نه وی . خو دا دښځو  دحقوقو دروغجن مدعیان به تر بهرنیانو د مخه د ښځو له ویری تښتی.

راسی چی د هغو ښځو سره د پيوستون لپاره یو ګړی دغم شریکی په توګه    وژاړو.

د وطن موری مه ژاړه لاسونه سره کړه امیل په غاړه + وهری خواته انګازی دی وای غیرتمن میړه د چا دی.

اوس د بن کنفرانس د رنګین کولو لپاره زموږ د سیاسی دیپلوماتانو؟ ترڅنګ ۲۵٪ غرب زده ښځی   د اشتراک لپاره جرمنی ته ځی  او د خپلو په اصطلاح حقوقو ډیر والی د بهرنیانو څخه په عذر اوزاریوغواړی.

 تاسو قضاوت  وکړی . په اخرنۍ لسیزه کی زموږ په هیواد کی تر بل هر  وړاندی تګ دمړو او ورانی  شمیر او کچه لوړه ده . دا چی وژل کیږی که دولتی منسوبین وی او که مخالفین وی خو افغانان دی.

ولی دولت هغه ته بی تفاوته دی؛ اما د ښځو د حقوقو تمثیل په دومره لوړه کچه چی په غربی هیوادونو کی هم د امکان څخه لری ده مطرح  کوی هغه هیوادونه چی اقتصاد یی خودکفا دی .

ایا تر یوه حده  ملی ارزښتونه او کلچر هم د افغانیت او اسلامیت پر بنیاد باید په نظر کی ونیول سی که نه ؟تاسو یی ارزیابی کړی ایا په اروپایی هیوادونو کی  ښځی د فیصدی په لحاظ  زموږ په اندازه په پارلمانو کی اشتراک لری ؟ هغه هیوادونه چی د ښځو د تحصیل کچه یی زموږ د ښځو سره دمقایسی وړ نده.

او ولی باید دموکراسی تحریف کړل سی . هغه چی یو سیاسی سیسټم او نظام و بشری ټولنی ته وړاندی کوی. هغه چی د جامعی داکثریت حاکمیت د انتخاباتو له لاری توصیه کوی . هغه چی بشری او انسانی کرامت او دافراد حقوق په مساوی توګه تمثیل کوی. ( زموږ دولت چی دهر ډهل ږغ واوری پښه ځنی د اتڼ سی) . ایا د ښځود حقوقو یوازنی بنسټ د دموکراسی دی؟

هغه حقوق چی حکومت یی پروپاګنډ کوی نه باید د افغانی ؛ ملی او اسلامی فرهنګ او دود په چوکاټ کی تنظیم سی ؟ تاسو د تصویری نشراتو له لاری مصر ؛ سوریه ؛  یمن او لیبیا وینی .هغه چی اقتصاد او د دانش سطح یی زموږ سره د مقایسی وړ نه ده . هلته ښځی د خپل هیواد په سیاسی سرنوشت کی دومره ونډه لری چی تاسو یی هم د تحریر په میدان کی وینی او هم یی د رایو په ورکولو کی سهم وینی . خو د ټول پیشرفت سره سره هغه خپل ملی  دود او اسلامی دستور څومره مراعاتوی . د ټولو سرونه مطابق د اسلامی اصولو تړلی او با حجابه لباس په تن لری . هغوی بنیادګرایان نه دی .  د ترکیی هیواد اقتصاد او پیشرفت مطالعه کړۍ . اما د صدراعظم او ریس جمهورخانمانی یی وګوری چی څه ډول لباس په تن او څه ډول سرونه پټوی.

په امریکا او اروپا کی مسلمانی ښځی په لباس او د سر په ټکری له ورایه معلومیږی.

اوس راسی زموږ په فقیر او جنګ وهلی هیواد کی یو محدود تعداد دولتی ښځی حتی په پارلمان کی و ګوری او مطالعه کړۍ . که د هیواد وړاندی تګ د ښځو په بربنډ توب کی مضمر وی نو بیا دی حکومت سبا ښځی لوڅی بازارونو ته عرضه کړی چی ژر وړاندی تګ وکړو. ایا د محترمی خور ؛غمی؛ کلچر او دود او لباس د افغانی ښکلا مثال په پارلمان کی نه دی؟

زه نه پوهیږم ولی عمدا زموږ ملی ارزښتونه او دود د دموکراسی په نامه په نښه کیږی .

ولی د یو با مسولیته دولت په څیر د جامعی بی شماره نیمګړتیاو ته توجه نه کوی . پر ځای ددی چی د ولس پر زخمونو د رحم او عطوفت پټی کښیښول سی مالګه پر پاشل کیږی .

 

 


بالا
 
بازگشت